شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۱۰ او ناروغان یې ۴۹۶۳ تنه...

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۶۱۰ او ناروغان یې ۴۹۶۳ تنه شول

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ۷۴۱ مشکوکو پېښو په څېړلو سره د کورونا ۲۸۱ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۴۹۶۳ ته رسېدلې دي.

نوموړی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې ۸۴، په هرات کې ۱۲ په کندهار کې ۱۳، په بلخ کې ۳۳، پکتیا کې ۱، په نیمروز کې ۲، په ننګرهار کې ۲۰، په بادغیس کې هم ۲۰، په هلمند کې ۷، په غور کې ۲، په تخار کې ۱۴، په میدان وردګ کې ۲۸، په بغلان، فاریاب او سمنګان کې یوه یوه، په جوزجان کې ۳، په کندوز کې ۵، پنجشیر کې ۱۲، په زابل او سرپل کې پنځه پنځه، په پروان کې ۴، په کاپيسا او بدخشان کې درې درې او ارزګان کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د مایار په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا ویروس څخه ۵ تنه په هېواد کې مړه شوي چې ورسره د مړو شمیر ۱۲۷ ته رسېدلی، همداراز ۳۶ تنه روغ شوي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۶۱۰ تنو ته رسېدلی دی.

دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا مثبتې پېښې ۴ میلیونه ۲۷۱ زره ۶۸۹ ته رسېږي، چې له دې جملې ۲۸۷ زره او ۶۱۳ تنه مړه او یو میلیون ۵۳۵ زره او ۹۶ تنه روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

4,271,689

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب