یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېکورونا؛ توکل او عُجز کې توپیر| تمیم تکل 

کورونا؛ توکل او عُجز کې توپیر| تمیم تکل 

علامه ابن قیم(رحمه الله) په خپل مشهور کتاب (الروح) کې د توکل په اړه وايي:
«توکل یو قلبي صفت او عبادت دی چې په کې په الله تعالی باندې اعتماد او بروسه وي.بنده د الله په پناه کې راځي، خپل ټول معاملات الله ته حواله او د الله په تقدیر باندې راضي وي؛ ځکه د هغه یقین وي چې الله تعالی ورته کافي دی.او الله د هغه له پاره ښه صورتونه او لارې راباسي؛ نو ځکه هغه د ټولو ظاهري اسبابو د لاس ته راوړلو  له پاره منډې ترړې هم کوي.

رسول الله  له ټولو نه زیات په الله توکل کوونکی و؛ لیکن په جنګ کې به یې زغره اغوسته، تر دې چې د احد په جنگ کې یې دوه زغرې اغوستې وې او په غار ثور کې درې ورځې له مشرکانو پټ شوی و.له دې مالومه شوه چې رسول الله  له ظاهري اسبابو سره سره متوکل هم و.داسې نه و چې ظاهري اسباب یې پرېښي وي.»

بیا د عجز په اړه وايي چې:
« عجز دا دی چې یا خو ظاهري اسباب بالکل ترک کړل شي او یا بالکل په ظاهري اسبابو تکیه وکړل شي، او د مسبب الاسباب له ذات نه مخ وګرځول شي.او که مسبب الاسباب ستا په زړه کې راشي هم خو ورباندې دې زړه ډاډه نه شي او له هغه سره پوره اړیکې پیدا نه شي؛ بلکې زړه له الله سره وي او بدن له ټولو سره.

په دې کار کې خلک په دریو ډلو تقسیم شوي دي، یوه ډله هغه ده چې یوازې توکل کوي او اسبابو ته بالکل توجه نه کوي، البته در میانه ډله د توکل په حقیقت پوه شوي او فکر کوي چې له اسبابو پرته توکل نه کېږي.؛ نو ځکه هغوی ظاهري اسباب مهیا کوي، او مسبب الاسباب باندې په توکل کولو سره د مسبب په انتظار کې کېني.

اسباب پرېښوونکي متوکل نه دي، او هغه غلط شوي دي.د دغه مثال داسې دی لکه څوک چې واده و نه کړي؛ خو د اولاد او بچیانو په تمه ناست وي او یا دا چې له خوراک او څښاک پرته د مړېدو امید وکړي.توکل د رجا یو شکل او نظیر دی او عجز د تمنا مثال دی.

 د توکل حقیقت دا دی چې انسان الله خپل وکیل او کار ساز وګڼي؛ ځکه چې الله د خپل بنده په ټولو حالتو خبر وي او د دې د حال سره مناسب الله ورته کوي، الله خپل بنده ته د اسبابو تلاش او لټولو حکم کړی دی او د دې خبرې ضمانت یې ورکړی چې د دغو اسبابو سره به د مصلحت په اندازه روزي ورکوي.؛ لکه په ځمکه کې د تخم شیندلو، اوبه ورکولو، او سرې اچولو حکم دی. بیا الله پاک د خپل مصلحت په مطابق بنده گانو ته رزق ورکوي.

او دا حکم یې هم کړی دی چې له دې نه پرته په بل چا باندې بروسه و نه کړي او له بل چا نه امید و نه کړي؛ بلکې یوازې په یو الله باندې توکل او اعتماد و کړي.دا ځکه چې الله له ټولو نه ښه وکیل او کار جوړونکی دی او د هر وکالت پوره پوره حق ادا کوي. عاجز هغه سړی دی چې اسباب او وسایل پرېږدي او ارام غلی کېني او ووايي چې زما د قسمت او تقدیر په اندازه رزق ماته هرو مرو را رسېږي.که زه د مرګ په شان د رزق نه وتښتم؛ نو بیا به هم راپسې راځي او چې کوم رزق زما په قسمت کې نه دی که زه د هغه له پاره څومره منډې ترړې او هلې ځلې وکړم؛ نو بیا هم د خپل قسمت نه زیات زما لاس ته څه نه راځي.

دغسې فکر کوونکی دې په دې باندې پوه شي چې د ده دا خبره خو صحیح ده چې په مقدر کې روزي یا ستا له جد و جهد او کوښښ سره لیکل شوی دی یا د بل چا له کوښښ سره، که ستا له کوښښ سره وي نو دا نه دی مالوم چې له کوم سبب او له کومې لارې نه دی؟ غرض دا چې دا ټولې خبرې پټې دي دا تاته له کوم ځای نه مالوم شول چې د څه کوښښ او کار نه پرته ستا په مقدر کې روزي لیکل شوې ده؟!

ډېر داسې کارونه دي چې د چا په ذریعه ترسره کېږي، او د بل چا په مقدر کې وي او ډېر کارونه د دې برعکس دي. کله چې ته په خپلو سترګو ډېر داسې کارونه وینې؛ نو دا تاته څنګه مالوم شول چې ستا ټوله روزي د نورو خلکو د کوښښونو سره متعلقه ده؟ له دې پرته بیا خو دا اصول په هر څه کې باید جاري شي، آیا ته د جنت د حصول او د جهنم نه د خلاصون له پاره اسباب نه برابروې؟ او غلی لاس تر زنې کېنې؟ او همدا به وايې چې په تقدیر کې څه دي هغه به حتماً راته رسېږي او که د توکل سره سره به د هغه له پاره اسباب هم برابروې؟

 نړۍ خو د داسې اوچتو متوکلینو څخه خالي نه ده چې د هغوی زړونه د الله تعالی له امید او رجا نه ډک نه وي؛ لېکن بیا هم هغوی د تقدیر په تمه نه دي ناست او له اسبابو نه کار اخلي، تر ټولو کامل او پوره انسان هغه دی چې په هغه کې توکل او اسباب دواړه موجود وي.د انبیاء کرامو او اصحابو همدا حالت و.حضرت ذکریا علیه السلام لوی او تکره ترکاڼ/ نجار و.حضرت نوح علیه السلام زغرې جوړولې، همدارنګه اصحابو کرامو هم کار او کسب کاوه او په الله باندې یې لوی توکل او اعتماد درلود او د خپلو ماشومانو له پاره د ضرورت په اندازه یې خرڅ برابروه.او محمد  په پلونو یې قدم کېښوده.»

د ځان ساتنه د اسلامي شریعت له لویو مقاصدو څخه ګڼل کېږي.شریعت موږ مکلف کړي یو چې وقایوي او نورې لارښوونې او سپارښتنې په پام کې ونیسو چې ورسره زموږ نفس او ځان ساتل کېدای شي.مانا ټول تدابیر به هم نیسو، لارښوونې او طبي سپارښتنې به هم عملي کوو او بیا به په الله تعالی باندې توکل هم کوو؛ نو وقایوي تدابیر هېڅکله له توکل سره منافي نه دي؛ بلکې د توکل لومړۍ مرحله ده. او همدارنګه لاندې حدیث هم همدغه مطلب ته نغوته کوي:
[عن أنس بن مالك قال جاء رجل على ناقة له فقال يا رسول الله! ادعها وأتوكل فقال اعقلها وتوكلشعب الإیمان للبیهقی ۸۰۲/؛ سنن ترمذي 4 / 249.

مفهوم یې داسې دی: له انس ابن مالک رضي الله عنه نه روایت دی؛ وايي یو شخص پر خپل اوښ سپور شو او بیا رسول الله   ته راغی او ویې ویل: یا رسول الله! اوښ خوشې کړم او بیا توکل وکړم؟ رسول الله  وفرمایل: نه! بلکې هغه وتړه بیا توکل وکړه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب