شنبه, جولای 6, 2024
Homeکلتورد کندهار مجلې هغه مدیر، چي د مدیریت ټول کارونه په یوازي...

د کندهار مجلې هغه مدیر، چي د مدیریت ټول کارونه په یوازي سر کوي

محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار

محمدنبي سلطاني د مرحوم عبیدالله زوی د حاجي عبدالرحمن لمسی او د سلطان محمد کړوسی، په ۱۳۶۴ لمریز کال د کندهار ولایت په لویه ویاله( ۹ ناحیه) کي زېږېدلی دی.

سلطاني د کندهار ولایت په بېلا بيلو خصوصي مدرسو او مسجدونوکي غیر رسمي دیني زده کړي او په۱۳۸۹ لمریز کال ئې د معارف وزارت د اسلامي تعلیماتو د امتحان او ارزیابۍ کمټې ته امتحان وکړ، چي په ښو نومرو يې د بکلوریا ( دولسم ټولګي) سند تر لاسه کړی.

زموږ  ددې اوونۍ مطبوعاتي څېرې په ۱۳۹۱ لمریز کال د کانکور په ازموینه کي د ګډون له لاري د کندهار پوهنتون تعلیم او تربيې پوهنځي پښتو ادبیاتوڅانګي ته کامیاب او په ۱۳۹۵ لمریز کال له یادي څانګي څخه په غوره درجه د لیسانس سند ورکول سو.

ښاغلي سلطاني په کندهار، کابل او ننګر ولایتونو کي د ژورنالیزم په بېلا بيلو لنډمهالو او اوږدمهالو کورسونو، ورکشاپونو او سیمینارونو کي هم ګډون کړی دی.

دی پر مورنۍ ژبه( پښتو) سربیره په دري، څه ناڅه په عربي او انګلیسي ژبو هم پوهیږي.

ده، له کوچنیوالي راهیسي له ژورنالیزم او ادب سره مینه درلوده اوهغه وخت چي لا له دولسم ټولګي څخه نه و فارغ سوی د هیواد په بیلابیلو مجلو، ورځپاڼواونیزو او راډيوګانو کي به يې ادبي، ښوونیزي او … مقالې او شعرونه به خپرېدل.

 ښاغلی سلطاني په ۱۳۸۸ لمریز کال اول وار په کندهار کي د خپلواکي او ناپېیلي اسلامي راډیو تعلیم السلام سره کار شروع کړی.

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېرې په یاده راډیو کي اووه کاله بیلا بیلي دندي ( اداري مسؤل، د خپرونو ویاند، د خپرونو پروډیوسر اود نشراتو مسؤل) سرته رسولی دي.

لیکوال، شاعر او مطبوعاتي محمد نبي سلطاني په ۱۳۸۹ لمریز کال دتعلیم السلام راډیو  تر څنګ د (پکت) راډیو سره د (پولي پوري غاړي راډیويي خپرونو په جوړولو کي هم له کندهارڅخه همکاري کوله، یادي راډیو د ډيورنډ فرضي کرښي دواړو غاړو (پښتنو) د یووالي، اتحاد او اتفاق لپاره خپروني کولې.

سلطاني په ۱۳۹۵ لمریز کال په کندهار کي دیوې بلي اسلامي راډیو(تعلیم القران )د نشراتو مدیر وټاکل سو، چي هلته يې هم د بیلا بیلو اسلامي او ټولنیزو خپرونو په طرح کولو کي ښه وځلیدی او په دې ترڅ کي يې په ننګرهار کي د (سباستوري) راډیو سره هم د راپورټر په حیث خپلي چاري پرمخ بیولې.

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېرې د ږغیزو رسنیو ترڅنګ  په ۱۳۸۹ لمریز کال د تعلیم السلام مجلې، چي دیني، اسلامي، ادبي او فرهنګي مجله ده، د کمپوز او ډيزاین د سمبالولو او همداسي په ۱۳۹۵ کال د نداء القران مجلې د کمپوز او ډيزاین د سمبالولو چاري تر سره کړي دي.

سلطاني په ۱۳۹۵ لمریز کال د ازاد رقابت له لاري د کندهار تاریخي مجلې مسئول مدیریت ته بریالی سو، چي تراوسه يې دغه دندي ته په یوازي سره اوږه ورکړې ده.

سلطاني په اوسمهال کي د رسنیو ارزښت په یوه ټولنه کي د سا په ډول اړین ګڼي او زیاتوي، په کارده، چي رسنۍ په رښتیا سره هم د خلکو د روښنفکرۍ اود دولت پر کارونو د څارپه بڼه وکارول سي.

« د رسنیو له اغېز(مثبت یا منفي) څخه هيڅوک انکار نه سي ،ځکه په اوس وخت کي  به لږ  داسی کورونه وی، چي له رسنیو له تعقیب څخه دي خالي وي.

نن په ټوله نړۍ کي رسنۍ دخلکو رهبری کوي اوکولاى سي چي چارواکي، زور واکي، دولتي اوخصوصي ادارې خپلو نيمګړتياوو ته متوجه کړي ترڅو هغوی خپل نيمګړي کارونه بشپړ ، ورته متوجه او بيا له سره غور باندي وکړي،نو پر همدې اساس ویلای سم، چي رسنۍ د ټولني او فرهنګ ساه ده، د ټولني په جوړولو او ورانولو کي پراخه ونډه لري»

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېره وايي، رسنۍ هغه وخت په ټولنه کي د خلکو باور خپلوي، چي مسلک ته ژمن کسان پکښي په کار وګومارل سي.

دده په قول، یوازي د نوم او شهرت لپاره رسنۍ تباهي ده.

« ژورنالیست تاریخي، ایماني او وجداني رسالت لري، چي په یوه واحده لیکه کي درسنیو له منل سوو نورمونوسره سم پر هغه لار  چي ملي ګټي پکښي نغښتي وي ګامونه واخلي اوله هغو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه چي په واک کي ئې لري په اوسینو پیچلو او سختو شرایطو کي دهیواد پالني حقانیت ثابت او خپل ایماني هیوادنی اوانساني رسالت سره ته ورسوي، د ټولني د وګړو د اخلاقو په جوړولو کي رغنده ګامونه پورته کي.»

سلطاني ټینګار کوي، چي  ژورنالیست یوازي دخلکو د خبرولو مسئولیت نه لري، بلکي د پوهولو،اصلاح کولو او ويښولو مسئولیت ئې هم په غاړه دی،  نو پر همدې اساس ورته لازمه ده چي د دغي وسيلې (ژورنالیزم) د ښه استخدام او غوره كاروني له پاره داسي لاري چاري او پروګرامونه ولټولي، چي د ټولني حركت ښې او مثبتي خواته متوجه كړي، د اسلامي اهدافو د تحقق او پلي كېدا پر لور ئې وهڅوي او خوځښت وركړي.

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېرې ته د ښه مطبوعاتي کارونو له امله پرهغو ټولو رسنیو سربیره، چي ده ورسره کار کړی یوشمیر نورو مدني او فرهنګي بنسټونو هم ستاینلیکونه ورکړي دي.

سلطاني نژدې پنځلس کاله ترمخه ۲۰۰۵ کال کي واده کړی، چي ثمره يې شپږ اولادونه درې (لوڼي) او درې (زامن ) دي

————

دغه لیکنه په طلوع افغان تاریخي ورځپاڼه کي(د کندهار میشتو مطبوعاتیانو) په روانه لړۍ کي هم خپره سوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب