یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهپه ژوند کې د یوه ویاړلي کرکټر او شخصیت جوړولو لپاره (۲۷)...

په ژوند کې د یوه ویاړلي کرکټر او شخصیت جوړولو لپاره (۲۷) په زړه پورې قوانین

راټولونه: محب الله “رسولي”
د دې لپاره چې په ژوند ویاړلی او جذابه واوسئ، د خلکو په منځ کې د یو رهبر غوندې وځلېږئ، هر وخت خلک د ستاسو تر اغېز لاندې راشي، په ټولنه کې د صمیمي، باورمنده، ښه شخصیت او کرکټر واله شخص معرفي شئ، خلک د ستاسو په لور رامات شي. لاندې قوانین په ژوند کې تمرین او عملي کړئ، ترڅو په راتلونکي کې د ویاړلي کرکټر او شخصیت په جوړولو کې درسره مرسته وکړي. درسره یې په غور ولولئ.
١- د باور وړ او رښتیني انسان په توگه ژوند وکړئ.
٢- هېڅکله چل ول مه کوئ.
۳- هېڅکله غلا مه کوئ، د چا له اجازې پرته یو څه مه اخلئ.
۴- خپل ملگري په دقت سره وټاکئ، نه یوازې دا چې د یو چا سره د ملتیا له لارې خپل کرکټر برسېره کوئ، بلکې د یو چاله ملگرتيا څخه ډډه کول هم ستاسو کرکټر په گوته کوي.
۵ـ هېڅکله هڅه مه کوئ چې ملگرتيا په بيه واخلئ او له دې ډول خلکو ځان لېرې ساتئ ځکه ملگرتیا د پېر او پلور لپاره نه ده.
۶ـ له لوړ کرکټر لرونکو کسانو سره ملگرتيا وکړئ.
۷- خپله تگلاره د ارزښتونو پر بنسټ وټاکئ. ښه څه ترسره کړئ، ځکه همدا سم څه دي چې ترسره شي.
۸ ـ له دې فلسفې سره ژوند وکړئ چې تل له تمې زیات څه ورکوئ. تل له هغه څه زیات ورکوئ کوم چې په بدل کې يې تاسو ته درکول شوي دي.
۹- په خپلو ژمنو باندې کلک درېدلي اوسئ.
۱۰ـ د مسئولیت منلو په لټه کې اوسئ نه پر نورو د واک چلولو.
۱۱- له نورو سره د مرستې کولو له لارې خوښي رامنځته کړئ. له نورو سره د مرستې لپاره کله کله خپله لار بدله کړئ.
۱۲- تل د اعتماد او باور پیاوړي کولو په لټه کې اوسئ.
۱۳- په خلکو پسې سپکې سپورې مه وایئ ځکه دا مو کرکټر کمزوری ښیي.
۱۴- تل هڅه کوئ څو خپل وجدان ژوندی وساتئ.
۱۵- څو چې مو ټول حقیقتونه نه وي درک کړي هېڅکله د خلکو په اړه له وخته وړاندې قضاوت مه کوئ.
۱۹- خپل رول اداء کوئ، یعنې د چا تقلید مه کوئ، جعلي کس مه اوسئ، خو دا په دې مانا هم نه ده چې خپل ناوړه او بد اړخ برسېره کړئ، په خپلو منفي کړنو مه وياړئ، هڅه وکړئ چې نورو ته وده ورکړئ، خو داسې نه چې ځان هېر کړئ.
۱۷- له نورو سره مرسته وکړئ. د نورو په ناکامولو کې تاسې هېڅکله نه کامیابېږئ، تل له نورو سره د مرستې کولو فکر له ځان سره ولرئ.
۱۸- که کومه تېروتنه مو وکړه، بښنه وغواړئ. د نورو د تېروتنو په وړاندې هم زغم ولرئ. د نورو له تېروتنو زده کړئ او خپل ځان ترې وساتئ. تېروتنې کول حتمي دي خو مصیبت رامنځته کول انتخابي.
۱۹- خپل مور او پلار وياړمن کړئ. دوی په تاسو حساب کوي. د خپل مور او پلار د ټولو هغو کړنو لپاره چې ستاسو لپاره یې کړي دي، منندوی اوسئ، د رښتیني پلار او مور لرل یو ستر میراث دی. خپلو اولادونو ته ښه میراث پرېږدئ.
۲۰- تل ترمې کلمې وکاروئ خو کلک استدلال وکړئ.
۲۱- لطفا، مهرباني، مننه، په درنښت، هغه کلیمې دي چې هېڅکله نه زړېږي. له چتي الفاظو او تورونو ځان وژغورئ.
۲۲- د نورو خبرو ته ښه غوږ نیونکي اوسئ. د بل چا په خبرو کې مه لوېږئ او د بل چا خبرې هم مه بشپړوئ.
۲۳- تل نرم او زړه سوانده اوسئ. یوازې کمزوري خلک سخت زړي او ظالم وي.
۲۴- د بې ارزښته کېدو پر ځای ځان ته ارزښت ورکړئ.
۲۵ـ له آوازو او بې بنسټه خبرو څخه ځان وساتئ. خپلې خبرې له رخې او کرکې څخه لېرې وساتئ. پرنورو ټوکې او مسخرې مه کوئ آن که
فرصت هم په لاس درځي.
۲۶- تل مصروف اوسئ. داسې يوه ټولنه جوړه کړئ چې په پراخه توگه نورو ته گټه ورسوي.
۲۷ـ هره اونۍ یو غوره کتاب ولولئ، روح به مو بډای کړي.
ماخذونه: ویاړلی ژوند، اغېزمن شخصیت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب