جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: د بندیانو خوشې کولو لړۍ درولی شو، طالبان لا هم...

امنیت شورا: د بندیانو خوشې کولو لړۍ درولی شو، طالبان لا هم بهرنیو ترهګرو سره اړیکې ساتي

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه:  د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو لا هم له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرېکړې نه دي.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل نن په یو خبري کنفرانس کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د افغان بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه نه کړي، حکومت به هم د دوی د بندیانو د خوشې کولو لړۍ ودروي.

 

نوموړي وویل، له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې په هېواد کې دننه پورې محدودې نه دي بلکې دا ډله له هیواده بهر هم له ترهګرو سره اړیکې پالي: (( طالبان باید له داعش، القاعدې او نورو ترهګرو سره اړیکه قطع کړي تر څو دولت ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان نور د ترهګرو پر ځاله نه بدلېږي.))

 

جاوید فیصل د طالبانو لخوا تازه د ۱۷ افغان بندیانو د خوشې کولو په تړاو وویل، تر اوسه طالبانو له خپلو شکنجه خونو څخه ۱۷۱ کسان ازاد کړي دی چې ۱۰۵ تنه پکې افغان سرتېري دي او نور ملکیان دي: (( طالبانو باید تر دې دمه ۲۰۰ افغان سرتېري خوشې کړي وای، خو دوی تر اوسه ۱۰۵ سرتېري خوشې کړي دي، په دې کې ۴۹ تنه د هغه لیست له مخې خوشې شوي دی چې افغان حکومت یې طالبانو ته لیست ورکړی و.))

 

جاوید فیصل وویل، طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او په وینا یې که طالبان د یو په مقابل کې د پنځو بندیانو د تبادلې له مخې لړۍ مخته یونسي، افغان حکومت هم د دوی د بندیانو خوشې کولو په تړاو هیڅ مکلفیت نلري: (( موږ د طالبانو زر بندیان خوشې کړي دي، دوی باید زموږ ۲۰۰ سرتېري خوشې کړي وای.))

 

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، تر دې دمه یې په کندهار، کندوز، لغمان، هرات او بادغیس کې د حکومت ۲۲۵ بندیان خوشې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب