شنبه, مې 18, 2024
Homeمقالېدریافغان نارېنه لۀ ښځو سره باید څۀ وکړي؟ | عبیدالله هاشمي

افغان نارېنه لۀ ښځو سره باید څۀ وکړي؟ | عبیدالله هاشمي

اسلام ښځې ته حقوق ورکړي، خو مسلمانانو ندي ورکړي او نۀ یې ورکوي. پۀ پښتو کې خو ښځو ته حق ورکول بېل کُفر دی.  که غواړئ ښځو ته رښتیا هم حقوق ورکړئ لومړی باید هغه د یو مستقل انسان پۀ حیث وپېژنئ. لکه څنګه چې نارېنه یو خپلواکه انسان دی همداسې ښځه هم انسان دی. خو متاسفانه پۀ طول دې تاریخ کې پۀ ټوله نړۍ کې او پۀ افغانستان کې تر اوسه پورې ښځې ته د دویم جنس پۀ سترګه کتل کېږي. مونږ لا هم فکر کوو چې ښځه د نارېنه د جنسو غرایزو د سړولو، د ماشومانو زېږولو او د کور پاکولو لپاره ده. ځکه چې دلته نرواکي تر اوسه حاکمه ده او ښځې ته پۀ ډېره ټیټه سترګه کتل کېږي. اشد ضرورت دی چې زمونږ فرهنګ، ادبیات، ګډ ژوند یو ځل د فیمینیسم لۀ زاویې و ارزول شي. ځکه دلته لا هم د نرواکۍ فرهنګ دوام لري ځکه خو لا هم ښځې ته ناقص العقله وایوو. ښځه یا د کور او یا د ګور ګڼو. ښځه د شیطان ځاله بولو او ورته پۀ سلګونه او زرګونه داسې متلونه او بیتونه شتون لري چې پکې د ښځې حیثیت ته سپک کتل کېږي.
که غواړئ رښتیا هم ښځو ته خپل حقوق ورکړل شي لومړی باید د ښځې وجود ته د یو مستقل فرد پۀ حیث او د یو انسان پۀ حیث قایل شو. ښځې ته باید د جنسیت لۀ زاویې ونۀ ګورو ځکه چې د ښځې جنسیت د ښځې کمزوري نه بلکې طاقت دی. جنسیت د طبیعت غوښتنه ده. د یو بل لازم او ملزوم دي. ښځه ددې لپاره ښځه نده چې د نر خواهشات ور پوره کړي ځکه چې دا خواهشات ښځه هم لري هغه خپل خواهشات د نر نه پوره کوي او نر یې د ښځې نه. بله دا چې که د ښځې جنسیت نۀ وای تولد و تناسل، بلاخره آدمزاد به نۀ ډېرېدو.
د ښځو د حقوق پۀ مسله کې بله خبره د ښځو خبرو ته غوږ نېول دي. هره ښځه دا حق لري چې خپله د زړۀ خبره وکړي، خپل حق وغواړي. که مو د ښځې خبره وانۀ ورېده نو مونږ ښځو ته بل هیڅ حق نشو ورکولی ځکه چې کله یې خبره نشو اورېدی نو نور حقوق به یې څنګه ورکړو؟ ښځه ناقص العقله نده چې خپله خبره نشي کولی یا پرېکړه نشي نېولی. د ښځې احساسات کله کله ددې پر عقل غالب کېږي اما دا ددې دلیل نشي کېدای چې عقل نۀ لري. دیو زوی لپاره چې څومره مور یو ښۀ تصمیم نېولی شي، پلار یې هغومره نشي نېولی ځکه چې مور د عقل سره سره د زوی لپاره لۀ خپلو احساساتو هم کار اخلي او احساسات هر وخت غلط نۀ وي پۀ ډېری ځایونو کې انسان لۀ غټو ستونزو ژغوري.
بله خبره چې اکثراً پښتانۀ نارېنه یې کوي وایي چې ښځه جسماً ضعیفه ده. خو دا خبره هم غلطه ده مونږ وینو چې بښتانۀ لا هم د اریایانو ځینې دودنه پالي لکه د سړیو سره پټیو کې کارول. د پښتنو او افغانانو اکثره کورونو کې ښځې لۀ سړیو سره یو ځای پټیو کې کار کوي. غرۀ نه لرګي راوړي، لۀ ګودر نۀ ډک منګي راوړي د کور کار د ماشومانو لویول د مېړۀ او مېلمنو قدر کول خو هسې ددوی پۀ برخه رسېدلي. که مونږ لږ هم د ښځو ورځنیو کارونو ته ځیر شو نو وبه وینو چې ښځې پۀ ځینو سېمو کې تر نارېنه وو زیات کارونه کوي. نو دا دلیل چې ښځې جسماً کمزورې دي مطلق غلطه خبره ده. کله چې غرونو ته تلی شي پۀ سر لرګي راوړی شي نو مکتب، پوهنتون او دفتر ته څنګه نشي تلی؟
راځئ که نور هیڅ نشو کولی حد اقل هغه رواجونه چې تر اسلام وړاندې زمونږ پۀ ټولنه کې حاکم ول اوس یې د اسلام پۀ رڼا کې هغه بد رواجونه لۀ منځه یوسو. مونږ نۀ غواړو چې افغانه ښځه دې لکه د اروپا د ښځې پشان ازاده شي بلکې د افغان فرهنګ مطابق دې ورته خپل حقوق ورکړل شي. ښځې باندې درس ویل، د خپلې خوښې وادۀ ورته کول، پۀ میراث کې حق ورکول، پۀ بدو کې د ښځو نۀ ورکول، د ښځو احترام او دوی سره مینه کول هغه کارونه دي چې نۀ د اسلام خلاف دي او نۀ د افغان فرهنګ خلاف.
پۀ فیمینیسټه مینه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب