شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پکتیا خیر کوټ کې پر لمونځ کوونکو ډزو کې ۵...

طالبانو د پکتیا خیر کوټ کې پر لمونځ کوونکو ډزو کې ۵ کسانو ته مرګژوبله اړولې

تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: د پکتیا امنیه قومنداني وايي، طالبانو د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین تاند ته وویل، طالبانو تېره شپه د خیرکوټ ولسوالۍ په محمد حسن کلي کې پرلمونځ کوونکو ډزې کړې دي چې ۳ تنه یې وژلي او ۲ ژوبل دي.

 نوموړی وايي، پېښه هغه مهال وشوه چې د محمد حسن کلي یو سپین ږیری د ماښام له لمانځه وروسته له جومات څخه د راوتو او کور ته د تللو په حال و.

 دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیوو کې پر ملکیانو د طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب