دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+تصوف د وسمهال په هېنداره کې | اجمل ښکلى

تصوف د وسمهال په هېنداره کې | اجمل ښکلى

لنډيز

تصوف خداى ته د رسېدو يوه داسې موثره لار پاتې شوې، چې يوازې پر څو کسو نه، بلکې د مسلمانو ټولنو پر زياتره برخه يې اغېز شيندلى، ځکه چې تصوف پخوا د دين د زده کړې مهمه لار وه؛ خو اوس د تصوف هغه تود بازار سوړ شوى. د دين د زده کړې لپاره خلکو نورې لارې موندلې او آن هغه معلومات چې پخوا به ورپسې خلکو د بغداد او هند سفرونه کول، اوس په خپله خونه کې په انټرنيت کې موندلاى شي او دې آن عامې ديني مدرسې هم اغېزمنې کړې دي. د تصوف د سړېدو بل لامل له دينه سياسي استفاده هم ده. پخوا هم باچاهانو د يو بل پرخلاف له دينه دا ډول استفاده کوله؛ خو اوس يې د ايډيالوژيو پرخلاف د موثرې وسلې په توګه وکاراوه او سياسي شو، چې له دې سره د دين په اړه نوې زاويې راپيدا شوې، چې د تصوف د سياسي انزوا فکر يې وځاپه. تصوف له دينه د سياسي استفادې مخالفت او ډېر تمرکز پر اخلاقي سم سمکي کړى، ځکه چې بې له اخلاقي سپېڅلتيا د وحدت پر سمندر ورګډېدل شونې نه دي، چې د تصوف لويه موخه ده.

استاد اجمل ښکلی

پوښتنه دا ده، چې اوس موږ تصوف ته څومره اړتيا لرو؟ دا پوښتنه مو اړ باسي، چې تصوف له اخلاقي پلوه پر بېلابېلو اجزاوو ووېشو او بيا هر جز ته د اوسنۍ نړۍ د اړتيا په تناظر کې وګورو. د تصوف ټولې برخې اوس زموږ په ګټه نه دي، بلکې ښايي د اوسنۍ نړۍ فرد او له دې لارې ټولنې ته زيان واړوي، چې په هغه کې د نفس د ګوشمالي کولو او تعذيبولو په نامه له جسمي غوښتنو بې پروا کېدل، له دنيا نه مخ اړول، په تصوف کې بشپړ ورکېدل، د ظلم پرخلاف د صبر تلقين او داسې نورې ځانګړنې راځي؛ خو په تصوف کې د ټولنيز زغم(روادارۍ)، مينې، خواخوږۍ، له قومي، سمتي او مذهبي تعصب پاک ټول انسانيت ته په يوه سترګه کتل، د ګناهګار پرځاى له ګناه نه کرکه او داسې نور زرين اخلاق هم شته، چې اوس ورته هم  موږ اړتيا لرو، بلکې اوس چې موږ جګړې او تشدد ځپلي يو، تر پخوا دې اصولو ته ډېر اړ یو.

کليدي کلمې:تصوف، سياسي انزوا، وسمهال او تصوف، د صوفيانو اخلاق، ټولنيز زغم، د نفس ګوشمالي کول، مينه، خواخوږي، انسانيت، له ګناه کرکه، له تعصب پاک چلن.

سريزه:

پوهان وايي، چې په لومړي ځل په مسلمانانو کې تصوف هله ريښه وزغلولې، چې د مسلمانانو ترمنځ اختلافونه راپيدا شول. دا د اسلامي تصوف لومړى پړاو دى، چې د مسلمانانو ترمنځ يې د اختلاف د ختمولو او سره نېژدې کولو هڅه وکړه.”په عباسي خلافت کې تصوف عشق شو…”[1]

په دې وخت کې د لرغونيو يوناني علومو ژباړې عامې شوې او پر دين متکلمانه بحثونه پيل شول؛ نو اسلامي تصوف دا خپله دنده وګڼله، چېدين د فلسفې له منګولو راوباسي او عشق يې کړي، چې له خپلو پيروانو نه قرباني غواړي.

د اسلامي تصوف په وينا، خداى ته رسېدل په عقل نه، په عشق شونې دي. عقل پوښتنې راولاړوي او عشق له يقينه پيلېږي.

اسلامي تصوف که څه هم د عقلپرستۍ مخالفت وکړ او اشراق ته يې لومړيتوب ورکړ؛ خو بيا هم هغه وخت له دود فرهنګه اغېزمن شو. د اپلاتون او پلاتينوس (Plotinus)د وحدت پرستۍ خبرو پرې اغېز وکړ او له همدې وخته صوفيانو هڅه پيله کړه، چې خپلو تصوفي افکارو ته د شريعت برغولى جوړ کړي او د وحدة الوجود او وحدة الشهود د اثبات لپاره آيتونه او احاديث ومومي. له همدې وخته د شريعت او طريقت سړه جګړه پيل شوه.

خود اسلامي تصوف په دې ټول تاريخ کې يوه خبره مشترکه ده او هغه دا چې د تصوف ډېره مخه له عوامو سره وه او دربار له صوفيانو سره د خپل سياسي نفوذ له املهښه چلن کاوه او بل دا چې تصوف داسې يو مسلک و، چې د انتشار پرځاى يې د صبر تلقين کاوه.

اهل تصوف د خپلې انزوا دليل دا وايي، چې صوفيان اړ دي، چې له بديو له ډکې ټولنې ووځي، ځان پاک کړي او بيا د ټولنې پاکۍ ته لېچي راونغاړي. له دې ځايه دا خبره پيدا کېږي، چې تصوف له ټولنې بېخي منزوي هم نه دى او تل يې د ټولنې په ښه بده کې نقش لوبولاى.

دا سمه ده، چې تصوف د خواصو مسلک دى او هر څوک د عطار د منطق الطير له دېرشو پرته نورو مرغانو غوندې دا ظرفيت نه لري، چې تر لوړو پوړيو(مدارجو) پکې ورسي؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې ګنې تصوف په ټولنيز اړو دوړ کې نقش نه دى لوبولى. پخوانو، صوفيانو ته د دوى د تقوا له امله احترام درلوده او داسې صوفيانو په ټولنو کې نفوذ لاره؛ نو د تصوف په اړه د انزوا خبره بالعموم له سياسي ليدلوريسمه خېژي.

تصوف هغه وخت دين ته د ورننوتو مهمه دروازه وه؛ خو تر راشده خلافت وروسته عموما اسلامي خلافتونه د اقتدار د چلولولو مرکزونه وو، چې له دين سره يې چلن ثانوي و؛ خو بالعموم اداري او سياسي چارې او ستونزې د خپل چاپېريال او فرهنګ په رڼا کې هوارېدې او له بله پلوه تصوف د دين اخلاقي اړخ ته ډېر ارزښت ورکاوه، ځکه نو صوفيانو د دربار په چارو کې د مداخلې مخه نه ليده او له سياسي پلوه منزوي وو. البته کله ناکله چې تصوفي ډلو سياست ته لاس اچولى، تصوفي رنګ يې اغېزمن شوى.يوه بېلګه يې پير روښان دى، چېله مجبورې ورځې يې سياست ته مخه کړې.

مورخين زياتره په دې نظر دي، چې روښان له مغولو سره د وسلوالې مبارزې هوډ نه لاره، خو د ده ستر مذهبي مخالفين او ځينې تصادفي پېښې د دې لامل شوې، چې روښان دې دومره چټک له يوې سترې امپراتورۍ سره ټکر شي. دا هم د يادونې وړ ده، چې پښتون ولس تر ډېره حده د بايزيد روښان په عرفاني شخصيت يو موټى شوي وو او مغول چې په طبيعي ډول يې له پښتنو سره دوښمنۍ لرلې؛ د روښان عرفاني غورځنګ ته به يې هم لا له پيله د تاريخي تناظر پر بنسټ په شک کتل. د “اغازپور” د جنګ له پيله ړومبى بايزيد خپل پيروان د مشورې لپاره وبلل او چې له جنګ پرته بله لار نه وه، نو هغوى هم د جنګ مشوره ورکړه او سوبمن شول.”[2]

او له دې سره پرې جګړه وروتپلوشوه او چې کله د مغولو له پرله پسې تعقيبه تنګ شو، هله يې مقاوت ته لاس واچاوه؛ خو دا مقاومت يې له خپل وحدة الوجودي تصوفي فکره او مسلکه بېخي بېلوساته. له حالنامې پرته له خيرالبيانه نيولې د روښانيانو د ټولو پيروانو تر آثارو پورې په يوه ځاى کې هم له مغولو سره د جګړو د جواز په اړه کوم سياسي او ديني استدلال نه وينو او دا خبره د هغو ټولو تصوفي ډلو په اړه کولاى شو، چې د اسلامي قلمرو په بېلابېلو څنډو کې راپيدا شوې دي.

اوس مو تصوف څومره پکار دى؟

پوښتنه دا ده، چې که تصوف سياسي انزوا ته تمايل ښودلى؛ نو په اوسنۍ ولسواکه(دموکراتيکه) نړۍ کې يې څه اړتيا ده؟

پخوا چې باچا د خداى سيورى ګڼل کېده، اطاعت يې فرض و او مخالفيې د خداى دوښمن باله شو. يوازې محدودې طبقې يې هله مخالفت ته دلايل تراشل چې ګټې به يې ناخوندې شوې؛ نو ويلاى شو، چې هغه وخت فرد هم په ټولنيزو قبايلي زولنو تړلى و او هم په سياسي توګه محکوم و؛ خو اوسنۍ ولسواکې نړۍ فرد ته مخه خلاصه کړه، چې په سياسي بدلونونو کې د راى او لاريون په مټ ونډه واخلي. له همدې امله د تصوف له سياسي انزوا سره دلچسپي نه لرو، ځکه د مسؤولو افرادو په توګه ټولنه زموږ نقش ته سترګې پر لار ده.

په تصوف کې په هره برخه کې انتخاب کولاے شو. تصوف زموږ لپاره د پخواني فرهنګ د بلې هرې برخې غوندې د اوسنيو معيارونو له مخې انتخابي دى.

پخوا تاريخ ته د يوه نکلچي په سترګه کتل کېدل، چې مازې پخوانۍ کيسې راته کوي؛ خو په شلمه پيړۍ کې تاريخ د يوه ژوندي سري په توګه راڅرګند شو. ټي ايس ايليټ وويل، چې موږ د ماضي په حال کې اوسو. مطلب دا چې، زموږ ټولنيز شعور د تاريخ له کيسو ډک دى، ځکه نو خپل حال او راتلونکې ته د ماضي په سترګيو(عينکو) کې ګورو او د سمولو هڅه يې کوو.

د تاريخ په اړه دا ډول فکر مو اړ باسي، چې په پخواني فرهنګ کې د وسمهال له غوښتنو او اړتياوو سره سم انتخاب وکړو. کومې برخې چې يې اوس هم راته ګټورې دي، هغه راخلو او کومې برخې يې چې زموږ د پرمختګ مخه نيسي يا يې له پامه غورځوو يا پرې انتقاد کوو.

تصوف د پخوانيو پرخلاف موږ ته تقدسي جنبه نه لري، ځکه نو د يوه علمي سوچ په رڼا کې پکې انتخاب کوو. پاس مو د دې انتخاب په لړ کې د تصوف پر سياسي انزوا نيوکه وکړه. د تصوف بل مهم اړخ اخلاقي دى.” حضرت ابوالحسن نوري(رح) فرمايي: تصوف د علم نوم نه، بلکې د ښو اخلاقو د مجموعې نوم دى.”[3]تصوف يوازې د وحدت آرزو نه وه، بلکې د انسانيت د معراج حصول هم و او د مولينا جلال الدين محمد بلخي د دې وينا:

دي شيخ با چراغ همى ګشت ګرد شهر

کز ديو و دد ملولم و آنسانم آرزوست

ګفتند:يافت مى نشود، جسته ايم ما

ګفت: آنکه يافت مى نشود، آنم آرزوست

او د رحمان بابا د دې شعر:

کر د ګلو کړه چې سيمه دې ګلزار شي

اغزي مه کره په پښو کې به دې خار شي

ته چې بل په غشيو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشى به ستا په لور ګوزار شي[4]

غوندې ټولو صوفيانو پر اخلاقو ټينګار کاوه، ځکه بې اخلاقو د وحدة پر لوى سمندر ورګډېدل ممکن نه وو او د دې فکر ګټه ټولنې ته هم رسېده، چې ښه اخلاق د انسان بقا او ټولنيز نظم تضمينولاى شي.

د اسلامي تصوف په اخلاقي نظام کې کومو اړخونوته موږ اوس هم اړتيا لرو؟

  1. ټولنيز زغم: زموږ د هېواد په ګډون په ټوله اسلامي نړۍ کې انتشار يوه لويه ستونزه ده، چې بنسټ يې فکري اختلافات دي. د تصوف يوه تاريخي کارنامه دا ده، چې انسانان يې سره نېژدې کړي دي او په دې نېژديوالي کې يې فرقه يي اختلافات خو څه چې آن مذهبي تبعيض هم رد کړى دى. د ابو سيعد ابوالخير(۳۵۷-۴۴۲ق) شعر دى:

باز آ باز آ هر آنچه هستى باز آ

ګر کافر و ګبر و بت پرستى باز آ

اين درګه ما درګه نوميده نيست

صد بار اګر توبه شکستى باز آ

او دا فکر په ټول اسلامي تصوف کې خپور وور او په پخوانو مسلمانانو کې موجود و، چې د هر مذهب له پيرو سره يې ښه چلن کاوه او آن ټولو مذهبونهيې يوه سيند ته وتلې ويالې ګڼلې، ځکه “مسلمان صوفي چې د نفس د تزکيې تر پوړيو اوښتى وي، بشرپالنه يې ړومبنۍ فريضه ګرځي. رحمان بابا رح د يوه رسېدلي بزرګ په توګه ټول انسانان د ځان غوندې ګڼي او دا د هغه مبارک نبوي(ص) ارشاد ترجماني ده، چې ګرد انسانان د يوه بدن غړي دي. د يوه غړي پر درد ټول بدن متاثره کېږي:

واړه د خپل ځان په نظر ګوره، که دانا يې

اى عبدالرحمانه، جهان ټول عبدالرحمن دى”[5]

پر دې بنسټ که د اسلامي تصوف ټولنيز زغم راواخلو، په اوسنيو رسنيو، نصابونو او نورو کې يې تبليغ کړو، زموږ له ټولنيز او سياسي ثبات سره مرسته کوي.

خو له ټولنيز زغم هاخوا د تصوف هغه فردي صبر د کږنې دى، چې خلک د رغنده مخالفت پرځاى ارامۍ ته هڅوي.

پخوا چې د طبيعي ناورينونو، وباګانو، لوږو تر شا الهي آفتونه ليدل کېدل، له درباره يې د مخنيوي غوښتنه نه کېده او خلک يې پر وړاندې د اوسنۍ ساينسي ټيکنالوجۍ د نشت له امله بېوسه وو؛ نو د صبر تلقين کېده. فرد هڅول کېده، چې نهرې تېرې کړي، سختۍ وګالي او صبر وکړي، ځکه چې له تصوفي فکر سره سم له جسمي الايشونو ماورا کېدل د فنا فى الله تضمين کولاى شي. بايزيد بسطامي چې حج ته ته، ابراهيم بن ادهم ورغى، پوښتنه يې ترې وکړه: “… اى بايزيده! زهد او تقوا څه ګڼې؟هغه وويل، چې ومومو، خورو يې او که نه شکر وباسو. د بلخ ځوان(ابراهيم بن ادهم) وويل: د بلخ سپي هم همداسې کوي. بايزيد بسطامي ترې پوښتنه وکړه: د بلخ خلک د زهد او تقوا حق څه ګڼي؟ ځوان(ابراهيم بن ادهم) وويل: چې نه يې مومو، شکر وباسو او چې ويې مومو، نذرانه کوو يې او نورو ته يې بښو.”[6]

د ابراهيم بن ادهم دويمه خبره له نورو سره د خواخوږۍ او ټولنيز تعامل بريالۍ بېلګه ده، چې هر وخت ورته انسان اړ دى؛ خو اوسنى انسان که ونه مومي، شکر نه وباسي او نه صبر کوي، بلکې هڅه کوي او سياسي نظام ملامتوي، چې ولې ورته کار نه پيدا کوي.

اوس چې سياسي نظامونو ته مسؤوليت راجع کېږي، پر افرادو د لوږو تندو ټينګار معقوليت نه لري، بلکې افراد هڅول کېږي، چې په قانوني لارو نظام اړ باسي، چې د دوى اړتياوې ورپوره کړي.

بله خبره دا ده، چې د معاصرې نړۍ په اوسني پرمختګ کې د فرد ډېر خوله توى شوې، ځکه نو له فرده غوښتنه کېږي، چې له جسمي او ذهني پلوه فعاله اوسي. پر دې بنسټ نه لوږه او نه انزوا د افرادو او ټولنې په ګټه ده. همداسې د تصوف د وحدة الوجود آرزو هم په اوسني انسان کې ورکه شوې. پخواني انسان چې  له دې دنيا ښه خاطره نه درلوده او تل به له طبيعي او ټولنيزوناورينونو سره مخ و، د هوساينې آرزو په تصوف کې په مسکين کېدو کې ليده؛ خو اوسني انسان ته دا دنيا مهمه شوې ده او هڅه کوي، چې ځان ته يې ښکلې کړي، ځکه نو د تصوف د وحدت تلقين اوس رنګ بايللى. څرنګه چې د وحدت خبره د تصوف په مرکز کې ده، په معاصر وخت کې چې دا خبره د ثقل له مرکزه وتې، د تصوف ټوله وداني ړنګه شوې او بازار يې سوړ غوندې ښکاري. اوس مرکزيت دنيا نيولى.په وسمهال کې د وحدة الوجود خبرې يوازې نااشنا نه ښکاري، بلکې ناسمې هم برېښي.

د انسان لوى صفت انسانيت دى. انسان که هر څومره پرمختګ وکړي؛ خو انسانيت ته اړ دىاو تصوف د انساني کرامت خبره کوي او په خپله طريقه د انسان د بقا پوښتنې ته ځواب وايي؛ نو که له يوې خوا له بل انسان سره د خپلې ډوډۍ د نيمولو خبره کوي، چې اوس هم موږ ورته اړ يو، له بلې خوا د بښنې لارښوونه هم کوي.

وايي، چې منصور حلاج تر مرګ وروسته يوه شپه شبلي(رح) ته په خوب ورغى او ويې ويل، چې هغه کسان يې بښلي، چې د ده په مرګ کې يې لاس درلود. د غچ پر ځاى د بښلو تلقين د تصوف يو عام روايت دى، چې د هر صوفي په ژوند کې يې بېشمېره بېلګې موندلاى شو.

وسمهال چې زموږ په ټولنه کې د غچ فرهنګ عام دى او په ټولنه کې د ګډوډۍ او بې امنۍ يو مهم علت دى، موږ د تصوف د بښلو صفت ته اړتيا لرو، چې بايد د صوفيانو هغه کيسې او شعرونه په خپلو نصابونو او رسنيو کې عام کړو، چې د غچ پر ځاى د بښلو د فرهنګ له خپراوي سره مرسته کوي.

  1. د ګناهګار پرځاى له ګناه نه کرکه: په تصوف کې د انسان اصلاح په اساسي چارو کې راځي، ځکه يوازې پاک انسان د پاک ذات سره د پيوستون وړتيا لري. د دې موخې د ترلاسي لپاره د انسان پرځاى له ګناه نه نفرت پکار دى، چې د انسان او لوى ذات ترمنځ يې پرده حايله کړې ده. ګناه هغه ناوړه صفت دى، چې د انسان د زړه هېنداره يې ګردجنوي. که د ګناهګار(انسان) مخالفت وشي، بيا خو د وحدة خبره تش سراب ده. تصوف د انسان او خداى تعلق ته په ډېر ژور نظر وکتل، چې ګټه يې ټولنې ته هم ورسېده او د افرادو ترمنځ يې د کرکې په ختمولو کې مرسته وکړه، چې موږ ترې هم په معاصر وخت کې ورته استفاده کولاى شو. بل دا چې د صوفيانو د نظر دايره ډېره پراخه وه، په اسانه يې څوک نه تکفيرول، نه بد بلل او دا هم د تصوف هغه ځانګړنه ده، چې اوس زموږ د خوږ دوا کېداى شي.
  2. استغنا: له دنيايي خوندونو مستغني کېدل د تصوف د اخلاقي نظام په مهمو اجزاوو کې راځي. په اوسنۍ نړۍ خلک د شتو د راټولولو او د ژوند د لا ښه کولو لپاره منفي سيالۍ کوئ، چې له دې سره بېوزلي زياتېږي، ځکه چې يو کس چې ډېر شته راټولوي، په اصل کې د نورو افرادو حقونه خوري او له دې سره ټولنه طبقاتي کېږي، غلاوو ته لار جوړېږي؛ خو که په فردي کچ په انسانانو کې استغنا وي، د ټولنې د انتشار مخه نيول کېداى شي.
  3. مينه: د انسان نوم له انس نه اخيستل شوى، چې مينې ته وايي. د دې مانا دا ده، چې انسانان د بقا لپاره انس ته اړتيا لري او چې له کومې ټولنې نه انس او خواخوږي کډه وکړي، د افرادو ترمنځ پکې تعصبونه او کرکې پيدا شي؛ خو د صوفيانو ژوند له مينې ډک دى. د اکرام الله ګران د لاندې بيت په مصداق آن له دوښمن سره هم مينه کوي:

که څوک مې وژني، لاس يې هم نه نيسم

زما په يو حالت کې شر نه لګي

د صوفيانو مينه يوازې تر انسانه محدوده نه ده، بلکې دوى مينه د ټولو کايناتو ترمنځ غزېدلى تار ګڼي. وايي، چې “مولاناى روم له خپلو شاګردان سره په يوه تنګه کوڅه کې ويده سپي ته تر هغې ودرېد، چې هغه سپى پخپله له خوبه راپاڅېد”[7]

د صوفيانو د مينې دا ډول کيسو او شعرونو ته اوس موږ اړتيا لرو، چې د تشدد خوښونې احساسات مو رام کړي او له يوه بل سره مو مينې او خواخوږۍ ته وروبولي.

  1. د نفس ګوشمالي کول: د تصوفي تعبير پر بنسټ روح د جسم په زندان کې بندي دى. نفس د جسم استازى دى، چې خواهشات پالي او ډېر خوراک او ناروا چارو ته هوسېږي؛ نو د تصوف موخه دا ده، چې سالک خپل نفس وځپي او رياضت وکړي، چې توجه يې د ځان او جسمي اړتياوو پر ځاى حق ته واوړي. د نفس د ځپلو لپاره په تصوف کې ډېرې سختې لارې هم انتخابېږي. صوفي په ځان لوږې تېروي او آن کله تشدد کوي. په تاريخ مرصع کې د شيخ رحمکار کاکا صاحب په اړه لولو: “… او څو ورځې به يې هېڅ نه خوړل. پس له څو ورځو به يې په شپه خوړل، پس د څو مدت يې په ورځ هم خوړلي دي… او په اوړي په وخت د ګرمۍ به يې مالګه او په تودو اوبو ګوشمالي د نفس کاوه…او ګوتې د پښو او پوندې او تلي به يې پاره پاره وو چې ډېر نفل به يې په ډېر ساړه کې ګزارل او هغه ځايونه به د زخم وچ شوي وو…”[8]

بل ځاى د فقير جميل بېګ په اړه وايي: ” نقل دى چې په ابتدا کې هسې حال پرې راغلى و، چې ديوانه وار په صحرا ګرځېده، خوب يې نه کاوه. چې چېرته به يې ارام کاوه، په مېږتانه باندې به څملاست او دوه مياشتې به يې هېڅ نه خوړل. وايي، چې افطار به يې کاوه. څو مدت يې دا وظيفه نيولې وه، مالګه به يې په غوړو کې ګډه کړه، هغه به يې خوړه. نقل دى، چې يوه ورځ پيشو راغله، هغه غوړي يې وڅټل، د مالګو له زوره په ځاى سروتير شوه…د عمري په کلي چې راغلم، مابين د چشمې او د شيخ د درګاه کم و زيات نيمه شپه وه، چې خوب مې په سترګو سرايت وکړ، هغه شاګرد ته مې ووې، چې که چرته يو لړم پيدا شي. مطلب مې دا و، چې ځان پرې وچيچوم، چې دا خوب مې برطرف شي. اما هغه وخت ميسر نه شه. چې کتابخانه مې د شيخ جيو د وړاندې(کېښوه) يو لرم په هغه پټار کې پيدا شه. ما زر په زر په لاس واخست، ومې وې، چې يار در خانه و ما ګرد جهان مى ګردم، ته زموږ په پيتار کې وې، مونږ دې تا جست و جو کاوه.”[9]

 له جسماني الايشونو نه د بې پروا کېدو لپاره د نفس ځپل د تصوف اړينه لار ده؛ خو په اوسنۍ نړۍ کې ټولنه له فردهغواړي، چې د هوساينې لپاره يې خوله توى کړي، ځکه نو د فيزيکي او ذهني فعاليت لپاره سالم بدن ته اړتيا ده.د تصوف په ډول د نفس ګوشمالي کول په اوسنۍ نړۍ کې پر ځان د تشدد مانا لري. کوم فرد چې له جسمي پلوه کمزورى وي، ټولنې ته يې ګټه څه چې نه رسي، لا پر وليو يې بار وي. د تصوف د وحدت د آرزو ځاى اوس د ټولنې هوساينې نيولې. د فنا فى الله مقام ته د رسېدلو لپاره که په تصوف کې د خپل ځان فنا اړينه وه؛ نو اوس د ټولنې د بقا لپاره د فرد بقا اړينه ده. که فرد پياوړى نه وي، ټولنه به کمزورې وي او که ټولنه کمزورې شي، افراد به يې خوار وي. پر دې بنسټ اوس نړۍ بدلون کړى. د پخواني ډسکورس د مرکز توکي حاشيې ته تللي او مرکز ته نوي شيان ورننوتي. البته د انسان داسې اړتياوې لا شته، چې له پخواني فرهنګه يې پوره کولاى شو.تاريخ مرصع چې د پښتنو صوفيانو، په تېره د شيخ رحمکار کاکا صاحب او فقير جميل بېګ د سخاوت او ايثار کومې بېلګي راوړي، موږ ورته اوس هم اړ يو .

پايله:

تصوف له خپله نفسه د انسانيت پر لور سفر دى. انسانيت د انسان يوه آفاقي اړتيا ده. په دې توګه ويلاى شو، چې انسان به بيا بيا دا سفر کوي. د دې مطلب دا دى، چې انسان به تل د تصوف د مذهبي رودارۍ، بښنې، مينې، خواخوږۍ، له تعصبه پاک چلن او داسې نورو آفاقي خويونو محتاج وي؛ خو د دنيا او انساني جسم يا د اوسنۍ نړۍ د داسې نورو اړتياوو په اړه د تصوف وچ چلن مو اوس نه لګي. موږ اړتيا لرو، چې د خپلې ټولنې لپاره کار وکړو، په سوله ييزه توګه د ظلم مخالفت وکړو او له ژونده خوند واخلو، د خداى له نعمتونو برخمن شو او له نورې نړۍ سره سيال شو. دا ټول هغه څه دي، چې موږ په مادي ژوند کې فعال ساتل غواړي او دا دنيا او ځان راته مهم کوي. په دې توګه ويلاى شو، چې د پخواني فرهنګ د بل هر جز غوندې په تصوف کې هم د وسمهال له غوښتنو سره سم انتخاب پکار دى. لنډه دا چې تصوف راسره د خپل ځان له ناوړو خويونو نه په سفر کې ملګرتيا کولاى شي. رحمن بابا فرمايي:

د مکې سفر اسان دى، مرد هغه دى

چې له ځانه سفر کاندي سفر دا دى

والسلام

ماخذونه:

[1]بنووال، محمد افضل، ادبيات عرفانى، دانش کتابخانه، پېښور، ۱۳۷۷

[2] ناګار، فضل ولي، د بازيد روښان عرفاني- ادبي ښوونځى، دويم چاپ، ناګار خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۴: ۲۲مخ

[3]مومند، سباوون، عرفان او د پښتو ادب په لرغوني دوره کې يې څرکونه، سريزه: فضل ولي ناګار، ناګار خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۸: ۲۵مخ

[4] د رحمان بابا ديوان، د عبدالروف بېنوا په زيار، پښتو ټولنه، کابل، ١٣٢٦: ١٣٩مخ

[5]مومند، سباوون، عرفان او د پښتو ادب په لرغوني دوره کې يې څرکونه، سريزه: فضل ولي ناګار، ناګار خپرندويه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۸۸: ۳۳-۳۴ مخ

[6]پاسنى اثر: ۴مخ

[7] پاسنى اثر: ۳۷مخ

[8]خټک، افضل. تاريخ مرصع، د دوست محمد خان کامل مومند په زيار، يونيورسټي بک ايجنسي، پېښور، ۲۰۰۶: ۵۸۸

[9]پاسنى اثر: ۶۲۰-۶۲۱ مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب