پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمشورتي لویه جرګه د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون...

مشورتي لویه جرګه د یو شمېر بهرنیو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه

تاند (جمعه، د اسد ۱۷) مشورتي لویه جرګه د څلور سوه طالب زندانیانو د برخلیک معلومولو په اړه د شاوخوا ۳۵۰۰ کسانو په ګډون په کابل کې پیل شوه.

په دې جرګه کې د ولسمشر غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله تر څنګ د کابینې غړو، د ملي شورا غړو، جهادي مشرانو او د بهرنیو هېوادنو استازو او د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه زرګونو کسانو ګډون کړی دی.

مشورتي لویې جرګې ته د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله وینا:

عبدالله عبدالله د وینا پر مهال

د اساسي قانون له مخې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د ولسمشر صلاحیت نه دی.

د مشورتي لویې جرګې جوړېدل یو مهم ګام دی.

سبا به د ملي روغې جوړې عالي شورا وروستۍ کاري برخه هم تکمیل شي، باوري یم چې یوې مثبتې پایلې ته به ورسېږو.

ځینې ​​خلک فکر کوي چې دوی به جګړه وګټي، دا ډول فکرونه غلط دي.

موږ د مشورتي لویې جرګې د غړو د پرېکړې پلي کولو ته ژمن یو، د هیواد لپاره ستاسو پریکړه د ژوند او مرګ پریکړه ده.

هیله لرو ستاسو د سمې پریکړې په پایله کې به په هیواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځته شي.


مشورتي لویې جرګې ته د ولسمشر اشرف غني وینا:

ولسمشر غني د وینا پر مهال

مشورتي لویه جرګه هغه ځای دی چې خلک پکې بغیر له کوم قید او شرط پرته د زړه خبرې تبادله کوي.

ستاسو د نن او سبا ورځې تصمیم ډېر مهم دی، زه تاسې ته کوم فرمایش نه لرم.

د ښوونکو د استخدام لپاره ۱۵ زره نوي بستونه اعلانېږي.

د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول زما صلاحیت نه، بلکې ددغې جرګې په تصمیم پورې اړه لري.

وسله والو طالبانو ژمنه کړې چې د خپلو ټولو بندیانو تر خلاصېدو وروسته به په درې ورځو کې د افغانانو تر منځ خبرې اترې پیل کړي او له حکومت سره به اوربند وکړي.

موږ ریښتیني سولې ته اړتیا لرو، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو پر ځای مو تر اوسه ۵۱۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

د مشورتي لویې جرګې د ملاتړ په اړه د متحده ایالاتو له اعلامیې مننه کوم، موږ له امریکا سره بنسټېزې اړیکې لرو.

روان کال په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیلیږي.

د جرګې په لړ کې د ولسمشر د وینا پر مهال فریکي شخړه هم وشوه


ښاغلي غني تر دې وړاندې ویلي، دی د اساسي قانون او جزا قانون په اساس د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري او د دغو زندانیانو په اړه به د سولې مشورتي لویه جرګه تصمیم نیسي.

استاد سیاف د د مشورتي لويې جرګې په اړه وايي د جرګې غړي بايد د سولې پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي او داسې تصمیم ونیسي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او پر وړاندې یې شته خنډونه ختم شي.

د افغانستان حکومت د تېرو ۱۱ کلونو راپدېخوا ۳ نورې مشورتي جرګي هم تر سره کړي چې دوه یې د سولې پروسې اړوند وې.

جرګه د افغانستان په تاریخ کې یو پخوانی دود دی چې اوس یې سیاسي رنګ اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب