د میني او عشق متعلق ځینې افراد غلط برداشت کوي، هغوی عشق او مینه مازې د شهواني جذباتو پورې محدودوي! یو عالم د مینې په تشریح کې وایې؛ چې په کومه مینه کې شهواني جذبات موجود وي، هغه مینه نه بلکه د مینې پاکیزګۍ ته سپک نظر دی.
که د مانا په لحاظ هم وګورو نو د عشق مانا په قاموس کې (محبت) را ښایي ګویا په محبت، مینه او عشق کې فرق نه وي. عشق په اصل کې عربي ژبې لغت دی کوم چې د محبت اوچتې درجې ته ویل شوی دی او عشق دی چې ناممکن یې ممکن کړی دی.
د میني اوعشق کلمه ښځو پورې مخصوصولو سره دا نقصان وشو، چې خلکو د عشق کلمه او د عشق شجره ممنوع کړې، عشق ښځو سره هم کېږي او همدا مینه او عشق معشوقې لره د ځان نه ګران هم تمامېدی شي. عشق یو فطري عمل دی او یقیناً چې د سړي او ښځې په منځ کې ضرور وي، خو عشق د جنسي تسکین لپاره باید ونه پېژندل شي. کوم عشق کې چې احترام او تعظیم وي، په هغه عشق کې حیا او پاکیزګي هم وي او کوم انسان کې چې حیا او پاکیزګي راشي نو هغه بیا داسې کوم ناوړه او ناروا عمل ته زړه نه ښه کوي.
مینه او عشق د ټولو کایناتو سره کېدونکي پدیده ده. که د علامه اقبال فلسفه ولولو نو د هغه د خودي فلسفې نه بعد کوم چې له ټولو مهمه فلسفه ده هغه د عقل او عشق فلسفه ده. اقبال د عشق ارزښت په اړه ډېر ښه وضاحت کړی او عشق یې د محرک اصل بللی دی. هغه عشق د مخلوقاتو د ژوند قانون بللی.
عشق آئین حیات عالم است
امتزاج سالمات عالم است
مینه د خدای سره هم کېږي. او همدا خو اصلي عشق هم دی. او انسان ته پکار ده چې همدې عشق ته منقاد و اوسي. انسان چې کله د خدای سره عشق کوي نو بیا د هغه لپاره خپل هرڅه قربانوي او هر رنګه قربانۍ ته تل چمتو وي.
په عمومي ډول زموږ په ټولنه کې له وړکتوبه کوچنیانو کې د خدای څخه وېره پېدا کېږي. او تل د الله ج د سزا ګانو په طرف مو کوچنیان متوجه کړي وي، چې پدې سره د هغوی پر اذهانو کې د الله ج څخه د وېرې او خوف تصورات زیاتېږي.
له خدایه وېره کول، د ګناهونو څخه په جبري ډول ژغورل کېږو، خو دا کار تل نه وي. د خدای سره محبت او عشق انسان تل تر تله په نیکیو کې ساتي او له ګناهونو څخه یې ژغوري.
موږ ته پکار دي، چې خپلو کوچنیانو ته د الله سره د محبت او عشق تلقین او روزنه یې وکړو، الله ج سره پر محبت د اعمالو ترتیب کولو کوښښ ور وښایو تر څو ددوی په تربیت کې د الله ج سره د محبت کولو ماده ځای ونیسي او بلاخره په عمل بدل شي.
کله چې انسان د الله ج سره مینه ولري نو هغه انسان بیا د ټولې نړۍ سره محبت کوي، ځکه هغه پوهېږي چې ټول کاینات د الله ج مخلوق دی او هغه(ج) پېدا کړی دی، نو ضرور به ورسره محبت کوي، د انسانیت درد دده په درون کې پېدا کېږي، د کوم له وجهې چې د خودغرضۍ او دې ته ورته ټولې نا کارې پدیدې پای ته رسېږي.
عشق خپل مقصد پورې هم تړلی شو، عشق د مطلب د حاصلولو لپاره انسان څخه لیونی جوړوي. کله چې انسان د خپل مطلب حاصلولو سره محبت ونه لري او خپل مطلب د حاصلولو لپاره د لیوني په څېر کوښښ ونه کړي؛ تر هغه به په خپل مطلب کې کامیاب نه شي.
د الله( ج) په سپېڅلي کتاب قرآن مجید کې هم د الله( ج) سره د محبت په اړه په باربار یادونه شوې ده، چې د نمونې په طور یې یو آیت شریف را اخلو او بسنه پرې کوو.
وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ (البقرة: 165)
ژباړه: او ایمان لرونکي خلک د الله په محبت کې مستحکم وي.
په آیت شریف کې د (اشد) کلمه راغلې چې دا د محبت د شدت مانا اظهاروي او عشق خو د شدیدې مینې اظهار او د محبت اعلی ترینې درجې ته وایي، او الله( ج) خو له بنده نه همداشان محبت غوښتونکی دی. دا هغه عشق دی چې د بنده ورته هم ضرورت دی. فلهذا الله( ج) سره مینه زده کړئ او نورو ته یې هم ور زده کړئ.