شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهننګرهار: ښېوه کې چاودنې ۲۴ ملکیان وژلي ۶۸ ژوبل دي

ننګرهار: ښېوه کې چاودنې ۲۴ ملکیان وژلي ۶۸ ژوبل دي

وروستی تعقیب:  تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ د سیمه یيزو پولیسو د قومندان شیخ اکرم په جنازه کې چاودنې ولسي وګړو ته درنه مرګژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی تاند ته وايي، د سیمه ییزو پولیسو ځايي قومندان شیخ اکرم چې تېره شپه د زړه د حملې له کبله مړ شوی و، نن یوولس بجې یې په جنازه کې چاودنه شوې چې د ولایتي شورا د غړي عبدالله لالاخان ملکزي په شمول ۲۴ کسان په کې وژل شوي او د ولسي جرګې د وکیل ملک قیس نوراغا ملکزي په شمول ۶۸ نور ژوبل دي.

نوموړی وايي، ارقام هره ګړۍ د تغیر وړ دي ځکه د ګڼو ټپیانو روغتیايي وضعیت وخیم دی.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي حضرت علي تاند ته تاییدوي چې، په دې جنازه کې ده او د ولسي جرګې بل غړي نوراغا ملکزي هم ګډون کړی و چې نوراغا ملکزی په کې ژوبل شوی دی: (( د نوراغا یو زوی لالا خان ملکزی د ولایتي شورا غړی و چې له له دوه نورو وروڼو سره وژل شوی دی.))

حاجي حضرت علي همداراز وايي، په پېښه کې ۶۰ کسان وژل شوي او له سلو ډېر ژوبل دي.

ځايي سرچینې هم تاند ته تاییدوي چې د پېښې تلفات درانه دي، خو دا نه وايي چې چاودنه ځای پر ځای شوي ماین کړې او که ځانمرګی برید و.

همداراز تاند ته مدني فعال عبدالرحمن معاون لخوا استول شوي انځورونه ښيي چې له چاودنې وروسته مړي ځای ځای پراته دي.

شیخ اکرم له څو کلونو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان و چې تېره شپه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د پېښې بشپړ جزیات وروسته

2 COMMENTS

  1. طلب دلاله له داسی مسلمانی سره دی. الله دی تاسی پلید طایفه تباه او برباد کري . د داسی موردگو دولت دی هم په پلار او مور لعنت شی چی یو طالب دلال په بندی خانه کی ژوندی پریزدی. دا …. ژوندی په اور کی واچوی، دا بی ناموسان د انسان اولاده نه دی تر ماچه سپی هم بدتر دی. الله مو د قرآن، ددی مبارکی روژی له برکته خپل په دنیوی او اخروی عذاب کرفتاره کره. تور مخی او تروریست پاکستانه! الله دی درباندی زمینی او آسمانی افتونه نازل کري. د تاسو چلوانو مور او خور دی هم هندی سرتیری وغیی. انشاالله په دی اور کی تاسی هم حتما اور اخلی

  2. خدای دی د دغه مظلوم ولس په خال رخم وکړی مونږ خپل دشمن پیژنو۰
    ددغه شهیدانو وارثینو ته دی رب دزړه صبر ورکړی
    شهیدان خدای بخخلی د جنازی په نیت شهیدان شوی خدای دی جنتونه نصیب کړی۰
    خدایه زمونږ دشمن تباه کړی۰
    وطنوالو مرګ هو راروان دی په متخد دول د دشمن په مقابل کشی ټوپک په لاس ودریږی۰
    یو یو مو وژنی دیوه سره را پورته شی بله لار نه ده پاتی۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب