پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیريله نااهل سره دوستي د خره سپرلي ده!| جنرال دولت وزیري

له نااهل سره دوستي د خره سپرلي ده!| جنرال دولت وزیري

دوست هغه دی چې تاسې سمې لار ته رهنمايي کوي او له بدو کارونو مو راګرځوي، تاسو ته ستاسو نیمګړتیاوې په ګوته کوي او ستاسو پر لاسته راوړنو ویاړي.

انسان باید تل داسې کسان د دوستانو په توګه وټاکي چې ورسره رخه نه کوي او په فکري لحاظ ورسره برابر وي.

کله نا کله په ژوند کې دومره غټې تېروتنې کېږي، چې د یوه چا د سر په بیه تمامېږي، په هغه تېروتنه کې به ممکن د یو چا ذاتي اراده شامله نه وي، خو د دوست په ټاکلو کې ممکن زموږ اراده شامله وي.

یوه پخوانۍ کیسه ده: یوه تن چې د غره په ډډه کې يې کور و، هره ورځ به يې له غره څخه لرګي راوړل او خپله ګوزاره به يې ورباندې کوله.

یوه ورځ چې دی د لرګیو په راټولولو بوخت و، یوه ډېره غټه یږه له ځنګله څخه راځي او له ده سره د لرګيو په راټولولو کې مرسته کوي.

سړی هم د یږې د مرستې په بدل کې خپل له کوره راوړي خواړه له يږې سره نيمايي کوي. په دې توګه د دوی تر منځ دوستي پیلېږي او دوام کوي.

دغه سړی هره ورځ غره ته ځي، د یږې له پاره هم له ځان سره خواړه وړي او په ډېره مینه يې له یږې سره يوځای خوري. یږه هم د تل په څېر له ده سره د لرګيو او خسو په راټولولو او د ګېډۍ په تړلو کې مرسته کوي.

يوه ورځ چې سړی ډېر ستړی او د لرګیو له راټولولو څخه عاجز و، یږې ته وايي چې زه به ويده شم او ته راته لرګي راټول او ګېډۍ را ته وتړه.

سړی ويده کېږي او یږه ژر- ژر لرګي راټولوي او ګېډۍ هم تړي، ګوري چې سړی لا ويده دی. یږه راځي او د سړي تر څنګ کښېني. په دې وخت کې يو مچ راځي او د دې د دوست پر مخ کښیني. یږه هغه شړي، دا عمل څو ځل تکرارېږي، مچ راځي او یږه يې شړي. مچ بیا راځي او د دې د دوست پر مخ بيا خپل ناوړه عمل تکراروي. په دې سره یږې ته غوسه ورځي، چې ولې مچ د دې ويده دوست ته مزاحمت کوي. له ډېرې غوسې څخه یوه غټه ډبره را اخلي او د خپل ملګري پر مخ ناست مچ پرې ولي. د دوست کپره يې رېز مرېز کېږي او په ډېره اسانۍ سره له دې نړۍ سترګې پټوي.

یږه په دې فکر چې له خپل دوست سره يې د مينې له کبله مرسته کړي، خو په واقعیت کې يې خپل دوست هغې نړۍ ته ولېږه.

نو ځکه هوښياران وايي له جاهل سره دوستي د خره سپرلي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب