دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeټولنیزد جنسي تجاوز تاثیرات او تدابیر| شفیع الله حبیبي

د جنسي تجاوز تاثیرات او تدابیر| شفیع الله حبیبي

په دې وروستیو کي د جنسي تېريو پېښي په هیواد کي ډېري سوي دي او ډېر هیوادوال يې له ستونزو سره مخ کړي دي. کوم وخت چينجلي، نابالغه هلک یا ښځه د کور دباندي په مهمو کارونو پسي وزي، ښوونځي، پوهنتون یا کارځای ته ځي نو د والدینو يې زړه په ختلی وي. 

په خواله رسنیو کي هم چنداني توجه نه ورته کېده، د خلکو په ذهنونو کي پوښتني او بېره موجود وه نو مي ځکه دا یو مسؤلیت وګڼئ چي پر دې موضوع د ارواپوهني له نظره ستاسو سره معومات شریک کړم. 

د ویلو انتخاب يې تاسو ته پرېږدم خو زه باوري یم چي په دې لیکنه کي به له داسي ټولنیزو، رواني، جنسي، حقوقي او طبي مسایلو سره مخ سئ چي تر اوسه مو نه وي ویلي او په ویلو به يې نوی پوهاوی ترلاسه کړئ. په هر صورت، را به سو جنسي تجاوز او د هغه تاثیراتو ته:   

دا ټولو ته معلومه ده چي جنسي تجاوز ناوړه او ټولني ته زیان اړوونکې کړنه ده. جنسي تجاوز کوونکي ممکن په ښوونځيو، پوهنتونو، محبسونو، کليو، دیني او علمي مرکزونو، دولتي کارځایونو او شخصي دفترونو کي موجود وي او ممکن په هر ځای کي صورت ونیسي. 

اول خو باید ووایم چي په عمومي توګه ښځي او انجوني تر نارینه وو ډېر له جنسي تېریو سره مخ کېږي که څه هم هلکان او بالغه نارینه هم ځيني وخت ورسره مخ کيږي. جنسي تېری نه یوازي دا چي قرباني کس له فزیکي او جنسي ستونزو سره مخ کوي بلکي له اوږدمهاله رواني ستونزو سره يې هم مخ کوي چي معلومداره بېلګي يې د ژور خپګان او رواني ټروما ناروغۍ دي. قرباني شخص ممکن د ځان وژني په اړه فکرونه ولري او حتی ځان وژنه ترسره کړي. ښايي بېروونکي خوبونه وویني او په وارو وارو له خوبه د بېري له کبله راویښ سي. قرباني کس ممکن ونسي کولای د ژوندانه له چارو خوند واخلي او په ښه توګه پر یوه کړنه فکر او توجه وکړي. 

نوري رواني او هیجاني ستونزي په دې ډول دي: پر نورو بې باوري ښودل، غوسه او ملامتیا احساسول، کنترول له لاسه ورکول، د بې وسۍ احساس لرل، بېره لرل او د کمزورۍ احساس لرل.   

جنسي تجاوز ښايي د قرباني کس هډوکي هم مات یا بې ځایه کړي په داسي حال کي که قرباني کس کم سنه وي یا په زوره د ځان خلاصولو هڅه وکړي. تجاوز کوونکی ممکن له تعرض څخه کار واخلي او قرباني کس ممکن د کنترولولو په موخه په فزیکي توګه ووهي او د قرباني کس هڅي ناکامه کړي. 

جنسي تجاوز ممکن د قرباني کس ټولنیزو اړیکو ته هم زیان واړوي. که يې واده کړی وي یا يې کوزده کړې وي او خسرګنۍ يې خبره سي نو ممکن هغوی يې هم پرېږدئ. له دې څخه ورهاخوا، جنسي تېری د قرباني کس عزت او ابرو، سپېڅلتوب، شخصیت او شخصي سرحد ته لوی زیان اړولای سي له دې کبله د جنسي تجاوز قرباني کسان باید په ډېر نرمښت او خواخوږۍ سره سمبال سي.

ډېر امکان سته چي له تېري څخه وروسته قرباني کس ته ځیني جنسي میکروبونه او ناروغۍ هم انتقال سي او یا قرباني شخص امیدواره سي. ممکن قرباني کس په راتلونکي کي د ذهني ستونزو لرلو له امله په ښه توګه سالم جنسي فعالیت ونسي کړای او له جنسي تجاوز کوونکي څخه ښايي ایډز یا ځیني نوري ناروغۍ هم ترلاسه کړي.   

د قرباني کس لپاره بله دردوونکي پېښه دا وي چي ځیني وختونه د تجاوز کوونکي کس مدافع وکيل، پولیس او نور کسان قرباني کس ملامتوي چي ګواکي دا د دې ملامتیا وه چي پلاني ځای ته تلل، یا دا وختي لا بدلمنې وه، دا چي دا هم سمه نه وه، د دې کورنۍ خرابه وه او دې ته ورته نوري بهانې جوړوي او بیا يې د قرباني کس او د قرباني کس د کورنۍ نورو غړو په مخ کي بیانوي. د جنسي تېري کوونکي دوستان او ملاتړ کوونکي دا خبري د جنسي تېري کوونکي د دفاع په خاطر کوي. دوی غواړي چي د جنسي تېري کوونکي د سزا کچه راټیټه کړي او ټوله بدنامي او ملامتیا پر قرباني کس او د هغه پر کورنۍ واړوي.

نوري بهانې هم ښايي د قرباني شخص د ملامتولو او ځانو خلاصولو لپاره جوړي کړي. ممکن ووایي چي د انسان جنسي غوښتني یو ځل را وپارېږي نو بیا په یوه اساني سره نه کنترولېږي نو دی بېچاره هم ملامت نه وو ځکه د دې په لیدلو يې ځان نسو کنترولولای. دا ډول ټولنیز او مذهبي پېچلي حالات نه یوازي قربان کس ته بلکي د قرباني کس خاوند، کورنۍ، دوستانو او حتی ملګرو ته هم زیان اړولای سي. 

که څه هم موږ يې ښايي په سترګو ونه وینو خو پر ټولنه هم منفي تاثیرات اچولای سي. په کومه ټولنه کي چي جنسي قضيې ډېري وي، د ښوونځيو ښوونکي او مدیران په بېره کي وي، د کلي خلک پر خپلو ماشومانو او ښځو بېریږي، په کاري ځایونو، پوهنتونونو او نورو تأسساتو کي یو ډول بې باوري موجوده وي. د هغو ځایونو چي جنسي تجاوز پکښي ترسره سي ډېر ژر رنګ بدېږي که څه علمي یا دیني مرکز وي. 

د جنسي تجاوز پېښي دولت، ټولني او د قرباني کس کورنۍ ته مالي او اقتصادي زیان اړولای سي. د قرباني کس کورنۍ ښايي د قرباني شخص پر صحت او حقوقي مسائلو ډېري پېسي او وخت مصرف کړي. پر روغتونونو هم ښايي اضافي بوج راسي. قرباني کس به ښايي ټولني ته مخکي ښه خدمات وړاندي کول خو د تېري له کبله ښايي نور ونه توانېږي چي ټولني ته ښه خدمات وړاندي کړي. ځیني نامعلومه جنسي تجاوز کوونکي ښايي له قرباني کسانو څخه ټلېفونونه، سره زر، نور قیمتي توکي او پيسې هم یوسي. په هغو هیوادونو کي چي د جنسي تاوتریخوالي پېښي ډېري وي له کاله په میلیاردونو ډالر تاواني کیږي (رواني، فزیکي، مالي، د جنسي تجاوز کوونکو نیونه او روزنه، تکړه کسان له لاسه ورکول، د قرباني کسانو یا جنسي تجاوز کوونو وژني او داسي نور.)

اوس چي دي تر دې ځایه معلومات ووایه، آیا د مخنیوي په اړه يې فکر درته ودرېدئ؟ آیا دا فکر درته پیدا سو چي له قربان کس سره به څنګه او څوک مرسته کوي؟ آیا دا پوښتنه درته پیدا سوه چي له قرباني کس سره ژر تر ژره باید څه ډول مرسته وسي؟ 

که ستاسو ځواب هو وي نو ممکن تاسو هم د جنسي تجاوز په راټیټولو کي رغنده رول ولوبوئ او په دې اړه واقعي تدابیر پلي کړئ.

د پورته پوښتنو په ځواب کي به ووایم چي تر ټولو د مخه قرباني کس باید ژر تر ژره د درملني لپاره روغتون ته انتقال سي. اول خو دي يې خدای پاک نه پېښوي خو که بیا هم پېښه سوه، نو هڅه دي وسي چي د والدېنو تر څنګ دي د کورنۍ بل په ژبه پوه او هوښیار کس روغتون ته ورسره ولاړ سي. د ډاکټرانو د مشورې پر بنسټ، دا کسان باید د ۷۲ ساعتونو په جریان کي د جنسي ناروغیو د معاینې لپاره روغتون ته انتقال کړل سي. که نوموړې ښځه له جنسي تجاوز څخه حامله سوې وي نو د حاملګۍ ضد بېړني درمل ورکول کيږي. که زخمونه ډېر وي نو ښايي نور درمل هم ورکول سي.   

حقوقي او قضايي کار کوونکي لکه وکیلان، څارنوالان او قاضیان، پولیس او نور امنیتي او دولتي کار کوونکي باید دا ډول قضيې په ډېر احتیاط سره سمبال کړي چي قربان کس او کورنۍ يې نور زیان ونه ویني، یعني د داسي کس په واسطه او په داسي توګه تحقیق او معلومات ځني راټول کړي چي قرباني کس يې په ویلو له ډېر شرم سره مخ نسي. 

لکه څنګه چي پورته اشاره ورته وسوه، یاد قرباني کس (هلک، انجلي، سړی، ښځه) پر فزیکي زخمونو سربېره له بېلابېلو رواني ستونزو سره مخ کيږي ځکه نو باید د باتجربه، باوري او باادابه ارواپوه په مرسته په دوامداره توګه رواني مشورې ورته وړاندي سي. قرباني کس ته په کتو سره، په پيل کي د رواني مشورو جلسې ډيري وي خو وروسته ښايي ارواپوه دا پرېکړه وکړي چي قرباني کس دي په دوو یا څلورو هفتو کي یو ځل د رواني مشورې لپاره مراجعه کوي. 

رواني مشاور او نور صحي کار کوونکي که څه هم مکلف دي چي د قرباني کس محرمیت په نظر کي ونیسي خو بیا هم باید ټینګار وکړم چي ډاکټران او نرسان باید د دې ډول قضیو په اړه ډېر محتاط اوسي او محرمیت يې وساتي. داسي نه چي د قرباني کس درملنه په روغتون کي شروع سوې لا نه وي خو د روغتون چوکيداران او د روغتون دباندي دکانداران بیا په موضوع خبر وي. بل یو بیا ژر را ولاړيږي د ښځي او کورنۍ معلومات د هغو له اجازې پرته پر فېسبوک او خواله رسنیو خپروي. ډېر بد کار دئ!   

په پایله کي باید ووایم چي هر انسان او مسلمان شخص باید د دې ناوړه کړني د مخنیوي په خاطر لستوڼي را بډ وهي، ذهني چمتوالی ولري او په اړه يې اړونده مسؤلین خبر کړي. 


ډ لیکوال په اړه:

ښاغلی شفیع الله حبیبي د محترم علاوالدین زوی د کندهار ولایت اوسېدونکی او په۱۹۹۲زېږدیز کال د لښکرګاه ښار د حاجي محی الدین په روڼ انده کورنۍ کي زېږېدلی دئ.

لومړنۍ زده کړي یې د کندهار ولایت په بېلابېلو شخصي تعلیمي مرکزونو کي ترسره کړي دي. له هغه وروسته په کندهار ولایت کي د میرویس میني شهید عبدالقدیم پتیال عالي لیسې څخه په ۲۰۱۱ زېږديز کال کي په اعلی درجه فارغ سو. ښاغلی حبیبي له ۱۵ کلونو راهیسي په دوامداره توګه په انګلیسي ژبه زده کړي تر لاسه کوي او همدارنګه دڅلوروکلنو لپاره یې په بېلابېلو تعلیمي مرکزونو کي د انګلیسي ژبي تدریس کړی دئ.

له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته یې د افغانستان په اسلامي بانک کي د دوو کلونو لپاره دنده تر سره کړې.له هغه وروسته په ۲۰۱۴ زېږديز کال کي هند هیواد ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ.  ښاغلي حبیبي په هند هیواد کي د ارواپوهني په برخه کي لوړي زده کړي تر لاسه کړې او د پوهنتون په سطحه يې په ټوله دوره کي لومړي مقامونه تر لاسه کړي دي او هلته يې د زده کړو پر مهال بېلابېل ستاینلیکونه او جایزې ګټلي دي.

په هند هیواد کي يې په بېلابېلو سیالیو، علمي کنفرانسونو او تعلیمي پروګرامونو کي ونډه اخیستې ده، یو له هغو څخه د هند هیواد د پونې په ښار کي د نوموتي رواني ډاکټر یا سایکایاټریسټ چاندورکر (Dr. Chandorkar) سره عملي دنده تر سره کړې ده او د بېلابېلو رواني ناروغیو د تشخیص په اړه یې معلومات تر لاسه کړي. له دې سره سره، ښاغلی حبیبي په څلورو داخلي او بهرنیو ژبو خبري کولای سي.

ښاغلي حبیبي په ۲۰۱۷ زېږديز کال کي د یو څه مودې لپارهد کندهار ښار په دولتي پوهنتون کي په افتخاري توګه د ارواپوهني د استاد په توګه دنده تر سره کړې. نوموړی اوسمهال په کندهار ولایت کي د میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسه کي د جنايي ارواپوهني د استاد په توګه دنده تر سره کوي. سربېره پر دې ښاغلي حبیبي د رواني روغتیا په برخه کي د مدیر او تخنیکي مسؤل په توګه په بېلابېلو ادارو کي هم دنده تر سره کړې او د هیوادوالو لپاره یې بېلابېلي حل لاري لټولي او په کار اچولي. ښاغلي حبیبي له فراغت وروسته تر دې مهاله لسګونو کسانو ته رواني او ټولنیزي مشورې ورکړي دي. سره له دې، ښاغلی حبیبي اوسمهال د ارواپوهني په برخه کي په څېړنه بوخت دئ او خپل څېړونو ته ادامه ورکوي چي د هیوادوالو لپاره د ارواپوهني وړ اثار وړاندي کړي او خلک استفاده ځني وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب