د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی او غوره ډګر ساتونکی شفیق الله شفق په فساد تورن کړ. کرکټ بورډ وايي شفق په سیالېو کې د فساد او درغلېو تورن دی، ځکه مو له ۶ کلن بندېز سره مخ کړ، کرکټ بورډ زیاتوي چې شفق تر ۶ کاله هېڅ راز کرکټ نشي ترسره کولی.
دا لومړی ځل شو چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی شفیق الله شفق د کرکټ په تاریخ کې د فساد او درغلېو په تور د کرکټ د تر ټولو اوږد بندېز سره مخ شو.
د لومړي ځل لپاره یو افغان لوبغاړی شفیق الله شفق د کرکټ له ۶ کلن بندېز سره مخ شو