یکشنبه, مې 5, 2024
Homeمقالېدرینړۍ د ښځې په رغوي کې! | فهیم لمر

نړۍ د ښځې په رغوي کې! | فهیم لمر

ډېرو ته ښایي دا جمله یواځې یوه توره پرخه وبريښي، او ځیونو ته بیا یو نزاکت چې باید مرعات شي. کله نا کله ځینې خپلو موخوته د رسیدو لپاره ګټه ترې اخلي. خو ماته بیا یو حقیقت ده، دا چې نړۍ د ښځې په ورغوي کې پرته ده.

که موږ د فلسفي، اروایي او ټولنیز اړخه ورته ځیر شو. نو دا به را ته په ډاکه شي. هر څه چې په نړۍ کې شوي هغه د ښځې له برکته دي. که مثبت دي او یا منفي.

ادیسن د مور یوه خبرې ادیسن کړ .( خپل زوی ته یې  وویل په لیک کې یې لیکلي چې ستا زوی یو نابغه دي. او دا ښونځۍ  د ده له سطحه څخه ټیټ ده. اما خبره د دې معکوس وه ).

شاه جهان د یوه ښځه احساس دې ته اړ کړ. چې ممتاز محل ودان کړي، چې په نړۍ کې یې ساری نشته.

همدارنګه آدلف هتلر کې د مور درد او احساس، داسې یوه  عقده ژوندۍ وساته او وروزله. چې ملیونونه انسانان یې دهغې لپاره ووژل.

دې ته ورته په سلګونه مثالونه شته چې ما یواخې څو یاد کړل.

نو ښځه ډېره قدرتمنده ده، کې خپل محارتونه وپېژني او ګټه ترې پورته کړي. او هر څه په خپل وخت سمبال کړي. نړۍ به د دې په ورغوي کې وي.

ځینې ښځه، په ځانګړي ډول زموږ په ټولنه کې له نرواکۍ څخه سر ټکوي. او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره دا پدیده یو لوی خنډ ګڼي. زه تر یوه بریده ورسره موافق یم. خو د دې ستونزه د حل لپاره یو څه باید وشي. او منظمه تګلاره ورته جوړه شي.  یواځې له انتقاد څخه څه نه جوړیږي.

 د اروایي اړخه د یو شخص شخصیت کې هغه څه لیدل کیږي چې په ماشوم توب کې یې کسب کړي.

 که ښځه غواړي له نرواکې ټولنې څخه خلاسه شي. نو میندې دې خپل ماشومان په نر واکه مفکوره نه روزي. او خپل ماشومان دي له هغه وګړو لرې وساتي، چې ښځو ته احترام نه لري. او ښځه ورته حقیره ښکاري. خپل زوی او لور ته یو ارزشت قایل اوسئ. د یوه خور په صفت، خپل ماشوم ورور ته دا ور زده کړئ. که د بل چا خور ته احترام وکړې ستا خور ته به احترام وشي. او خپله لمړنۍ مبارزه له خپل ځان او کورنۍ څخه شروع کړئ.

د هر څخه دمخه د ښځې د زده کړې د حق لپاره قربانۍ ته چمتو اوسئ. او په مستقیم او غیر مستقیم توګه دي د هغه ټولنې بدمرغۍ په ډاګه کړي. چې ښځې په کې نالوستې دي. او د هغه ټولنې ښېګڼې دې په ډاګه کړي چې ښځه په کې لوستي دي. نړۍ به ستاسو په ورغوي کې وي.   

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب