یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزشهرت او که د نوم ګټل؟| عنايت الله صميم

شهرت او که د نوم ګټل؟| عنايت الله صميم

مانا پوهنه د کلمې او مانا پر حقيقي تړاو بحث کوي. هره کلمه په طبيعت کې ټاکلې وضعي مانا لري، چې له نوموړو مواضعو پرته يې بل شي ته نه شو کارولی. وضعي يا حقيقي ماناوو ته  ځيرتيا د معاني کار دی، خو د دې برخلاف خيالي مانا ده، چې بيان ادبي فنونو پورې اړوندېږي.

د کلمو ناسم استعمال د علومو په لېږد کې نيمګړتيا او فکري ابهام رامنځته کوي. په ژبو کې مترادفې کلمې نشته، له يو و بله په ډېرو کوچنيو مسايلو او ضمني ماناوو کې توپير لري، چې ځيرک ليکوال او ژباړن يې توپير کولی شي او د کارولو ځای يې پېژندلی شي. د ليکوال په پرتله ژباړن ته ډېره ځيرتيا بويه چې د افکارو د سم لېږد لپاره کلمې چاڼ کړي او داسې انتخاب دې وکړي چې د ليکوال فکر پوره او له پېچلتياوو پاک تر لوستونکو ورسېږي.

ژبه د افکارو لوښی دی، غټ او ووړ لوښی، چې د افکارو لېږد کوي، خو د خپلو مفاهيمو په کچ لوښی به ورته غوره کوو، که مو تر خپلې خبرې غټ هغه غوره کړ، اطناب رامنځته کېږي او که په واړه لوښي کې يې راواخلو کلام بې ځايه مؤجز کېږي.

موږ په خپلو خبرو کې وايو چې پلانکي نوم يووړ/ وګاټه يا وايو پلانکی د نوم خاوند دی.

بل پلو شهرت دی. مثلا پلانکی ډېر شهرت لري يا د شهرت خاوند دی.

دغه دواړه کلمې بېلې ماناوې او د کارولو بېل ځايونه لري.

يو څوک نېک کار کوي، موخه يې بشريت سره مرسته او لاسنيوی دی او د خپل نوم خپراوي هېڅ فکر ورسره نشته. که په دې کار سره د ده نوم د خلکو خولو ته ولوېږي، نوم به يې ګټلی وي.

مګر شهرت ډېری له ظاهري چارو لاسته راځي، چې د چارو د ترسراوي موخه يې هم د ځان تشهير وي.

ډېری هغه چارې چې د انسانيت ثابتولو لپاره ترسره کېږي او تر شا يې موخه د شهرت ترلاسه کول وي، تر ډېره بريالۍ هم وي. تاسو به ليدلي وي، چې ځينې خلک په ټولنه کې د خپل شخصيت د اغېزناک ثابتولو لپاره ډېر دغسې کارونه ترسره کوي.

دوی نو د شهرت په چارو داسې مست شي، چې هره کوچنۍ او ناچيزه کړنه هم د خلکو پر وړاندې ترسره کوي او يا يې راپور ورکوي. په دې سره يې نو بازار ګرم او ډېر ړانده پېرودونکي لري.

شاوخوا ملګري يې هم کاذب ډاډ ورکوي، ځان ورنږدې کوي، د ولس ناجي يې بولي. مګر دا ټول هغه مرچکو ته ورته دي، چې د ګوړو په ډنډ کې يې غوپه وهلي وي.

مخلص او مهذب خلک له شهرته بد وړي، د دوی موخه د خلکو او ټولنې خدمت او درناوی دی، د ځان د تشهيرولو فکر نه لري. د دې چارو په پايله کې که دوی هر څومره په خلکو او ټولنه کې ځان وګوري، وياړي مګر د شهرت پرستو غوندې پروا يې نه لري.

نوم ګټونکي خلک څو ګټې کوي، خپل ايماني او وجداني مسئوليت به يې ترسره کړی وي، روحي ارآمي به يې موندلې وي، له خلکو سره اړيکه به يې پر حقيقت بنا وي، نه پر کذب او ځانولۍ، له راتلونکي به يې وېره نه وي، ځکه د ده نننی ظاهر اصل دی، داسې نه ده چې د شهرت طلبۍ په پرده کې پټ دی او د دې پردې په لرې کېدو به د ده اصل و خلکو ته روښانه شي. دی د خلکو له منځه وي او د خلکو لپاره ستړې ګالي نه د ځان لپاره.

شهرت پرست خلک پورتنۍ ځانګړنې نه لري، د پورتنيو برخلاف، موخه يې ناجايزه وي، اروايي سکون نه لري، له خلکو سره يې اړيکه پر کذب بنا ده، د ځان لپاره لګيا وي، نه خلکو ته، له راتلونکي وېره لري، چې ممکن له اصليته او موخې يې خلک خبر شي.

هره چاره چې له اخلاصه خالي وي، خوشالي نه راکوي، بلکې راباندې غمېږي. انسان احساساتي او عاطفي موجود دی، مينه او ښېګڼه يې په فطرت کې اغږلې ده، خو ځينې وخت يې شيطاني احساس په منډو کړي، عقل شاته وغورځوي، لکه غويی چې د چړې له وېرې ترپ وهي.

فلسفي معقوله ده، چې انسان د انسان پر وړاندې انسان دی. که له انسان سره انساني چلند ونه کړو، له مجبوريته يې ناوړه ګټه واخلو، د خپلو ګټو لپاره يې وکاروو، حق يې وخورو بيا زموږ د انسانيت دعوه د څه لپاره؟ د ځان د تشهيرولو لپاره د خلکو استعمال همدا د دوی له مجبوريته په ګټه اخيستلو او د يوې وسيلې په توګه په کارولو کې دی.

موږ که له ستونزو سره مخېږو، مرجع مو انسان دی؛ نو انسان ته بويه، چې له خپلو انساني مراجعينو غير انساني ګټنې ونه کړي.

لنډ به يې ووايو، نوم ګټل مثبت او شهرت منفي ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب