دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeمقالېدریله ثریا وروسته یوه پیړۍ بې‌وزرو الوت│سلیم پاینده

له ثریا وروسته یوه پیړۍ بې‌وزرو الوت│سلیم پاینده

نن افغان ښځې د څلورو لسیزو جگړو چې نارینه‌و را پیل کړي تر ټولو زیات و دروند پیټۍ اوچتوي. د شلمي پیړۍ په لومړیو کې د شاه امان الله خان د لومړۍ مشروطه دورې له برکته ښځو یو شمیر انساني حقونه او ازادۍ خپلې کړلې. د شاه امان الله د ډیموکراتیک او ازادي بخښونکي پلانونه چې د حجاب له اختیاري کولو څخه تر زده کړو ته لاسرسي، په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو کې ښځو ته د گډون زمینه برابره سوه. مگر له بده مرغه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له نسکوریدو وروسته چې د مجاهدینو او طالبانو تورې دورې راغلې، افغان ښځو ټولې لاسته راوړنې، حقونه، ارزښتونه او سرچینې له لاسه ورکړلې.

اماني ریفورم؛ د افغان ښځو د ازادۍ لومړني قدمونه

د ۱۹۲۷ په وروستیو کې، امان الله خان او لومړۍ میرمن د افغانستان د بشري حقونو ملکې ثریا له اروپا لیدنه وکړه، په دې اوږده سفر کې د هغوئ بېساری درناوی و عزت وسو. دا یوه داسې زمانه وه چې یو شمیر نورو اسلامي ملتونو لکه ترکیې او مصر هم د مډرنیزم پر نوې لاره کې قدمونه ږدل. روښان امان الله د میرمنو د پرمختگ ډېر لېوال و او ملکې ثریا د هغه د انساني ازادۍ خوب په رښتیا بدلوی، ملکه ثریا لومړۍ افغان ښځه سوه چې په عام محضر کې یې مخ لوڅ کړ او نړۍ ته د پیړیو پټې سوې معجزې د ننداره کولو چانس ورکړ. ددې هاخوا امان الله، ثریا او علامه محمود طرزي « هیر سوی نشنلسټ» د افغانستان د ډیموکراتیک کولو، سمونو او مډرن کولو پلان درلود. ددې پلان یوه برخه د حجاب اختیاري کول او یا هم ازادول، زده کړو ته د ښځو لاسرسی، او په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو او پریکړو کې ښځو ته پوره او مساوي برخه ورکول وه. که څه هم زمانه زموږ په گټه نه وه او د هغه پلان د ۱۹۲۸ کال افغان ټولنې له سطحې په مراتبو لوړ او پرمختگپال و. د هغه د ازادۍ بخښونکي او پرمختگپال غورځنگ له اعلان وروسته ډېر ژر د مذهبي و شاتگپالو کلتوري دودیزو نارینه‌و له غبرگون او بغاوت سره مخ سو. ددې باغي و مذهبي شاتگپالو کلیوالو افغانانو او د هغوئ د بهرنیو ملاتړکوونکو د فشار له وجې د شاه امان الله، ملکې ثریا او محمود طرزي د نوي افغانستان د ریفورم نقشه دړې وړې سوه.

ملکه ثریا؛ د تاریخ لومړنۍ بامسولیته فیمینسټه

ملکه ثريا د افغانستان په تاريخ کښې بې بېلگې لومړۍ میرمن او د پوهنې لومړنۍ ښځينه وزیره وه، هغه د افغانستان د تر ټولو نامتو روڼ آندي او ريفورمسټ محمود طرزي لور‌ ده. د عثماني امپراتورۍ د قلمرو په سوريې کښې زېږدلي او لويه سوې وه. ثريا يوې داسي سوريې کښې ژوند ليدلی و چې نجونو يې پر شونډو غلبه لرله او ټولنې يې په لويه کچه ږغ اوريده. هغه وخت ثريا او سوریه دواړه ښکلي ول.

د افغانستان په تاریخ کښې د هغو حکمرانانو او باچاهانو شمیر هم لږ نه دی چې د اصلاحاتو او ریفورمونو په تلاښ کښې ول، او دا هم درسته ده چې شاه امان الله خان د هغو جریانونو په ځانگړې توگه د « سراج الاخبار، د مشروطیت غورځنگ او روښانفکران» محصول دی چې دده د ځوانۍ او یا واک ته له رسېدو دمخه یې پر نوموړي اغیز پرېښی و. مگر له دې انکار نسي کیدلی چې یوازي شاه امان الله خان دی چې د مډرنیټي ، سمونونو او د ښځو د ازادۍ د بنسټگر په توگه تر ټولو ډېر وړاندي تللی. شاه امان الله او ملکې ثریا ډیر څه افغانستان ته ورکړل او د هغه سیاسي میراث د پیړیو لپاره د افغاني ټولنې د پرمختگ کرښې جوړوي، امان الله او ثریا نه یوازي د یوه شاه، ملکې او افرادو په توگه بلکې د یوه فکر او جریان په حیث افغانستان بدل کړ، دوئ هغه تخمونه وښیندل چې چې تر پیړیو، پیړیو وروسته به هم سر وهي او زرغونېږي به او پالل کېږي به. د افغانستان لپاره د امان الله خان او ملکې ثریا طرحه په انساني ازادۍ، حقونو او ارزښتونو ولاړه وه. د هغوئ میراث اوسني افغان انسان او افغانستان ته زرین سرمشق دی.

ویل کېږي کله چې علحضرت شاه امان الله خان او ملکې ثریا ایران ته سفر وکړ، رضاشاه پهلوي د شاه د هغه اطمینان چې پر نفس یې درلود او د هغه د خورا لوړ جرات په ځانگړې توگه د ملکې ثریا طرزي څخه زیات متاثیره سو، پر نفس دا اطمنیان بې سببه نه و، په داسي حال کښې چې رضا شاه د یوې لیري پرتې او غریبي کورنۍ څخه را ټوکیدلی و او امان الله خان په یوې سلطنتي کورنې کښې وده کړې وه او په بل تعبیر هغه په خپل طرز او بې سارې جلوې کښې یو شاه و. په داسي شرایطو کښې چې لا د رضاشاه د اهل عیال څخه څوک خبریدئ، ملکې ثریا په ازاده توگه د اروپا او آسیا د شاهانو په دربارونو او سیاسي مجالسو کښې څرگندیدله او د شاهانو په مذکراتو او خبرو اترو کښې یې په پراخه کچه گدون کاوه.

پر نفس د شاه او ملکې دې ډول اعتماد د شاهۍ او تاج هاخوا نور سببونه هم درلودل، د امان الله په لاس له برتانوي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو هغه ته لا نور محبوبیت هم ورکړی و او هغه اصلاحات چې ده په نظر کښې درلودل د افغانستان لپاره یې نوی فصل پرانیستی و. خو د څو محدود کلنو په واټن پاڼې بیرته واوړېدلې، د اصلاحاتو کښتۍ په خټو و خاورو کښې پاته سوه او شاه د افغانستان پریښودلو ته اړ سو، دا چې ولې او څرنگه؟ او د افغانستان لپاره د امان الله خان فکر څه و؟، د افغانستان لپاره د هغه طرحه او د خپلو همفکرو رضاشاه او اتاترک د طرحو سره یې چې د ایران او ترکيې لپاره یې درلودلې توپیر څه و او ولي د هغوئ په پرتله د هېواد په بدلولو کښې بریالی نه سو؟ دلته زموږ د بحث موضوع نه ده او دا یوه لوی او جامع بحث ته ضرورت لري. 

په ټوله کې د شاه امان الله خان او ملکې ثریا دوره دښځو د پرمختگ لپاره تر ټولو زرینه دوره وله. د امان الله خان دوره لومړنی حکومت و چې د لومړي ځل لپاره ښځینه وزیرې پکښې دنده ترسره کوله، د پوهنې وزیره ثریا طرزي وله او که لږ عاطفي ووایو شاه امان الله په یوه ښځینه محیط کښې لوی سوی و، لومړی دا چې مور یې میرمن سلطان د امیر حبیب الله خان اخوا طلاق سوې وه او دې خپل تاثیر کړی و پر شاه امان الله، شاه امان الله ډېر ځوان و ۲۷ کلن و چې واک ته ورسید او له مشروطیت غورځنگ سره هم اشنا و او درېيم په ځوانۍ کښې یې له لوستې او جهان‌دیده ثریا طرزي سره یې واده وکړ چې ملکې پر شاه ډېر تاثیر وکړ او یو رومانتیک او ايډیالست شخصیت یې ودرلود؛ لږ تر لږه دا خبره د شاه امان الله خان په اړه صدق کوي چې وايي “د هر کامیاب نارینه تر شاه د یوې ښځې لاس وي” د هغه شاته هم د ملکه ثریا په څیر یوه هوښیاره، مدبره او زیرکه میرمن ولاړه وه او په ټولو پرمختیايي او مترقي برنامو کښې یې ورسره همکاري کوله. ملکه ثریا چې په شاه خانم مشهوره او د محمود طرزي لور وه په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو یې روانې خبرې کولې او د ښې مطالعې د لرلو تر څنگ یې د ښځو لپاره لومړنۍ نشریه ارشادالنسوان خپره او د ښځو د بد حالت په اړه به یې مقالې په کښې لیکلې، د نجونو لپاره یې لومړنی مکتب (مستورات) جوړ او خپله به یې په کې نجونو ته سبق ورښوده. 

که افغانستان کښې د ښځو د حقونو د مبارزې تاریخ لیکل کېږي، پیل به یې له ملکه ثریا کېږي او نن چې کومې ښځینه ډاکټرانې، کاریگرې او ښوونځيو او پوهنتونونو کښې دیرش سلنه نجونې لرو د دې اساس ملکه ثریا ایښی دی. دا د افغان لومړۍ ميرمنو په تړاو نا‌اوريدل سوې وه چې ملکه دې د شاه سره په عامه توگه ليدل سوې وي، یا دې د ښځو لپاره پرمختللې مجله ولرو، یا دې ميرمنې په سیاست کښې برخه اخيستنې ته هڅول سوي وي. دا ملکه ثريا وه چې د افغان ميرمنو لپاره د هويت او تاريخ پيلامه وگرځېده! ملکې ثريا به ويل: خپلواکي په موږ ټولو پورې اړه لري او له همدې کبله يې موږ هم لمانځو. آیا تاسو فکر کوئ، چې زموږ ملت د پیل څخه بيا تر ننه یوازې د نارینه‌و خدمت ته اړتیا لري؟ ښځې هم باید پوره گډون ولري هغسي چې زموږ د ملت او د اسلام په لومړیو کلونو کښې فعاله ونډه درلوده. ملکې ثريا مرسته وکړه چې يوه ځانگړې محکمه رامنځته سي تر څو د هغو ښځو ږغ واوري چا چې طلاق اخستی وي يا د طلاق غوښتنه کوي. د قانون د پلي کېدو لپاره هغې د ښځو يو مخفي اداره رامنځته کړه تر څو پر هغو نارينه‌و څار وکړي چې د طلاق اخستلو پر وخت په ښځو زور زياتی کوي او ناوړه گټه ترې پورته کوي.

د امان الله او ملکې ثريا ظهور او زوال يوې تراجيډۍ ته پاته کېږي چې د لسیزو لپاره يې پر نړۍ خپل سيوری غوړولی پرېښود.

محافظه‌کاره ملکه حمیرا بیگم

د پیړیو داخلي شخړو او بهرنیو مداخلو په لاس ریښې سوي افغانستان د شلمې پیړۍ په منځ کې د عصري کیدو لپاره ډیر پراخ گامونه پورته کړل. په ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې د لیبرال او غربي ژوند طرز ته د ودې په موخه څرگندې هڅې وسوې پداسې حال کې چې د محافظه کارو ډلو سره د پخلاینې، درناوي او متقابل چلن روحیه هم پالل کيدله. په شپیتمه لسیزه کې که څه هم افغانستان په رسمي ډول یو بې‌پرې ملت و خو د سړې جگړې د دو سترو بلاکونو متحده ایالاتو او شوروي اتحاد لخوا محکوم او اغیزمن سوي افغانستان د شوروي ماشینونه و وسلې او د متحده ایالاتو مالي مرستې ترلاسه کولي. د شپیتمې لسیزې افغانستان یو لنډ ژواندي، نسبتا امن او آرام دور کې مخ پر وړاندي تگ کاوه، داسي یو افغانستان چې د زړو خټینو ودانیو او دودیزه ښاري جوړښتونو سربیره په کابل او لویو ښارونو کې مډرنې ودانۍ جوړې سوې وې، داسي یوه زمانه چې بورقې او چادرې گانې د جبري حالت څخه اختیاري سوې وي، ملک په ډیرې سستۍ پرمختگ کاوه او ښځو ته پکې د پرمختگ چانس موجود و، ددې دورې تر ټولو نامتو فیمیسنټه وزیره کبرا نورزۍ وله. دا دوره په ټوله کې داسې بريښېدل چې هیواد د یوې پرانیستې، سوکالې او زغم لرونکې ټولنې په لور روان دی. د افغانستان د پرمختگ دا کاروان ناڅاپه د ۱۹۷۰مو کلنو خونړیو او وینه بهونکو کودتاو سره ودرول سو، یرغل، کودتاوې، نظامي اوښتونونه او کورنۍ جگړې پیل شوې او د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو پرمختگونه او د یوې پرانیستې ټولنې او مډرن کیدو تقریبا ټولې هیلې په ایرو بدلیدلې او د هغو پخوانیو قدمونو اوچتول نور له وسه لوړ و. که لږ ریالسټيک ووایم د ۱۹۵۰ مو کلنو ژوند زموږ خپل کرکتر نه و، ځکه ځان و جانان مو و نسوای ساتلی. موږ پر خپلو اشتباو ډېر پښیمانه سولو او تل به د شپیتمو کلونو په نسبي سکون پسې د حسرت لاسونه مروړو.

د توپان په منځ کې ښځینه وږمې

د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د ښځو لپاره د ازادیو، ژورو بدلونونو، برخه ورکونې او د نه تبیعض دوره وه. د نجونو و ښځو لاسرسی او برخه اخستنه په بنسټیزه توگه رامنځته سوه. د نجونو د خرڅولو او په زوره واده ته اړ ایستل له منځه ولاړل، او ښځې د انتخاب د حق څخه برخمنې وي. دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو له گڼې گوڼې مالامال ول. د ښځو د ډیموکراتیک سازمان په څیر د ښځینه مبارزو بنسټونه او ادارې رامنځته سوې او ښځې له سیاسي بن‌بست څخه راووتلې. د اناهیتا راتبزاد او معصومه عصمتي په څیر زړورو ښځو پکې د انقلابي مشرانو او وزیرانو په حیث تر سترو پریکړو صلاحیت درلود.

د پرې سویو سینو دوژخ

د مجاهدینو او طالبانو تورې دورې د ښځو پر وړاندې تر ټولو تورې دورې دي. نه یوازې چې د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې سول بلکې د هغوئ پر عزت، پت او انساني حریم د تاریخ نه هیریدونکي ظلمونه وسول. هغه وخت چې پر کابل د ځنگل قانون حاکم و. ډېری کابليان دا ترخې ورځې په خپلو ذهنونو کې لري، هغه ورځې چې غلو او دړه‌مارانو د کابورا د ښکلي ښار سوځيدلې کنډوالې ساتلې او وحشي درنده‌گانو پر ويريدلو کابليو ښځو او ماشومانو تيری کاوه.

د جگړه‌مارانو د رقص مرده نندارې وړاندې کړلې او ژوند نه و، مرگ او دوزخ د هغې زمانې ژوند و. هغوئ په ډېرې ناروا توگه ښځو سره د حیواناتو په څیر چلن وکاوه، له ژوند محرومې وي، زده کړې، کار، حیثیت او درناوی خو ډېره لیري خبره وه. افغان ښځې به کله هم د مجاهدینو او طالبانو دا ناروا او ناانساني رویه له خپه خاطره پاکه نسي کړای. مجاهدین او طالبان د افغان هویت پر لمن تور و ننگین داغ دی.

د ۲۰۰۴ د اساسي قانون رڼا او د ښځو د ژوند نوی باب

که يوه نجلۍ باسواده سي يو بشپړ نسل نېکمرغۍ ته رسوي. ددې تفکر مخالفين لا اوس هم لږ نه دي – اساسي قانون وروسته ښځو په ځانگړې توگه لوستو نجونو ته د کار او پرمختگ ډېرې زمينې برابرې سوې، د ولسمشر غني حکومت د لوستو ښځو او نجونو لپاره په بې ساري توگه د پرمختگ او کاري فرصتونو بستر سو، له اجرايوي تر قضايي ارگانونو ورته ځای ورکړل سو. مگر د ليري پرتو سيمو د ښځو، نالوستو، کونډو، بې سرپناه او سوالگرو ښځو لپاره د تمې پر خلاف ډېړه پاملرنه نه ده سوې.

زموږ سترگې

افغان ميرمني تر بل هر څه لومړی د زده کړو له نه لاسرسي رنځ وړي. دمگړی په نړۍ کښې 130 ميليونه نجونې ښوونځيو ته نه ځي، په دې خاطر نه چې هغوئ نه غواړي، بلکې فرصت نه دی ورکول سوی، ددې شميرو زياته برخه د افغانستان په څير درېیمې نړۍ او عنعنوي ټولنو ته ورگرځي. په افغانستان کښې د نجونو د زده کړو پر وړاندې سختې او ناوړې ننگونې سته، دا ستونزې به زموږ ټولنیز راتلونکی د يوه ملت په حيث ورټي. ځکه په ډېرو هغو هېوادونو کښې چې نجونې له ښوونځيو محرومېږي، ممکن په ټيټ عمر واده، د ستونزو په حل کښې د پاته کيدو، ناروغيو سره په مبارزې کښې ناکامه او او آن خپل ژوند به له لاسه ورکوي. د بيلگې په توگه کچيري تر 2050 ميلادي کال پورې د تعليم بهير همداسي بې حرکته پاته سي، په دې ډول راتلونکې سره به نړۍ په ځانگړې توگه مات ملتونه، درېیمې ټولنې او د لږ لرونکي هېوادونه د 1.8 Billions$ فرصت له لاسه ورکوي. د ميرمنو او ميندو د مرگ و مير کچه به لوړېږي ځکه باکيفيته زده کړو ته لاس رسی محدود او ناکافي دی. تر 2050 ميلادي کال پوري به 950 ميلونه ښځې د ماشومتوب په عمر کښې واده کېږي ، نن ورځ دا شمیرې تر 700 ميلون نفر اوړي.

دا يوه نړيواله غميزه او بحران دی، موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې د خپلو رهبرانو پاملرنه له ځانه سره لرو. په همدي دليل غواړو د افغان نجونو او ميرمنو ږغونه تر تاسو چې د نجونو د تعليم په هکله مرسته او اسانتياو چمتو کولو کښې لېوالتيا لرئ وروسو. ستونزې به تر ابده نه پاتېږي، موږ د فرصتونو او حللارو ډېرې دريڅې لرو، که په خپل چاپيريال کښې نوې بدلونه او چانسونه نادیده ونه نيسو، چوپ پاته نسو، نو په ميليونه نجونې به حداقل د 12 کلونو ښوونځيو بشپړولو فرصت ولري.

 هغوئ انگېزو ته اړتيا لرئ،

که هغوئ د لوستلو، ليکلو او تحليل وړتيا ترلاسه کړې

د باور، عدالت او مساواتو لاسونه به د وړتياو او ظرفيتونو قدمونه لا گړندې کړې. 

 هغه حقوق چې زموږ پيړۍ او نسل يې ميرمنو ته غواړي، غواړم په لويه کچه واضح سي؛

زموږ نړۍ ايجابوي چې ښځې دوهم نسل نه وي، بلکې سيال او مساوي نسل وي.

زموږ نړۍ غواړې نجونې او ميرمنې له حاشيوي عددي اکثريت څخه د متن په بدلون زېږونکي اکثريت تبديل شي.

زموږ ټولنه غواړي، ښځې د نارينه‌و په څير سياست، اقتصاد او تصميم نيونه کښې شريک او باورمند قشر واوسي.

زموږ د افغاني ټولنې ښځې او نجونې ناپيژندل سوې ظرفيتونه او سرچينې دي‌ او دا د تيلو او منرالونو په څير نه دي چې په زماني محدوده کښې ژوند ولري او بيا نه واوسي. زموږ د ښځو پرمختگ د افغانستان د هويت او راتلونکي رښتيا ده، دا رښتيا راتلونکې ده او په دې رښتيا کې د يوه روښانه نسل عزت، سلامت او هيلې او ژوند نغښتی دی. که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ، چې هره نجلۍ تعليم وکړي، خپلو فکرونو کښې د نجونو د تعليم لپاره لومړيتوب رامنځته کړئ. موږ د بې عدالتیو او ماتوالي سره د مبارزې لپاره له زده کړو بله زوروره وسله تاسو ته نسو معرفي کولای.

د افغانو ښځو لپاره زموږ د نسل دورنما پر هيلو، لاسته راوړنو او پرمختگونو بينا ده؛

لومړی: د افغانستان ټولې نجونې او ميرمنې قهرمانانې دي، ځکه د ټولنې نارينه و ټول جبر، جگړې، وژنې، ناوړه عادتونه او تصميمونه بايد ښځې برداشت کړې بدون ددې څخه چې ښځې خپل تصاميم په خپله په مستقلانه توگه ونيسي، نو ځکه د نارينه محوره ټولنې جبر زغمل لوی زړه او ستره حوصلې غواړې، او سترې حوصلې له ميرمنو پرته نور څوک نه لري

دوهم: که ښځې او نجونې غواړې چې استقلال ولري، اول بايد مالي استقلاليت ولري، که يوه ميرمن مالي ملاتړ ولري، خپل ژوند او خپل مسير ډير منظم جوړولای سي، د کومې ټولنې ښځې چې خپل ژوند په خپله وکړې، له خپلو عینکو نړۍ ووينې ، ټولنه هغه وخت رښتيني پرمختگ تجربه کولای سي.

دريم: د نجونو زده کړې او تعليم تر نارينه‌و ځکه ډېر اړين دی چې نړيوالو تجربو ښودلي که يو نارينه باسواده سي ممکن خپل ځان کورنۍ نيکمرغه کړي، ولي که يوه ميرمن، ښځه يا نجلۍ باسواده کېږي راتلونکي پنځه نسلونو ته تغير او ښه والي راولي

څلورم: دا طبعي ده چي د ماتو ټولنو ، وروسته پاتي ملتونو يوه نښه داده له ميرمنو او نجونو سره ناوړه چلند کوي، که موږ وغواړو د يوې ټولنې د پرمختگ کچه اندازه کړو اول بايد وگورو چي له ښځو سره يې برخورد څه ډول دی. ميرمنې هغه وخت کولای سي د ټولنې دا ناوړه کړۍ ماتې کړې چې زده کړې ولري، او خپل د فکر قدرت څخه استفاده وکړي، ځکه په نړۍ کي هيڅ داسي قدرت نسته چي د يوې لوستي نجلۍ توانايي، او پرمختگ له منځه يوسي،

پنځم: ښځی او نجونې د ټولنې د پرمختگ په لومړي پړاو کي بايد د مدنيتونو له تجربې استفاده وکړي، او هغې تجربې موږ ته ښيي چې متوازنه او متعدل مخته تگ ښې نتيجې راوړې . نو نجونې په لومړی پړاو کي بايد د ټولنې له جوړښته سمه برداشت ولري او داسي ډيپلوماسۍ او هنر وکاروي چي هم تعليم او پرمختگ وکړي او د ټولنې د ناورو رواجونو قرباني نه سي.

نتيجه اخلو چې افغان ميرمنې د استعداد او ذکاوت څرگند مثالونه دي، د روبوټ جوړونکو نجونو ټيم، د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم، د افغانستان د زهرې ارکسټرا ، په دولتي و خصوصي برخو کښې د ښځو کاميابي تجربې، په پوهنې او لوړو زده کړو او نور ټولو برخو کښې بې ساري نوښتونه او پرمختگونه لري او که د ټولنې د متن روايت تغير کړو ، انشاءلله تعالی د افغان روښان او پرمختگ غوښتونکي پاچاه غازي امان الله خان او ملکې ثريا هيلې او ارمانونه چې د افغانستان لپاره یې په فکر کښې درلودل پوره کولای سو. د دولت، ټولنې او ټولو اقشارو گډ مسوليت دی چې د هېواد د پرمختگ لپاره د ميرمنو پر ونډې ټينگار او د هغوئ پر وړاندې سختۍ او ربړي له منځه يوسي.

راځي جنسيتي ناانډولتيا په جنسيتي انډولتيا بدله کړو

د مارچ ۸ دې د ژوند، ښکلا و عدل خوښونکي لومړي و مساوي  انسان «ښځه» ته نیکمرغه وي. د زنځیرونو په شرنګا کې افغان‌ښځه د درناوي ده. د تور طلسم د تقدیر د ماتیدو په هیله.

…………….

د لیکوال په اړه:

ښاغلی پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې د جگړې-وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست کې د ماستري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او میرمنو د پیاوړتیا په هکله لیکنې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب