سه شنبه, مې 21, 2024
Homeمقالېدرید سولې له حرکت وروسته د علماو حرکت

د سولې له حرکت وروسته د علماو حرکت

سید عبدالله پاچا

د سولې ولسي حرکت چې دوه کاله وړاندې له هملند پيل شو نږدې ټولو ولایتونه یې پلي ولیدل او تراوسه دا حرکت دوام لري، خو اوس د پياده تګ پر ځای موټرانو کې ځي.

د دې حرکت غوښتنې ولسي دي او هیڅ ډول سیاسي اړخ او یا ملاتړی نه لري، هدف یې افغانستان کې د سولې راوستل او ټولو خلکو ته د سولې پیغام رسول دي.

د سولې ولسي حرکت هغه غوښتنې چې له افغان حکومت درلودلې افغان ولسمشر ډاډ ورکړی چې ټولې ورسره مني خو طالبان دې حاضر کړی چې خبرې وکړی.

افغان ولسمشر د دې حرکت په غوښتنه دوه کاله وړاندې کوچني اختر کې اوربند هم اعلان کړ چې طالبانو هم اعلان کړ او په دې ورځو کې جګړه نه وه چې ټولو افغانانو یې هرکلی وکړ.

د دې حرکت په غوښتنه حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو میز باندې هر ډول بحث کوي، خو شرط به دا وي چې طالبان به اوربند کوي.

د دې حرکت غړي درې ځل ونیول شول، لومړی موسی کلا ولسوالۍ کې ونیول شو او څو ورځې بندیان و، بیا لوګر کې ونیول شول او څو ورځې طالبان یرغمل کړي و، یوه اوونۍ مخکې فراه ولایت کې هغه مهال ونیول شول چې نیمروز ولایت ته روان و، بیا دوه ورځې وروسته بیرته خوشې شول.

دا ډله په طالبانو پسې ګرځي چې د سولې پیغام ور ورسوي او په دې یې پوه کړي چې جګړه د حل لار نه بلکې سوله د جګړې حل دی او باید سوله وشي.

خو طالبان برعکس د دې ډلې کسان نیسي، ان شکنجه کوي یې او شک لري چې ګنې دا ډله د سولې له پيغام سره بل پلان لري.

خو تاسو ولیدل چې د دې ډلې کسان د سولې رضاکاران دي او هڅه یې دا ده چې ټولو ولایتونو کې خلکو ته د جګړې زیانونه او د سولې پيغام ورسوي.

له دې حرکت سره اوس د علماوو یوه ډله پلان لري چې له کابله کندهار ته لاړ شي او د لارې په اوږدو کې خپل مسیج خلکو ته ورسوي.

علماء به د اسلام له نظره خلکو ته د جګړې زیان او د سولې ګټې بیان کړي او هغه کسان چې په جګړه ټینګار کوي، د اسلام له نظره به یې تاوانونه ورته بیان کړي.

دا دیني علماء چې شمېر یې لسګونه دی، له کابله حرکت پيلوي او څو ورځو کې به د کندهار سپين بولدک ته ورسیږي.

افغانستان کې تر بل هر چا علماء ډير مسوولیت لري چې د جګړې مخنیوي کې رول ادا کړي.

علماء د اسلام له نظره مسوول دي چې خپله غاړه په ښکیلو غاړو خلاصه کړي او اجازه ور نه کړي چې جګړه تر دې هاخوا هم دوام پيدا کړي.

علماء بې طرفه دي او هدف یې د سولې پیغام رسول دي او دا چې اسلام څومره په سوله ټینګار کړی، د قران کریم او احادیثو په رڼا کې به یې خلکو ته وايي.

د یو باثباته افغانستان په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب