جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزله ډیلي تر تهرانه| ژباړه: عبدالباري جهاني

له ډیلي تر تهرانه| ژباړه: عبدالباري جهاني

دا کتاب پر هند باندي د زمانشاه د یرغلونو او یا یرغلونو د پلانونو او د هغه په مقابل کي د برټانیې او د ایران د دربار ترمنځ د ګډو دسیسو په باب دوه فصلونه لري. ما هم له دې کتاب څخه هغه دوه فصله انتخاب کړي دي. دا کتاب زیاتره د هند پر آرشیفونو باندي په استناد لیکل سوی او تقریبا هره کرښه یې مستنده ده. ما د لیکوال ریفرنسونو ته ځکه اشارې نه دي کړي چي زما او د لوستونکو وخت یې نیوی. که څوک علاقه لري نو کتاب پخپله لوستلای سي.

From Delhi to Tehran 

A study of British Diplomatic Moves in North Western India, Afghanistan and Persia    1772-1803 

دا کتاب پر هند باندي د زمانشاه د یرغلونو او یا یرغلونو د پلانونو او د هغه په مقابل کي د برټانیې او د ایران د دربار ترمنځ د ګډو دسیسو په باب دوه فصلونه لري. ما هم له دې کتاب څخه هغه دوه فصله انتخاب کړي دي. دا کتاب زیاتره د هند پر آرشیفونو باندي په استناد لیکل سوی او تقریبا هره کرښه یې مستنده ده. ما د لیکوال ریفرنسونو ته ځکه اشارې نه دي کړي چي زما او د لوستونکو وخت یې نیوی. که څوک علاقه لري نو کتاب پخپله لوستلای سي. یقین لرم چي لومړي دوه فصلونه یې هم، چي له افغانستان سره چنداني اړه نه لري. هم په زړه پوري معلومات لري.                         

د عبدالباري جهاني ترجمه: له ډهلي تر تهران کتاب څخه، دریم او څلورم فصل.

Birendra Varma

               د کابل د سرکښه افغانانو له منځه وړل  ۱۷۷۲-۱۸۰۳

د اته لسمي پېړۍ دوهمه نیمايي د هند په تاریخ کي د یوه مهم عصر پیل دی. په دې عصر کي یوه سلسله داسي پیښي وسوې چي برټانیه یې په یوه ستر قدرت بدله کړه او په نتیجه کي په هند کي د برټانیې  امپراطوري تأسیس سوه. د هند قاره په یو شمېر وړو واکمنیو بدله سوه چي په خپلو کي سره مخالفي او په داخلي جګړو سره لګیا وې. د سترو مغولو امپراطوري یوازي د کاغذ پر مخ موجوده وه او د مغولو امپراطور دوهم شاه عالم د هند د سیاست پر سطرنج یو ساده پیاده وو. که څه هم چي په هند کي ټولو واکمنانو او انګرېزانو، تش په خوله، د مغولو اطاعت کاوه خو په عمل کي یې بشپړه خپلواکي درلوده. مرهټیانو، سیکهانو او افغانانو هر یوه د خپلو سیاسي ګټو لپاره د دې وضع څخه استفاده کوله. په همدغه خطرناک او ضمناً ګتور فرصت کي افغانانو د هند خاوره په یرغل تهدیدوله او ویل به یې چي دوی غواړي د مسلمانانو عظمت او جلال را ژوندی کړي. د هغو مغولو قدرت بیرته ورته اعاده کړي چي په ډېره چټکی سره د مرهټیانو، سیکهانو، روهیله پښتنو او انګرېزانو تر فشار لاندي سقوط کوي. د مغولو د امپراطور په شمول، د هند بېلو بېلو قدرتونو افغانانو ته بلنه ورکړه چي پر هند باندي یرغل وکړي او دوی د مرهټیانو او انګرېزانو له منګولو څخه وژعوري او د کابل دربار د دې قدرتونو په یوه مرجع بدل سوی وو. افغانان هم پوهېدل چي، په هند کي د خپل سیاسي نفوذ د ټینګولو لپاره، له دې فرصت څخه څرنګه ګټه واخلي. افغانانو دې بلنو ته ډېر ژر جواب ووایه او پر هند باندي یې د یرغل کولو پلانونه جوړ کړل او څو ځله یې یرغلونه وکړل. د هند پر سیاسي افق باندي د افغانانو د یرغل سیوری لوېدلی وو؛ او د افغانانو یرغل د برټانیې امپراطوري تهدیدوله او تل یې په ناکراره حالت کي ساتلې وه.

د انګرېزانو د شرق الهند کمپنۍ پوره پوهېدله چي افغانان او مغول په خپلو منځونو کي خپلوي سره لري. د افغانستان  پاچا تیمور شاه په ۱۷۵۷ کال کي د دوهم عالمګیر له لور سره واړه کړی وو. او تیمور شاه د خپلوی د همدغه احساس له مخي ځان د دوهم شاه عالم سره په مرستي کولو مکلف باله. مګر له افغانانو سره د دایمي تماس په مخکي یو اساسي خنډ د سیکهانو قدرت وو، چي نوی په پنجاب کي تاسیس سوی وو. تیمور شاه، چي کله په ۱۷۵۷ کال کي، د لنډي مودې لپاره، په پنجاب او دیره جات کي، حاکم وو، د سیکهانو سخت مخالفت یې آزمېیلی وو. د تیمور شاه د حکومت په لنډه دوره کي، سیکهانو د هغه قدرت څو ځله په جدي توګه تهدید کړ. او نتیجه دا سوه چي د هند د شمال لوېدیځ په هغه سیمه کي سوله او نظم د تل لپاره له منځه ولاړه. نو کله چ تیمور شاه قدرت ته ورسېدی نور نو پنجاب هغه سیمه نه وه چي یرغلګر به د شمال لوېدیځ لوري څخه پر دغه لاره باندي هند ته تېرېدل. د انګرېزانو کمپنی په کابل او پنجاب کي له سیاسي انکشافاتو څخه ښه خبره وه. دوی په دې ښه پوهېدل چي که تیمور شاه هر وخت پر هند باندي د حملې کولو توان پیدا کړي نو صبر به ونه کړي.

د انګرېزانو سیاسیون په دې پوهېدل چي د مغولو امپراطور نور د انګرېزانو په کمپنی اعتماد نه لري ځکه چي څو ځله یې له هغوی څخه د ستونزو د حلولو لپاره غوښتني کړي وې او هغوی تشي وعدې ورسره کړي وې.دغه علت وو چي ولي د مغولو امپراطور افغانانو ته په هند کي د مغولو د سرنوشت د ژغورونکو په سترګه کتل. انګرېزانو ته ډېر دا اطلاعات ورسېدل چي د مغولو امپراطور تیمورشاه ته وعده ورکړې ده چي له هند څخه به د انګرېزانو د ایستلو په بدل کي شل میلیونه روپۍ ورکړي. وارن هېستینګ ته د مغولو له دربار څخه رپوټ ورسېدی چي د افغانستان پاچا د ډهلي دربار ته، د محمدرضا او الله داد خان په نوم، دوه تنه سفیران له پټو پیغامونو سره لېږلی دي. نو ده د افغانسنتان د پاچا د اصلي نیت د معلومولو لپاره په فعالیت بناء وکړه. وروسته ده ته اطلاع ورسېده چي د افغانستان پاچا په کندهار او هرات کي د سرکښو افغان مشرانو په ځپلو لګیا دی. همدغه منبع وویل چي د افغمانستان ځیني شهزاده ګان هم له پاچا سره جوړ نه دي. او فیض الله خان د پاچا د قتلولو کوښښ کړی دی. په دې دسیسه کي د پاچا ډېرو نیژدې خپلوانو هم برخه درلوده. فیض الله خان، په دې پلمه چي غواړي د سیکهانو قدرت وځپی، تیمورشاه ته بلنه ورکړه چي له ده سره ملګری سي؛ خو په زړه کي یې خپل مطلب درلود. مګر دسیسه ډېره ژر کشف سوه او د حرم ساتونکو فیض الله خان له منځه یووړ. که څه هم چي تیمور شاه د دې دسیسې ټول مشران له منځه یووړل مګر پر هند باندي یرغل کول یې په وس پوره نه وه. وروسته دا خبره ټولو استخباراتي رپوټونو تایید کړه چي تیمور شاه په خپل قلمرو کي د خپلو ستونزو په حلولو لګیا دی.

تر یو څه وخت پوري پر هند باندي د افغانانو د یرغل په برخه کي چنداني اندېښنه نه وه.مګر دې کراری ډېر وخت دوام ونه کړ؛ لکه په هند کي چي د انګرېزانو سیاسي استازي جان بریسټو اطلاع ورکړه چي تېمورشاه د سپرو عسکرو یوه لوی پوځ سره پېښور ته رسېدلی دی او غواړي پر هند باندي یرغل وکړي. بریسټو دغه راز اطلاع ورکړه چي تېمور شاه د سیکهانو د ځپلو لپاره، چي ډهلي ته د رسېدلو لپاره یې د تېمور شاه د ټولو پخوانیو هلو ځلو مخه نیولې ده،  یو لوی پوځ له خپل لښکر څخه مخکي لېږلی دی. د هغه دغه اقدام د انګرېز کمپنۍ پر پوځي تیاریو د پام وړ اغېزه کړې ده. د انګرېزانو قواوي په الله آباد او چونار کي د دې لپاره ځای پر ځای سوي دي چي پر شمالي هند باندي د تېمور شاه د حملې په نتیجه کي د ټولو احتمالي پېښو مخه ونیسي. وروسته معلومه سوه چي پنجاب ته د افغانانو د قواوو د رسېدلو په باره کي رپوټونه بې اساسه وه. په ۱۷۷۵ کال کي، پر پنجاب باندي د تېمور شاه په نظر کي نیول سوی یرغل عملي نه سو. انګرېزان په دې حقیقت ښه خبر وه چي تر څو پوري تېمور شاه په خپل قلمرو کي له ستونزو سره مخامخ وي پر هند باندي د هغه د تازه حملې هیڅ احتمال نسته. بریسټو د افغانانو د حرکاتو په باب دقیقو اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره کار پیل کړ. هغه وروسته ګورنرجنرال وارن هېسټینګ ته اطلاع ورکړه چي په افغانستان کي یو ښورښ سوی دی. هغه اطلاع ورکړه چي د سلیمان شاه په نوم، د تېمورشاه یو ورور، د خپل خسر شاه ولي خان په همکاري یاغي سوی او د کشمیر د صوبه دار امیر خان په شمول یو شمېر مشران یې له ځان سره ملګري کړي دي. ۱  کله چي مغول امپراطور دوهم شاه عالم، د ۱۷۷۵ کال د اکټوبر په میاشت کي، د افغانستان له پاچا څخه د مرستي غوښتنه وکړه نو بریسټو د تېمور شاه په ستونزو ښه خبر وو. بریسټو دغه راز په دې خبر سو چي د هند امپراطور د افغانستان پاچا ته بلنه ورکړې وه چي د یوه بل زامنو ته لوڼي هم په نکاح کړو. ده ته وروسته اطلاع ورسېده چي د تېمور شاه د پوځ یوه برخه، د دغه غوښتني په جواب کي، تر اباسین را اوښتې ده. دا خبره تایید نه سوه چي افغانان به څرنګه ډهلي ته رسېږي. مګر د ډهلي له امپراطور سره د مرستي کولو په برخه کي د افغانستان د پاچا د ارادې په باب رپوټونو انګرېزان د تېمور شاه په نیت او دریځ خبر کړل. خو بریسټو ته دا خبره پوره څرګنده وه چي پر هند باندي د افغانانو یرغل تر کومي اندازې د بریالي کېدلو امکان لري؛ ځکه چي هم په پنجاب کي سیکهان او هم د سیند میران د تېمور شاه له حکومت سره چنداني جوړ نه دي. پر هند باندي د افغانستان د پاچا د بیا یرغل موضوع په هند کي له ټولو موجودو قوتونو سره اندېښنه پیدا کړې وه. او ناراضي قوتونه په دې باور وه چي تېمور شاه به حتما، له خپلو مسلمانو وروڼو سره د مرستي په منظور، پر هند باندي یرغل کوي. مګر داسي امکانات هم موجود وه چي 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱: دا پېښه په ۱۷۷۳ کال کي، د احمدشاه بابا له وفات سره سم منځته راغلې او په ۱۷۷۵ کال کي، چي تېمور شاه پر هند باندي د یرغل کولو پلان یا درلود او یا یې نه درلود، له دې پیښي څخه دوه کاله تېر سوي وه. د احمدشاه بابا له وفات سره د هغه کشر زوی شهزاده سلیمان د خپل خسر شاه ولي خان په همکاري ځان پاچا اعلان کړ. شاه ولي خان ډېر ژر خپلي اشتباه ته متوجه سو او تیمور شاه ته د بیعت کولو لپاره هرات ته روان سو. مګر تیمور شاه هغه په بکوا کي وواژه. د شهزاده سلیمان او د تیمور شاه د نورو وروڼو، سکندر، داراب، شهاب، پروېز او نورو سرنوشت معلوم نه سو.  البته دا پېښه دونه پراخه نه سوه او نه یې دونه دوام وکړ چي لمن یې ان کشمیر ته ورسیږي. ( متر )

سیکهان به د افغانانو له پوځونو سره، چي په پخوا کي یې هم سختي جګړې ورسره کړي دي، ډېر ټینګ مقاومت وکړي. انګرېز سیاستمداران په دې ښه پوهېدل چي تېمور شاه به د خپلو داخلي ستونزو له امله پر هند باندي د یرغل کولو او د هند د امپراطور د قدرت بیرته اعاده کولو فرصت پیدا نه کړي. د بلي خوا وضع داسي وه چي کېدلای سوای تیمورشاه په هند کي د مسلمانانو او مغولو د ژغورلو لپاره یو ناڅاپي اقدام وکړي.

ګورنرجنرال په دې عقیده وو چي وضع باید وڅارله سي او انتظار باید وسي. ځکه چي دی او د برټانیې نورو سیاستمداران په دې عقیده وه چي تېمور شاه به پر ډهلي باندي د حملې په لاره کي د سیکهانو د سخت مقاومت سره مخامخ کیږي. نو ګورنرجنرال ویل چي هغه پر هند باندي د تېمور شاه د حملې له خطر څخه چنداني اندېښمن نه دی. د ده په نظر، تېمورشاه یو بې تجربې ځوان وو چي هیڅ ډول فوق العاده مهارت یې نه درلود. خو کله چي به د افغانستان له خوا د نوي یرغل په باره کي خبرونه راغلل نو د هغه دا عقیده به یې ردوله. بریسټو ته اطلاع رسېدلې وه چي روهیله مشر فیض الله خان تېمور شاه ته احوال لېږلی دی چي که ځان سمدستي لاهور ته ورسوي نو د ورځي به یو لک روپۍ ورکړي. د ۱۸۷۶ په نومبر کي رپوټ را ورسېدی چي که تېمور شاه، پر هند باندي د حملې په منظور، له پایتخت څخه حرکت وکړي نو د سیکهانو له سخت مقاومت سره به مخامخ سي او دی یوازي هغه وخت کولای سي د هند له ناراضیانو په تېره بیا د مغول امپراطور  سره مرسته وکړي چي سیکهان په بشپړه توګه تسلیم سوي وي. د ۱۷۷۷ د جنوري په میاشت کي بریسټو ته اطلاع ورسېده چي تېمورشاه پخپله تر اټک پوري، چي د ده د پاچهی سرحد دی راغلی دی، مګر ده ویل چي  تېمورشاه په خپله خاوره کي له خپلو خلکو سره دونه ستونزي لري چي پر هند باندي یرغل کولو ته فرصت نه سي پیدا کولای. لکه څرنګه چي یې پېش بیني سوې وه، تیمورشاه په ۱۷۷۷ کال کي پر هند باندي د حملې کولو فرصت پیدا نه کړ.

خو د ۱۷۷۸ کال په مارچ کي د اَوَد د نواب په دربار کي د انګرېزانو استازي میډلټن رپوټ ورکړ چي شاه عالم ته د تیمورشاه سفیر جبارخان راغلی دی او د خپل پاچا له لوري یې هغه ته پیغام ورکړی دی چي په پنجاب کي د سیکهانو د ځپلو لپاره د ډهلي د پاچا ډیري مرستي ته اړتیا لري. ده ته دغه ډول اطلاع رسېدلې وه چي د تیمورشاه جنرال بهرو خان او مدد خان، چي مخکي یې د ملتان د اشغالولو لپاره حمله کړې وه، د سیکهانو له لاسه ډېره سخته ماته خوړلې ده. د انګرېزانو دغه استازي خپل ټول وس کړی وو چي د شاه عالم له دربار څخه د تیمورشاه د حرکاتو او نیتونو په باب کره اطلاعات ترلاسه کړي. ده ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي د افغانستان قواوو سیکهانو ته ډېره سخته ماته ورکړې ده او د تیمورشاه جنرالان له کابل څخه د تازه دمه قواوو په انتظار دي. دې تازه اطلاعاتو د کمپنی مقامات په دې عقیده کړل چي افغانان له سیکهانو سره په جګړو لګیا دي او ميډلټن ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي  تیمورشاه د یوه لوی لښکر سره پخپله د هند پر لور را روان دی. میډلټن په دې عقیده وو چي، که دا رپوټ سم هم وي، تیمورشاه د سیکهانو له سیمي څخه د تېرېدلو توان نه لري. ميډلټن هم، د ګورنرجنرال په څېر، په دې عقیده وو چي سیکهان، پر هند باندي د حملې په لاره کي، د تیمورشاه په مخ کي یو جدي خنډ دی.  دغه علت وو چي تیمورشاه د مرهټیانو مشرانو ټوکوجي هولکر  او مهاجي سیندیا ته پرله پسې خواستونه کړي وه چي د سیکهانو په مقابل کي ورسره یو سي. د مرهټیانو په کمپ کي د ګورنرجنرال لپاره خبرلیکونکي دا رپوټونه تایید کړل چي مرهټه مشرانو ته اطلاعات رسېدلي دي چي مغول امپراطور شاه عالم تیمورشاه ته، پر هند باندي د حملې کولو، بلنه ورکړې ده او تیمورشاه له دوی څخه غوښتي دي چي د سیکهانو په ځپلو کي له هغه مرسته وکړي. دغو اطلاعاتو په هند کي له انګرېز مقاماتو سره  اندېښنه پیدا کړه او له دغه امله یې په ۱۷۷۹ کال کي د راجا مدوجي بونسال سره، د افغانستان د پاچا د یرغلونو د مخنیوي لپاره، د دوستی یو دایمي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون اوومه ماده وايي چي که راجا، د انګرېزانو په مرسته، له افغانانو سره جګړه کوله نو له جګړې څخه وروسته به لاسته راغلي غنیمتونه، که شته مني وي او که مځکه وي، د انګرېزانو او د راجا ترمنځ په مساوي توګه وېشل کیږي. دغه تړون ښايي پر افغانانو باندي، چي په خپله خاوره کي په جنجالونو لګیا وه، ښه اغېزه کړې وي. دا ښايي لومړی ځل وو چي انګرېزانو د تیمورشاه د تهدیدونو په مقابل کي یو ټاکلی ګام پورته کړ. 

د ۱۷۸۰ کال په سر کي یو ځل بیا ډېره ټینګه اوازه سوه چي تیمورشاه له یوې لويي قوې سره پېښور ته رسېدلی دی او له سیکهانو څخه یې غوښتي دي چي ملتان افغانانو ته تسلیم کړي. مګر دې اقدام پر سیکهانو باندي هیڅ اغېزه نه ده کړې  نو ځکه تیمورشاه خپل یو مهم جنرال زنګي خان له یوه لوی لښکرسره ور استولی دی. انګرېزانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي سیکهانو په دوو جنګونو کي سخته ماته خوړلې ده. افغانانو ملتان ونیوی او انګرېزان په دې خبره یقیني سول چي تیمور شاه به وروسته پر ډهلي باندي یرغل کوي. مګر وارن هیسټینګ ته رپوت ورسېدی چي سیکهان په ملتان کي پر افغانانو باندي له هري خوا حملې کوي. دې پیښي ګورنرجنرال ته اطمینان ورکړ چي سیکهان نه ماتېدونکی قوت دی او که تیمورشاه له پنجاب څخه تیریږي نو له ډېرو لویو ستونزو سره به مخامخ سي. دا خبره هغه وخت یقیني سوه چي تیمورشاه، مظفر خان په ملتان کي د ګورنر په حیث مقرکړ او، د خپل پایتخت پر لور روان سو. وروسته دا اطلاعات هغه وخت تایید سول چي د بیرار د راجا  دربار وویل چي له ملتان څخه د افغانستان د پاچا له پرشا کېدلو سره مرهټیانو د هغه پر پولو باندي خپل کنټرول ټینګ کړی دی. مګر د ۱۷۸۰ کال په پای کي انګرېزانو ته رپوټ ورسېدی چي تیمورشاه د بهاولپور پر مشر بهاول خان باندي، چي د افغانستان حکومت ته یې مالیه نه وه ورکړې، حمله کړې ده. بهاول خان له تیمورشاه سره په جنګ کي  بشپړه ماته خوړلې وه. 

په بهاولپور کي د تیمور حضور له انګرېزانو سره اندېښنه پیدا کړه او په دې فکر کي سول چي تیمورشاه لکه چي د هند پر لور پرمختګ په نیت کي لري. دوی ته خبر ورسېدی چي تیمورشاه، نجف خان، ضابطه خان، د جمو راجا او مظفر خان ته لیکونه لېږلي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چي د ده د پوځ لپاره، چي د هند پر لور به حرکت کوي، ضروري مواد برابر کړي. دغه راز سیکه مشرانو ته هم اطلاع رسېدلې وه چي تیمور شاه د ډهلي پر لور د پرمختګ خیال لري. تیمورشاه عملا د هند پر لور حرکت پیل کړ او د سند یوه امیر غلام علي لیتي ته یې، د پنځه لسو لکو روپیو مالیاتو د نه ورکولوله امله، سزا ورکړه. مګر دا نه شاه عالم او نه انګرېزانو ته معلومه وه چي تیمور شاه به د هند په خاوره کي تر کومه ځایه پرمختګ کوي. خو انګرېزان دومره خبر سول چي په ډهلي کي د تیمورشاه استازي کابل ته د ضروري موادو په باره کي خبر ورکړی وو. همدغه استازي سیدشاه عبدالله تیمورشاه ته اطلاع ورکړې وه چي د هند ځیني مشران غواړي چي له ده سره دوستانه اتحاد ولري. مګر تیمورشاه، د سیکهانو د سخت فشار له امله، له پېښور څخه کابل ته روان سو. کابل ته د تیمورشاه ناڅاپي روانېدل له پخوا څخه هم پېش بیني سوي وه او دغه علت وو چي پر سند باندي د هغه حمله له انګرېزانو سره ډېره اندېښنه نه وه پیدا کړې.

تر دې وخته پوري انګرېزانو د ختیځ هند په سیاسي چارو کي ډېر زیات کنټرول ترلاسه کړی وو او دوی د همدغه سیاسي جاه طلبی په اساس دې ته اړ وه چي د شاه عالم حرکات تر څارني لاندي ونیسي او د افغانستان له پاچا سره د هغه پرله پسې تماسونو د انګرېزانو سره جدي اندېښنه پیدا کړې وه. انګرېزان په دې ښه خبر ول چي تیمورشاه په نظر کي لري چي په نوي ډهلي کي د شاه عالم سره وګوري او دوی په همدغه وخت کي په دې هم پوهېدل چي سیکهان به هغه ته اجازه ورنه کړي چي د هغوی په خاوره کي بېغمه تېر سي. وارن هیسټینګ ته ډېر ژر د تیمورشاه یو لیک ورسېدی او غوښتنه یې کړې وه چي د ده دربار ته یو استازی ولېږي چي هغه د خپلو نیتونو په باب خبري ورسره وکړي او اطمینان یې ورکړی وو چي د دوی له استازي سره به د هغه له شانه سره مناسب سلوک وسي. مګر هیسټینګ هغه ته په دې باره کي ځکه جواب ورنه کړ چي هغه په ۱۷۸۱ کال کي له وخته د هغه دربارته خپل استازی غلام نقشبند خان استولی وو. هغه استازي د وخته د ګورنرجنرال پیغام کابل ته رسولی وو؛ په هغه پیغام کي یې د هند مغول امپرطور ته د انګرېزانو بشپړه وفاداري څرګنده کړې وه او د تیمورشاه درباریانو یې ښه هرکلی کړی وو. ګورنرجنرال ته د تیمورشاه جواب هم رسېدلی وو چي په هغه کي یې خپل اخلاص او ښه نیت ښودلی وو. په دې توګه نو د ګورنرجنرال استازی په خپل کار کي بریالی سوی وو او هغه دا چي پر تیمورشاه باندي یې ښه اغېزه کړې وه او د هغه درباریان یې هم په دې قانع کړي وه چي انګرېزان د مغولو داعیې ته ښه نیت لري. وارن هیسټینګ په دې عقیده وو چي تر څو پوري سیکهان په بشپړه توګه ځپل سوي نه وي تیمورشاه به د مغول امپراطور سره هیڅ مرسته ونه کړای سي.

تیمورشاه له خپلو ټولو ستونزو سره سره د ۱۷۸۵ کال د ډسمبر په میاشت کي د هند پر لور مارش وکړ. او د ده د زوی  شهزاده همایون تر قوماندې لاندي یې یو لوی شل زره کسیز پوځ روان کړ. همایون تر اباسین واوښت او په نظر کي یې درلودل چي د مرهټیانو په تېره بیا مهاجي سیندیا غوږونه تاو کړي. د انګرېزانو استازي انډرسن، ګورنرجنرال ته، د دغه لښکر د شمېر په برخه کي، د ۱۷۸۵ کال د ډسمبر پر یوویشتمه،  کره اطلاعات ورکړل. هغه په خپل رپوټ کي ولیکل چي دا به د تیمور شاه لپاره ډېره ګرانه وي چي خپل پوځ دي هند ته ورسوي ځکه چي د هغه په مقابل کي، په لاهور کي، د سیکهانو یو منظم قوت پروت دی او دی به مجبور وي چي له هغوی سره یا جګړه وکړي او یا جوړه ورسره وکړي. انډرسن دغه راز په دې عقیده وو چي د دغه پوځ هدف یوازي د کشمیر ګورنر دی چی د ده د پاچهی په مقابل کي یې بغاوت کړی دی. مګر انګرېزان ډېر ژر خبر سول چي تیمورشاه د آزاد خان مقاومت ځپلی او د هغه پر ځای یې نوی ګورنر ټاکلی دی او کابل ته ستون سوی دی. دوی دغه راز په دې خبر سول چي د اوړي د موسم را رسېدلو هم تیمورشاه ته دا اجازه نه ورکوله چي په دې سیمه کي ډېر پاته سي. تیمورشاه غوښتل چي شهزاده همایون  ډهلي ته واستوي مګر د سیکهانو د مقاومت له وجي یې دا کار ونه سو کړای.

 تیمورشاه کابل ته له ستنېدلو څخه وروسته، وارن هیسټینګ ته ولیکل چي زه  ستاسي  دوست یم خو زموږ اوستاسي په منځ کي داسي مستقل قوتونه پراته دي چي د منظم تماس د ټینګولو امکان له منځه وړي او موږ نه سو کولای چي د دواړو خواو د علاقې وړ موضوعاتو باندي له یوه بل سره مکاتبه وکړو. کله چي وارن هیسټینګ ته دا پیغام ورسېدی نو هغه په جواب کي ورته ولیکل چي ګورنرجنرال او د شرق الهند کمپنی د کورن والیس تر ریاست لاندي کار کوي.

د مغولو په امپراطوري کي سیاسي حرکات په چټکی سره روان وه او انګرېزانو یې په پټه خوله تماشه کوله. دوهم شاه عالم په حقیقت کي د مهاجي سیندیا غلام وو او درباریانو تیمورشاه ته بلني ورکولې چي ډهلي ته ورسي او د شاه عالم پر ځای باندي یا د مغولو له خاندان او یا د درانیو له کورنۍ څخه یو لایق او فعال شهزاده کښېنوي. ضمنا روهیله مشر غلام قادرخان په ډهلي کي دننه او له ډهلي څخه دباندي ډېرو سختو ظلمونو ته لاس اچولی وو؛ شاه عالم یې بندي کړ او ۱۷۸۸ کال د اګسټ پر لسمه یې ړوند کړ. کله چي تیمورشاه  د ډهلي له د دې پیښو څخه خبر سو نو ګورنرجنرال ته یې امر وکړ چي شاه عالم د غلام قادرخان له منګولو څخه وژغوري او پر خپل پلرني تخت باندي د شاه عالم په بیرته کښېنولو سره خپله وفاداري او اطاعت وښيي. ضمنا مهاجي سیندیا غلم قادرخان په سزا ورساوه او شاه عالم یې بیرته د ډهلي پر تخت کښېناوه. تیمورشاه ځکه فیصله وکړه چي پر مرهټیانو به حمله نه کوي او د هغوی د دغه ښه اقدام له امله یې خپله خوښي وښودله. ګورنرجنرال وروسته تیمورشاه ته په ډېره مودبانه طریقه اطلاع ورکړه چي انګرېزان شاه عالم ته وفادار دي او غلام قادر خان ته د هغه د بد عمل سزا ورکړه سوې ده. د تیمورشاه دغه زړه نازړه حرکتونو، د سیندیا په دربار کي د انګرېزانو استازی پالمر په دې خبري یقیني کړ چي په افغانستان کي بې نظمي موجوده ده او د کابل پاچا دونه پیسې او زور نه لري چي په هند کي د فتوحاتو کولو فیصله وکړي. هر وخت چي تیمورشاه پر هند باندي د لښکرکښۍ نیت کړی دی په داخل کي ستونزو د هغه مخه نیولې ده او حتی د کابل ترلاس لاندي او تابع مشرانو هم خپل مالیات پر وخت نه رسول. په دې توګه نو د هغه پوځي حرکتونه هم له داخلي او هم له خارجي ستونزو سره مخامخ ول. تیمورشاه په دغه وخت کي د سند مشران مجبور کړل چي د ده اطاعت وکړي او خپل مالیات پر وخت تحویل کړي. مګر د ترکستان د مشر شاه مراد له خوا جوړو سویو مشکلاتو د ده پلانونه ګډ وډ کړل او ډېر ژر مجبور سو چي د یاغي مشرانو د ځپلو لپاره بیرته کابل ته ستون سي. کله چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل احتمالات کم سول نو انګرېزانو ایله د آر امی ساه وایستله.

په هند کي، د تیمورشاه د یرغل له ویري، سیاسي فضا هیڅکله عادي حال ته ونه ګرځېده. د دې نتیجه دا سوه چي د هند ځینو مشرانو به هر وخت ځانونه د تیمورشاه د پلانونو او پوځي حرکاتو څخه خبر ساتل. تیمورشاه د ایران له پاچا سره په جګړه بوخت سو او په دې جګړه کي یې دریځ دونه کمزوری سو چي د هند له مشرانو څخه یې وغوښتل چي له ده سره د ایران پر ضد پوځي مرستي وکړي. کله چي د هندوستان مشرانو هغه ته جواب ورنه کړ نو ده انګرېزانو ته مکتوب واستاوه او له هغوی څخه یې د هند د سیاسي وضع په باره کي پوښتني وکړې. انګرېزانو باور نه کاوه چي تیمورشاه به کرار سي او په پټه خوله به د هند د سیاسي انکشافاتو ننداره کوي. ډېر ژر په لکنهو کي د ګورنرجنرال استازي اوټو ایفز خبر ورکړ چي د تیمورشاه استازی غلام محمدخان لکنهو ته ورغلی دی. د تیمورشاه استازي د هغه له خوا ګورنرجنرال ته یو لیک راوړی وو او اوټو ایفز له هغه سره کلکتې ته په تللو کي مرسته وکړه. په دې لیک کي یوازي ګورنرجنرال ته په ترکستان کي د تیمورشاه د بریالیو جنګونو په باره کي اطلاع ورکړه سوې وه. ګورنرجنرال تیمورشاه ته د مبارکی پیغام واستاوه او دا یې ورته لیکلي وه چي انګرېزان غواړي له افغانستان سره ښې اړیکي ولري. په انوپ سهر کي د انګرېزانو د قواوو قوماندان سټوارټ ته هم د تیمورشاه لیک ورسېدی او په هغه کي یې لیکلي وه چي ډېر ژر به په هند کي د خپلو ترلاس لاندي سیمو پر لور حرکت وکړي. ګورنرجنرال ته یو بل لیک ورسېدی او هغه پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل تهدید وګڼل سو. له دغه لیک څخه وروسته د تیمورشاه صدراعظم قاضي فیض الله خان خبرداری ورکړی وو چي تیمورشاه به د بارانونو د موسم له تېرېدلو سره سم پر هند باندي خپل یرغل پیل کړي.

د افغانستان د حکومت یو شمېر استازو پرله پسې پر هند باندي د افغانستان د پاچا د یرغل په باب اطلاعات خپرول. له غلام محمدخان څخه وروسته صبغت الله خان لکنهو ته ورسېدی او د هند مشرانو او ګورنرجنرال ته یې لیکونه راوړي وه. ده په ډېره بېصبری له ګورنرجنرال او د اَوَد د نواب وزیر څخه د جواب د ترلاسه کولو انتظار درلود. د هغه دغه تلوار  اوټو ایفز یو ډول مشکوک غوندي کړ او د مکتوبونو د کره توب په باره کي یې تحقیقات پیل کړل. ډېره ژر معلومه سوه چي هغه پخپله د ډهلي یا د هغه ښار د شاوخوا اوسېدونکی دی او ځکه نو انګرېزانو هغه ته چنداني جواب ورنه کړ. د اود نواب وزیر د اوټو ایفز په تحریک صبغت الله خان یوې غونډي ته وباله مګر ګورنرجنرال ولیکل چي دا غونډه او لیده کاته  ډېر بېځایه وه او ښايی د افغانستان او انګرېزانو موجودو دوستانه اړېکو ته تاوان ورسوي. اوټوایفز ته وویل سول چي نواب وزیر ته ووايی چي، په سیمه کي د سولي او کراری په خاطر،له تیمورشاه او د هغه له استازو سره مستقیم تماسونه ونه نیسي.

په دې پسې، د سعدالله خان په نوم، د تیمورشاه  یو بل استازی ډهلي ته ورسېدی او د ۱۷۹۰ کال د ډسمبر پر نولسمه د مغول امپراطور دربار ته ورغی. سعدالله خان هم د مهاجي سیندیا کمپ ته ورغی او د مغول امپراطور د خدمت کولو له امله یې هغه ته د تیمورشاه له خوا سروپايي ورکړه. د مرهټیانو له جنرال سره د تیمورشاه دغه تماس انګرېزان دې ته راوستل چي تیمورشاه ته یو لیک واستوي او هغه ته په داخل کي د ښورښونو د ځپلو له امله مبارکي ووايي. دوی دغه راز غلام محمدخان له قېمتي سوغاتونو سره کابل ته واستاوه. اوټوایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي د غلام محمدخان سره مرسته وکړي څو سوغاتونه په بشپړه توګه تیمورشاه ته ورسیږي. دغه راز اوټو ایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي یو باوري سړی پیدا کړي او له غلام محمدخان سره یې ملګری کړي چي د تیمورشاه د حکومت او سیاست په باب سم اطلاعات راغونډ کړي. اوټوایفز، د دغه هدایت سره سم، غلام سرور د دغه وظیفې لپاره وټاکی او له غلام محمدخان سره یې کابل ته واستاوه. غلام سرور له کابل څخه د تیمورشاه د حکومت په باب ډېر ارزښتناک اطلاعات را غونډ کړل. د دې علت دا وو چي په اینده کي پر اَوَد باندي د تیمورشاه د هر ډول یرغل په برخه کي تیاری ونیول سي ځکه چي اّوّد په هغه وخت کي د افغانستان او هند ترمنځ حایله سیمه ګڼله کېدله.

د ۱۷۹۱ کال د جولای په میاشت کي اوټوایفز ګورنر جنرال جان شور ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه پر هند باندي د یرغل لپاره تیاری کوي او احتمال لري چي د ده زوی همایون هم ورسره ملګری وي. پالمر هم ګورنرجنرال ته خبر ور کړ چي د مغولو یو شهزاده احسان بخت د متحدینو د پیدا کولو لپاره افغانستان ته تښتېدلی دی. داسي ښکارېدله چي مرهټیان هم دي اطلاعاتو وارخطا کړي وي. وروسته معلومه سوه چي تیمورشاه شهزاده احسان بخت ته هدایت ورکړی وو چي په پېښور کي پاته سي او هغه ته یې اطمینان ورکړی وو چي ډېره زیاته مرسته به ورسره وکړي. تیمورشاه دغه راز هغه ته د ځینو علاقو مالیات د دې لپاره ور کړي وه چي د پوځ په جوړولو یې ولګوي او وروسته یې لس زره پوځیان ورکړي وه څو د سیکهانو قوت وځپلای سي. اوټو ایفز ته دا هم معلومه سوه چي تیمورشاه له شهزاده سره ژمنه کړې وه چي د هندوستان پر تخت به یې کښېنوي. شهزاده په لکنهو کي د انګرېزانو استازي ته اطلاع ورکړه چي دی به له تیمورشاه سره یو ځای هغه علاقې ته ورځي او د هندوستان مشرانو او واکمنانو ته به انعامونه او مقامونه ورکوي او بیا به د چارو اداره هغه ته سپاري.

بل مغول شهزاده، میرزاسلیمان شکوه خپل یو استازی د تیمورشاه دربار ته واستاوه خو له هغه سره تیمورشاه د مرستي ژمنه ونه کړه. اوټو ایفز ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي شهزاده احسان بخت به له یوه لوی پوځ سره ډېر ژر هندوستان ته ورسیږي. د ۱۷۹۲ کال د فبروري په میاشت کي، شهزاده احسان بخت د اباسین له څنډي سره نیژدې، سیکهانو ته ماته ورکړه. ضمنا په کابل کي د سیندیا استازي د مرهټیانوپه برخه کي  د تیمورشاه د ښه نیت په څرګندولو بریالي سوی ول. مګر د انګرېزانو ټولو اطلاعاتو ویل چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل آوازي غلطي دي. غلام محمدخان له بهاولپور څخه اطلاع ورکړه چي د تیمورشاه په قلمرو کي جدي بې نظمي راغلې ده. کله چي غلام محمد په بهاولپور کي د ګورنرجنرال امر ته منتظر ناست وو، د تیمورشاه له وفات څخه خبر سو. ده سمدستي دا اطلاع ګورنرجنرال ته ورکړه او هغه ورته وویل چي ډېر ژر لکنهو ته ولاړ سي ځکه چي په افغانستان کي حالات څرګند نه دي. مګر د بهاولپور نواب هغه پنځه څلوېښت ورځي معطل کړ او په دغه وخت کي زمان شاه د کابل تخت نیولی وو او ده د بهاولپور نواب ته وویل چي په افغانستان کي سوله ټینګه سوې ده. کله چي ګورنرجنرال ته دا ښه معلومه سوه چي په افغانستان کي حالات عادي سوي دي نو غلام محمدخان ته یې هدایت ورکړ چي د افغانستان د نوي پاچا دربار ته سوغاتونه یوسي. د تیمورشاه پر ځای د هغه پنځم زوی کښېنستی او هغه خپل ځان د افغانستان نوی پاچا اعلان کړ. انتظار کېدی چي انګرېز ګورنرجنرال د افغانستان له نوي پاچا سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي مګر وروسته داسي پیښي منځته راغلې چي ګورنرجنرال یې مأیوس کړ.

د افغانستان نوی پاچا د تقریبا دوو کالو لپاره د خپل قدرت په استحکام او داخلي ناکراریو په په کرارولو لګیا وو. غلام محمدخان او غلام سرور، چي مخکپي د کابل دربار ته تللی وو، ګورنرجنرال ته د زمانشاه د پاچا کېدلو د جریان په باب رپوټونه ورکړل مګر وروسته یې ورته ولیکل چي هغه د خپلو وروڼو ښورښ ځپلی دی. دوی له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي نوي پاچا ته دوه لیکونه واستوي چي یو یې د هغه د پاچاکېدلو مبارکي او په بل کي یې هغه ته د پلار د وفات د وفات تسلیت ویل سوی وي، څو په دې توګه د افغانستان او انګرېزانو ترمنځ دوستانه اړیکي دوام وکړي. ګورنر جنرال هم زمانشاه ته دوه لیکونه واستول. ضمنا غلام سرور د ۱۷۹۵ کال د فبروري په میاشت کي له افغانستان څخه را ستون سو او د زمان شاه د دربار په باره کي ډېر مفصل رپوټ ورکړ چي ټول اړخونه یې په نظر کي نیولي وه. له هغه وخته چي غلام سرور د مغولو له شاهي کورنۍ او د قبیلوي مشرانو او خانانو سره د زمانشاه د اړیکو په باره کي رپوټ ورکړ نو د انګرېزانو د سیاسیونو جدی توجه یې وراړولې وه او د غلام سرور رپوټ هغوی ته د زمانشاه سره د اړېکو او له هغه سره د سلوک د څرنګه والي په برخه کي ښه لاره روښانه کړه. اوس نو دا ښه څرګنده وه چي زمانشاه د هندوستان په برخه کي د خپل نیکه احمدشاه ابدالي نقشې لري. د شور او ویلسلي د ګورنرجنرالیو په وخت کي، د هند پر لور د زمانشاه د مارشونو  کوښښونو  تر ډیرو کلونو پوري اندېښنې پیدا کړي وې. نور نو د انګرېزانو لپاره دا لازمه وه چي د اَوَد پر سرحد باندي کافي پوځي قوه ولري او ایران ته دوه سیاسي هیاتونه واستوي.

ټولو منابعو دا خبر تایید کړ چي پر هند باندي د زمانشاه لومړنی یرغل د ۱۷۹۵ کال په پای کي پیل سو. حتی هغو منابعو چي د انګرېز کمپنی ته یې رپوټ ورکاوه په دې برخه کي اطلاع نه درلوده چي زمانشاه پر هندوستان باندي د یرغل کولو لپاره څه منابع او وسایل لري او یوازي یې د مغولو د بې وزلي او معیوب امپراطور شاه عالم سره د هغه د نیژدې اړېکو په باره کي رپوټونه ورکول. انګرېزان د کابل دربار ته د مغولو د پاچا په درخواستونو ښه خبر وه او په دې پوهېدل چي مغول امپراطور غواړي چي شهزاده اکبرشاه د خپل ولیعهد په توګه وټاکي. زمانشاه، د شهزاده احسان بخت د پرله پسې درخواستونو سره سره شهزاده اکبر په رسمیت پېژندلی وو. د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ یوه بل ته د ښځو د ورکولو په باره کي هم خبري سوي وې. ګورنر جنرال په دې خبروو چي شاه عالم له زمانشاه سره خپله دوستي نه پټوی او هغه ته یې بلنه ورکړې ده چي په هند کي د مغولو له لاسه تللی اقتدار او عزت بیرته اعاده کړي. مګر دلته یوه نوې خبره بله پېښه سوه چي د انګرېزانو کمپنی یې ډېره واخطا کړه. د میسور سلطان ټیپو زمانشاه ته لیکلي وه چي له  انګرېزانو سره جهاد پیل کړي ځکه چي د انګرېزانو د طاقت زیاتېدل او پر هند باندي د هغوی سلطه د خدای د مخلوق لپاره د شر منبع ده. په دې توګه نو د زمانشاه حرکت ډېر جدي او خطرناک ماهیت درلود او انګرېزانو سترګي نه سوای ور باندي پټولای او انګرېزانو د دې راتلونکي خطر سره د مقابلې لپاره تیاری پیل کړ.

د ۱۷۹۵ کال د مي د میاشتي پر اوومه ویلیم پالمر ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي زمانشاه پر هند باندي د حملې کولو جدی نیت لري او د دې حملې لپاره یې لويه تیاري نیولې ده. ګورنرجنرال د دې اطلاع له اورېدلو سره په لکنهو کی خپل استازي ته سمدستي وویل چي د اَوَد له نواب وزیر څخه معلومات ترلاسه کړي چي هلته د زمانشاه د حملې په باب رپوټونه رسېدلي دي کنه. دانګرېزانو لپاره اله اباد ستر ستراتیژیک اهمیت درلود ځکه چي دا داسي مرکزي ځای وو چي له هغه ځایه څخه د نواب وزیر د علاقې امنیت ساتل کېدلای سوای. دغه راز په کانپور او فتح ګهړ کي د انګرېزانو پوځونو ته وویل سول چي تیار سی اوسي. مګر زمانشاه یوازي د ۱۷۹۶ کال په پیل کي حرکت پیل کولای سوای. دی اټک ته د ۱۵۰ زرو قواوو سره ورسېدی او د دې قواوو یوه برخه د اباسین څخه د تېرېدلو په درشل کي وه. د افغانانو  دې قوې چټک حرکت د انګرېزانو په زړونو کي وېره واچوله ځکه چي د زمانشاه په مقابل کي د سیکهانو مشران بې اتفاقه وه او د بې اتفاقو سیکهانو لپاره د دونه لوي پوځ سره مقابله کول څه اسانه خبره نه وه. انګرېزانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي د شاه زمان وکیل غلام محمد د دوهم شاه عالم دربار ته رسېدلی دی. وکیل له ځان سره د شاه عالم، میرزا اکبرشاه، د جنوبي هند مشرانو، د اود نواب وزیر او د انګرېزانو د ګورنرجنرال لپاره لیکونه ورسره راوړي وه. له دغو لیکونو څخه د زمانشاه نیت په ښه توګه څرګند سوی وو، چی هغه غواړي د هند پر لور پرمختګ وکړي او له ټولو څخه یې غوښتي وه چي له ده څخه وېره ونه کړي او د هغه د درناوي لپاره لاهور ته ورسي. وکیل دغه راز وویل چي هندوان باید په دې پوه سي چي هغوی ته به څوک تاوان ونه رسوي او هیڅوک دي له خپلو کورونو او جایدادونو څخه نه بې ځایه کیږي. ګورنرجنرال دې اطلاعاتو ته چنداني اهمیت ورنه کړ ځکه چي ده فکر کاوه چي تر څو پوري په بشپړه توګه ځپل سوي نه وي د کابل واکمن به تر هغه وخته پوري پر هند باندي د حملې کولو توان ونه لري. حتی که زمانشاه پر هند باندي په حملې کولو بریالی هم سي د ډهلي څخه په لاسته راوړو پیسو او شته منیو به د خپل پوځ لګښتونه پوره نه کړي. پالمر ته ویل سوي وه چي د مرهټیانو له جنرالانو سره خبري وکړي او د هغوی دریځ ځانته معلوم کړي. په دې توګه نو د زمانشاه د پوځي حرکاتو په باره کي د معلوماتو په ترلاسه کولو کي ډېر لوی ځنډ راتلی او شور په لکنهوکي د برټانیې استازي لمسډن ته هدایت ورکړ چي هرکله زمانشاه په پنجاب کي را ښکاره سي دی باید سمدستي د پوځونو د اعلی قوماندان  سره تماس ونیسي او د انګرېزي پوځونو او د نواب وزیر د پوځونو تر منځ پوځي حرکات تنظیم کړي. لمسډن ته ویل سوي وه چي د دغه کار لپار ه تازه دمه عسکر استخدام کړي چي هغه عملیات شنډ کړي چي په هغه ایالت کي د انګرېزانو پوځي ترتیبات اخلالوي. لمسډن ته ویل سوي وه چي نواب وزیر ته ووايي چي که احیاناً زمانشاه له سیکهانو سره روغه جوړه وکړي نو ده باید خپل پوځیان را غونډ کړي وي چي د انګرېزانو له پوځي قواوو سره یو ځای کېدلو ته تیار وي. لمسډن باید دغه راز د نواب وزیر له وزیر الماس علي خان څخه غوښتي وای چي خپل پوځیان تیار سی وساتي څو له انګرېزي پوځیانو سره یې په یو ځای کېدلو کي ځنډ رانه سي. دا احتیاطي اقدامات تر هغه وخته لازم وه چي زمانشاه پر هند باندي د یرغل کولو له نیت څخه لاس اخیستی نه وای.

ضمناً پالمر د زمانشاه د عملیاتو په باره کي معلومات راغونډ کړل. دی خبر سو چي زمانشاه شل زره پوځیان پېښور ته لېږلي دي او د دې پوځ یوه برخه د اباسین لوېدیځي غاړي ته رسېدلي دي. دغه پوځ پر اباسین باندي د کښتیو د یوه پله په جوړولو لګیا وو چي ملتان ته تېر سي. دغه اطلاعاتو ګورنرجنرال ځکه وارخطا کړ چي هغه ته مخکي اطلاع رسېدلې وه چي زمانشاه په یوه لیک کي شاه عالم ته ویلي وه چي په نیت کي لري چي هغه بڼ له بد نیتو او مردارو غاصبینو څخه پاک کړي. ګورنرجنرال دغه راز پالمر ته هدایت ورکړی وو چي د افغانستان له پاچا سره شخصا کتلو ته تیاری ونیسي او دا معلومه کړي چي هغه څونه مالي منابع لري او د هندوستان پر لور له پرمختګ څخه یې مطلب څه دی. پالمر وویل چي هر کله د ګورنرجنرال له خوا لازمي اعتبارنامې ورته ورسیږي هغه د افغانستان له پاچا سره کتلو ته تیار دی.

پر دې برسېره له مرهټي جنرالانو، په تېره بیا له دولت راو سیندیا سره د زمانشاه د یرغل په باب ډېره سخته اندېښنه موجوده وه. دوی پالمر ته وویل چي پر ګورنرجنرال باندي فشار واچوي چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل په صورت کي له مرهټیانو سره مرستي وکړي. مګر ګورنرجنرال غوښتل چي په دې مسله کي بېطرفي غوره کړي ځکه چي ده نه غوښتل ځان د مرهټیانو په ستونزو کي لتاړ کړي. ګورنرجنرال دغه رارز پالمر ته وویل چي هغوی غواړي په دې توګه د ا معلومه کړي چي انګرېزان په اوس حال کي څه غواړي. مګر کله چي د مرهټیانو جنرالانو پر خپلو غوښتنو باندي ډېر ټینګار وکړ نو ګورنرجنرال هم مجبور سو چي په دغه برخه کي پر خپل دریځ باندي له سره غور وکړي. ده وویل هر کله که دی په دې پوه سو چي زمانشاه ځان اټک او یا ملتان ته رسولای سي نو له مرهټیانو سره مرستي ته تیار دی. خو پالمر دې خبري ته چنداني اهمیت نه ورکاوه چي زمانشاه به لاهور ته د رسېدلو امکانات ولري او یا دي د لاهور د فتح کولو خطرناکي پروژې ته اوږه ورکړي. ده ویل که چیري سیکه مشران د هند پر لور د شاه زمان د پرمختګ په مخ کي خنډونه  ایجاد کړي نو یوازي هغه وخت به دا ومني چي د سیکه مشران له سخت خطر سره مخامخ دي. مګر زمانشاه د ایران د تحریکاتو له امله را پیدا سویو ناکراریو په خاموشولو لګیا سو او له کابل څخه را ونه ووت.

پالمر، چي د زمانشاه د حرکاتو او نیتونو په باب معلومات ورڅخه غوښتل سوي وه، ویل چي د زمانشاه استازي د میسور ټیپو سلطان ته پیغام ورکړی دی چي زمانشاه، د حالاتو د مساعدېدلو سره، پر لاهور باندي د حملې کولو ټینګ نیت کړی دی. لمسډن هم رپوټ ورکړ چي که زمانشاه د هند پر لور حرکت وکړي نو روهیله پښتانه به هم د هغه تر بیرغ لاندي را ټول سي. د دغه ډول خرابو رپوټونو او تحلیلونو په ترڅ کي، پالمر رپوټ ورکړ چي زمانشاه د وخته له کابل څخه د پېښور پر لور خوځېدلی دی. دا رپوټونه تایید سول او معلومه سوه چي زمانشاه له پېښور څخه را تېر سوی دی. ځکه نو پالمر ګورنرجنرال ته وویل چي ده ته لازمه  اعتماد نامه ورکړي چي له زمانشاه سره وګوري. پالمر ته اعتماد نامه ورکړه سوه اوګورنرجنرال ورته وویل چي هرکله زمانشاه هغي سیمي در نیژدې سو نو دوستانه لیدنه کتنه ورسره وکړي. د افغانانو او سیکهانو ترمنځ نښتي وسوې او په سیکهانو کي د رنجیټ سینګه په نوم یو نوی مشر پیدا سوی وو او هغه له ټولو سیکه مشرانو څخه غوښتي وه چي د زمانشاه په مقابل کي منظم او مشترک عملیات وکړي. مګر رنجیټ سینګه وروسته له زمانشاه سره په نښته کي ماته وکړه.

ګورنرجنرال وضع خطرناکه وبلله. د رنجیټ سینګه ماتېدلو او له زمانشاه سره د هغه د ملګري کېدلو احتمال لمسډن په دې عقیده کړ چی د زمانشاه پر ضد باید عاجل اقدام وسي. له دې وضع سره د مقابلې لپاره دا ضروري وبلله سوه چي انګرېزي پوځیان باید د نواب وزیر له پوځونو سره نیژدې همکاري وکړي. مګر د دغه راز یوه اتحاد د جوړولو په لاره کي عملي ستونزي موجودي وې ځکه چي له دغه ډول اتحاد سره د نواب وزیر په دربار کي د هغه بې کفایته وزیر ډېر سخت مخالف وو دغه علت وو چي دا پېشنهاد سوی اتحاد عملي کېدلای نه سوای. تر څو چي د اَوَد حکومت د یوه باکفایته وزیر لاسته لوېدلی نه وای تر هغه وخته پوري دغه اتحاد ممکن نه وو. ضمناً زمانشاه ډېر چټک پرمختګ کاوه او په ځینو ځایونو کي خو سیکهانو له جنګه پرته میدان پرې ایښی وو. ګورنرجنرال په دې عقیده وو چي سیکهان به زمانشاه ته اجازه ورنه کړي چي د دوی سیمه دي ونیسي. دغه راز لمسډون هم فکر کاوه چي د دغه اوسني یرغل هدف یوازي د سیکهانو د زور او مقاومت معلومول دي.

پالمر له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي ده ته اجازه ورکړي چي له لاهور څخه د زمانشاه  د تېرېدلو په صورت کي د هغه مخته ورسي او ملاقات ورسره وکړي. انګرېزان په قطعي توګه د زمانشاه په نیتونو نه پوهېدل ځکه یې نو د هغه د نیت د معلومولو لپاره خپلو استخباراتي فعالیتونو ته زور ورکړی وو. پالمر ډېر ژر خبر سو چي زمانشاه تر اټک را اوښتی دی او د هغه پوځیان په منظمه توګه له سیند څخه تیریږي. وضع د اندېښنې وړ وه او ګورنرجنرال په کانپور کي پرتو پوځیانو ته امر وکړ چي د کنوج پر لور پرمختګ وکړي او جنرال پوفم ته امر وسو چي د الله آباد پر لور وخوځیږي. ګورنرجنرال لمسډن ته وویل چي پر نواب وزیر باندي زور واچوي چي د الله اباد قلعه د موقتي وخت لپاره د انګرېزانو په واک کي ورکړي. مګر نواب وزیر وویل چي له دې اقدام سره د هغی سیمي خانان او اوسېدونکي مخالفت کوي نو ځکه اجازه نه سي ورکولای. ګورنرجنرال ټول احتیاطي اقدامات وکړل مګر دی اوس هم په دې عقیده وو چي زمانشاه غواړي په پنجاب کي خپل واک ټینګ کړي او سیکهان به د هغه د دې کار په مقابل کي ډېر سخت خنډ ایجاد کړي او هغه به له پنجاب څخه تېرېدلو ته پرې نه ږدي. حتی که زمانشاه په پنجاب کي خپل واک ټینګ هم کړي خو د خپل دغه واک د استحکام لپاره به ډېر وخت ته ضرورت ولري. ده د هند پر لور د زمانشاه د عاجل او سمدستي پرمختګ امکانات نه لیدل ځکه چي افغانانو معمولاً د کال په ساړه موسم کي یرغلونه کول. 

پالمر ډېر ژر رپوټ ورکړ چي د زمانشاه پوځونه له جیهلم څخه تېر سوي دي او د ده د وزیر تر قوماندې لاندي یوه برخه پوځونه د چناب د سیند پر غاړه پراته دي. پالمر غوښتل زمانشاه ته یو لیک واستوي او هغه ته د انګرېزانو دوستانه احساسات وښيي. ضمنا د حافظ رحمت خان زوی محبوب خان د انګرېزانو او زمانشاه ترمنځ د دوستانه اړیکو د ټینګولو په لاره کي خپله همکاري وښودله. پالمر د روهیله افغانانو له خوا دغه ډول پېشنهاد ته زړه نه ښه کاوه. او کله چي زمانشاه ته د ټیپو له پیغامونو څخه خبر سو نو له زمانشاه سره  د تماس نیولو له مفکوري حخه بیخي تېر سو. ده فکر کاوه چي ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍په دغه صورت کي نو زمانشاه ته د لیک او هیات لېږل د انګرېزانو حیثیت او اعتبار ته صدمه رسوي. انګرېزانو فیصله وکړه چي د افغانانو له خطر سره د مقابلې لپاره پخپله تیاری ونیسي.

کله چي پالمر ته معلومه سوه چي وضع خطرناکه کیږي نو پېشنهاد یې وکړ چي د زمانشاه له خطر سره د مقابلې لاره دا ده چي له مرهټیانو سره همکاري وکړو او په ګډه د دې خطر مخه ونیسو.مګر ګورنرجنرال دا پېشنهاد رد کړ ځکه چي هغه د نواب وزیر سره د نیژدې همکاری طرفدار وو. مګر کله چي مرهټیانو ته د ګورنرجنرال نظر معلوم سو نو هغوی له پالمر څخه وغوښتل چي د هغو اقداماتو په باب معلومات ورکړي چي د زمانشاه په مقابل کي به یې د نواب وزیر سره په ګډه کوي. پالمر هغوی ته اطمینان ورکړ چي انګرېزان به هم د دوی او هم د نواب وزیر د قلمرو څخه د دفاع کولو او ساتلو کي برخه واخلي. انګرېزانو له نواب وزیر سره لاسونه یو کړل او په دې توګه  د مرهټیانو جنرالان له ګورنرجنرال څخه مأیوس او خواشیني سول.

د ګورنرجنرال له آرزو سره سم د نواب وزیر سره تماسونه ټینګ سول او هغه ته وویل سول چي خپل قلمرو ته د زمانشاه د پوځونو د نیژدې کېدلو په صورت کي خپل پوځونه عملیاتو ته تیار کړي. خو نواب وزیر انګرېزانو ته د الله آباد د قلا له سپارلو سره چنداني موافقه نه درلوده او له دې عمل څخه یې کرکه کوله. لمسډن ښايی د ده په غوښتنه له ګورنرجنرال څخه غوښتي وي چي د انګلسیانو پوځیان دي له قلا څخه دباندي ځاي پر ځای کړه سي. ګورنر جنرال لمسډن ته امر وکړ چي د الله آباد قلا ونیسي او نواب وزیر ته په هره توګه چي کیږي قناعت ورکړي. که څه هم چي نواب وزیر، د انګرېزانو له خوا، په موقتي توګه، د الله آباد د قلا د نیول کېدلو سره مخالف وو خو انګرېزانو هغه ته اطمیان ورکړ چي هر کله د زمانشاه د یرغل خطر لیري سو نو دوی به هم قلا بیرته ورته خوشي کوي. ګورنر جنرال په نظر کي درلودل چي د نواب وزیر د قناعت لپاره پخپله لکنهو ته سفر وکړي او هغه ته ووايی چي د هغي سیمي او د انګرېزانو تر کنټرول لاندي سیمو په ساتلو کي له انګرېزانو سره همکاري وکړي.

په داسي حال کي چي دا مذاکرات روان وه، داسي رپوټونه را ورسېدل چي زمانشاه خپل ځان په لاهور کي ټینګ کړی، سیکهانو ته یې ماته ورکړې او د ډهلي پر لور یې پرمختګ پیل کړی دی. پالمر رپوت ورکړ چي دوهم شاه عالم، شهزاده اکبرشاه او د رامپور روهیله پښتنو د ډهلي پر لور د زمانشاه د حرکت هرکلی کړی دی او ژمنه یې کړې ده چي هر کله زمانشاه د ډهلي شاوخوا ته را ورسیږي نو له هغه سره به همکاري وکړي. دغه راز د بلخ او بخارا واکمنانو هم زمانشاه په هند کي د مسلمانانو د واکمنی بیرته اعاده کولو ته تشویق کړ. پالمر ګورنر جنرال ته رپوټ ورکړ چي احتمال لري زمانشاه په تاوده موسم کي هم په هند کي پوځي عملیات پیل کړي.

ټولو دغو اطلاعاتو په هند کي د مرهټه جنرالانو سره یوه ژوره اندېښنه پیدا کړه او هغوي پالمر ته پېشنهاد وکړ چي، هند ته د زمانشاه د تهدید د مخنیوي لپاره، د جمنا د سیند په لوېدیځ کي د انګرېزانو او مرهټیانو د پوځونو تر منځ همکاري ضروري ده. پالمر په دې پوهېدی چي دغه راز یو اتحاد به نه یوازي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل مخه ونیسي بلکه د روهیله افغانانو او د نواب وزیر د ناراضي اتباعو په زړونو کي به ډار واچوي. پالمر ځکه د دغه راز یوه اتحاد طرفداري کوله چي دا به سیکهان، راجپوت، جاټ او نور قومونه دې ته تشویق کړي چي د زمانشاه پر عسکرو باندي حملې وکړې؛ مګر د هغه دغه غوښتني نتیجه ورنه کړه. ده ځکه مرهټیانو ته وویل چي د مرهټیانو او د نواب وزیر قوتونه به زمانشاه د هندوستان پرېښودلو ته مجبور کړي.

دسیکهانو مشرانو راجا پراتاپ سینګه او روی سینګه هم، د مرهټیانو په څېر، د انګرېزانو مرستي ته منتظر ول. دوی ویل چي که انګرېزان له سیکهانو سره مرستي وکړي نو زمانشاه به په هند کي د پښې د ایښودلو ځای پیدا نه کړي. مګر ګورنرجنرال نه له سیکهانو او نه له مرهټیانو سره اتحاد ته زړه ښه کاوه. هغه د هند د سیاسي وضع ښه مطالعه کړې وه او پر حقه وو؛ ځکه چي سیکهانو له زمانشاه سره ډېر سخت مقاومت ښودلی او هغه یې کابل ته په بیرته ستنېدلو مجبور کړی وو. سره له هغه چي د زمانشاه د بیرته ستنېدلو رپوټونه خپاره سول؛ ګورنرجنرال له احتیاطي اقداماتو څخه لاس وانه خیست. ده له نواب وزیر څخه وغوښتل چي تر څو پوري د زمانشاه د بیرته ستندېدلو رپوټونه تایید سوي نه وي هغه دي جدي اقداماتو ته دوام ورکړي. وروسته له لاهور، امرتسر او پټیاله څخه راغلو اطلاعاتو تایید کړه چي زمانشاه کابل ته رسېدلی دی.

زمانشاه کابل ته ستون سو مګر انګرېزانو د هغه حرکات له نیژدې څارل. پالمر ته رپوټونه رسېدلي وه چي زمانشاه یوازي د شرایطو او امکاناتو برابرېدلو ته انتظار باسي او بیا هم پر هند باندي د حملې خیال لري. په ډهلي کي د افغانستان استازي غلام محمدخان پر هندوستان باندي د زمانشاه د یرغل په باب هر ډول اوازې خپرولې. ده ویل چي زمانشاه وظیفه ورکړې ده چي په هندوستان کي د ده د امپراطوری د نقشو لپاره تبلیغ وکړي او ده هم د زمانشاه د همدغه هدف په رڼا کي انګرېزانو ته خواست کاوه چي له زمانشاه سره دوستي وکړي، د هغه اطاعت ته غاړه کښيږدي او خدمت یې وکړي. شیخ رحیم علي، چي لمسډن کابل ته استولی وو، هم دغه راز رپوټونه راوړل. شیخ رحیم علي لمسډن ته ویلي وه چي هر کله زمانشاه خپل د هیواد کارونه سمبال کړي بیا پر هند باندي د حملې کولو نیت لري. انګرېزان له دغه امله د زمانشاه حملې ته تیار ناست وه. د شاه عالم ولیعهد میرزا اکبرشاه، د روهیله مشر غلام محمدخان، د انګرېزانو د سر دښمن ټیپوسلطان او نواب وزیر، چي انګرېزانو ته بدبین وو، ټولو له زمانشاه څخه د مرستي غوښتنه کړې وه. داسي رپوټونه ورکړه سول چي زمانشاه په کابل کي د پوځونو د غونډولو څخه وروسته پر هند باندي د حملې نیت لري. د ۱۷۹۷ کال په جولای کي د سیکهانو یوه مشر لیهناسینګه انګرېزانو ته رپوټ ورکړ چي د زمانشاه د د دوو قوي ملاتړ کونکو ډلو وفادارخان اوشیرمحمدخان ترمنځ ډېره سخته دښمني موجوده ده او محمدبیګ، مرادشاه او د قسطنطنیې شهزاده د زمانشاه پر ضد یوه دسیسه روانه کړي ده. 

ګورنرجنرال، د دې ټولو اطلاعاتو په اساس، له پالمر، لمسډن او د نواب وزیر له وزیرانو څخه وغوښتل چي د زمانشاه د حرکاتو او مالي سرچینو په باب کره معلومات ترلاسه کړي. ضمنا دولت راو سیندهیا له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې په صورت کي له مرهټیانو سره همکاري وکړي. ده ګورنرجنرال ته ولیکل چي که زموږ دواړه قوتونه همکاري سره وکړي نو له هندوستان څخه د زمانشاه ایستل کېدل حتمي دي. مګر ګورنرجنرال پر خپل دریځ ټینګ ولاړ وو او له مرهټیانو سره یې له هر ډول اتحاد سره مخالفت کاوه. ده دولت راور سیندهیا ته یوازي دونه وویل چي د زمانشاه د یرغل په مقابل کي تیار اوسي او د مرهټیانو د ګټو څخه دفاع وکړي. د ګورنرجنرال د دې موقف علت دا وو چي هغه په دې پوهېدی چي سیکهان به له زمانشاه سره ټینګ مقاومت کوي او په دغه اوسني موسم کي پر هند باندي د هغه د بیا یرغل کولو احتمال نسته. ګورنرجنرال پر هند باندي د زمانشاه یرغل ته چنداني اهمیت نه ورکاوه ځکه چي زمانشاه څو ځله کوښښونه کړي وه مګر تر لاهور نه وو راتېر سوی. د سرجان شور په عقیده، پر هند باندي د زمانشاه یرغل هسي آوازې وي. په لندن کي حکومت د شور له عقایدو سره مخالف وو او د دغه علت له مخي یې د هغه پر ځای باندي د مارنینګټن لارډ ( ویلسلي) مقرر کړ.

ویلسلي د چټکتیا او جدي ابتکار پالیسي غوره کړه. هغه ډېر ژر د شمال لوېدیځ سرحد بې دفاع حالت او د زمان شاه د یرغلونو د پرله پسې تهدیدونو خواته توجه واړوله. ده داسي پالیسي غوره کړه چي د مخکني ګورنرجنرال له پالیسی سره یې بشپړ توپیر درلود. دی هر وخت په دې عقیده وو چي زمانشاه به د شمالي هند په تر ټولو سمسوره سیمه کي نفوذ وکړي، ځکه نو ده داسي پالیسي غوره کړه چي د زمانشاه مخه باید ډېر وختي او دغه راز د برټانیې له پولي څخه ډېر لیري ونیوله سي. ده هیڅ وخت د کابل له خوا د هند د خاوري تهدید ته د یوه خیالي خطر په سترګه ونه کتل. په هغه شېبه چي ده ته اطلاع ورکړه سوه چي زمانشاه لاهور ته رسېدلی دی، سمدستي یې فیصله وکړه چي د زمانشاه په مقابل کي باید مرهټیان د یوه دفاعي سنګر په توګه کار ورکړي. ویلسلي په دې عقیده وو چي د زمانشاه په مقابل کي، د ټیپوسلطان څخه پرته، د هند د نورو تولو قوتونو تر منځ یو دفاعي اتحاد به پر هند باندي د هغه د حملې خطر مخه ونیسي. نو ده هیله څرګنده کړه چي دغه راز یو دفاعي تړون باید تر هر څه مخکي له مرهټیانو سره جوړ سي. په داسي حال کي چي د دغه یوې لاري په باب غور کېدی، د سیندهیا په دربار کي د ګورنرجنرال  استازي براډشا ته رپوټ ورسېدی چي زمانشاه لا په کابل کي دی او د هغه ورور محمودشاه غواړي چي، د خارجي مرستي په زور، هرات بیرته لاندي کړي. په هند کي داسي آوازه وه چي زمانشاه به د سیکهانو له لوري څخه  لاره بدله او د بهاولپور او بیکانور له لاري به پر هند باندي یرغل وکړي. دا ډېر ژر معلومه سوه چي زمانشاه له د ۱۷۹۸ کال د آګسټ تر نیمايي پوري خپله توپخانه پېښور ته واستوي او هلته به پر هند باندي د یرغل لپاره خپلي قواوي تقویه کړي. لمسډن ته ډېر ژر رپوټ ورسېدی چي زمانشاه پېښور ته رسېدلی دی. لمسډن ته دغه راز رپوټ ورسېدی چي زمانشاه غواړي، د سیکهانو د ریښو ایستلو او له منځه وړلو په مقصد، د ډهلي پر خوا پرمختګ وکړي.

ټولو رپوټونو ویل چي زمانشاه د سیکهانو د ځپلو څخه وروسته د هند پر لور د پرمختګ نیت لري. د سیندهیا په دربار کي د انګرېزانو استازي کولینز ته ویل سوي وه چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل او حرکاتو په باره کي ټول ممکن اطلاعات را غونډ کړي. دغه راز لمسډن ته هدایت ورکړه سوی وو چي کلکتې ته د دغو اطلاعاتو په چټک رسولو کي ټول وس تمام کړي. لمسډن، د دغه مقصد لپاره، په کابل، پېښور، ګجرات او د زمانشاه په کمپ کي خبر لیکونکي مقرر کړل. ضمنا د زمانشاه  وکیل احمدخان د نواب وزیر او انګرېزانو په شمول، د هند د بېلو بېلو قوتونو لپاره لیکونه راوړي وه. په دې لیکونو کي دا څرګنده سوې وه چي زمانشاه په نیت کي لري چي په ډهلي کي قدرت مغولو ته وسپاري چي د مرهټي بدماشانو یوې ډلي ورڅخه غصب کړی دی او د هندوستان امپراطور یې د دوستی تر نقاب لاندي په خپل کنټرول کي اخیستی دی. په دې لیکونو کي داسي ښودله سوې وه چي له سیکهانو او مرهټیانو سره د افغانانو جګړه حتمي ده. په دغه لیکونو کي راغلي وه چي زمانشاه د ټیپوسلطان له سفیر سره کتلي دي. په داسي حال کي چي غلام احمد د هند له نورو مشرانو څخه د مرستي اخیستلو په کوښښونو لګیا وو، په جیپور کي د زمانشاه بل وکیل د ویلسلي، پالمر او اوټو ایفز لپاره لیکونه راوړي وه. دې نوي وکیل له براډشا سره وکتل او هغه ته یې وویل چي زمانشاه په جدي توګه غواړي چي شاه عالم د ډهلي پر تخت کښېنوي او شهزاده میرزا اکبر شاه د هغه د ولیعهد په توګه ومني او غواړي چي پخپله لږترلږه پنځه کاله په هند کي پاته سي. ده انګرېزانو ته وویل چي زمانشاه  باید د مغولو د دوست او د هغوی د دښمنانو دښمن وګڼل سي. ډېر ژر د زمانشاه له دربار څخه بل وکیل را ورسېدی او هغه د انګرېزانو په مقابل کي د روهیله مشر غلام محمدخان د حق دفاع کوله. مګر دوو مخکنیو وکیلانو غلام احمدخان او میرزا عبدالکریم د نوي وکیل را رسېدل چنداني ښه ونه ګڼل. 

انګرېزانو د زمانشاه دومره زیاتو وکیلانو ته د شک او تردید په سترګه وکتل. ګورنر جنرال لمسډن ته هدایت وکړ چي تر څو یې معلومه کړې نه وي وکیل په ریشتیا هم د زمانشاه نمایندګي کوي، د هر وکیل رپوټ ته اهمیت ورنه کړي. د زمانشاه له لوري، دغه راز پیغامونو په هند کي ناراضي مشران زړه ورکړل. زمانشاه لا پر هند باندي د یرغل پلانونه جوړول چي په دغه وخت کي د نواب وزیر د ورور میرزا شجاعت علي لیک ورته را ورسېدی او له ده سره یې د خپل اتحاد د نوي کولو خبره کړې وه. ده ته دغه راز د اکبرشاه او ټیپوسلطان له لوري، چي له ده سره یې مکاتبه درلوده، هم پیغامونه ورسېدل.

ګورنرجنرال فکر وکړ چي د زمانشاه او ټیپوسلطان ګډ عملیات انګرېزانو ته ډېر تاوان رسولای سي. دی په دې عقیده وو چي که زمانشاه د اَوَد پولو ته ورسیږي دا به د هندوستان په هغه برخه کي د عمومي ښورښ او چور او تالان پیلامه وي. ده احتیاطي اقدامات ضروري وبلل. ده په فتحګهړ او کانپور کي خپلو پوځي قوماندانانو ته هدایت ورکړ چي په هغه سیمو کي د هر ډول ګډوډیو د مخنیوي لپاره ځانونه تیار کړي. ویلسلي دا احساس کړه چي د زمانشاه په مقابل کي تر ټولو ګټور مورچل د مرهټیانو او سیکهانو، راجپوت، د جیپور، جودپور او د دولت راو سیندیا مقاومتونه دي؛ او تر ټولو غوره لاره دا ده چي له دې ټولو سره اتحاد وسي. مګر عمومي قوماندان له سیکهانو او راجپوتانو سره اتحاد عملي نه باله. ځکه چي له هغوی سره مکاتبه  باید د سیندهیا د خاوري له لاري وسي. ده پېشنهاد وکړ چي له سیندهیا څخه باید یوازي وغوښتل سي چي له انګرېزانو سره په اتحاد کي شامل سي. ویلسلي د سیندهیا په دربار کي د انګرېزانو استازي ته اجازه ورکړه چی د سیندهیا، نواب وزیر او د شرق الهند  کمپنۍ د قلمرو څخه ، د زمانشاه په مقابل کي،د دفاع لپاره له سیندهیا سره دفاعي تړون لاسلیک کړي. 

ګورنرجنرال خپل استازي ته د هدایت ورکولو ترڅنګ، دولتراو سیندهیا ته په یوه شخصي لیک کي ولیکل چي د زمانشاه د حملو د لا ښه مخنیوي لپاره د خپل قلمرو شمالي خواته انتقال سي. سیندهیا د ګورنرجنرال د پیغام په حقیقت پوه سو او ګورنرجنرال ته یې اطمیان ورکړ چي ډېر ژر به شمال ته انتقال سي. مګر سیندهیا ډېر ژر خپلی عقیدې ته تغییر ورکړ ځکه چي ده فکر نه کاوه چي زمانشاه به په نیژدې وختونو کي پر هند باندي حمله وکړای سي. ګورنرجنرال د سیندهیا پر دې فیصله باندي چي شمال ته یې د نقلېدلو کار وځنډاوه خواشیني ښکاره کړه. سیندهیا په دې کارسره انګرېزان له هغي مرستي څخه محروم کړل چي له هغوی سره به یې د یوه دفاعي تړون په صورت کي ورته رسولای. پالمر کوښښ وکړ چي سیندهیا په دې قانع کړي چي د زمانشاه د یرغل په مقابل کي د انګرېزانو او مرهټیانو اتحاد ضروري دی او سیندهیا ځکه بیرته فیصله وکړه چي د خپل قلمرو شمال ته انتقال سي. مګر سیندهیا د پونه په دربار کي د سیاسي حرکاتود پېچلتیا له امله خپل حرکت بیا وځنډاوه. ده ښايی فکر کړی وي چي که له پونې څخه لیري ولاړ سي نو بیا به پر پېشوا باندي خپل کنټرول له لاسه ورکړي. ده نه غوښتل چي انګرېزان هم خوابدي کړي ځکه یې نو له پالمر څخه وغوښتل چي د زمانشاه د حرکاتو په باره کي بشپړ رپوټونه ورکړي. 

ویلسلي ته د زمانشاه د حرکاتو په باره کي نا آراموونکي  رپوټونه رسېدل. ده ته اطلاع ورسېده چي افغانان پېښور ته رسېدلي او له اټک څخه د تېرېدلولپاره تیاری کوي. کولینس ته هم رپوټ ورسېدی چي زمانشاه له ډیرو توپونو سره پر مخ روان دی او د افغانستان د بېلو بېلو قامونو تقریبا یو لک عسکر ورسره ملګري دي. د ۱۷۹۸ کال د نوامبر په میاشت کي زمانشاه لاهور ته ورسېدی او انتظار کېدی چي دی به د خپلو قواوو د تنظیمولو تر وخته پوري په  پنجاب کي پاته سي. دې ټولو رپوټونو ګورنرجنرال ناکراره کاوه او ویل یې چي سیندهیا باید ژر تر ژره د خپل قلمرو شمال ته ولاړ سي. ده غوښتل چي د زمانشاه په مقابل کي، هر څونه چي ممکنه وي، یو لوی قوت جوړ کړي. ده غوښتل چي د سیندهیا قواوي له سیکهانو او راجپوتانو سره په ګډه یو لوی قوت جوړ کړي او د زمانشاه مخه ونیسي. مګر ده نه غوښتل چي د مرهټیانو له هیڅ جنرال سره اتحاد جوړ کړي. که څه هم چي د مرهټیانو جنرال امباجي په پخوا کي ویلي وه چي د زمانشاه د مخنیوي لپاره د انګرېزانو او مرهټیانو اتحاد ضروري دی مګر کله چي کولینز هغه ته د دغه ډول یوه اتحاد د جوړولو پېشنهاد وکړ امباجي جواب ورنه کړ. 

ښايي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل په برخه کي د هغه خپلي فیصلې دونه مغشوشۍ وي چي ګورنرجنرال د هغه په مقابل کي خپل سلوک بدل کړی او نور یې هر کال پر هند باندي د زمانشاه د نوي یرغل په برخه کي د خبرداري ورکولو څخه لاس واخیست. کولنیز ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي د سیکهانو او د زمانشاه د پوځونو ترمنځ نښتي سوي دي او زمانشاه به د سیکهانو د مخالفت له امله نور تر پنجاب د اوښتلو په باره کي فکر ونه کړي. دا اطلاعات لمسډن هم تایید کړل او هغه هم ګورنرجنرال ته رپوټ ورکړ چي شاه نه غواړي د لاهور پر خوا راوړاندي سي. ده دغه راز ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي د سیکهانو مشرانو رنجیټ سینګه، صاحب سینګه، ملکا سینګه او نورو فیصله کړې ده چي د زمانشاه مخه به په موثِر ډول نیسي او په امرتسر کي یې خپلي قواوي را غونډي کړي دي. داسي رپوټ لا هم راغی چي سیکهانو پر هغه کاروان باندي چي له کابل څخه یې افغان قواوو ته مواد راوړل حمله کړې او ټول کاروان یې لوټلی دی. ځکه نو افغانانو په هر ځای او هره خوا کي پر سیکهانو باندي حملې کړي دي. څرنګه چي سیکهانو هر وخت پر افغانانو باندي حملې کولې او هبیڅ ځای یې پر کراره نه پرېښودل نو کولینز فکر وکړ چي باید هغوی تشویق سي او مرسته ورسره وسي څو په ښه توګه له افغانانو سره مقاومت وکړای سي. ده صاحب سینګه ته اطلاع ورکړه چي د انګرېزانو پوځ د نواب وزیر د قلمرو لوېدیځي خواته، د هغه د قلمرو د ساتني لپاره، حرکت کوي؛ که څه هم چي په لاهور کي د زمانشاه حضور د شاه عالم او شهزاده اکبرشاه سره ډېر امیدونه پیدا کړي وه. د اَوَد پخواني نواب وزیر علي له زمانشاه سره تماسونه ټینګ کړي او هغه ته یې ویلي وه چي د ده هدف له بنګال، بیهار او اوریسه څخه د انګرېزانو ایستل دي. له ده سره د شمس الدوله پیغامونه هم ملګري سول او هغه زمانشاه ته لیکلي وه چي په هندوستان کي د مسلمانانو د سلطې د بیرته ټینګولو لپاره ملا وتړي او د مسلمانانو د سیمو د اتحاد رهبري پر غاړه واخلي. څرنګه چي زمانشاه په لاهور کي موجود وو او دې خواته دسیسې رواني وې نو انګرېزانو فیصله وکړه چي د هغه د یرغل په مقابل کي اَوَد تقویه کړي. د انګرېزانو سر قوماندان آرتر ویلسلي هم د اَوَد د امنیت د خوندي کولو او د هغي سیمي له پوځ څخه د بهتري استفادي په منظور خپل پلان وړاندي کړ.

د افغانانو څخه دومره وېره موجوده وه چي د انګرېزانو کمپنی د اَوَد له نواب څخه وغوښتل چي خپل ټول پوځ د انګرېزي افسرانو په واک کي ورکړي. ده ته دغه راز وویل سول چي په دې توګه د روهیله افغانانو په زړونو کي ډار ولوېږي او دغه راز د جمنا په سیند کي د کښتیو تګ راتګ کنټرول سي. په فرخ آباد کي دوې ټولی عسکر واچول سول او هغه ځای ته له فتحګهړ او کانپور څخه په اسانه تقویتي قواوي لېږل کېدلای سوای. د الله آباد د قلا په انګړ کي د عسکرو لپاره اکمالاتي مواد کښېښودل سول او داسي فکر کېدی چي د جمنا د سیند تقویه کېدل به د شمال لوېدیځ سرحد له لوري د زمانشاه د یرغل په مقابل کي ډېر ښه دفاعي سنګروي. اعلی قوماندان دغه راز کرېګ ته وظیفه ورکړه چي لکنهو ته ولاړ سي او، پر ډهلي باندي د زمان شاه د حملې په مقابل کي، د ده نقشه او پلان د اود نواب ته تشریح کړي. نواب وزیر په دغه برخه کي په ښه قوت عمل وکړ او خپلو پوځیانو ته یې هدایت ورکړ چي د هري لويي حادثې په مقابل کي تیار و اوسي. نواب ټولي هغه کښتۍ چي د هاردوار او انوپ سهر ترمنځ یې تګ راتګ کاوه ونیولې. مګر د مخکني ترتیب په خلاف،  د خپل قلمرو په لوېدیځه پوله کي یې انګرېزي پوځونو ته د عملیاتو د کولو اجازه ورنه کړه.

ضمنا ګورنرجنرال د افغانانو له خطر سره د مقابلې لپاره یو مشخص پلان جوړ کړ. دغه پلان د بمبیی ګورنر جوناتان ډنکن وړاندي کړ. هغه پېشنهاد کړی وو چي په بوشهر کي د کمپنی استازي مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سي چي د ایران پاچا دې ته وهڅوي چي پر هند باندي د افغانستان د پاچا د توجه اړولو لپاره د هغه پر لوېدیخو پولو باندي حمله وکړي. مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سوی وو چي د ایران پاچا ته پېشنهاد وکړي چي د هر هغه اقدام په بدل کي به چي پر هند باندي د افغانستان د پاچا زمان شاه د حملې د مخنیوي یا توجه اړولو سبب سي هغه ته وسلې او مهمات ورکړي او یا هر څه چي مهدي علي خان وعده ورسره کولای سوای. مهدي علي خان ایران ته ولاړ او هلته یې د صدراعظم په شول له درباري مقاماتو سره وکتل. ده کوښښ وکړ چي د زمانشاه په مقابل کي د ایران د پاچا مذهبي احساسات را وپاروي او ورته وې ویل چي سنیانو پر لاهور باندي په حملې کي پر شیعه ګانو باندي بېحده زیات ظلمونه کړي دي. ده ایرانیانو ته وویل چي د افغانستان پاچا ته باید د هغه د عملونو سزه ورکړه سي. د مهدي علي خان ماموریت ځکه اسانه سو چي په هغه وخت کي د افغانستان د پاچا دوه وروڼه محمود او فیروز په ایران کي وه او له پاچا څخه یې د مرستو غوښتنه کړې وه. مهدي علي خان د زمانشاه له وروڼو څخه په افغانستان کي د ستونزو د پیدا کولو لپاره استفاده وکړه. ګورنرجنرال دغه راز غوښتل چي د سند خلک او ټول هغه اقوام او قبابل چي د کندهار په ګاونډ کي اوسیږي باید چي د زمانشاه په مقابل کي وپارول سي او د هغه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړول سي او هغه د ځان او خپل د قلمرو د ساتلو په غم کي سي.ده دغه راز پېشنهاد وکړ چي د کوچ د سیمي په څېر نورو علاقو هغو خلکو ته چي غواړي د زمانشاه په مقابل کي ودریږي وسلې او مهمات ورکړل سي.

د ګورنرجنرال دغه اقداماتو زمانشاه مجبور کړ چي د لاهور څخه پر شا سي او د خپل ورور شاه محمود مقابله وکړي. سره له هغه چي زمانشاه د محمودشاه له ستونزي سره مخامخ وو، عسکر یې په لاهور کي د موادو او پیسو له کمبود سره مخامخ ول. دغه راز سیکهانو هم د هغه پر پوځ باندي وخت په وخت حملې کولې. د افغانستان عسکرو د خپلو تنخواوو غوښتنه کوله او ویل یې چي که دوی ته تنخواوي ورنه کړلي سي نو دوی به د خلکو چورولو ته لاس واچوي. انګرېزانو دغه راز خپل پوځیان د اَوَد سرحد ته واستول او د کریګ تر قوماندې لاندي پوځیان د انضباط په ډېره عالي سطح کي وه او ښې وسلې او مهمات يې درلودل. زمانشاه له لاهور څخه پر شا تلل پیل کړل او کله چي د جهلم له سیند څخه تېرېدی نو ډېر زیات توپونه یې په سیند کي ورڅخه ډوب سول. زمانشاه په ډېر زحمت پېښور ته ورسېدی او څو میاشتي د خپل ورور محمودشاه د ښورښ په کرارولو لګیا وو، چي هم د ایران د پاچا ملاړ او هم تشویق ورسره وو.

ګورنر جنرال د زمانشاه د پرشا تلل په ایران کي د مهدي علي خان د ماموریت غیر مستقیمه نتیجه بلله او هغه ته یې اجازه ورکړه چي په ایران کي خپل کار ته دوام ورکړي. د ایران پاچا یو فرمان صادر کړ او په هغه کی یې انګرېزان خپل دوستان معرفي کړي وه. د ایران په دربار کي د مهدی علي خان حضور او د محمودشاه ښورښ ډېر وارخطا کړ او سمدستي یې د ایران د پاچا دربار ته سفیر واستاوه او د خراسان پر سر د جنجال د سوله ایز حل پېشنهاد یې ورته وکړ، چي له ډېره وخته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف موضوع وه. مهدي علي خان د زمانشاه په مقابل کي د هغه د وروڼو په لمسولو بریالی سوی وواو نور نو په افغانستان کي د سولي ټینګول ناممکن سوي وه. په ایران کي د مهدي علي خان ماموریت له هره اړخه بریالی وو.
په داسي حال کي چي ګورنرجنرال د افغانستان له خوا د خطر په لیري کولو لګیا وو، د نواب وزیر دربار ته یوشمېر خبر لیکونکي او وکیلان ورسېدل چي خلک یې ډېر وارخطا کړل او انګرېزانو ته یې د خلکو درناوی ډېر کم کړ. دغو کسانو د زمانشاه د قوت او پوځي طاقت په باب مبالغې کولې. دغه راز د آوَد د برطرفه سوي نواب وزیر علي فعالیتونو هم د ګورنرجنرال توجه ور اړولې وه، او په دې برخه کي یې ښه احتیاطي اقدمات وکړل څو د نواب وزیر په قلمرو کي ناکراری پیدا نه سي. د وزیر علي هغه استازي چي کابل ته یې لېږل د بیکانور د واکمن اخښي ونیول او ټول هغه سوغاتونه یې ورڅخه واخیستل چي هغوی زمانشاه ته وړل.  د جېپور واکمن، وزیرعلي هم ونیوی او د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کي یې انګرېزانو ته تسلیم کړ. د وزیر علي له نیول کېدلو څخه وروسته، ګورنرجنرال، لمسډن ته هدایت ورکړ چي د افغانستان د استازو په مقابل کي مثبت عملیات وکړي. ده ته وویل سول چي دغه راز کسان د کمپنۍ د قلمرو څخه وتلو ته مجبور کړي او وګوري چي په اینده کي دغه راز کسان د اَوَد سیمي ته داخل نه سي. په هغه وخت کي په اود کي د زمانشاه یوازي یو استازی موجود وو. د هغه نوم عبدالرحمن خان وو او ویل کیږي چي د نیپال د پاچا لپاره د زمانشاه لیک ورسره وو. هغه ته وویل سوه چي سمدستي د اّود له سیمي څخه ووزي. ګورنرجنرال وروسته اعلان وکړ چي هغه په اینده کي دغه راز کسان خاینان وګڼي چي د اَوَد پر سیمه او د انګرېزانو د کمپنی پر قلمرو باندي د زمانشاه د واکمنی دعوه لري.

ضمنا په ۱۷۹۸ کال کي په مصر کي د ناپولیون حضور د ګورنرجنرال سره اندېښنې پیدا کړي وې او فکر یې کاوه چي ناپولیون به د ټیپوسلطان د غوښتنو په جواب کي پر هند باندي یرغل وکړي. داسي وېره موجوده وه چي فرانسه ښايي له زمانشاه سره اتحاد وکړي او داسی ویل کېده چي زمانشاه له لاهور څخه ځکه پرشا سو چي په هرات کي  د فرانسې د هیات له حضور څخه خبر سوی وو. په دې کي هیڅ شک نسته چي د ټیپو سلطان فعالیتونو د ۱۷۹۸ کال د جون او سپټمر په میاشتو کي زور اخیستی وو. ګورنرجنرال له دغه امله له بنګال څخه روان سو او دا اندېښنه ورسره وه چي د اَود پولو ته د زمانشاه له رسېدلو سره به له ټیپو سلطان سره جنګونه زور واخلي. ده د ۱۷۹۹ کال د مې په میاشت کي پرسرینګا پټم باندي هجوم ورووړ او ټیپو سلطان د خپل پایتخت څخه د دفاع په لاره کي ووژل سو. په دې توګه د ټیپوسلطان له لوري، چي د زمانشاه سره په ارتباط کي یې فعالیتونه کول، ټوله ویره پای ته ورسېده. ضمنا زمانشاه د محمودشاه ښورښ په هرات کي کرار کړ. زمانشاه، په هرات کي د دغه ښورښ د ځپلو څخه وروسته، بیا د مغول امپراطور سره د مرستي په منظور، ډېر ژر پر هند باندي د حملې پلان طرح کړ.

ګورنرجنرال نور دا ضروري وبلله چي  له ایران سره د انګرېزانو اړیکي غښتلي کړي. ده ډنکن ته ولیکل چي پر هندوستان باندي د زمانشاه کلنیو حملو په هند کي وضع ناکراره کړې ده ځکه نو باید په دې برخه کي عاجل اقدامات وسي او د ایران له دربار سره په همکاری، پر هند باندي د زمانشاه د حملو تهدیدونو ته خاتمه ورکړه سي. ده په حیدار آباد کي د انګرېزانو د استازي مرستیال جان مالکم  د ایران د پاچا فتح علي شاه دربار ته د سفیر په حیث واستاوه. جان مالکم د مهدي علي خان پر خای وټاکل سو او هغه زمانشاه ته دونه پرله پسې ستونزي پیدا کړې چي په اینده کي یې د هند پر لور د حملې کولو د پلان له جوړولو څخه را وګرځاوه. مالکم د ایران د پاچا د پوځي قوت د ارزیابي کولو سره علاقه درلوده، چي انګرېزانو غوښتل له هغه سره په اینده کي یو پوځي اتحاد ولري.نه یوازي د دې لپاره چي پر هند باندي د زمانشاه خطر لیري کړي بلکه غوښتل یې چي په ایران کي د فرانسې د نفوذ مخه ونیسي او پر هند باندي د هغه هیواد د حملې خطر لیري کړي. مالکم له ایران سره یو داسي تړون لاسلیک کړ چي په راتلونکو وختونو کي یې د ایران او برټانیې پر پوځي او اقتصادي اړیکو باندي ژوره اغېزه وکړه. په دې تړون کي راغلي وه چي دواړه هیوادونه باید هیڅ وخت د یوه بل له دښمنانو سره مرسته ونه کړي. په تړون کي راغلي وه چي که زمانشاه له اټک څخه تېر سو نو د ایران پاچا باید د هغه پر لوېدیځو پولو باندي حمله وکړي.او که چیري زمانشاه پر هند باندي حملې ته زړه ښه کاوه په هغه صورت کي به انګرېزیان د ایران له پاچا سره د پوځي مهماتو او وسلو مرسته کوي. دا تړون پر افغانستان باندي د فشار اچولو په منظور منځته راغلی وو او زمانشاه په داخل کي له داسي ستونزو سره مخامخ سو چي هیڅ وخت یې ځان ورڅخه خلاص نه کړ.

ګورنرجنرال، ایران ته د مالکم د هیات د لېږلو ترڅنګ، ډنکن ته هدایت ورکړ چي د سند د هغو امیرانو د فعالیتونو څارنه هم وکړي چي د زمانشاه طرفدار دي. ډنکن ځکه د بمبیی د ملکي خدماتو له څانګي څخه ناتان کرو د سیند د امیرانو په دربار کي د استازي په حیث وټاکی. ده ته هدایت ورکړه سوی وو چي د زمانشاه فعالیتونه او حرکات وڅاري او په سند او شاوخوا کي د هغه لپاره دونه دښمنان پیدا کړي چي وس یې کیږي او له هغوی سره ژمنه وکړي چي هر څه یې په کار وي برټانیه یې ورکوي. د سند امیرد ناتان کرو ډېر تود هرکلی وکړ خو کله چي زمانشاه خبر سو نو هغه د سند له امیر څخه وغوښتل چي کرو سمدستي پسي واخلي. د ناتان کرو هغه ماموریت ناکام سو. په دغه وخت کي ګورنرجنرال  رنجیټ سینګه ته د دوستی لاس اوږد کړ. رنجیټ سینګه په ۱۷۹۸ کال کي د زمانشاه هغه پنځه لس توپونه بیرته ورکړي وه چي له هغه څخه د جیلم له سیند څخه د تېرېدلو په وخت کي پاته سوي وه او په دې توګه یې د زمانشاه اعتماد ترلاسه کړی وو او رنجیت سینګه یې د لاهور د راجا په حیث پيژندلی وو. دغه عمل انګرېزان ډېر وارخطا کړل او د رنجیټ سینګه دربار ته یې یوسف علي خان د استازي په حیث واستاوه او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي رنجیټ سینګه د انګرېزانو دوستی ته راولي. یوسف علي خان له رنجیټ سینګه او نورو مشرانو سره وکتل مګر ده هم د سیکهانو په سلوک کي کوم تغییر رانه ووست. کله چي دا ماموریت هم ناکام سو نو ګورنرجنرال د اَوَد په پولو کي د احتیاطي اقداماتو کولو ته مخه کړه. ده تر هر څه مخکي د نواب وزیر د پوځي قوت د بهترولو او روزلو فیصله وکړه. له نواب څخه یې وغوښتل چي په مقابل کي له انګرېزانو سره مرسته وکړي. ګورنرجنرال وروسته د خپل پوځ قوت زیات کړ چي اوس شپږټولۍ هندي سپاره عسکر، او شپږ ټولۍ هندي  توپچي پکښي شامل سوي وه او یو کنډک اروپايی توپچي عسکر یې درلودل. پر دې خبري موافقه وسوه چي د پوځ اضافه خرڅ به نواب ورکوي.

کله چي د زمانشاه د فعالیتونو د محدودولو لپاره ټول اقدامات روان وه، ګورنرجنرال ته د زمانشاه په مقابل کي د هغه د ورور شهزاده محمود د بغاوت خبر ورسېدی. دا ډېره ژر معلومه سوه چي زمانشاه د ایران د پاچا له تهدید سره مخامخ دی چي پر خراسان باندي یې حمله کړې ده او له بلي خوا په داخل کي له ډېر زورور دښمن سره مخامخ دی. ډېر ژر دا رپوټونه خپاره سول چي د ایران او زمانشاه ترمنځ جنګ پیل سوی دی. ایران په داسي وخت کي پر هرات باندي حمله وکړه چي زمانشاه د خپل وزیر وفادارخان له لور سره د واده په مراسمو لګیا وو. پر زمانشاه باندي د واده په جریان کي ږغ وسو چي د ایران له پاچا سره په هرات کي مقابلې ته ځان تیار کړي. مګر دی په هغه جنګ کي بریالی نه سو او کابل ته پر شا کېدلو ته مجبور سو. محمودشاه پر کندهار باندي یوه بریالی حمله کړې وه او د زمانشاه یوه لوی پوځ ته له ماتي ورکولو حخه وروسته کابل ته داخل سوی وو. ده هم ځان د افغانستان پاچا وباله. ده زمانشاه او د هغه وزیر وفادارخان بنیدان کړل او دواړه یې په سترګو ړانده کړل. په دې توګه د انګرېزانو د زوروري ډيپلوماسی په نتیجه کي زمانشاه له تخت څخه لیري سو.

محمودشاه خپل ځان د کابل نوی پاچا اعلان کړ. خو محمود شاه یوازي په نامه پاچا وو او تر ۱۸۰۲ کال پوري د یاغي قبایلو د ښورښونو په ځپلو لګیا وو. کابل د دسیسو مرکز سو او په ښار کي د سني او شیعه جګړه ونښته. د ۱۸۰۳ کال د جولای په میاشت کي شاه شجاع د شاه محمود په ځپلو او بندي کولو بریالی سو. شاه شجاع ځان د کابل نوی پاجا اعلان کړ مګر ده هم په سوله او ارامي کي پاچهي ونه کړه. ده ډېر محدود مالي منابع درلودل او د داخلي ستونزو په حلولو بریالی نه سو. په ۱۷۰۵ کال کي د کابل پاچا یو خل بیا انګرېزانو ته په خطر تبدیل سو او په نتیجه کي انګرېزانو مونسټارټ الفینستون هغه ته د سفیر په توګه ور ولېږی، چي له شاه شجاع سره یو تړون لاسلیک کړي. په دې توګه نو د کابل پاچاهان شاه محمود او شاه شجاع انګرېزانو ته چنداني د اندېښنې وړ نه وه. د ایران او افغانستان سره له تړونونو څخه تقریبا پنځه کاله وروسته د ایران او افغانستان په چارو کي ډېر ژور تغییرات راغلل چي په کلکته کي یې د انګرېزانو مقامات مصروف کړي ول.

                               څلورم فصل

  له ایران سره په تهران کي د ډیپلوماټیکو اړیکو پرانیستل ( ۱۷۹۸-۱۸۰۳)

د اته لسمي پېړۍ په وروستیو کلونوکي، ډیپلوماټیکي فضا، په هند کي د انګلیسي مقاماتو سره د خطر او اندېښنې احساس پیدا کړ او له دې څخه وېره ورته پیدا سوه چي هسي نه افغانستان او فرانسه د برټانوي هند د شمال لوېدیځ سرحد او د ایران په سیاسي چارو کي تسلط پیدا کړي. دې اندېښنو هغه وخت زور واخیست چي د فرانسې ځینو ماجرا غوښتونکو به کله ناکله د هند په خاوره کي مرهټیانو او سیکهانو ته ویل چي د هند د شمال په لیري پرتو سیمو کي د برټانیې له سیاسي سلطې سره د مبارزې په لاره کي زړه ور ګامونه واخلي. د دغو فرانسوي ماجراغوښتونکو، چي ځانونه به یې د فرانسې استازي معرفي کول، دغه ډول فعالیتونو په هند کي برټانوي مقاماتو ته دایمي ناکراري پیدا کړې وه. دغو عواملو په هند کي د انګلیسیانو د کمپنی د سیاسي اړېکو په جوړولو کي ډېره قاطع اغېزه درلوده او مقاماتو یې د شمالي لوېدیځ سرحد هر وخت بدلېدونکي سیاسي حالات له نیژدې څارل او د ډيپلوماټیکو اړېکو له لاري یې پرله پسې تلاښ کاوه چي دا ټول خطرونه باید لیري وساتي.

ویلسلي، چي د ۱۷۹۸ کال د مې په میاشت کي د جان شور پر ځای وتاکل سو، په هند کي یو له تر ټولو کاري انګلیسي سیاستمدارانو څخه وو. ده داسي پالیسي پیل کړه چي د هري ستونزي په مقابل کي یې سمدستي او جدي عمل کاوه. له یوې خوا شمال لوېدیځ سرحد چنداني ساتلی نه وو او د بلي خوا پر هند باندي د کابل د واکمن زمانشاه د حملې په باب رپوټونو د ویلسلي توجه ور واړوله. ده د جان شور هغه پالیسي پرېښودله چي د محتاطي مداخلې او مداخلې نه کولو یو ترکیب وو. ده د جان شور په خلاف فکر کاوه چي زمانشاه به یوه ورځ د هند شمال ته، چي له نعمتونو څخه ډک دی، خطر متوجه کړي او چي هر وخت یې وس ورسیږي نو درېغ به ونه کړي. ده هیخ وخت له کابل څخه متوجه کېدونکي خطر ته د یوه خیالي خطر په سنرګه نه کتل. ویلسلي په دې عقیده وو چي هر څونه ژر کېدلای سي د زمانشاه مخه باید ونیوله سي او هغه باید د انګلیسیانو له سرحد څخه تر ممکنه حده پوري لیري وساتل سي.

ویلسلي په دې پوهېدی چي د افغانانو د حملې خطر هره ورځ مخ پر زیاتېدلو دی او کله چي د هغوی د حملې له خطر سره په هند کي د ناراضي اشرافو او د قدرت د څښتنانو خواخوږي ملګرې سي نو وضع نوره هم خرابوي او له دې مشرانو سره د مغولو د امپراطور، د میسور د زمري ( ټيپو سلطان) او د مرهټیانو ږغ هم یو سوی دی. انګلیسیانو له هغو لیکونو څخه بشپړه اطلاع درلوده چي د زمانشاه او د مغول امپراطور دوهم شاه عالم ترمنځ تبادله سوي وه. زمانشاه هم د خپل پلار او نیکه په څېر ژمنه کړې وه او هر وخت یې ویل چي په هند کي به د مغول تیمور د کورنۍ اقتدار بیرته را ژوندی کوي. دوهم شاه عالم زمانشاه ته خواست کړی وو چي پر هند باندي یرغل وکړي او له هغه سره یې د پوځي مرستو ژمنه کړې وه. د شاه عالم په لیکونو کي د مغولو د امپراطوری خراب حالت ته اشاره سوې وه او دا یې ورته ویلي وه چي هغه په هند کي داسي وفادار نوکران او متحدین نه لري چي په هند کي د خطر او آفت په وخت کي له ده سره ږغ یو کړي او د مغولو بیرغ اوچت وساتي. زمانشاه ته د شاه عالم د لیک  مهم ټکی دا وو چي له هغه څخه یې غوښتي وه چي میرزا اکبرشاه د شاه عالم د ولیعهد په حیث وپېژني. ویلسلي په دې پوهېدی چي له زمانشاه څخه د شاه عالم دغي وروستۍ غوښتني د مغولو په کورنۍ کي نور شهزاده ګان خپه کړي دي.احسان بخت او سلیمان شکوه پخوا لا د زمانشاه دربار ته لیکونه لېږلي او له هغه څخه یې غوښتي وه چي دوی د شاه عالم د ځای ناستي په حیث وپېژني. د زمانشاه له خوا د میرزا اکبرشاه پېژندل کېدلو د مغولو په امپراطوري کي یوه دایمي ستونزه را پیدا کوله او هغه دا چي د دوهم شاه عالم له وفات سره سم به د پاچهی د نیولو پرسر حتما جګړې پیښیږي. شاه عالم هم دې سختي ستونزي او وضع ته متوجه وو او د پاچا کېدلو پر سر د جنګونو د مخنیوي لپاره یې شاه زمان ته پېشنهاد کړی وو چي هند ته سفر وکړي او دلته به د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ ودونه هم وکړي. انګلیسي مقامات پوهېدل چي د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ دغه راز اړیکي به د هند د امپراطور او د هغه د کورنۍ ریښې ډیري ټینګي کړي.

بل فکټور چي ویلسلي په نظر کي درلود هغه ایران ته د یوه ډیپلوماټیک هیات لېږل وه چي د افغان او فرانسې په څېر خارجي قواوو له خوا له هند څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره فعالیتونه او اقدامات شنډ کړي. ویلسلي د ټيپو سلطان له هغو فعالیتونو څخه خبر وو چي غوښتل یې د زمانشاه سره د ګډو هلو ځلو له لاري انګلیسیان د هندوستان له خاوري وباسي. ټیپو سلطان د زمانشاه دربار ته استازي لېږلي او له زمانشاه څخه یې غوښتي وه چي خپل یو باوري سړی هند ته واستوي او د بې واکه او کمزوري مغول امپراطور څخه واک واخلي. ټیپو سلطان ښايي ځکه زمانشاه ته دا پېشنهاد کړی وي چي د مغول امپراطور شاه عالم او زمانشاه ترمنځ په دوستانه اړیکو به خبر نه وو. دغه علت وو چي زمانشاه د ټیپو دغه پیغام ته جواب ورنه کړ. مګر کله چي په دې پوه سو چي هر کله دی پر شمال لوېدیځ سرحد باندي حمله وکړي نو ټیپو به سمدستي له جنوب څخه خپل پوځونه را وخوځوي. زمانشاه ځکه ټیپو ته اطمینان ورکړ چي هغه به د هند له خاوري څخه د کفارو د ایستلو لپاره ډېر ژر په عملیاتو لاس پوري کړي. د کفارو څخه یې په څرګنده مطلب د انګلیسیانو کمپنی وه. ټیپو په داسي وخت کي له زمانشاه سره رسمي ډيپلوماټیک اړیکي پیل کړل چی د ایران یو شهزاده د ټیپو دربار ته ورغی او په شمال لوېدیځ سرحد کي یې د زمانشاه د نفوذ او اقتدار بیان ورته وکړ. دغه شهزاده وویل چي له زمانشاه څخه باید وغوښتل سي چي د هندوستان او دکن چاري سمبال کړي. انګلیسیانو په دې اړه هیڅ شک نه درلود چي ټیپو به له هندوستان څخه د انګلیسیانو د ایستلو لپاره خپل تول وس تمام کړي. ویلسلي په دې حقیقت ښه خبر وو چي ټيپو د زمانشاه دربار ته پټ استازي لېږلي دي. د ده د استازو نومونه میررضاعلي او میر حبیب الله وه. دغه استازي، تر هر څه مخکي، په پونه کي د انګلیسیانو  استازي پالمر وپېژندل او د مرهټیانو په کمپ کي د هغوی په خصمانه فعالیتونو خبر سو. مګر د ټیپو سلطان دغه استازي د مرهټه جنرالانو له سړې وضع څخه ډېر مایوس سول. پالمر ډېر ژر خبر سو چي دغه استازي د مرهټیانو له کمپ څخه د اوبو له لاري کابل ته روان سوي دي. له دوی سره د پنځو لکو روپیو په شمول، د زمانشاه لپاره ډېر قیمتي سوغاتونه ورسره وه. زمانشاه دغه سفیران شخصا په کابل کی ولیدل او هغوی ورته وویل چي ټیپو په نظر کي لري چي په هند کي ستا د پوځونو لګښتونه پرې کړي. ویلسلي ته دا د اندېښني وړ خبره وه ځکه چي هغه پر هند باندي د زمانشاه یرغل ته په جدي سترګه کتل او د ټیپو سلطان سره د هغه همکاري یې خطرناکه بلله. د ټیپو استازي په کابل کي پاته سول او پرله پسې یې له زمانشاه څخه پر هند باندي د سمدستي یرغل کولو غوښتني کولې. مګر له بده مرغه چي زمانشاه له ټیپو سره هغه وخت هیڅ مرسته ونه سوه کړای چي هغه له انګلیسیانو سره په خپله وروستنی جګړه لګیا وو. داسي څرګنده سوه چي زمانشاه په هند کي له تيپو او نورو ناراضي مشرانو سره د مرستي لپاره له ناپولیون څخه، هغه وخت چي هغه په مصر کي په فتوحاتو لګیا وو، کومک غوښتی وو او د ناپولیون سره د زمانشاه په هغه تماس انګلیسیان خبر نه وه. ویلسلي ته اطلاع ورسېده چي د فرانسې یوه ډله عسکر هرات ته رسېدلی دي او هغه پر هند باندي د فرانسې او افغانستان د ګډي حملې د مخنیوي لپاره اقدام پیل کړ.

ویلسلي د ټيپو سلطان او ناپولیون ترمنځ ډيپلوماټیکو اړیکو اندېښمن کړی وو. ټيپو له ۱۷۸۷ کال څخه د فرانسې سره اړیکي ټینګ کړي وه او تر دغه وخته پوري یې کومه نتیجه نه وه ورکړې. سره له هغه چي ټیپو به کله کله له سختو ستونزو سره مخامخ وو بیا یې هم له فرانسې سره ډيپلوماټیک اړیکي جاري ساتل څو ګوندي له هغوی څخه د برټانیې پر ضد مادی مرستي تر لاسه کړي. انګلیسیان په دې اړیکو خبر وه او د ټیپو او د فرانسي د افسرانو ترمنځ دوستانه اړیکو اندېښمن کړي وه. ټیپو په فرانسه کي د ۱۷۸۹ کال تر انقلاب پوري کوښښ وکړ چي د فرانسې له پاچا سره مستقیم اړیکي ټینګ کړي او په دې برخه کي یې په میوریشیس کي د فرانسوي مقاماتو څخه مرسته وغوښته. مګر تر څو چي د ټیپو استازی فرانسې ته رسېدی د فرانسې د امپراطور شپاړسم لويي سر د وخته تر ګیوتین لاندي سوی وو او د فرانسې نوي حکومت د هند له مشرانو سره د تماس ټینګولو سره چنداني علاقه نه ښودله. مګر ټیپو له خپل تلاښ څخه لاس وانه خیست او په میوریشیس کي یې د فرانسې له ګورنر څخه د پوځي مرستو غوښتنه وکړه. ویلسلي ډېر ژر د ټیپو او د موریشیس د فرانسوي ګورنر ملارټیک  له دغه ډول خصمانه اړېکو څخه خبر سو. ملارټیک خپل ټول کوښښ وکړ چي د افریقاییانو او اروپاییانو یو پوځ د ټیپو له استازو سره یو ځای ولیږي او د ملارټیک په اعلامیه کي دا راغلي وه چي د نهه نیوي فرانسوي داوطلبو عسکرو یوه تولۍ منګلور ته ورسېده او هلته د توپونو په ډزو هرکلی ورته وویل سو. دغو داوطلبانو د ژاکوبین یو کلب افتتاح کړ او هلته یې د آزادۍ په نوم یوه ونه کښېنوله او د سرینګاپټم بیرغ یې پورته کړ. د فرانسې دغه راز اعمالو انګلیسیانو ته د ټیپو د له منځه وړلو لپاره ښه پلمه برابره کړه. ویلسلي پخپله اعلان وکړ چي د ټیپو د استازو د اعمالو منظوري پخپله هغه ورکړې ده او دا چي له هغوی سره د فرانسې عسکر د ټیپو په قلمرو کي پیاده کیږي دا د جنګ څرګند اعلان دی او د دې جنګ څخه مطلب نه ترمیم او نه امنیت دی بلکه په هند کي د برټانیې د حکومت تباهي ده. 

ټیپو بیا هم پ دې عقیده وو چي فرانسویان به د ده ژغورني ته راسي. د ده د وروستیو کوښښونو په نتیجه کي ایله د ناپولیون، چي دا وخت په مصر کي په جګړه لګیا وو، لیک ورته ورسېدی. ناپولیون ورته لیکلي وه چي تاته معلومه ده چي زما پوځونه سرې بحیرې ته رسېدلي دي. زما سره داسي نه ماتېدونکی پوځ راسره دی چي تا به یقینا د برټانیې له اوسپنیزو منګولو څخه وژغوري. زما سره د زړه له کومي دا آرزو ده چي ستا په وضع خبر سم او ماته ستا هغه اطلاعات رسېدلي دي چي د مسقط او موچه له لاري دي د خپل سیاسي وضعیت په باره کي را استولي دي. خو د ناپولیون سمندري قواوي د انګلیسیانو د جنرال نیلسن سره په جګړه کي، په بشپړه توګه تباه سوې؛ او ټیپو یې، پر سپین میدان، خپل قسمت او سرنوشت ته پرېښود. پر مصر باندي د ناپولیون حملو انګلیسیانو ته د ټیپو د بشپړ ځپلو لپاره یوه بله پلمه هم په لاس ورکړه. کله چي ناپولیون، د خطر او تباهی په وخت کي، د ټيپو مرستي ته را ونه رسېدی نو د هغه  ټول پلان یې ګډ وډ کړ. هغه په مصر کي د فرانسویانو د سمندري قواوو تباه کېدلو دونه وبېراوه چي له انګلیسیلنو سره یې تماسونه ټینګ کړل او هغوی ته یې د مصر په جنګ کي د فرانسویانو د سمندري قوت د بشپړي تباهی له امله مبارکي وویله. ده په خپل لیک کي دا هم اضافه کړې وه چي انګلیسیان په هغه جګړه کي پر حق او فرانسویان هسي شریر قوت وو. قسمت داسي پېښه کړې وه چي ټیپو د انګلیسیانو سره د مرګ او ژوند په جګړه لګیا وو خو فرانسویان یې نه له مویوریشیس او نه له پاریس څخه مرستي ته رسېدلای سوای. ناپولیون دا ګړی د هغو زخمونو په علاج او پټۍ کولو لګیا وو چي د مصر په جنګ کي ورته رسېدلي وه.

د انګلیسیانو سیاستمداران نه یوازي د میسور د ټیپو سلطان فعالیتونو وارخطا کړي وه بلکه له هغو نورو ناراضي قواوو څخه یې هم د خطر احساس کاوه چي په هند کي یې د برټانیې پر ضد اتحاد کاوه. د هند ناراضي مشرانو کابل ته پیغامونه ولېږل او زمانشاه ته یې پر هند باندي د حملې کولو بلني ورکړي وې؛ ځکه چي دوی ټول پوهېدل چي زمانشاه په جدي توګه غواړي چي په هند کي د مغولو عظمت بیرته را ژوندی کړي. زمانشاه اعلان کړی وو چي هغه غواړي په هند کي د اسلام قوت او واکمني بیرته پیل سي او د مغولو امپراطوری ته د انګلیسیانو په شمول، د بل هر قوت له سلطې څخه نجات ورکړي. ده خپلي حملې برتانوي قوت، مرهټیانو او سیکهانو ته متوجه کړي ځکه چي دې ټولو په هند کي د مغولو اقتدار تهدیداوه. د زمانشاه حرکاتو په هند کي له مسلمانو مشرانو سره هیلي پیدا کړې ځکه چي دوی فکر کاوه چي د دوی د سیاسي اهدافو بری یوازي د خارجي مرستي، په تېره بیا د زمانشاه د مرستي له لاري، تر لاسه کېدلای سي. دوی له فرصت څخه ګټه واخیستله او زمانشاه ته یې پر هند باندي د یرغل کولو بلني ورکړې او له ده څخه یې وغوښتل چي د دوی هغه عزت او وقار بیرته اعاده کړي چي د مرهټي داړه مارانو ډلو او څو انګلیسي ماجرا غوښتونکو ورڅخه غصب کړی دی.

د اَوَد د برطرفه سوي نواب وزیرعلي، د مرشد آباد د نواب د اخښي شمس الدوله او د روهیله افغانانو د مشر غلام محمد خان په څېر مشرانو زمانشاه ته پرله پسې پر هند باندي د یرغل کولو بلني ورکولې. د مرآت الاحوال د کتاب لیکول لیکي چي وزیر علي د امام ډولي رضاخان زوی مُلا محمد له ډېرو سوغاتونو سره د زمانشاه دربار ته واستاوه. مُلا محمد د زمانشاه دربار ته له یوه مهرکړي مکتوب، قيمتي جواهراتو او لازمو وسایلو سره، چي بیه یې پنځوس لکو روپیو ته رسېدله، ورغی. وزیر علي په خپل لیک کي ژمنه کړې وه چي هر کله زمانشاه په هند کي خپل قوت ټینګ کړ او د شجاع الدوله شته مني یې ترلاسه کړه نو زمانشاه ته به دېرش میلیونه روپۍ ورکړي او تر څو پوري چي زمانشاه په هند کي د دوی ساتنه کوي دوی به هغه ته په کال کي پنځه میلیونه روپۍ ورکوي. وزیر علي نه یوازي له زمانشاه څخه غوښتي وه چي دی د اَوَد پر تخت کښېنوي بلکه دغه راز انګلیسیان له بیهار، بنګال او اوریسه څخه وباسي. وزیر علي دغه راز کلکتې، دکن او مرشد آباد ته هم لیکونه استولي وه اوغوښتل یې چي د مرشدآباد نصیرالملک او د هغه جاه طلبه اخښی شمس الدوله، چي د انګلیسیانو پر ضد په دسیسو لګیا وه له ځان سره ملګري کړي. وزیر علي او شمس الدوله دواړه له زمانشاه سره په ارتباط کي وه ځکه نه یوازي د وزیر علي په کور کي هغه لیک پیدا سو چي زمانشاه ته یې لیکلی وو بلکه د وزیر علي په کور کي نور داسي لیکونه هم پیدا سول چي په شیخ علي یې اړه درلوده.

وروسته د وزیر علي استازی، مُلامحمد، له اټک سره نیژدې، د انګلیسیانو په تحریک، ووژل سول. له دې سره انګلیسیانو ته ډېر لیکونه او اسناد په لاس ورغلل او دوی په دې خبر سول چي د زمانشاه دربار ته د کلکتې له لاري سوغاتونه او وسایل لېږل سوي دي. په دغو لیکونو کي دا هم معلومه سوه چي شمس الدوله خپل استازی شیخ علي د زمانشاه دربار ته لېږلی وو. شیخ علي کابل ته رسېدلی او هغه ته یې د خپل بادار له خوا لیکلی پیغام وړاندي کړی وو. شمس الدوله له زمانشاه څخه غوښتي وه چي انګلیسیان له هندوستان څخه وباسي او پخپله په دې هیواد کی د مسلمانانو د سیمو څخه د جوړ سوي اسلامي نظام رهبري پر غاړه واخلي. ده له دې امله خواشیني ښکاره کړې وه چي څرنګه د مسلمانانو حکومت د غاصبو کفارو په لاس کي لوبیږي. ده له زمانشاه څخه غوښتي وه چي پر هند باندي د یرغل کولو نقشه عملي کړي، د انګلیسیانو پر ضد له خپلو وسلو او قوت څخه کار واخلي او هند د هغوی له منګولو وژغوري.

پر هند باندي د زمانشاه د یرغل تیاریو له روهیله مشرانو سره، چي د خپلو له لاسه وتلو مځکو د بیرته تر لاسه کولو هیله یې درلوده، ډېر امیدونه پیدا کړل. د غلام قادر خان ورور بمبو خان له زمانشاه سره پټ تماسونه پیل کړل. زمانشاه یو ځل له هغه څخه وغوښتل چي د ده له پوځونو سره، چي ژر به ډهلي ته ورسیږي، همکاري وکړي. بمبو خان هم، له زمانشاه سره د ملګرتوب لپاره، د بوریا په سیمه کي د جمنا پر غاړه باندي ډېر لوی پوځ را غونډ کړ. بمبو خان دغه راز د رامپور روهیله افغانانو ته هم بلنه ورکړه چي له ده سره په دې مبارک ماموریت کي برخه واخلي. کله چي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل آوازې تودې سوې نو، د غلام محمد په څېر د روهیله نورو مشرانو له زمانشاه څخه هیله وکړه چي پر هند باندي یرغل وکړي او په هغه هیوا  کي د روهیله له لاسه تللی قوت بیرته را ژوندی کړي. زمانشاه له غلام محمد څخه وغوښتل چي پر هند باندی د ده د یرغل په وخت کي د شرایطو په برابرولو کي مرسته وکړي. زمانشاه دغه راز له غلام محمد سره ژمنه وکړه چي له انګلیسیانو څخه به وغواړي چي دی وبخښي او د هغو مځکو نیمايي بیرته ورکړي چي د فیض الله خان ورور ورڅخه لاندي کړي دي. زمانشاه په لکنهو کي د انګلیسیانو استازي ته یو لیک واستاوه او په هغه کي یې د غلام محمد د بخښل کېدلو او هغه ته د خپلو مځکو د بیرته ورکولو غوښتنه ورڅخه کړې وه. مګر د زمانشاه دغه استازی بریالی نه سو او د هغه هیڅ غوښتنه ونه منل سوه. زمانشاه روهیله مشرانو ته اطمینان ورکړ چي هر کله دی ډهلي ته ورسېدی نو د دوی پر غوښتنو به غور وکړي او حق به و حقدار ته ورسیږي. زمانشاه له هغي مساعدي وضع څخه چي په هند کي له انګلیسیانو څخه ناراضي مشرانو ورته برابره کړې وه هیڅ ګټه وانه خیستله. دی به هغه وخت ډهلي ته رسېدلی وای چي که د ده هندي متحدینو د سیکهانو او مرهټیانو قدرت کنټرول کړی وای. دا دواړه قدرتونه د زمانشاه او د مغولو ترمنځ د ارتباط ټینګولو په مخ کي خنډ وه.

ګورنرجنرال ویلسلي، په دغو حساسو شرایطو کي، په برټانیه کي د هند د چارو د کنټرولولو د هیات رییس هینري ډونډاس ته ولیکل: « زه نه سم کولای چي له کابل څخه د حملې خطر یوازي خوب او خیال وګڼم» ده د نورو په خلاف، پر هند باندي د زمانشاه حملې ته په سپک نظر  نه کتل. آرتر ویلسلي، مخکي په ۱۷۹۷ کال کي خپل ورور ته په دغه ارتباط لیکلي وه:« زه په دې عقیده نه یم چي زمانشاه به پر هند باندي په یرغل کولو کي سختي ستونزي ولري او ده ته به هیڅ ګټه ونه کړي. زه دا نه منم چي وايي پر هند باندي د زمانشاه د حملې هیڅ احتمال نسته او چور او تالان به نه کیږي، ځکه چي  د ده په ګاونډ کي سیکهان پراته دي او هغوی به دی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي ». ویلسلي دا نظریه ردوله او هغې ته یې د وخت د فیشن په سترګه کتل. ده ولیکل چي په ۱۷۹۷ کال کي چي زمانشاه ځان لاهور ته ورساوه له هغه سره سیکهانو هیڅ مقاومت ونه کړ. ده استدلال کاوه چي د زمانشاه د پرمختګ په مخ کي د اَوَد سیمه پرته ده او بیانو د مرهټیانو د سیندهیا د واکمنی علاقه او د جون پور او ویاجانګر د راجاګانو سیمي پرتې دي او دا ټول په خپلو کي داسي سره مخالف دي چي د زمانشاه سره د جګړې کولو توان نه لري. هینري دونډاس د ویلسلي له نظر سره موافق وو او ویل یې چي د زمانشاه پوځي او مالي قوت هغه ته پر هند باندي د حملې کولو توان ورکوي او باید چي د هغه د حملې خطر جدي ونیول سي.

د زمانشاه پر له پسې ناکامیو په هند کي له برټانوي مقاماتو سره وېره او اندېښنه کمه کړه مګر ویلسلي په دې عقیده وو چي زمانشاه که د یوه مستقل قوت په حیث خطرناک نه دی خو له هغه سره د هند ناراضي قوتونه هر وخت یو ځای کېدلای او هند ته یو خطر متوجه کولای سي او ښايي یو وخت په خپل مقصد کي بریالی هم سي. ویلسلي د زمانشاه د حرکتونو او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د لارو چارو په فکر کي سو. ویلسلي د ۱۷۹۸ کال د فبروري په میاشت کي هینري ډونډاس ته ولیکل چي په هند کي، له تيپو سلطان څخه پرته، ټول قوتونه باید د زمانشاه په مقابل کي سره متحد کړه سي او د هغه د حملې او بریالي کېدلو مخه باید ونیوله سي.

د برټانوي هند مقاماتو د امنیتي اقداماتو تر څنګ ډیپلوماسي هم نه وه هېره کړې. ویلسلي په ټینګه په دې عقیده وو چي د دې لپاره چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر له منځه ولاړ سي باید چي هغه په خپله خاوره کي دننه له دښمنانو سره مخامخ کړه سي او که دا کار وسي نو هغه به هیڅ وخت پر هند باندي د حملې کولو خیال ونه کړي. په ۱۷۹۸ کال کي زمانشاه د پنجاب تر پولو را ورسېدی خو له بده مرغه چي په خپل هیواد کي د ننه د خپل ورور شاه محمود د ښورښ له امله وطن ته په ستنېدلو مجبور سو. اوس نو دا د انګلیسیانو په ګټه وه چي زمانشاه په داخلي اختلافاتو، په تېره بیا په خپلو لوېديځو پولو کي په داسي جنګونو اخته کړي چي له هند څخه یې توجه بلي خواته واوړي. برټانیه په دې خبره وه چي د افغانستان او ایران ترمنځ دښمني موجوده ده او په دې برخه کي د ایران څخه ښه کار اخیستلای سي او برټانیې له دې دښمنۍ څخه پر خپل وخت ښه ګټه پورته کړه. مګر مخکي له هغه چي ویلسلي په دې برخه کي ګام پورته کړي، د بمبيي ګورنر جوناتن ډنکن د وخته د عمل ابتکار اخیستی وو.

د بمبيي ګورنر جوناتن ډنکن د ۱۷۹۸ کال د سپټمبر پر لومړۍ نېټه، له ایران سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو په پلمه، مهدي علي خان په بوشهرکي، د این ایچ سمیت پر ځای باندي مقرر کړ. حوناتن ډنکن دې خبري ته متوجه سو چي کېدلای سي له مهدي علي خان څخه له ایران سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو تر څنګ ډیپلوماټیکه استفاده هم وسي. ده ګورنر جنرال ویلسلي ته ولیکل چي مهدي علي خان، په یوه تجارتي ماموریت، تهران ته روان دی؛ کېدلای سي د ده په وسیله د ایران شاه تشویق کړو چي د افغانستان پر لوېدیځو برخو باندي حمله وکړي او د زمانشاه توجه له هند څخه د خپلو لوېدیځو پولو او سیمو د ساتلو خواته واړوي. ده ولیکل چي له مهدي علي خان څخه داسي استفاده هم کېدلای سي چي په ایران او په هغه سیمه کي د فرانسې نفوذ هم کم کړه سي. ګورنر جنرال له دې نظر سره سمدستي موافقه ښکاره کړه او مهدي علي خان ته یې صلاحیت ورکړ چي د ایران پاچا ته ووايي که هغه د افغانستان پر لوېدیځو پولو باندي حمله وکړي او د زمانشاه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړوي نو هر څومره وسلو او مهماتو ته چي ضرورت لري د برټانیې حکومت به یې ورته برابر کړي. مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سوی وو چي دغه هدف ته د رسېدلو تر څنګ په هغه سیمه کي د فرانسویانو فعالیتونو ته هم توجه وکړي چي هسي نه د هغه د پلانونو د شنډولو هڅه وکړي. ګورنر جنرال له ډنکن څخه وغوښتل چي مهدي علیخان سمدستي ایران ته ولیږي او د هغه هیواد پاچا پر افغانستان باندي حملې ته تشویق کړي څو شاه زمان پر هند باندي د حملې خیال له سره وباسي او د برټانوي هند مقامات پر هند باندي د افغانانو د حملې او د فرانسویانو له خوا له د متوجه کېدونکو خطرونو څخه له ویري څخه بېغمه کړي. دا له ایران سره د دوستانه اړيکو د ټینګولو، پر افغانستان باندي حملې کولو، د برټانیې د ګټو د خوندي کولو او په سیمه کي د فرانسې د نفوذ د کمولو او له هند سره د مکاتباتو او ارتباطاتو د پای ته رسولو په منظور د برټانوي هند لومړنی ډیپلوماټیک کوښښ وو، چي د رسمي سفارت له لاري نه بلکه د یوه استازي په وسیله یې کاوه.

مهدي غلیخان لومړنی سړی وو چي د انګلیسیانو او ایران تر منځ اړیکي یې ټینګ کړل. هغه اصلا په ایران کي زېږېدلی وو. د هغه پلار او نیکه ایرانیان ول او د خراسان له بانفوذه کورنیو څخه وه. د نادرافشار له وژل کېدلو څخه وروسته، د مهدي علیخان د کورنۍ او نادر د اولادونو ترمنځ اختلافات پیدا سول. د مهدي علیخان پلار او نیکه له ایران څخه وتلو او هند ته په راتللو مجبور سول. انګرېزانو د دې کورنۍ مېلمه پالنه وکړه او مهدي علیخان ته یې په غازي پور او بنارس کي وظیفې ورکړې او په دې حساب له ډېره وخته د انګرېزانو یو وفادار نوکر وو. دا سی ادعا کېدله چي مهدي علي خان له کمپنۍ سره د کار له پیل کولو څخه مخکي له ټیپو سلطان سره کار کاوه. مهدي علي خان چي د ایران د تاریخ یو عالم وو،  جوناتن ډنکن یې تر تأثیر لاندي راووست او د هغه یې صداقت او ریښتینتوب خوښ سو. کله چي ډنکن د بمبيي ګورنر سو نو دی هم ورسره ملګری وو. په هغو شپو کي چنداني د چا زړه ته نه لوېده چي انګلیسیان دي د شرق په یوه اوسېدونکي دونه اعتماد وکړي چي هغه دي د ایران دربار ته واستوي او هغه ته دي وظیفه ور وسپاري چي د ایران شاه د فرانسویانو سره د اړیکو له ټینګولو څخه را وګرځوی او د افغانستان پر لوېدیځو پولو باندي یې حملې کولو او له هند څخه د زمانشاه د توجه اړولو ته یې تشویق کړي. مګر ډنکن هغه ته جدي خبرداری ورکړ چي په ایران کي به په هیڅ توګه له یوې خاصي ډلي سره دوستي او له بلي سره دښمني نه کوي.

مهدي علیخان د ایران د مکتب یو ځیرک ډیپلوماټ وو. ډنکن هغه ته په لومړي سر کي وطیفه ورکړه چي د بوشهر په بندر کي  برټانوی فابریکې ته رسېدلې تاوانونه او د هغه چاره وسنجوي او دغه راز د مسقط د امام، چي د برټانیې سره مخالف دی، د پخلا کولو کوښښ وکړي. د مهدي علیخان د ماموریت هدف دا وو چي کوښښ وکړي ایران ته د برټانیې صادرات زیات سي او دغه راز دا وڅېړي چي په تېر کال کي په هغه هیواد کي ولي د برټانیې د مالونو د خرڅلاو له درکه ښه ګټه نه ده ترلاسه سوې. 

که څه هم چي د مهدي علیخان د ماموریت هدف تجارتي وو خو ده ته دغه راز ویل سوي وه چي په ایران کي د انګلیسیانو د سیاسي استازي په حیث هم کار وکړي. په دې توګه مهدي علیخان، د انګلیسیانو د کمپنۍ د سیاسي استازي په حیث کولای سوای چي په تهران کي د فتحعلیشاه قاجار دربار ته ورسي. مهدي علیخان د بمبیی د کونسل لیکونه ورسره درلودل چي فتحعلیشاه ته یې د پاچا کېدلو له امله مبارکي ویلې او د هغه د کاکا محمدخان قاجار د وفات له کبله یې خواخوږي ورسره ښودلې وه.

مهدي علیخان ته ویل سوي وه چي پر دې برسېره به په ایران کي د فرانسې فعالیتونه هم وڅاري. په هغه وخت کي چي فرانسې مصر اشغال کړی وو، په هند کي د فرانسې خطر ته په ډېره جدي سترګه کېدل او فرانسویانو د ایران له پاچا سره فعالي دسیسې پیل کړي وې. مهدي علیخان ته دغه راز هدایت ورکړه سوی وو چي د ایران او روسیې د اړېکو او دغه راز د ایران او ترکیې د روابطو په باب هم څېړنه وکړي. دغه راز باید دا معلومه کړي چي که فرانسه د فارس خلیج ته د رسېدلو کوښښ وکړي نو ایران به د هغوی په مقابل کي څه کوي. ده دغه راز وظیفه درلوده چي د فرانسې د جمهوري غوښتونکو په مقابل کي د ایران د پاچا نفرت را وپاروي. ځکه چي د هغوی هدف په ټوله نړۍ کي د انارشیزم او الحاد خپرول دي او غواړي چي په ټوله نړۍ کي د تاج څښتنان را وپرزوي. د فرانسې له انقلابیونو څخه وېره او پر مصر باندي د ناپولیون د یرغل په نتیجه کي له فرانسویانو څخه نفرت دې حد ته رسېدلی وو چي مهدي علیخان ته ویل سوي وه چي د ایران شاه داسي تلقین کړي چي په خپله خاوره کي هیڅ فرانسوي ته په هیڅ پلمه ځای ورنه کړي ځکه چي دوی بل کار نه لري او چي هر ځای ته ولاړ سي هلته د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کار کوي.

د ایران په شاوخوا کي د فرانسې دسیسې ورځ په ورځ زیاتېدلې. په بصره کي د فرانسې وکیل د ایران پاچا ته یو څه سوغاتونه لېږلي وه او هغه یې په دې قانع کړی وو چي فرانسې ته یوڅه امتیازات ورکړي. فرانسې غوښتل چي په تبرېز، بندرعباس او خارک کي فابریکې تاسیس کړي او په عوض کي شاه ته مالي ګټي ورسوي. که د ایران شاه دا پېشنهاد منلی وای نو بیا به د فارس په خلیج کي د برټانیې سمندري قوې او کښتۍ چلولو ته د فرانسې د بحریې له لاسه ډېر خطرونه متوجه سوي وای. د فرانسې ماجرا غوښتونکو له میوریشیس څخه د فارس د خلیج اوبه خطرناکه کړي وې او کله کله به یې د برټانیې تجارتي بېړیو ته هم خطر متوجه کاوه. د مسقط امام د فرانسې دغو اعمالو ته کتل او څه یې نه ویل. د مسقط  د امام او فرانسې ترمنځ دوستانه اړېکي له ۱۷۸۵ کال څخه پیل سوي وه. د مسقط امام فرانسې ته غنم او مالګه ورکول او په مقابل کي ده کولای سوای چي فرانسوي صاحب منصبان او ډاکټران استخدام کړي. مهدي علیخان ته هدایت ورکړه سوی وو چي د مسقط پر امام باندي هم کار وکړي او هغه د فرانسویانو له دوستی څخه وبېروي.

مهدي علیحان ته دغه راز ماموریت ورکړه سوی وو چي له دغه سره مساوي یوه بل مهم کار ته هم متوجه وي او هغه دا چي  باید زمانشاه ته داسي وضع ایجاد کړي چي هغه تل له خطر سره مخامخ وي او د هند په برخه کي د خپلو نقشو عملي کولو ته بېغمه نه سي. مهدي علیخان وظیفه درلوده چي د ایران پاچا فتحعلیشاه ته ووايي چي د زمانشاه تهدیدول او پر هند باندي له حملو څخه را ګرځول د ده د هیواد او پاچهی په ګټه کار دی. جوناتن ډنکن، د نومبر پر اته ویشتمه، مهدي علیخان ته ولیکل چي فتحعلیشاه ته ووايي چي که زمانشاه په یوه او بل ډول په خپله خاوره کي له ستونزو سره مخامخ کړه سي نو هغه به پر هند باندي حملې کولو او په هند کي پاته کېدلو ته وخت پیدا نه کړي. 

مهدي علیخان فتحعلي شاه ته ډیر قېمتي سوغاتونه ورکړل او په دې توګه یې د هغه ښه نیت ترلاسه کړ. مهدي علي خان، چي خپل د ماموریت ټوله ټکي یې په نظر کي وه، ډنکن ته ولیکل چي که د فتحعلي شاه سره دوستی غواړی نو هغه یوازي په خبرو د ځان کولای نه سی بلکه په نغدو پیسو یې خپلولای سی. ده ولیکل چي شاه ته د پیسو په ورکولو سره به هغه دې ته راوستل سي چي له روسانو سره خپل ټول تجارتي قرارداونه لغو او هغه اړیکي له برټانیې سره تینګ کړي. مهدي غلیخان غوښتل چي شاه ته د ۸۵۰۰ روپیو په ارزښت، صدراعظم ته د ۱۰۰۰ او د جنګ وزیر ته هم د زرو روپیو په ارزښت تحفې ورکړي. ده دا ټولي خبري ډنکن ته ولیکلې او ضمنا یې پېشنهاد وکړ چي د د فارس ګورنر او د بوشهر حاکم ته دغه راز تحفې ورکړلي سي. ډنکن د مهدي علیخان له يېشنهادونو سره موافقه وکړه. په هغه لیک چي دنکن مهدي علي خان ته واستاوه دا ټکي روښانه سوي وه: « تا چي په ایران کي د فرانسې د نفوذ د چټک کمولو په باب کوم پېشنهادونه کړي دي موږ ته منظور دي او د فتحعلي شاه، د هغه د ورور حسین خان، د بوشهر د شیخانو او د مسقط د امام په برخه کي دي ټول پېشنهادونه منظور دي » .

ګورنرجنرال غوښتل چي یو ګام لا مخته ولاړ سي او د هغو اقداماتو لپاره یې چي  د هند له خوا څخه  د زمانشاه د توجه د اړولو او په خپله خاوره کي په مشکلاتو اخته کولو لپاره لازم دي د تقریبا دوو لکو روپیو منظوري ورکړه. مګر مهدي علیخان تر لازمه اندازه پیسو د زیاتو روپیو لګولو ته تیار نه وو. د ده پلان دا وو چي د ایران په حکومت کي د شیعه او سُنی تعصب ته لمن ووهي.  د ایران حکومت دې ته تشویق کړي چي د سنیانو پر ضد جهاد اعلان کړي او په دې توګه خپل هدف ته ورسیږي. داسي ښکاري چي د فرانسې او افغانستان خواته د ایران د توجه اړولو پلان ټول د مهدي علیخان خپله طرح وي.

ګورنر جنرال هم له ټولو هغو پېشنهادونو سره چي ډنکن ور ولېږل موافقه وکړه. څرنګه چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر ډېر نیژدې ښکارېدی نو ډنکن له مهدي علیخان څخه وغوښتل چي د فتحعلیشاه په دربار کي خپل فعالیت پیل کړي. ګورنرجنرال دغه راز ډنکن ته هدایت ورکړ چي مهدي علیخان ته ټولي هغه اعتماد نامې چي دی اړتیا ورته ولري برابري کړي. ډنکن، د ګورجنرال د هدایت سره سم، د ۱۷۹۸ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د مهدي علیخان په باره کي داسي ولیکل: « مهدي علیخان زما له خاص هدایت سره سم ستاسي دربار ته د خاصو کارونو لپاره درځي او له امپراطور سره چي هغه هر څه فیصله وکړه په هغه به عمل کیږي» . دا لیک مهدي علیخان ته واستول سو مګر ده ته هدایت ورکړه سوی وو چي له هغه څخه د خپل لزوم دید سره سم کار واخلي.

د ۱۷۹۸ کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه مهدي علیخان بوشهر ته روان سو او د اکټوبر په میاشت کي مسقط ته ورسېدی او له امام سره یې ولیدل. د مسقط امام، چي تر دغه وخته پوري د فرانسې ملګری وو، مهدي علیخان د برټانیې سره دوستی ته تشویق کړ. د مهدي علیخان ډیپلوماسی ډېري ښې نتیجې وورکړې، او مسقط ته د مهدي علي خان له رسېدلو سره په لسو ورځو کي، امام هغه ته خپله لوز نامه ورکړه او د انګلیسیانو سره یې د دوستی تعهد وکړ. په دې توګه انګلیسیانو، په لږ قیمت، داسي څه ترلاسه کړل چي تر دغه وخته پوري یې تصور هم نه سوای کولای. انګلستان ته په مسقط کي داسي حقوق ورکړه سوه چي تر دغه وخته پوري یې هیڅ سابقه نه وه درلودلې. دوی ته په ګوروم کي د یوې فابریکې د جوړولو اجازه ورکړه سوه. انګلیسیانو له دې لاري کولای سوای چي په ایران کي دننه د فرانسې ټول فعالیتونه له نیژدې وڅاري او د هغوی د خنثی کولو لپاره په ښه توګه عمل وکړای سي. یوه برټانوي ډاکتر او د بوشهر څخه یوه محاسب ته په مسقط کي د اوسېدلو اجازه ورکړه سوه. هغوی ته ویل سوي وه چي د امام ټول حرکات او اعمال وڅاري. امام دغه راز د برتانیې دا خبره ومنله چي د فرانسې استازی به له خپل دربار څخه باسي. ده دغه راز موافقه وکړه، چي تر څو پوري د برتانیې او فرانسې تر منځ جنګ جاري وي، د فرانسې هیڅ کښتی ته به په مسقط کي پناه نه ورکوي. امام دغه راز اعلان وکړ چي د برتانیې دښمنان به د مسقط دښمنان وي. برټانیې، د دې ټولو امتیازاتو په بدل کي، یوازي دا موافقه وکړه چي امام ته به د چښلو اوبه او د سون لرګي، په وړیاتوګه، برابروي او امام ته یې اجازه ورکړه چي له کلکتې څخه پنځه زره منه مالګه وارده کړي.

مهدي علیخان، د مسقط له امام سره تر دې تړون وروسته، بوشهر ته ولاړ او هلته یې د فارس ګورنر، چي د ده شخصي دوست وو، رسمي هرکلی وکړ، مګر په بوشهر کي د برټانیې مخکني استازي این ایچ سمیت له  مهدي علیخان ډېر بد سلوک ورسره وکړ. سمیت، مهدي علي خان ته د چارو د سپارلو څخه انکار وکړ او دلیل یې دا وو چي دی یو مسلمان او هندی دی او د برټانیې د استازي په حیث د کار کولو صلاحیت درلودلای نه سي. د ډنکن د پرله پسې هدایتونو سره سره، سمیت پر خپل ځای باندي ناست وو او مهدي علي خان ته یې د دفتر له سپارلو څخه انکار کاوه. بالاخره سمیت مجبور کړه سو چي هند ته ستون سي. مهدي علي خان د برټانیې د تجارتي ګټو په ساتلو کي فوق العاده استعداد وښود. په نتیجه کي د انګلیسیانو تجارت په ډېره چټکۍ سره زیات سو. ډنکن ګورنرجنرال ته ولیکل چي اوس په ایران او مسقط کي د برټانیې مالونه تر پخوا په ډېره لوړه بیه خرڅیږي. وروسته له هغه چي د برټانیې د مالونو بیه ښه لوړه سوه او برټانیې ته یې ښه ګټه ورسېده، مهدي علي خان له بوشهر څخه خپل ډیپلوماټیک کارونه پیل کړل. د ۱۷۹۸ د ډسمبر پر دوهمه مهدي علي خان له بوشهر څخه ایران ته دوه لیکونه واستول چي یو پخپله د پاچا او بل د صدراعظم حاجي ابراهیم خان په عنوان لیکل سوی وو. ده دغه راز د هندوستان او انګلینډ انتیک مواد، چي بیه یې لسو زرو روپیو ته رسېدله، د ایران د پاچا، صدراعظم او د جنګ د وزیر لپاره ور واستول. پاچا او صدراعظم ته د مهدي علیخان  له لیکونو څخه دهغه ډېره عالي ډیپلوماټیکه هوښیاري څرګندیږي. ده صدراعظم ته په خپل مکتوب کي ولیکل چي زمانشاه پر هندوستان باندي د حملې کولو نیت لري. ده ورته ولیکل چي زمانشاه یو ځل تر لاهور پوري مخته تللی او هلته یې د شیعه مذهب نارینه، ښځي او ماشومان وژلي او شکنجه کړي دي. ده صدراعظم ته ولیکل چي انګلیسیانو په هندوستان کي د دغو مظلومو خلکو په طرفداري عمل کړی دی. ده ولیکل چي انګلیسیانو دغو مظلومو شیعه ګانو ته ځای ورکړی او د زمانشاه پر ضد عملي ګامونو اخیستلو ته تیاری کوي او غواړي چي د زمانشاه نقشه ناکامه کړي. انګلیسیانو په نظر کي درلودل چي له دغو شیعه ګانو سره مستقیمي مرستي وکړي مګر څرنګه چي هغوی د دوی له قلمرو څخه لیري ول نو دوی هم خاموش کښېنستل. انګلیسیان په دې عقیده دي چي وايي که د ایران حکومت زمانشاه ته ستونزي پیدا کړي نو دا به د هندوستان له هغو سیمو څخه چي اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي د هغه توجه خپلو ستونزو ته واړوي.

په افغانستان کي مداخلې ته د ایران د پاچا د تشویقولو په برخه کي د مهدی علي خان د پالیسي بری ځکه یقیني وو چي په هغه وخت کي د دواړو هیوادونو تر منځ هسي هم دښمني موجوده وه. زمانشاه د ایران صدراعظم حاجي ابراهیم خان ته پیغام استولی وو او هغه ته یې ویلي وه چي د ایران له پاچا څخه وغواړي چي سمدستي خراسان افغانستان ته تسلیم کړي. کله چي د ایران پاچا ته دا پیغام ورسېدی ده په جواب کي ورته ولیکل چي د افغانستان جنوب ختیځي پولي باید د صفوي پاچاهانو د وخت په ډول وټاکلي سي. په دې توګه د ایران پاچا غوښتل چي افغانستان د هندوستان  تر سرحد پوري ونیسي. فتح علي شاه په دغه وخت کي، په افغانستان کي د ښورښونو د جوړولو لپاره ډېره ښه وسیله درلوده او هغه دا چي په دغه وخت کي د زمانشاه دوه وروڼه شاه محمود او حاجي فیروز په ایران کي اوسېدل. پر دوی برسېره لا د فقید پاینده خان زوی فتح خان هم په ایران کي وو او له شاه محمود څخه یې غوښتي وه چي د کابل د تخت د نیولو لپاره هڅه وکړي. محمود په دغه وخت کي، د کابل د تخت د نیولو لپاره د ایران مرستو ته ډېره سخته اړتیا درلوده. مهدي علي خان ته ډېر ښه فرصت په لاس ورغی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنی اورته یې زور ورکاوه او ایران یې په افغانستان کي مداخلې ته تشویقاوه.

مهدي علي خان، د وضع په نظر کي نیولو سره، د ایران صدراعظم ته یو پلان پېشنهاد کړ چي څرنګه د زمانشاه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړوي. د ده د پلان په اساس د زمانشاه دوه ناسکه وروڼه، باید د هرات د نیولو لپاره استعمال سي. د دې پلان په اساس باید د دواړو وروڼو څخه وغوښتل سي چي د خراسان پر لور حرکت وکړي او د ایران پاچا به یې د هرات په نیولو کي ملاتړ وکړي. په دې توګه به زمانشاه مجبور سي چي د خپلو وروڼو د ښورښ د ځپلو لپاره هیواد ته ستون سي او پر هندوستان به یې فشار کم سي. مهدي علیخان دغه راز د ایران صدراعظم ته اطمینان ورکړ چي د دغو ټولو جنګي عملیاتو لګښت به د برټانیې حکومت ورکوي. د ایران صدراعظم د مهدي علیخان دغه پیغام، په یوه مناسب وخت کي، د پاچا تر غوږه ورساوه. د ایران حکومت په هغه وخت کي د افغانستان پر ضد خصمانه افدام ته تیار ناست وو. د ایران پاچا د مهدي علي خان د پیغام د اخیستلو سره سم د خپل صدراعظم میرزا ابراهیم خان او اعتمادالدوله سره وکتل. فیصله پر دې وسوه چي دا ناراضي شهزاده ګان دي هرات ته ولېږل سي. دوی ته په هماغه ورځ وویل سوه چي خراسان ته حرکت وکړي او دوی ته به هلته د ایران د محاصره کولو لپاره پوځي مرستي ورسیږي. د ایران پاچا دغه راز د خراسان مشرانو ته لیکونه ولېږل او هغوی ته یې هدایت وکړ چي له شهزاده ګانو سره د هرات په اشغالولو کي مرسته وکړي. اصلي پلان داسي وو چي هرات باید ونیول سي او بیا نو د کندهار پر لور پرمختګ پیل سي او وروسته د کابل پر لور مارش وسي. د ایران پاچا شهزاده ګانو ته اطمینان ورکړ چي پخپله به خراسان ته ورپسي ولاړ سي.   

د فشار او د زمانشاه د مجبورولو قواوي چي هر څه وبولو، د زمانشاه پر ضد د ایران د پاچا د لمسولو کمال د مهدي علیخان وو، چي په ډېر افتخار به یې ویل چي د مسقط مسایل یې په څلورو ورځو کي داسي پر لاري برابر کړل، چي بل چا په یوولسو ورځو کي نه سوای کولای. په هغه شرایطو کي، مهدي علیخان داسي اقدامات وکړل چي اغېزه یې له کابل څخه نیولې تر کلکتې پوري څرګنده سوه او ګورنرجنرال او دده د شورا غړو د ده د خدمت قدر وکړ او مننه یې ورڅخه وکړه. د ۱۷۹۹ کال د جنوري پر لسمه، مهدي علیخان ولیکل چي ده زمانشاه ته داسي اورونه بل کړي او داسي ښورښونه یې ورته جوړ کړي دي چي وژل به یې کلونه وغواړي. ګورنر جنرال د مهدي عليخان د هلو ځلو ډېره ستاینه وکړه او له ډنکن څخه یې، د ۱۷۹۹ کال  د فبروري په میاشت کي، له دې امله مننه وکړه چي له هند څخه د زمانشاه د توجه د اړولو لپاره یې په ډېره ښه طریقه عمل کړی دی. ده ولیکل چي له ټولو نېټو او زموږ د استخباراتو له رپوټونو څخه څرګندیږي چي له هند څخه د شاه زمان د توجه د اړولو کار ستا د استازي کمال دی. ګورنر جنرال په هغه مکتوب کي ډنکن ته ولیکل چي د ده لپاره یې داسي انعام په نظر کي نیولی دی چي د هغه  د لیاقت ښکارندوی به وي او  د ده رضاییت او خوښي به ورڅخه ښکاریږي.

په هغو شپو ورځو کي، د فتحعلیشاه دربار ته د زمانشاه یو استازی ورسېدی او د اېران له پاچا څخه یې غوښتي وه چي د کفارو پر ضد لاس ورسره یو کړي. له دې څخه مخکي د میسور د واکمن ټیپو سلطان یو هیات، چي ډېر قېمتي سوغاتونه ورسره وه، د همدغه هدف لپاره، د فتحعلیشاه دربار ته ورغلی وو. که مهدي علیخان د ایران له شاه څخه پر هرات باندي د حملې کولو غوښتنه کړې وای نو د ایران شاه به د دې کار لپاره د میلیونونو روپیو غوښتنه کړې وای. مګرمهدي علیخان داسي ترتیب ونیوی چي دا ټول جنګ یې په دوه لکه روپۍ تمام کړ. له دې څخه یو لک روپۍ د زمانشاه وروڼو، د مهماتو د را نیولو لپاره، واخیستلې. د ایران دربار د دغو پیسو غوښتنه وکړه او مهدي علیخان هغه ورکړې. د مهدي علیخان د ماموریت بل مشکل په دې کي وو چي دا کار باید په لنډ او ټاکلي وخت کي سوی وای. د دغه ماموریت اهداف باید د ژمي تر موسم پوري، چي زمانشاه معمولا پر هند باندي حملې کولې، تر سره سوي وای. نو د دغه ماموریت د بریالي کېدلو دپاره د ډېر فکر او بحث کولو ته وخت پاته نه وو. د انګلیسیانو کمپنۍ، په هغه وخت کي، په ایران کي چنداني چا نه پېژندله نو دا ډېره ګرانه خبره وه چي څوک دي ایرانیانو ته قناعت ورکړي چي د کمپنۍ له ډيپلوماسي سره سم عمل وکړي. د دې ستونزو تر ځنګ لا، په بصره او بغداد کي، د انګلیسیانو استازو د مهدي علیخان د پلان په مخ کي خنډونه اچول. په بصره کي خو د انګلیسیانواستازي سامویل مېنسټي دونه مخالفت وښود چي هغو کښتیو ته یې چي له بصرې څخه بمبیی ته رواني وې په بوشهر کي د لنګر اچولو اجازه نه ورکوله. ده مهدي علیخان ته هغه سوغاتونه، چي هغه د ایران دربارته په نظر کي نیولي وه، ورنه کړل. په بغداد کي د انګلیسیانو استازي جونز هارفورډ نه یوازي مهدي علیخان وغانده بلکه ایران ته یې د یوه هندي استازي د لېږل کېدلو پر مفکوره باندي انتقاد کړی وو. دی د ایران دربار ته د مهدي علیخان له لېږل کېدلو سره مخالف وو، او ویل یې چي دا د برتانیې له خوا یو غلط اقدام دی ځکه چي په دې توګه به د زمانشاه سره د خبرو کولو ټولي لاري بندي سي.

د اسرارو د ساتلو کمېټې، د دغو استازو له نظریاتو سره د مخالفت څرګندولو په ترڅ کي ولیکل، چي مهدي علي خان د هغي سیمي ځايي سړی دی، د ډیري لوړي رتبې او تحصیلاتو خاوند دی او داسي یو سړی چي په هند کي د برټانیې اداره په هغه بشپړ باور لري. څه اجرآت چي هغه تر دغه وخته پوري کړي دي زموږ تر انتظار لوړ دي او موږ په دې کي هیڅ شک نه لرو چي که له هغه سره د برټانیې د یوه تبعه په څېر سلوک وسي هغه به تر دې هم ښه اجرآت او کارونه وکړي. د ایران حکومت د مهدي علیخان سره لیدلو ته لېوالتیا وښودله. د شاه دربار ته د هغه د بللو لپاره یو فرمان صادر سوی وو او تر تهران پوري د هغه د بدرګه کولو لپاره یو مېلمه پال هم ټاکل سوی وو. مهدي علیخان نه غوښتل چي د ایران دربار ته ولاړ سي ځکه چي له ده سره ښه سوغاتونه موجود نه وه او په هند کي مسوولومقاماتو ته یې ولیکل چي تر څو پوري له ده سره د ایران د پاچا له شانه سره لایقي تحفې نه وي دی د ایران دربار ته نه سي تللای. کله چي مهدي علیخان ته سوغاتونه ورسېدل نو هغه د ‍۱۷۹۹ کال د مې پر شپږویشتمه تهران ته روان سو. تر دې مخکي هیڅ وخت د ایران دربار د کوم برټانوي د بدرګه کولو لپاره مېلمه پال نه وو ټاکلی. له مهدی علیخان سره، پر مېلمه پال برسېره، د بصرې د سوداګرو مشر هم ملګری وو.

د۱۷۹۹ کال د جون پر یوویشتمه مهدي علیخان شیراز ته ورسېدی، هلته یې ډېر تود هرکلی وسو او ښې مېلمستیاوي ورته جوړي سوې.کله چي دی شېراز ته ورسېدی نو هلته خبرسو چي شاه محمود په هرات کي ماته خوړلې ده. مهدي علیخان، له دغه امله د ایران شاه ته یوه عریضه ولیکله او له هغه څخه یې وغوښتل چي د سنیانو هغه ډول خونړي ځپلو ته خاتمه ورکړي لکه شاه زمان چي په هندوستان کي د شیعه ګانو په مقابل کي مرتکب کیږي، ځکه چي برټانیې هغو ځپل سویو شیعه ګانو ته سیاسي پناه ورکړې ده. که تاسي اعلیحضرت د سنیانو تعقیبولو ته دوام ورکړی نو دا به زمانشاه ته په خپل قلمرو کي د شیعه ګانو د لا ځپل کېدلو لپاره پلمه په لاس ورکړي. د ایران شاه په هرات کي د شاه محمود د ماتي خوړلو له امله دونه په غوسه سو چي پخپله یې د خراسان پر لور حرکت وکړ. بل خبر چي مهدي علیخان په شیراز کي تر لاسه کړ هغه دا وو چي ټيپو سلطان د ایران پاچا ته پیلان، قيمتي سوغاتونه او یو استازی لېږلی وو. مهدي علیخان ولیکل « د ټيو سلطان وکیل د سوغاتونو سره یو ځای څوارلس لکه روپۍ نغدي راوړي وې. زما سره ډير کوچني سوغاتونه راسره وه. په ایران کي پیسې ډېري کمي دي او ډېر قدر لري. زما سوغاتونه دونه لږ او بې ارزښته وه چي د ټیپوسلطان د سوغاتونو په مقابل کي هیڅ وه. » څرنګه چي ټیپو د انګلیسیانو سوګند خوړولی دښمن وو نو مهدي علیخان خپل ټول وس په کار واچاوه چي د هغه وکیل له شاه سره ونه ګوري. د ده آرزو ژر پوره سوه ځکه چي ډېر ژر د مهدي علي خان د سپاهیانو او د ټیپو د وکیل د نوکرانو ترمنځ نښته وسوه او مهدي علي خان وکړای سول چي د ټیپو د سفیر نوکران وډبوي. مهدي علي خان په ایران کي دونه قدر درلود چي کله د ایران پاچا له دې نښتي څخه خبر سو نو سمدستي یې د ټیپو د وکیل د نیولو امر صادر کړ. شاه ویلي وه چي تړونونه باید د پاچاهانو ترمنځ لاسلیک سي نه د پاچاهانو او د ټیپو په څير یوه زمیندار ترمنځ. 

د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کي، مهدي علي خان د ایران شاه وروباله او په ډېر درناوي یې هرکلی وکړ. شاه مهدي علیخان ته په خطاب کي وویل: « نوابه! زه تاته په خپل قلمرو کي هرکلی وایم. ایرانیان باید فخر وکړي چي د دوو پخوانیو مدنیتونو لرونکو هیوادونو ترمنځ اړیکي د داسي شخص په منځګړتوب ټینګیږي چي هغه پخپله د ایران د اشرافو وینه لري. » مهدي علیخان ته د پاچا په حضور کي د کښېنستلو اجازه ورکړه سوه او دا یو نادر امتیاز وو؛ ځکه چي د ایران پاچاهانو یوازي هغو پاچاهانو ته چي مقام یې د ایران له پاچا سره مساوي ګڼل کېدی، د کښېنستلو اجازه ورکوله. مهدي علیخان ته د ایران د پاچا له خوا  دغه هرکلی فوق العاده تود وو او دی یې ډېر وغټاوه. د ایران پاچا په دې ډېر خوشاله سو چي د انګلیسیانو د کمپنۍ له خوا یې د خپل کاکا د وفات له امله د خواخوږی او د ده د پاچاکېدلو له امله د مبارکی پیغام واورېدی. مهدي علیخان ته له هرکلي ویلو څخه وروسته، د ایران پاچا له هغه سره رسمي خبري پیل کړې. مهدي علیخان پر شیعه ګانو باندي د زمانشاه د ظلمونو په باب له مبالغې څخه ډکي کیسې وکړې او د برټانیې د پوځ د زور او قوت په باب یې هم ډیري لاپي ورته وکړلې. هغه ورته وویل چي څرنګه د برټانیې یوه واړه پوځ د سراج الدوله هغه پوځ ته چي شمېر یې دریو سوو زرو تنو ته رسېدی ماته ورکړه. مهدي علیخان وویل چي انګلیسیان د زمانشاه له تېري څخه چي د میسور ټیپوسلطان مرسته ورڅخه غوښتې ده په هیڅ توګه وېره نه لري. مهدي علیحان د ایران پاچا ته وویل چي په زرګونو شیعه ګان په لاهور کي د زمانشاه د ظلمونو له لاسه د انګلیسیانو تر کنټرول لاندي سیمو ته تښتېدلي دي. مهدي علیخان د ایران د پاچا مدهبي احساسات ښه وپارول او هغه ته یې وویل چي که د ایران پاچا د زمانشاه د دغه راز ظلمونو مخه ونیسي دا به یې د خپل خالق خدمت کړی وي. ده ولیدل چي د ایران پاچا دونه په  غوسه سو چي د انګلیسیانو له مرستي پرته یې پر افغانانو باندي حملې ته تیاری وښود. ده  د ایران پاچا، د هغه صدراعظم او اشراف دې ته راوستل چي د زمانشاه په ځپلو کي د انګلیسیانو پلان تعقیب کړي او ډېر ژر یې په افغانستان کي د شاه محمود او حاجي فیروزالدین پر لاس زمانشاه ته داسي ستونزي پیدا کړې چي بیا د سولي د ټینګېدلو احتمال نه لیده کېدی. د ایران پاچا موافقه وکړه چي شاه محمود له شلو زرو عسکرو سره خراسان ته ولېږي. د ایران د پاچا په زړه کي له افغانانو سره د دښمنۍ داسي اور بل سو چي فتحعلي شاه له مهدي علیخان سره ژمنه وکړه چي پخپله به د زمانشاه په جنګ روانیږي. مهدي علیخان، د ایران پاچا دې ته راووست چي له افغانستان سره به تر هغه وخته دښمینو او جنګونو ته دوام ورکوي چي زمانشاه یې پرزولی نه وي.

مهدي علیخان دغه راز په ایران کي د فرانسې د فعالیتونو له نیژدې څارنه کوله. دی خبر سو چي د فرانسې یوه کښتۍ د ایران بندرونو ته نیژدې راغلې ده او فرانسویانو داسي ورانکاري عملیات کړي دي چي پنځه برټانوي عسکر یې وژلي دي. مهدي غلیخانو په دغه اړه له پاچا سره وکتل او هغه ته یې د فرانسې د دغه خاینانه عمل په باره کي اطلاع ورکړه. د ایران پاچا خپلو سړیو ته امر وکړ چي  فرانسویان په وچه او سمندر کي پیدا کړي او ویې نیسي. مهدي علیخان په دې اړه د شاه داسي فرمان ترلاسه کړ چي خپلو لویو افسرانو او د مسقط امام ته یې امر کړی وو چي که کوم منصبدار یا عالي رتبه مامور د شاه د دغه فرمان په عملي کولو کي سستي وکړي؛ عسکر او د هغه تر لاس لاندي مامورین د خپل آمر د نیولو حق لري.  مهدي علي خان د دغه فرمان د عملي کولو لپاره ډیري زیاتي پیسې په رشوتونو او سوغاتونو ولګولې.

له مهدي علیخان سره ، د ایران د پاچا په دربار کي، حاجي خلیل خان هم ملګری وو. حاجي خلیل ډېر هوښیار او ځيرک سړی وو او د ایران له اشرافو او درباریانو سره په خبرو او چلند کي یې له ډېري هوښیاری څخه کار اخیست او ډېر ژر یې د ایران د پاچا اعتماد ترلاسه کړ. د مهدي علي خان د ماموریت له پیل څخه، حاجي خلیل په ایران کي د برټانیې د ګټو د خوندي کولو لپاره خپل ټول وس تمام کړ. د ده استازو له مهدي علي خان سره د سوغاتونو په برابرولو او پیسو په رسولو کي مرسته کوله او مهدي علي خان، خپلو اهدافو ته د رسېدلو لپاره، د حاجي خلیل له نفوذ څخه ګټه اخیستله. پر دې هم موافقه سوې وه چي حاجي خلیل خان به له مهدي علي خان سره د هغه د سفارت په جریان کي ملګری وي. دوی ډنکن ته آسونه، شالونه او داسي قالیني په سوغات کي ولېږلي چي په هند کي چا په سترګو نه وې لیدلي. مهدي علیخان د ۱۷۹۹ کال د ډسمبر پر یودېرشمه د بغداد له لاري هند ته روان سو. د ایران دربار مهدي علیخان ته چپنه او جامې او درې سوه طلاوي ورکړې چي په خپلو ملګرو کي یې ووېشي. ده ایله د ایران له پاچا څخه رخصت اخیستی وو چي له هند څخه مکتوب ورته ورسېدی او د ایران په دربار کي یې د، سفیر په حیث، د جان مالکم د مقررېدلو اعلان کاوه.

د مهدي علیخان بشپړ بري، د ګورنر جنرال په ذهن کي د یو شمېر امکاناتو طرح پیدا کړه؛ هغه دا چي د ایران او برټانیې تر منځ د اړېکو د تقویه کولو لپاره باید لاري چاري ولټول سي. دغه راز باید په دې باره کي پلټنه وسي چي ایران، هند ته، د افغانستان او فرانسې له خوا د متوجه کېدونکو خطرونو په مخنیوي کي څه کولای سي. مګر ده داسي لاره انتخاب کړه چي د ایران پاچا د برټانیې له دې دریځ سره ملګری کړي چي غوښتل یې محمود او فیروز په دایمي توګه داسي حمایه کړي چي زمانشاه د تل لپاره ، په خپل هیواد کي، مشغول وساتي. په دغه مشخص هدف کي، مهدي علي خان په دې بریالی سوی وو او د افغانستان خطر یې لیري کړی وو. دی په دې بریالی سوی وو چي د برټانوي هند او د ایران تر منځ دوستانه اړیکي ټینګ کړي او یاغي شهزاده ګان یې دې ته هڅولي وه چي د زمانشاه په قلمرو کي مشکلات پیدا کړي. مګر دغه اقدامات د افغانستان له خواد تهدید د مخنیوي دایمي خنډ نه ګڼل کېدی. ګورنرجنرال ګومان نه کاوه چي دا دوه شهزاده ګان به، په لږ قوت، د زمانشاه په مقابل کي ټینګ سي. ده فکر کاوه چي زمانشاه به، د فرصت له برابرېدلو سره سم، بیرته پر هند باندي یرغل وکړي. مهدي علیخان په ډېره کامیابي د ایران  پاچا او وزیران  له برتانیې سره د دوستانه اړېکو په ټینګولو قانع کړي وه. ویلسلي غوښتل چي له دې دوستانه میلان څخه داسي ګټه پورته کړي چي ایران د برټانیې د خارجي پالیسی په مدار کي وګرځوي او د فرانسې د تهدید ونو په مقابل کي له ایران څخه د یوه حایل قوت په حیث کار واخلي. دغه فرصت هغه وخت تر لاسه سو چي ناپولیون فتوحاتو ته مخه کړه او ایران له خپلي ویري پخپله د اروپا د سیاست مدار ته ولوېدی. ناپولیون غوښتل چي پر هند باندي د حملې لپاره د ایران له خاوري څخه تېر سي او په دې برخه کي یې د ایران دوستی ته اړتیا درلوده. ده دغه راز غوښتل چي د بین المللی سیاست د سطرنج په میدان کي له ترکیې، ایران او روسیې څخه د پیاده ګانو په څېر کار واخلي. په دې توګه نو د فرانسې، ایران او کابل تر منځ  دفاعي تړون کولای سوای چي د برټانیې د امپراطوری په شمال لوېدیځ کي د برټانیې ګټو ته خطر پېښ کړي. ویلسلي فکر کاوه چي د ناپولیون خطر نور د یوه ځانګړي یرغل په مقابل کي د دفاع خبره نه ده چي سړی یوازي د ایران سره د دوستی په ټینګولو قانع سي بلکه  ایران د هند په لاره کي تر بل هر هیواد مهم رول درلودی. ناپولیون هم د ایران په دغه اهمیت ښه پوهېدی نو ځکه یې خپل استازي د ایران دربار ته ولېږل او داسي اقدامات یې وکړل چي په ایران کي  د برټانیې د تجارت د تباهی سبب سو. 

ګورنرجنرال ویلسلي دغه راز په نظر کي درلودل چي ایران ته داسي یو څوک واستوي چي هغه مناسبي اعتماد نامې او پېژند پاڼي ولري او په ایران کي د هند د برټانوي حکومت قوت، شته مني او حیثیت وښيي. د ویلسلي په عقیده، د دغه ډول اعتبار او حیثیت خاوند سفیر به نه یوازي پر هند باندي د زمانشاه د یرغل کولو مخه ونیسي بلکه نور قوتونه به هم پر هند باندي د حملې کولو څخه را وګرځوي او حتی په تجارتي ساحه کي به هم برټانیې ته ډېره ګټه ورسوي. د کمپنۍ مدیره هیات شک څرګنداوه چي ګوندي د یوه بل سفیر ټاکل دي لازم وي ځکه دوی ویل چي له بمبيي ځخه رسېدلي رپوتونه ښيي چي مهدي علیخان په خپلو کارونو کي په بشپړوه توګه بریالی دی او خپل کارونه ډېر ښه پر مخ وړي. که څه هم چي ویلسلي د ایران په دربار کي د مهدي علیخان د فعالیتونو ستاینه کول مګر بیا یې هم دا نه وه خوښه چي مهدی علیخان دي په ایران کي د ټولو کارونو اختیار ولري. ویلسلي نه غوښتل چي یوازي هغه ته دونه مهم ماموریت وسپارل سي او دونه زیات صلاحیت ورکړه سي. که څه هم چي ویلسلي هیڅ وخت دا ونه ویل چي مهدي علیحان په دغه یا هغه کار کي پر خپل سر عمل کړی دی مګر ده له لویه سره هندي ډیپلوماټانو ته په سپکه سترګه کتل. ده فکر کاوه چي دغه ډول ډیپلوماټان یوازي موقتي ګټه رسولای سي او د دایمي اړېکو د ټینګولو او دایمي ګټو رسولو په درد نه خوري. دی په دې عقیده وو چي د مهدي علیخان کارونه تر حد زیات ستایل سوي دي او دونه ارزښت یې نه درلود. ده ولیکل. « ما به له هغو ګټو سره چي ماته یې دفاع راسپارله سوې ده جفا کړې وي که هغه درانه او مهم وظایف چي باید مالکم ته وسپارل سي مهدي علي خان ته وسپارم »

د مهدي علي خان پر ځای باندي ځکه، په حیدرآباد کي د کمپنۍ د استازي مرستیال جان مالکم وټاکل سو. ویلسلي د مالکم د لیاقت، پوهي او شخصیت ډېر زیات صفت کاوه او پر هغه باندي یې بشپړ اعتماد وکړ. مالکم د دې وظیفې اشغالولو ته لېواله وو چي ده ته یې دا زمینه برابره کړه چي په هغه ستره ډرامه کي مهم رول ولوبوي چي په هغه وخت کي په اسیا کي روانه وه. ویلسلي جوناتن ډنکن ته خبر ورکړ چي مالکم ته باید وویل سي چي د هغو هدایتونو سره سم دي عمل وکړي چي ده ته به وخت په وخت ورکول کیږي. د ایران دربار ته، د سفیر په حیث، د مالکم د لېږلږ فیصله مخکي له هغه سوې وه چي هند ته د مهدي علیخان د بریالیتوبونو په باب اطلاعات ورسیږي.

مالکم، ایران ته په لاره کي، د اغا محمدصادق په نوم یو هوښیار تاجر استخدام کړ او ورته وې ویل چي کندهار ته ولاړ سي او د زمانشاه د حرکاتو په باره کي یو بشپړ موثق رپوټ ورته برابر کړي. مالکم صادق ته دغه راز وظیفه ورکړه چي دا خبره معلومه کړي چي زمانشاه پر هند باندي حملې ته تیاری کوي او د ایران د پاچا د حملې څخه د دفاع لپاره تیاری نیسي. صادق ته دغه راز هدایت ورکړه سوی وو چي د زمانشاه د قوت او منابعو په باره کي اطلاعات راغوند کړي، د هغوی د دولت او قوت په باره کي او د زمانشاه د وزیرانو د شخصیتونو او سلوک په باب رپوټونه ورته راوړي. صادق ته دغه راز د ایران د پاچا او د زمانشاه د وروڼو تر منځ د نیژدې دوستانه اړېکو او د هرات او کابل د نیولو لپاره د هغوی د تصمیم په باره کي معلومات ورکړه سوه. صادق کندهار ته ورسېدی او له هغه ځایه څخه یې مالکم ته اطلاع ورکړه چي زمانشاه د ایران د پاچا پر ضد په جنګي تیاریو لګیا دی. انتظار کېدی چي زمانشاه د مشهد پر لور حرکت وکړي، چي د ایران قواوو تهدید کړی وو. کله چي صادق کندهار ته ورسېدی هغه د زمانشاه په کمپ کي په اختلافاتو خبر سو. دی ډېر ژر په دې خبر سو چي د زمانشاه په کمپ کي ځیني کسان له شاه محمود او فیروز سره، چي لا هم په ایران کي وه، په تماس کي دي. زمانشاه د خپل وزیر وفادار خان په مشوره له خپلو لویانو څخه دوولس تنه ووژل. کله چي زمانشاه په خپل کمپ کي د سختو مخالفتونو او په دغه وخت کي د ایران د پاچا له پوځي تیاریو څخه خبر سو نو د کندهار څخه یې د هرات پر لور حرکت وکړ. زمانشاه پوه سو چي شاوخوا دښمنان ورباندي را ګرځېدلي دي نو انتظار نه کېدی چي د هندوستان پر لور دي حرکت وکړي.

مالکم په بوشهر کي مهدی علیخان ولیدی او هغه د خپلو فعالیتونو د نتیجو په باره کي معلومات ورکړل. مهدي علیخان مالکم ته وویل چي د ایران شاه فیصله کړې ده چي شاه محمود د کابل پر تخت کښېنوي. مالکم د ایران پاچا ته ولیکل چي کله افغانستان ته پوځونه لیږي نو نه به خپل اقدام ته د افغانستان د فتح کولو او نه به له سنیانو څخه د شیعه ګانو د کسات اخیستلو خبره را پورته کوي ځکه چي په دواړو صورتونو کي به د افغانستان اولسونه ورته یو لاس سي او مشکلات به ورته پېښ کړي. بهتره به دا وي چي د ایران شاه ووايي چي دی غواړي له شاه محمود سره د تخت په نیولو کي مرسته وکړي او دا ځکه چي محمود تر زمانشاه مشر او د پاچهی مستحق دی. مالکم ته اطلاع ورسېده چي وفادار خان د ایران له شاه څخه د اختلافاتو د حلولو غوښتنه کړې ده.

د ایران پاچا خپل صدراعظم حاجي ابراهیم ته هدایت ورکړ چي وفادار خان ته ووايي چي هغه د کابل پر تخت باندي د شاه محمود د کښېنولو خیال نه لري بلکه غواړي چي د هغه لپاره هرات ونیسي. وفادار خان  حاجي ابراهیم ته په جواب کي ولیکل چي دوی د هرات په موضوع کي موافقه لري خو په دې شرط چي د ایران پاچا به په اینده کي له شاه محمود سره بیا مرسته نه کوي او زمانشاه به په هند کي د خپلو نقشو تعقیبولو ته پریږدي. په دې توګه د ایران د پاچا او زمانشاه ترمنځ سوله ټینګه سوه او زمانشاه د هرات ولایت خپل ورور شاه محمود ته پرېښود. په سند کي د انګلیسیانو استازي ناتان کرو هم دغه نوې موافقه تایید کړه؛ او مالکم یې ناکراره کړ. ( که څه هم چي ورما د ایران او وفادار خان ترمنځ د دغه موافقې په باب د برټانوي هند پر ارشیف باندي حواله ورکوي. ماته بیا هم دا موافقه ځکه مشکوکه ښکاري چي په بل هیڅ متن کي مي نه لیدلې او نه مي د دې موافقې په باب له چا څخه څه اورېدلي دي. جهاني )

مالکم د ۱۸۰۰ کال د جون په میاشت کي، په شیراز کي له ولیعهد شهزاده سره وکتل او هغه ته یې دونه سوغاتونه ورکړل چي تر دغه زیات یې انتظار نه سو کېدلای. مالکم له شیراز څخه اصفهان او له هغه ځایه تهران ته حرکت وکړ. هغه د ۱۸۰۰ کال د سپټمبر په میاشت کي ایډمونډ سټون ته ولیکل چي  تاسي نور په دې باور وکړی چي زمانشاه د راتلونکي کال د بارانونو ترموسم پوري د هند په برخه کي هیڅ نه سي کولای. که دی پر هند باندي د حملې کولو خیال ولري بیا هم د حملې کولو لپاره وخت نه لري. هغه به د راتلونکو څو کلونو لپاره په خپله خاوره کي دونه ستونزي ولري چي د بل ځای فکر به کولای نه سي. مالکم وروسته ولیکل چي زه په دې هیواد کي، تر هغه ځایه چي ممکن وي، زیات اطلاعات را غونډوم. ده ولیکل چي د اروپا او مصر څخه ښه خبرونه نه اورم. فرانسویان کوښښ کوي چي په مصر کي خپل قوت، په هر صورت چي کیږي، ټینګ کړي نو موږ باید د فارس په خلیج کي د هغوی مقابلې ته ځان تیار کړو.

د برټانیې هیات، د ۱۸۰۰ کال د اکټوبر پر اته ویشتمه له اصفهان څخه روان سو او په کاشان کي ډېر تود هرکلی ورته وویل سو. کله چي مالکم تهران ته ورسېدی نو تهران ته نیژدې لویو مقاماتو او شته منو سوداګرو هرکلی ورته ووایه. د هغه د هرکلي او تر هغه قصر پوري د رسولو لپاره چي  د هیات د اوسېدلو له پاره غوره سوی وو، ډېر لوی کسان لېږل سوي ول. صدراعظم حاجي ابراهیم ته د مېلمه د هرکلي ویلو او عزت کولو خاصه وظیفه ورکړه سوې وه. حاجي خلیل، چي د انګلیسیانو ډېر دوست وو او د ایران د پاچا له خوا یې اعتماد نامه په لاس کي درلوده، د تهران په دروازه کي، د هرکلي لپاره حاضر سو. د نجوم ګرو د توصیې سره سم، مالکم د ماپښین پر وخت تهران ته داخل سو. د ۱۸۰۰ کال د نومبر پر شپاړسمه، د انګلیسیانو سفیر د ایران پاچا ته معرفي سو او هغه یې داسي تود هرکلی وکړ چي د مالکم تر انتظار ډېر لوړ وو. د ایران پاچا مالکم ته اطمینان ورکړ چي د ده په پاچهي کي به د دواړو هیوادونو زړه دوستي بیرته ټینګه سي. د نومبر پر اووه ویشتمه، مالکم یو ځل بیا د شاه حضور ته ورغی او دا ځل یې هغه سوغاتونه چي د شاه لپاره یې ورسره راوړي وه، هغه ته وښودل. لويي قیمتي هینداري، د ماهوت زردوزي قيمتي ټوکران، ساعتونه، چي له غمیانو ځلېدل، توپکونه، قیمتي توپنچې، په اروپا کي جوړ سوي نوي ماشینونه، چي په ختیځو هیوادونو کي چا لیدلي نه وه، د الماسو قیمتي دانې او په ډېره زیاته اندازه بوره. د سوغاتونو له تقدیمېدلو څخه وروسته پاچا له خپل صدراعظم څخه وغوښتل چي له مالکم سره د موافقتنامې متن تسوید کړي.

 ایران ته د مالکم له رسېدلو څخه تقریبا یو کال تېر سوی وو او د مالکم ټول وخت په مراسمو او تشریفاتو او مېلمستیاوو کي چټي تېر سوی وو. هغه باید خپل هیواد ته د یوه مثبت ګام یا پیښی په باره کي رپوت ورکړی وای. د افغانستان پاچا چي یو وخت د انګلیسیانو لپاره لوی سرخوږی وو اوس د خپل قلمرو په ساتلو پوري حیران وو؛ او اوس داخلي او خارجي دښمنانو محاصره کړی وو. جنګ او اختلافاتو د ده خپل وجود تهدیداوه او د ده د پاچهي واک ته حتی په کابل کي چا احترام نه درلود. هغه کار چي د ایران پاچا پیل کړی وو، شاه محمود بشپړ کړ او د زمانشاه توجه یې د خپل هیواد د لوېدیځو سیمو د ساتلو خواته واړوله. د ۱۸۰۰ کال د مې تر میاشتي پوري زمانشاه د خراسان پر لور ځکه حرکت وکړ چي فتحعلیشاه خپل زوی شهزاده ابراهیم د څلوېښتو زرو سپرو عسکرو سره د زمانشاه پر قلمرو باندي د حملې لپاره لېږلی وو. دې وضعیت دوه ټکي یقیني کړل. یو خو دا چي د دریو کالو لپاره یې پر هند باندي د زمانشاه د حملې مخه ونیوله او دا درې کاله ځکه د برټانیې لپاره ډېر مهم وه چي هغه هیواد په دغه موده کي په ختیځ کي خپل قوت ټینګاوه. دوهم دا چي په دې وسیله داسي شرایط منځته راغلل چي په هند کي يې د برټانیې امنیت خوندي کاوه. برټانیې د ایران له پاچا سره یو دفاعي تړون لاسلیک کړ چي د افغانستان د پاچا د پراختیا غوښتني مخه یې نیوله.

مالکم ځکه د ایران پاچا تشویق کړ چي په خراسان کي دننه او شاوخوا کي بیا حملې پیل کړي څو زمانشاه پر هند باندي د حملې کولو فرصت پیدا نه کړي. د مالکم له پېش بینی سره سم، د ایران پاچا پر خراسان باندي له سره حملې پیل کړې، مګر چنداني څه یې تر لاسه نه کړل. ضمنا زمانشاه په ایران کي د مالکم په ماموریت خبر سو او په دې پوه سو چي د دې ماموریت اصلي هدف پر هند باندي د ده او د ده د اخلافو د حملو مخنیوی دی. خو زمانشاه په دغه وخت کي د خپل ورور شاه محمود سره په داسي جنګونو لګیا سو چي د ایران خواته یې توجه کولای نه سوه.

په دغه وخت کي مالکم د ایران له شاه سره یو تړون لاسلیک کړ چي لومړۍ برخه یې دفاعي او دوهمه برخه یې تجارتي وه. د دې تړون متن د ایران صدراعظم حاجي ابراهیم خان ترتیب کړی وو او په هغه کي د دواړو خواوو سیاسي او اقتصادي ګټي په نظر کي نیولي سوي وې. سیاسي برخي یې پنځه مادې لرلې. په لومړۍ ماده کي راغلي وه چي دواړه هیوادونه باید کوښښ وکړي چي په خپلو منځونو کي د دښمنی او عداوت ټول عوامل له منځه یوسي. په دوهمه ماده کي راغلي وه چي د ایران پاچا ژمنه کوي چي که افغانانو پر هند باندي حمله کوله نو دی به له افغانانو سره جنګیږي. په دریمه ماده کي راغلي وه چي که چیري افغانستان او ایران کوم تړون لاسلیک کاوه نو ایران باید په افغانستان باندي دا خبره ومني چي د هند پر خاوره به حمله نه کوي او د هند په قلمرو به دعوه نه کوي. نوري دوې مادې د فرانسې په ارتباط وې او پکښی راغلي وه چي که فرانسې یا افغانستان پر ایران باندي حمله وکړه نو برټانیه به ایران ته دونه توپونه او مهمات استوي چي هغه هیواد اړتیا ورته لري او دغه راز به پوځیان او څارونکي هم ور لیږي؛ او دا وسایل او مهمات به د ایران په یوه بندر کي هغه هیواد ته تسلیمیږي. په بله ماده کي راغلي وه چي ایران باید په خپله خاوره کي فرانسویانو ته د اوسېدلو اجازه ورنه کړی او که هغوی نه وتل نو د قوې په زور به یې باسي او په دغه مسله کي به هم انګلیسیان د وسلو او مهماتو مرسته ورسره کوي. دغه راز په دغه  په تړون کي راغلي دي چي ایران به د خپلو بندرونو اوټاپوګانو ته فرمان صادروي چي که مو فرانسویان ولیدل نو تاسي یې وترټي او قتل یې کړی.

ددې  تړون په تجارتي  برخه کي راغلي وه چي د دواړو هیوادونو سوداګر د یوه بل په قلمرو کي آزاد تجارت کولای سي او امنیت یې باید خوندي وي. په تړون کي راغلي وه چي د انګلینډ او هندوستان سوداګر چي د انګلیسیانو د حکومت په خدمت کي وي د ایران د هیواد په هره سیمه  او هر بندر کي د اوسېدلو حق لري او هغوی به له مالیې څخه معاف وي او د دواړو حکومتونو د سوداګرو له مالونو څخه مالیه نه اخیستله کیږي. د دواړو هیوادونو سوداګر د یوه بل په خاوره کي د خپلو مالونو د ورکېدلو او دغه راز د پورونو پر سر را پیدا سویو جنجالونو په صورت کي د یوه بل له حکومت څخه مرسته اخیستلای سي. په دې تړون کي دا څرګنده سوې وه چي که کوم سوداګر چي د انګلیسیانو پوروړی وي وفات سو نو د هغه محل ګورنر مسوولیت لري چي د انګلیسیانو د سوداګر پور پرې کړي. دغه راز برټانویان کولای سي چي د خپلي خوښي په اندازه ایرانیان استخدام کړي او که هغوی کومه ګناه وکړه، دوی د خپلي خوښي سره سم هغوی ته د سزا ورکولو حق لري. انګلیسیانو ته په ایران کي د کورونو د رانیولو او کرایه کولو اجازه ورکړه سوه. دغه راز دواړو هیوادونو موافقه وکړه چي د یوه بل د کښتیو د خرابېلو په صورت کي به له یوه بل سره مرسته کوي. په دې وروستی ماده کي دا هم راغلي وه چي که کوم انګلیس او یا هندي تبعه د برټانویانو سره په ایران کي خدمت کاوه، هر وخت چي یې له اېرانه وتلو ته زړه سو د وتلو اجازه به ورکوله کیږي. په یوه بله ماده کي راغلي وه چي د ایران حکومت به ایران ته د انګلیسیانو له خوا د اوسپني، مسو، پولادو او د ماهوت قیمتي ټوکرانو پر صادرېدونکومالونو باندي له سوداګرو څخه مالیه نه اخلي. په دې موافقه کي انګلیسیانو ته اجازه ورکړه سوې وه چي د فارس په خلیج کي د کشم، انجم او خارګ ټاپوګان اشغال او مستحکم کړي. مګر د تړون دې مادې د ایران د پایتخت په دولتي مشرانو کي ډېر سخت جنجال جوړ کړ. د میرزا شفیع په مشری ډیر سخت مخالفت پیل سو او د دربار ځینو اشرافو یې هم ملاتړ وکړ. مالکم د میرزا شفیع او د اشرافو د راضي کولو لپاره ډیري زیاتي پیسې په رشوتونو ولګولې. مګر مخالفت کرار نه سو. د ایران پاچا تر مالکم د میرزا شفیع خواته میلان درلود او ده هم مخالفت پیل کړ او د دغي مادې د لیري کېدلو غوښتنه یې وکړه. ایرانیان له دې څخه وېرېدله چي هسي نه انګرېزان په هغه هیواد کي هغه لوبه وکړي چي په هند کي یې کړې وه. مالکم بیخي ډېر کوښښ وکړ چي د ایران دربار ته په خپلو دلایلو قناعت ورکړي او هغوی ته یې وویل چي د دې ټاپو ګانو د اشغال څخه د برټانیې مطلب د فارس په خلیج کي د ایران د تجارتي چارو خوندي کول دي. مګر د مالکم دلایلو ځای ونه نیوی او شاه له تړون څخه د دغي مادې پر حذفولو باندي ټینګار کاوه. نو مالکم هم، په دې برخه کي، له خپلو کوښښونو څخه لاس واخیست.

د ۱۸۰۱ کال د جنوري پر پنځه ویشتمه، د دواړو تړونونو، سیاسي او تجارتي، نسخې، چي د ایران وزیرانو ترتیب کړي وې، مالکم ته وسپارل سوې. مالکم هغه تړونونه بیرته تسلیم کړل او د ایران له حکومت څخه یې وغوښتل چي دوه مخي پريږدي. ده دغه راز اعلان وکړ چي که دوی  د تړون په برخه کي سپینه او صادقانه ډیپلوماسي را وانه خلي نو دی به له تهران څخه ولاړ سي. د هغه دې تهدید کار وکړ او ډېر ژر مالکم ته دواړه تړونونه ورکړه سول او له هغه سره شاهي فرمان هم ملګری وو چي د تړون په تصحیح کولو کي دي مالکم برخه واخلي. د ۱۸۰۱ د جنوري پر اته ویشتمه تړون تعدیل سو  او د مهر کولو لاسلیک کولو کارونه یې ختم سول. پر دې هم باندي موافقه وسوه چي شاه به یو فرمان صادروي او د ایران له ټولو مامورینو څخه به غوښتنه کوي چي د دغه تړون ټولي مادې رعیات کړي. دغه راز فیصله  وسوه چي ایران به خپل سفیر حاجي خلیل هندوستان ته واستوي څو هلته د برټانوي مقاماتو څخه پر تړون باندي لاسلیک واخلي او تړون قانوني شکل پیدا کړي. حاجي خلیل هندوستان ته له رسېدلو څخه لږ وروسته په یوه تصادفي نښته کي ووژل سواو تړون لاسلیک نه سو. انګلیس مورخ سرجان کې لیکي چي نه سیاستمداران او نه له حکومت څخه بهر لیکوالان تر اوسه خبر دي چي د ایران او برټانیې له هغه لومړني تړون څخه وروسته د دواړو هیوادونو اړېکو څه شکل غوره کړ.

په هند کي ګورجنرال ویلسلي د مالکم د ماموریت په نتیجه بېحده خوشاله وو. هغه ویل چي د ده د ماموریت په نتیجه کي هم فرانسویان د ایران په خاوره کي له نفوذ کولو څخه منع سول او هم به د ډېرو کلونو اوعمرونو لپاره د هندوستان خاوره له تهدیده بېغمه وي.

دې تړونونو د ایران له خاوري څخه فرانسویان وایستل او انګلیسیانو ته یې هغه امتیازات چي دوی غوښتل ورکړل. د افغانستان له پاچا سره د ایران دښمنی او له محمود سره د ایران د شاه مرستي بالاخره د زمانشاه قدرت تباه کړ. مالکم پخپله وویل چي که د ایران دغه اوسنی حکومت پر قدرت پاته سي نو پر هند باندي د یرغل د مخنیوي لپاره تر دغه بهتر شرایط نه سو پیدا کولای. دغو تړونونو ګورنرجنرال ویلسلي پر هند باندي د افغانستان او فرانسې د یرغل له احتمال څخه بېغمه کړ. ده وویل چي اوس نو په پوره اطمینان سره په لکنهو کي خپل مذاکرات پر مخ بېولای سي او نور دې ته ضرورت نه لري چي د اَوَد د پولو د ساتلو لپاره ملاماتوونکي پوځي لګښتونه وکړي. داسي ویل کېدله چي مالکم د ایران او افغانستان ترمنځ د دښمنیو د اورونو په بلولو کي بریالی سو مګر د ده ماموریت په ۱۸۰۰ کال کي هغه وخت له بشپړ بریالیتوب څخه پاته سو چي زمانشاه له فتحعلي شاه سره تړون لاسلیک کړ او د ایران پاچا له خراسان څخه پر شا سو. تاریخ پوهان وايي چي  دا د مالکم کمال نه وو چي د برتانیې حکومت یې له تهدید څخه وژغوری  بلکه د زمانشاه  د خپل حکومت کمزوري وه چي د برټانیې د ژغورل کېدلو او د هغه د خپلي تباهی سبب سوه. زمانشاه په ۱۸۰۱ کال کي خپل ورور شاه محمود په سترګو ړوند کړ.

د مالکم ماموریت سړی یو بشپړ بری بللای سي خو هینري راولنسن هغه یو ناکام کوښښ بولي. ځکه چي مالکم ایرانیانو ته، چي په دغه راز وختونو کي ډېر ځیرک او هوښیار دي، وښودله چي هندوستان ته د تللو لاره له ایرانه څخه تیریږي او هغوی یې نور هم د ایران اهمیت ته متوجه کړل او په نتیجه کي هغوی پر خپلو غوښتنو او امتیازاتو باندي ټینګار وکړ. دغه راز فرانسوي لیکوالانو او ځینو برټانوي سیاستمدارانو هم د مالکم پر ماموریت باندي انتقاونه وکړل. که څه هم چي دا به بې انصافي وي چي د مالکم کارنامې ته د نن ورځي له شرایطو څخه وګورو. مالکم په داسي شرایطو کي ایران ته تللی وو چي انګلیسیان وارخطا وه او ده هم د ایرانیانو د دوستی د ترلاسه کولو او هندوستان ته د متوجه کېدونکو خطرونو د مخنیوي لپاره له هري وسیلې څخه کارواخیست. هغه د خپل سفر او ماموریت په نتیجه کي، پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر د تل لپاره لیري کړ، په ایران کي یې د فرانسې نفوذ له منځه یووړ او د انګلیسیانو لپاره یې تجارتي امتیازات ترلاسه کړل. خو مالکم په دې سفر کي ډیري زیاتي پیسې په سوغاتونو او رشوتونو ولګولې او ښايي، په اینګلینډ کي د هغه د ماموریت پر نتیجو باندي د انتقاد کولو یو علت هم دغه وي. مالکم په دې سفر کي د کمپنۍ له خزانې څخه ۱۱۱،۹۶۳ سټرلینګ پونډه لګولي وه. مالکم، د ایران مشرانو ته،  په ډېر خلاص لاس، ډيري قېمتي تحفې ورکړې او ډیري زیاتي پیسې یې په رشوتونو ولګولې او د اینګلینډ سیاستمدارانو ویل چي هغه په دې توګه یوه ډېره بده او خطرناکه سابقه پرېښودله. ګورنرجنرال ویلسلي د ۱۸۰۱ کال د اپرېل پر پنځمه کوښښ وکړ چي د دې پیسو زور د اَوَد د نواب له خزانې څخه وباسي. هغه نواب ته وویل چي مهدي علیخان او مالکم خو په حقیقت کي د هغه د قلمرو د ساتلو لپاره ایران ته لېږل سوي وه او دا پیسې د دغه مقصد لپاره لګېدلي دي؛ ځکه نو باید نواب دغه پیسې له خپله جېبه تادیه کړي. له دې وروسته چي به هر سفیر ایران ته تلی نو د ایران مشرانو او اشرافو به د مالکم په څېر د سوغاتونو او رشوتونو انتظار درلود او کنه نو کارونه به یې سم مخته نه تلل.

د برټانیې او ایران ترمنځ دوستانه اړیکو، چي د مالکم په کوښښ ټینګ سوي وه، د ایران پاچا دې ته راووست چي هندوستان ته د یوه سفیر د لېږلو په باره کي جدي فکر وکړي. د دې کار لپاره یې حاجي خلیل، چي د خان لقب یې ورکړی وو، انتخاب کړ او هغه ته یې وظیفه ورکړه چي د ایران د رسمي سفیر په حیث بمبیی ته روان سي. کله چي د ۱۸۰۱ کال د مې په میاشت کي، له ایران څخه د مالکم د راستنېدلو خبرونه خپاره سول نو دا هم ورسره وویل سوه چي، د حاجي خلیل په نوم،  د ایران یو سفیر به هندوستان ته ورسیږي. د ۱۸۰۲ کال د مې پر اووه ویشتمه حاجي خلیل هندوستان ته ورسېدی او ، د برتانیې د حکومت له معمول سره سم، په بشپړو تشریفاتو او احترام ومنل سو. د بنګال د ملکی خدماتورییس ایډوارډ سټراچي د هغه د مېلمه پال په حیث وټاکل سو او له حاجي خلیل سره تر فورت ویلیم پوري ملګری سو. مګر تشریفات او مراسم یو ناڅاپه هغه وخت بند سول چي د ایران د سفیر د تراژیک مرګ خبرونه خپاره سول او د سفیر د هرکلي مراسم د هغه د جنازې په مراسموبدل سول. د ۱۸۰۲ کال د جولای پر شلمه، د ایران د سفیر شخصي ساتونکو کوښښ وکړ چي د برټانوي محافظینو له کتارونو څخه په زور تېر سي. د دوی تر منځ یوه بل ته د بد رد ویلو آوازونه پورته سول او سفیر د هغوی تر منځ د جنجال د حلولو لپاره ورستون سو. په دغه ګړي کي خبره ډزو ته ورسېده او سفیر په ګولۍ ولګېدی او ځای پر ځای ووژل سو. د ده څلور ورسره ملګري هم ووژل سول او شپږ تنه ایرانیان ټپیان سول.

د بمبیی حکومت ډېر سخت وارخطا سو او په هغه شپه یې اعلامیه صادره کړه. خپل ژور خپګان یې وښود او اعلان یې وکړ چي د دغي بدمرغه پیښي د منځته راتللو او د هغې د علتونو په باب د تحقیق لپاره به یوه پوځي محکمه جوړه کړي. کپټان روډلیج، چي د وژل سوي سفیر د پاره د تشریفاتي مراسمو مسوول وو، د ورسره سپاهیانو سره، سمدستي په بندیخانه کي واچول سو. د جولای پر یوویشتمه، کپتان مېنیسټي، د لاشیفانو په نوم، یوه خاصه کښتي کي، کلکتې ته سفر وکړ څو ګورنرجنرال ته، د بمبيي په بندر کي، د هغي بدمرغي پیښي په باره کي معلومات ورکړي. د فقید د سفیر د مېلمه پال، سټریچي په شمول، نور کسان هم له هغه سره روان سول چي ګورنرجنرال ته د هغي پیښي په باره کي د ایران د سفیر د ور سره کسانو د عکس العمل په باره کي معلومات ورکړي. ویلسلي د ایران د سفیر د وژل کېدلو د بدمرغه پیښی له امله سخت خواشینی وو. ګورنر جنرال د فقید سفیر سره د خواخوږی د څرګندولو په منظور د هغه د زوی اسمعیل خان لپاره د هغه تر مرګه پوري له کاله دوه زره روپۍ مستمري تنخوا منظوره کړه. اسمعیل خان له دې پیښی څخه وروسته پنځه شپېته کاله ژوند وکړ او بالاخره په پاریس کي وفات سو. ټول ژوند یې په عیش او عشرت او د پاریس په اوپراوو کي په تماشو تېر کړ.

په هند کي د ایران د سفیر د وژل کېدلو سره په اروپا کي بدمرغي پیښی منځته راغلې. د روسیې امپراطور پال، په ۱۸۰۰کي، د اروپايي هیوادونو له دوهم ایتلاف څخه تر وتلو وروسته له اینګلینډ سره وخوړل. ده د اینګلینډ د ورځ په ورځ قوي کېدونکي سمندري قوې په مقابل کي دوهمه وسله واله بېطرفه ډله جوړه کړه. په دې وخت کي، ناپولیون له خارجي خطرونو څخه بېغمه وو او تر برټانیې د پراخي امپراطوری د جوړولو نقشې یې جوړولې. د دې امپراطوری اغېزه ښايي یوازي په ختیځ کي احساس سوې وای او تزار پال، له اینګلینډ سره د جګړې کولو له امله، د دغه ډول فضا د منځته راوړلو لپاره ډېر مساعد وو. تزار پال د ناپولیون بېحده زیات ستایونکی وو. نا پولیون په هغه وخت کي په یوه قهرمان بدل سوی وو او کولای سوای چي په خپلو سیالانو کي لومړی مقام خپل کړي. ناپولیون، پال په دې قانع کړ چي اینګلینډ د دواړو هیوادونو  مشترک دښمن وبولي او هغه ته یې وویل چي د ترکیې، چي په هغه وخت کي د اروپا ناروغ سړی بلل کېدی، په مستعمراتو کي له خپل څرګند حق څخه بې برخي کړی دی. په نتیجه کي زارپال، په ډېره عاجزي، د ناپولیون نظریاتو ته تسلیم سو او په ۱۸۰۱ کال کي یې له ناپولیون سره ومنله چي د وچي له لاري به پر هند باندي حمله کوي. د دوی د دغي حملې هدف له هندوستان څخه، د تل لپاره، د برټانیې ایستل وو.

د ۱۸۰۱ کال په سر کي، برټانیې ته پر هند باندي د فرانسې او روسیې د ګډې حملې خبر ورسېدی. په بصره کي د انګلیسیانو استازي مېنیسټي ویلسلي ته، پر هند باندي د روسیې د یرغل د احتمال په باب، اطلاع ورکړه. ده ولیکل چي دا پلان که څه هم خیالي معلومیږي خو که سړی د پال شخصیت او طبیعت ته وګوري نو دا کار له هغه څخه ډېر لیري نه دی. ده له ویلسلي څخه وغوښتل چي د مالکم څخه، چي تازه له ایرانه ورستون سوی دی، ټول اطلاعات ترلاسه کړي. ویلسلي، د خپلي طبیعي هوښیاری سره سم، په دې پوه سو چي په دغه راز شرایطو کي، په یوه سیمه کي سوله د تل لپاره نه ټینګیږي نو د فارس له خلیج څخه یې د فرانسې د محرومولو په برخه کي د خپلو نقشو عملي کولو ته توجه وکړه. هند ته د افغانستان له خوا متوجه سوی خطر له منځه تللی وو او د فرانسې له خوا تهدید هم وروسته له منځه ولاړ. مګر روسیه،په اسیا  کي د ستري لوبي د یوه تکړه لوبغاړي په حیث، میدان ته راوتلې وه. د روسیې نوي امپراطور تزار الیکزانډر د ۱۸۰۶ کال د سپټمبر پر یوویشتمه ګرجستان په خپله خاوره پوري تړلی وو. دا په هند کي د برټانیې د امپراطوری لپاره د خطر زنګ وو.

دا وروستي انکشافات د دواړو هیوادونو ترمنځ د تازه بهتر سویو اړېکو د بیرته خرابېدلو لپاره کافي وه. ویلسلي دې وروستیو پیښو وارخطا کړ او دې ته متوجه سو چي له ایران سره خپل اړیکي بهتر کړي. ده د ایران د زړه د ښه کولو لپاره، چي د خپل سفیر د وژل کېدلو له امله خواشینی سوی وو، سمدستي په عمل لاس پوري کړ. مالکم یې ایران ته د سفیر په حیث د بمبيي پر لور واستاوه. مالکم ته یې وویل چي د ایران پاچا ته به ، د هغوی د سفیر د وژل کېدلو له امله، د هند د حکومت ژوره خواشیني وښيي او د ایران حکومت ته به د اړيکو د بهترولو پېشنهاد وکړي. د برتانیې حکومت په لوی سر کي ویلي وه چي د ایران د سفیر وژل کېدل داسي پېښه وه چي پېش بیني یې کېدلای نه سوای او انګلیسیان په هغه پېښه کي هیڅ مسوولیت نه لري؛ او مخکنیو ارتباطاتو بیرته پیل کولو ته یې لېوالتیا ښودلې وه. 

مالکم د ۱۸۰۲ کال د اکټوبر پر لسمه بمبيي ته ورسېدی او د ایران د سفیر د وژل کېدلو په باب یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل. مالکم  دا خپله وظیفه ګڼله چي د ایران مقاماتو ته د هغوی د سفیر د وژل کېدلو په باب بشپړ معلومات ورکړي. ده  د ایران پاچا ته خپل د خواخوږی پیغام واستاوه او په جدي توګه یې د پخلایني غوښتنه ورڅخه وکړه. ده، د دې پیغامونو ترڅنګ،  ۸۴ ۴۸۵ روپۍ  د فقید سفیر ملګري هیات ته په سوغاتونو او رشوتونو ولګولې. ایران ته یې د وژل سفیر د مړي په انتقالولو لس زره روپۍ ولګولې او د وژل سوي سفیر خپلوانو ته یې لس زره روپۍ ورکړې. مالکم پنځه لس زره روپۍ د سفیر ملګرو ته په مېلمستیاوو او لس زره روپۍ په نجد کي مُلایانو ته د خیراتونو په ورکولو مصرف کړې. د پیسو دغه راز لګولو د برټانیې د سفیر سخاوت څرګنداوه او په ایران کي یې د برتانیې د نفوذ له زیاتېدلو سره ډېره مرسته وکړه. د ایران پاچا وویل کله چي خلک د برټانیې د سفیر دغه راز سخاوت وویني نو دا به خلک دې ته وهڅوي چي په اینده کي د ایران نور سفیران قتل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب