پنجشنبه, جولای 4, 2024
Homeخبرونهد کابل دشت برچي روغتون په برید کې ۱۱ ملکیان مړه، ۱۵...

د کابل دشت برچي روغتون په برید کې ۱۱ ملکیان مړه، ۱۵ ژوبل او ۱۰۰ نور ژغورل شوي

 تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار لس بجې د کابل دشت برچي پر سل بستریز روغتون ډله ییز برید کې د دوه ماشومانو، طبي پرسونل او څو میندو په شمول ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ملکیان ژوبل دي.

نن سهار لس بجې یوه ډله ځانمرګو د کابل ۱۳مې ناحیې په دشت برچي سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو لخوا حمایه کېدونکي ولادي روغتون باندې برید وکړ له څو ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین  تاند ته وايي: (( د امنیتي ځواکونو لخوا د ښځو، ماشومانو او د روغتون د عملې او دریو بهرنیانو په ګډون ۱۰۰ تنه ژغورل شوي.))

کورنیو چارو وزارت دا برید یو بشري ضد جنات بللی او له نړیوالو حقوقي سازمانونو یې یې غوښتي چې داسې پېښې جدي تعقیب کړي.

طالبانو که څه هم په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي، خو بلکې کومې ډلې لا تر اوسه د ددغې پېښې مسوولیت نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. الله مو تباه او برباد کړه د کوستزن زامنو پدی جهاد چه تاسی یی کوی حکومته خونه دی ړنګه چه لدی رورسته لدی ظالمانو سره خبری کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب