جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورخاطرهد ملګري کډه ( خاطره) حبیب وقار

د ملګري کډه ( خاطره) حبیب وقار

بې کوري هم سخته وي، د اېمل سلګۍ او اوښکې مې اوس هم نه هېرېږي.

په کابل کې په لومړي کال په علي آباد کې اوسېدو، يو کال وروسته مو نيازبېک ته ګډه وکړه. کور مو سړک ته نژدې ونیو، ماشومان به مو ډېر بهر ته نه پرېښودل، ځکه چې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره وه، موږ ویل هسې نه چې خدای مه کړه څه پېښه ور باندې وشي.

څه وخت نه و تېر شوی، چې په کوڅه کې له مخامخ ګاونډي سره چې زموږ د سیمې و، ومو پېژندل. هغوی ډېر مينه ناک خلک و، د کور مېرمنو به مو یو له بل سره ډېره راشه درشه کوله.

1اېمل چې هغه وخت د درې نيمو کلونو ماشوم و، څه وخت وروسته د هغوی کور ته ډېر ور اموخته شوی و، ځکه چې هلته يې خپل همزولی پيداکړی و او د کور ټولو ماشومانو به ډېره مينه ورسره کوله.

ايمل به د هغه هلک نوم نه اخيست ملګری به يې ورته ويل، هر څه به مو چې نه پرېښود بيا به هم په يو چل تللی و. کله به مو چې کوچه يا بل کوم داسې څه پاخه کړل ايمل به په دې هڅه کې و چې د ملګري کور ته يې هم يوسي.

 يوه ورځ يې زموږ د کور دروازه له ننه خوا ورته بنده کړې وه چې ونه وځي، خو يو وخت ګوري چې ايمل په کور کې نشته، ټول کور يې پسې کتلی، خو ايمل نه پيداکېږي، دروازې ته ګوري هغه هم له د ننه خوا څخه بنده ده.

دا چې د څنګ کور ته زموږ له کوره يوه وړه دروازه تللې وه ځکه چې دواړه کورونه د يوه کس وو، هغوی ته يې خبر ورکړی و، چې ايمل يې کورته نه دی تللی، هغوی هم نه وو ترې خبر. وروسته د مخامخ ګاونډي کور ته پسې تللي، ګوري چې ايمل د هغوی په کور کې له خپل ملګري سره په لوبو بوخت دی.

خو وروسته مالومه شوه، چې د څنګ ګاونډي د کور له لارې پټ وتلی او بيا يې د ملګري کور ته تللی، چې وروسته له دې به هم کله ايمل د هغوی کور ته او کله يې هم ملګری زموږ کور ته راته.

له څو مياشتو وروسته يوه ورځ خبر شوو، چې مخامخ ګاونډی کډه باروي، زه په کور کې وم، ايمل مې ليده چې ډېر وځي ننوځي او ډېر پرېشانه ښکاري.

را ومې غوښت، پر سر مې یې لاس را کش کړ، ورته ومې ويل: ایمل جانه څه کيسه ده؟ ولې سرګردانه یې؟

په ماشومانه انداز یې راته وویل:

زما د ملګري کور يې ټول موټر کې بار کړ.

ورته ومې ويل: ښه نو چې داسې ده، بل ځای ته به کډه کوی، ورشه مرسته ورسره وکړه یوڅه کالي مالي خو به ورسره بار کړې!

هلک لاړ، څو دقيقې وروسته په منډو منډو کور ته راغی، سترګې يې له ژړا ډکې وې، په يوه توشکه يې ځان پړمخې وغورځاوه او په چيغو چيغو يې ژړل، له سلګیو په ډک آواز کې يې ويل د ملګري کډه مې لاړه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب