پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeکلتورسینماهالیووډ: فلمي لوبغاړی په ټکر کې مړ شو

هالیووډ: فلمي لوبغاړی په ټکر کې مړ شو

حکمت سروش –

امریکايي فلمي هیرو پال واکر چې د فاسټ اینډ فیړیس فلمونو لړۍ په مټ نړیوال شهرت پیدا کړی و، د شنبې په ورځ په جنوبي کیلفورنیا ایالت کې د موټر په ټکر کې ژوند له لاسه ورکړ.

څلوېښت کلن واکر د خپل ملګري سره چې د موټر د ځغاستې د یوې ډلې غړی و په موټر کې د یوې خیریه غونډې لپاره روان و، تر څو د فلیپین سیلاب ځپلو ته فنډ راټول کړي، خو  د تېز رفتار له امله یې د برېښنا له ستنې سره تر ټکر وروسته موټر اور واخیست.

1د نوموړي د فلمونو لړۍ فاسټ اینډ فړیس د کوڅو د موټر ځغاستې په اړه ده، نوموړي دا مهال د دې لړۍ په اووم فلم کې کار کاوه، ټاکل شوې وه چې دا  فلم د ۲۰۱۴ کال د جولای پر ۱۱ مه خپور شي، خو اوس داسې اندېښنې شته چې د فلم خپرېدل به وځنډیږي.

د فاسټ اینډ فیړیس شپږم فلم چې د روان کال په می کې راغلی وو تر ۷۸۸ میلونه ډالر زیاتې پیسې ګټلې وې.

نوموړي د خپل تمثیل تر څنګ په سخاوت کې هم شهرت درلودی او د تېز رفتارو موټرو سرسخت مینوال و.

د واکر د مړینې له امله د هالیووډ هنرمندانو او د نړۍ په هر کونج کې د هغه مینوالو خواشیني ښودلې ده،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...