جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeټولنیزتاریخد زوري او سوري کلمو وجه تسميه

د زوري او سوري کلمو وجه تسميه

کانديدا اکادميسین محمد اعظم سيستاني
ژباړن : سيلانی
شېرشاه سوري د هندوستان او پښتنو واکمنانو پۀ تاريخ کې يو ستر او د درناوي وړ نوم دی. شېرشاه سوري پۀ عدالت، پوهې او مېړانه کې بې جوړې واکمن و. ما د لودي او سوري پښتنو واکمنو پۀ هکله يو کتاب ليکلی، چې پۀ2013 م کال د دانش خپرندويه ټولنې لۀ خوا پۀ کابل چاپ شوی دی.
پۀ دې ليکنه کې غواړم يوې بلې موضوع ته نغوته وکړم، هغه دا چې د زوري یا سوري وييونو  معنا او د تسميې وجه څۀ ده؟
پۀ 33ه.ق کال عبدالرحمن بن سمره د عربو د پوځ مشر لۀ زرنج څخه د کابل د نيولو پۀ هوډ را روان شو، هغه د خاش او مارکو د دښتو لۀ لارې بست ته لاړ او له هغۀ ځايه يې پۀ زمينداور يرغل وکړ. پۀ زمينداور کې يې د جبل الزور سيمه  ونيوله، پۀ هغۀ سيمه کې يو معبد و، چې د معبد د ننه يو د سرو زرو بوت و، چې سترګې يې د ياقوتو څخه جوړې شوې وې. ابن سمره  د بوت لاسونه پرې کړل او دبوت لۀ سترګو يې ياقوت را  واېستل بیايې مخ د معبد ساتونکي او پوځيانو ته ور ګرځو او ويې ويل : دا مجسمه هغه بوت دی، چې ګټه او تاوان يې چاته نۀ رسيږي، بايد د بت پر ځای پۀ واحد رب باور وکړو او د هغۀ د لطف او مرحمت پۀ هيله ژوند وکړو.
تاریخونه ليکلي، چې د ګرمسېر او زمينداور وګړي د اسلام تر پيله پورې د لمر نمانځونکي وو.
پۀ هندو اروپايي ژبو کې د زور، سور، سون او سول کلمې د لمر معنا ورکوي. د کابل زنبيل شاهان هر کال د جبل الروز زمينداور هغه معبد ته چې د لمر د نمانځنې لۀ پاره يې جوړ کړی و، زيارت ته ورتلل.پۀ ۱۹۳۶ م کال د خیرخانې پۀ کوتل کې یو معبد د سوریا پۀ نامۀ کشف شو، چې وروسته یو ښوونځی هم د سوریا پۀ نامۀ ونومول شو، چې تر اوسه هم شته.
اوس هم « ده روز» پۀ زمينداور کې يوه پېژندل شوې سيمه ده، نو د زوري د کلمې معنا دا چې يو کس پۀ دغۀ سيمه پورې اړوند وي. داسې ښکاري چې د زمينداور د «ده روز» د سيمې وګړي د مسلمانانو لۀ وېرې د خپل دين، متقداتو او هويت ( سورری،زوری )دساتلو پۀ موخه صعب العبور سيمو، لکه غور ته مهاجر شوي دي، تر څو وکولی شي خپل هويت او متقدات وساتي.
د شېرشاه سوري پلرونه کېداشي لۀ غوري لښکرو سره هندوستان ته تللي وي او يا هم د غوري واکمنۍ څخه وروسته د آسونو دتجارت لۀ پاره يې هندوستان ته تګ او راتګ کړی وي. همدا و چې د شپاړسمې پېړۍ پۀ نيمايي ( 1539 م) کې د همدغو پلرونو يو زوی د شېرشاه سوري پۀ نامۀ د خپلې زړوتيا لۀ مخې د بابر له زوی همايون څخه د هند واکمني ترلاسه کړه او واکمن شو.
د غور، هرات او نيمروز زوريان له هلمند څخه سرچينه اخلي. دوی له آره پښتانه دي،مګر ځينې يې د ناپوهۍ لۀ امله ځانونه تاجيکان بولي، لکه : د خلق و پرچم د دور د دفاع وزير عبدالقادر. ځينې خلک زوريان د چهاراويماق له جملې څخه د مغولو طاپفې ته منسوبوي، چې دا ناسمه خبره ده. ځکه: چې زوريان مخکې لۀ  36 ه.ق کال څخه پۀ زمينداور کې مېشت وو، چې دا 600 سوه کاله مخکې د مغولو له يرغل څخه کيږي. او ددې ترڅنګ د لمر نمانځنې پيروان او رامنځته کوونکي پۀسيستان کې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب