یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeټولنیزعدم تشدد: د ولسي مقاومت اغېزناکه لاره | احمد شاه اعظمي

عدم تشدد: د ولسي مقاومت اغېزناکه لاره | احمد شاه اعظمي

د نړۍ د تېرې يوې پېړۍ تاريخ ته که وکتل شي نو سلګونه ولسي مقاومتونه يا مبارزې پکې شوي دي. په دې لړ کې پر عدم تشدد ولاړو ولسي مقاومتونو (Nonviolent Civil Resistance) د برياليتوب کچ د متشدد (Violent) هغو پرتله دوه چنده زيات دی. هغه مبارزې يا مقاومتونه چې د حرص يا لالچ (Greed)  پر ځای د حقونو تر لاسه کولو يا ځورونو او شکايتونو (Grievances) په نتيجه کې رامنځ ته شوي، د وخت په تېرېدو سره پر ولس سربېره د ځېنو حکومتي چارواکو خواخوږي هم له ځان سره لرلای شي.

په اوسني دور کې د عدم تشدد ارزښت او اړتيا تر بل هر وخت زياته ليدل کېږي ځکه له پرمختللي وسلې، سلګونه زره ځواک، ټېکنالوجي او نورې مادې سرچينې لرونکي هېواد سره که په هغومره وسايلو سنبال بل هېواد جګړه کوي نو بيا به يې هم د ګټلو چانس ۵۰ سلنه وي. خو که له همدا ډول ځواکمن هېواد سره په تش لاس يا ډېرو لږو امکاناتو وسله واله مبارزه وشي نو ځان او مرام دواړو ته زيان رسېدلای شي.

که په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد روانې مبارزې ته کتنه وشي نو تګلاره يې په يو شمېر دلايلو اغېزناکه بلل کېدای شي.

۱)پښتون ژغورنې غورځنګ خپله د جنګ، تشدد او بې عدالتۍ پر ضد راپاڅېدلی نو د تشدد له لارې تشدد ته د پای ټکی نه شي اېښودلای ځکه له تشدده تشدد زېږي، نه سوله او کراري.

۲)دا غورځنګ د بېوسه ولس غږ راپورته کوي چې نه توپ لري، نه ټانک، نه جنګي الوتکې، نه نورې درنې او سپکې وسلې او نه هم د خپل غږ رسولو او خپلې مبارزې ته د لا زيات انعکاس ورکولو لپاره رسمي رسنۍ يا ميډيا په کنټرول کې لري چې د مقابل لوري د تبليغاتو پر ضد يې وکاروي.

۳)د عدم تشدد مبارزه اوږدمهاله خو مستقل وي. په دا ډول مبارزو کې رهبران او غړي د لوړې حوصلې او لوی هوډ څښتان وي. هغوی په ډېر پام او پرلپسې ډول خپله مبارزه مخ ته وړي. په دې لړ کې که د هند په نيمه وچه کې د انګرېز ښکېلاک پر ضد د موهنداس کرم چند ګاندي او خان عبدالغفار خان (باچا خان) مبارزې ته پام وشي، يا د امريکا په متحده ايالاتو او سوهېلي افريقا کې د نسلي توپير او تبعيض پر ضد د مارټن لوتر کينګ او نېلسن منډېلا مبارزې ته کتنه وشي او يا که همدا ډول پر عدم تشدد ولاړ د نړۍ نورو مبارزو او مقاومتونو ته کتنه وشي نو د لسګونو کلونو له مبارزې، زندانونو او کړاوونو وروسته يې د خپل ولس لپاره لاس ته راوړنې لرلي او خپل مرام ته رسېدلي دي. په دا وروستيو کې تيونس، مصر، سوډان، اوکراين او داسې نور هم پر عدم تشدد د ولاړو ولسي مقاومتونو غوره بېلګې دي.

۴)د تېرې يوې پېړۍ تاريخ ته په کتو پر عدم تشدد ولاړ ولسي مقاومت کې په اوسط ډول د غړيو شمېر دوه لکه دی خو په متشدد مقاومت کې بيا د برخه اخيستونکو اوسط شمېر ۵۰ زره دی. د دې معنا دا شوه چې پر عدم تشدد ولاړو غورځنګونو او مقاومتونو کې د ولس ګډون پراخ وي.

۵)د عدم تشدد مبارزې ته په اسانه خلک راغونډېدلای شي ځکه تر ډېره حده يې ژوند خوندي وي. خو جګړې او له تشدده ډکې مبارزې ته هر څوک زړه نه ښه کوي بلکې يو شمېر شخصي، کورني او ټولنيز مجبوريتونه د خلکو د ګډون لاره ډب کوي.

۶)د عدم تشدد او سياسي  او ولسي مبارزې لاره د نړيوالو پاملرنه او خواخوږي راجلبوي او په نړيواله توګه د دې مبارزې هر غړی د سولې او حقونو د فعال په توګه يادېږي او پېژندل کېږي، نه د يو جنګيالي يا وسله وال په توګه.

۷)د عدم تشدد مبارزه يوه مهذبه لاره ده چې مبارزين يې په لوی زړه ښارونو او مرکزونو ته ځي، خلک راغونډوي، خپل مرام ورته بيانوي، بحثونه ورسره کوي، هغوی رضا کوي او بلخوا پر حکومت له بېلا بېلو لارو فشار راولي چې د دوی غوښتنې ومني.

۸)په وسله واله مبارزه او تشدد کې زياتره وخت خلک غرونو او رغونو ته ځي او له ښارونو، ولس او رسنيو ليرې وي. په داسې حالت کې يو خو د دوی غږ تر چا نه رسېږي او بلخوا د دوی پر ضد قوي مقابل لوری تبليغات کولای شي او د ترهګر او ياغي په څېر يې په بېلا بېلو نومونو بدنامولای شي چې دا ډول ولس او نړۍ ورڅخه متنفره کړي. بلخوا اوس په غرونو او رغونو کې هم خلک په اسانه نه شي پټېدلای ځکه جنګي وسايل او پرمختللې ټېکنالوجي د هغوی پر ضد کارېدلای شي.

۹)د عدم تشدد پر مبارزينو د مقابل لوري ظلمونه او بندېزونه د ولس او واکمنو تر منځ واټن نور هم زياتوي. بل پلو د عدم تشدد غورځنګ غړي له حکومت سره د عدم تعاون (Non-cooperation) يا همکاري نه کولو تګلاره پر مخ وړي.

۱۰)په متشدده مبارزه کې يوازې د توپک په خوله خبره کېږي خو د عدم تشدد مبارزه د خپل اظهار او اغېز لسګونه لارې لري. احتجاجونه، جلسې، لاريونونه، فشار، کاربندېز، پرېکون، شعرونه، سندرې، ليکنې، تمثيلي پارچې، ډرامې، سفرونه، ليکونه، غوښتنليکونه، اعلاميې، شعارونه، اډيويي، ويډيويي او ليکل شوي پيغامونه، د زدکړيالانو، ښوونکو، د بشري حقونو له سازمانونو، د کارګرانو، تاجرانو، ډاکټرانو، انجينرانو، خبريالانو او نورو مسلکي کسانو له اتحاديو، سياستوالو، مذهبي او قبايلي مشرانو سره تماسونه او د ټولنيزو رسنيو د کارولو سره سره داسې نورې لسګونه لارې شته چې د عدم تشدد مبارزې د بريا يا پرمختګ لپاره کارول کېدای شي.

۱۱)عدم تشدد د خلکو له زړونو وېره باسي او هغوی برملا خپل حال او د شوي ظلم داستان ويلای شي. توپک که يو خوا چا ته د زور او واک احساس ورکوي خو بلخوا بيا د زړه ويره او وهم هم وراچوي. د توپک خاوند ته ځان بې توپکه ډېر کمزوری ښکاري خو د عدم تشدد بې وسلې مبارز بيا د غښتلتيا او ځواک احساس لري.

۱۲)د ۹/۱۱ له پېښې وروسته د پاکستان په قبايلي سيمو کې د جنګونو او ناامنۍ پرمهال د لسګونه زره عامو کسانو په ګډون څه باندې ۱۵۰۰ ملکان او قبايلي مشران ووژل شول خو نه يې چا د وژنې پر ضد څرګند احتجاج وکړ او نه يې همهغه شان غمرازي ورسره وکړه. خو پر عدم تشدد ولاړ پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له رامنځ ته کېدو وروسته په قبايلي سيمو کې حالت که څه هم ښه شوی نه دی خو د پخوا پرتله بدل شوی دی. د پي ټي اېم څه باندې دوه کلنې مودې پر مهال د ارمان لوڼي او عارف وزير په ګډون د ګوتو په شمېر خلک ووژل شول خو پراخ غبرګونونه يې راوپارول. دا وژنو ولس نور هم يو بل ته نږدې کړ او يووالي او خپل مرام ته د رسېدو انګېزه يې نوره هم ور پياوړې کړه. اوس يو خوا د تېر پرتله د ولس وژنې او ځورونې کمې شوي او بلخوا د هرې وژنې په غبرګون کې په نړيوال کچ پراخ لاريونونه، احتجاجونو او جلسې کېږي او په ټولنېزو او نړيوالو رسنيو کې يې خبر د خلکو تر غوږونو رسېږي.

۱۳)تېرو تجربو ښودلې چې د عدم تشدد مبارزې او مقاومتونه هغه وخت د برياليتوب زيات چانس لري چې يووالی (Unity)، پلان (Planning)، نظم (Discipline)، استقامت (Consistency/Endurance) او اخلاص (Sincerity) ولري. له دې شيانو پرته هم خلک راغونډېدلای شي خو بېرته ژر تيت و پرک شي او پر خپله لاره ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب