مسلسل تبو مې وضعیت خراب کړی و. له یوې خوا د کابل سړه هوا او له بلې خو د تبې لړزو سخت په تکلیف کړی وم. ده افغانانو کې یوه لابراتوار ته ننوتم.
سلایډ یې زما په وینه ککړ کړ او زه پایلې ته منتظر وم. یو دنګ او ډنګر ځوان دهلیز کې قدم واهه. د مخ هډوکي یې را وتلي و. رنګ یې زبیښل شوی و. راته ویل یې: څه لپاره راغلی یې؟ ما ویل: وینه معاینه کوم، تبه مې ده.
ما هم ترې ورته پوښتنه وکړه، ویل یې: د ایډز معلومولو لپاره راغلی یم. ما ویل که ټوکې کوي: ورته ویل مې څه کار کوې؟ هغه ویل: خارجیانو سره مې سر او کار دی، کله کابل کې یم، کله خارج کې.
ما ویل: بیا خو به نتیجه مثبت وي. زه څه خبر وم، چې دې رښتیا همدې معاینې ته راغلی. له لاسه یې پلاستیکي کڅوړه ولویده. او په تعجب یې وویل: څه وایې؟ خپلې تیروتنې ته متوجه شوم، ما ویل: هسې ټوکه مې وکړه. بې غمه اوسه. هیڅ خبره نشته.
یو سړی چې تور اوږد بالا پوش یې اغوستی و، دې ځوان ته غږ کړ. ځوان په تلو تلو کې ویل: خسر مې دی، را باندی شکی دی. که نتیجه مثبت وي، کوژده به مې فسخه کړي. ځوان دننه لاړ، خو دا ځل ما تر ډیره دهلیز کې قدم واهه او د هغه نتیجې ته په فکر کې وم.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
دوست صیب کاشکې دې لږ نور هم قدم وهلی وای چې پايله يې څه وه، ترې خبر شوي به و. دا به زموږ د نورو ځوانانو لپاره د عبرت يو درس شوی و.