تاند، سه شنبه، د ثور ۲۳مه: طالبانو د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې لږتر لږه درې ماشومان تر موټر لاندې کړي دي چې درې واړه مړه شوي دي.
ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، د کلي خلک له پېښې وروسته په طالبانو پسې راوتلي او د دغې ډلې موټر او یو موترسایکل یې سوځولی دی، خو طالبان په تېښته بریالي شوي دي.
د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاه پور احمدزی هم تاندته پېښه تاییدوي او وايي دا پېښه تېر مازیګر د خوشي ولسوالۍ په ګنداب سیمه کلي کې شوې ده.
نوموړی وايي، په پېښه کې یوه نجلۍ او دوه کوچني هلکان وژل شوي دي او طالبان له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.