شنبه, اپریل 27, 2024
Homeداسې هم شتهامریکا له خپلې خاورې فضا ته ستورمزلي لېږي

امریکا له خپلې خاورې فضا ته ستورمزلي لېږي

تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو له خاورې له ۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ناسا ستورمزلي دسبا د مې په ۲۷ نېټه فضا ته ځي.

د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي مرکز رييس جیم بریدین سټاین د جمعې په ورځ (د مې لومړۍ نېټه) خبریالانو ته وویل «د کوروناویروس وبا له خپرېدو سره سره موږ غواړو چې دا کار وکړو. تاسو ته ویلی شم چې دا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره مهم ماموریت دی.»

په دې ماموریت کې به د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې ستورمزلي باب بیهنکین (Bob Behnken) او ډو هرلي (Doug Hurley) د سپېس ایکس ( SpaceX) له لوري په جوړه شوې ستوربیړۍ کې فضا ته لاړ شي او په فضايي تمځي کې به مېشت شي.

دا ماموریت به، چې ډیمو ۲ نومېږي، د ۲۰۱۱ م کال د جولای له میاشتې را په دې خوا د امریکا له خاورې د ناسا له لوري فضا ته د ستورمزلو د لېږلو لومړنۍ هڅه وي.

ټاکل شوې ده چې ستوربېړۍ د دوشنبې د سهار په ۴ بجې په فلوریدا کې د کینډي له فضايي مرکزه روانه شي.

د ناسا رييس جیم برایډینسټاین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي «د مې په ۲۷ به یو وار بیا امریکايي ستورمزلي د امریکا له خاورې امریکايي راکټونه فضا ته ولېږي.»

ډیمو-۲ ماموریت به د فالکن ۹ توغندو په وسیله، چې دا هم سپېس ایکس کمپنۍ جوړ کړي دي، د ناسا دواړه ستورمزلي په کریو ډارګن (Crew Dragon) ستوربیړۍ کې فضا ته واستوي.

ناسا تراوسه پورې د دغو فضانوردانو د ماموریت موده تعین کړې نه ده خو ویلي یې دي چې هغوی به په فضايي تمځي یا سټېشن کې ځای پر ځای شي.

کله چې ماموریت بشپړ شو باب بیهنکین او ډو هرلي به بېرته مځکې ته راوګرځي.

دوی به فلوریدا ته نژدې په اتلانتیک سمندر کې راکوز شي.

سپېس ایکس کمپنۍ لومړی ځل د تجربې لپاره بې ستورمزلو ستوربېړۍ د ۲۰۱۹ په مارچ کې فضايي تمځي ته ولېږله. هغه ماموریت یې ډیمو ۱ نومولی و او بریالی و.

سپېس ایکس یوه له دوو امریکايي کمپنیو څخه ده چې ناسا ورسره فضا ته د ستورمزلو د لېږلو او له فضايي تمځي څخه مځکې ته د بېرته راوستلو قرارداد کړی دی.

بله کمپنۍ بوینګ ده چې ځان ته د ستوربېړۍ پر جوړولو کار کوي او په دسمبر میاشت کې یې یوه بې ستورمزلو بیړۍ فضا ته واستوله خو په پُرزو کې د نیمګړتیا له کبله تر فضايي تمځي پورې ونه رسېده.

بوینګ غواړي چې یوه بله بې ستورمزلو بیړۍ د تجربې لپاره فضا ته واستوي.

ناسا له سپېس ایکس او بوینګ سره په ۲۰۱۴ م کال کې قراردادونه وکړل څو د هغو ستور بیړۍ کرایه کړي او خپل ستورمزلي پکې فضا ته ورسوي.

په پیل کې ناسا سپېس ایکس ته ۲ ملیارده او ۶ سوه ملیون ډالره او بوینګ ته ۴ ملیارده او ۲ سوه ملیون ډالر ورکړل چې نوې ستوربیړۍ جوړې کړي. د دواړو کمپینو پانګونه په راوروسته کلونو کې نوره هم زیاته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب