Homeکلتورسینماد پریانکا د کلیزې کېک په ۳۵۰ زره روپیو شوی

د پریانکا د کلیزې کېک په ۳۵۰ زره روپیو شوی

د بالیووډ غنمرنګې اداکارې پریانکا چوپړا د خپلې ۳۷ مې کلیزې لپاره په ۳ نیم لکه هندي روپیو یو کیک اخیستی دی.

 پریانکا له خپل مېړه نېک جونز سره د خپلې کلیزې د ګډې نمانځنې انځورونه په ټولنیزو رسنیو هم خپاره کړي چې د خپلو مینه والو له تاوده هرکلي سره پرې مخ شوې ده.

 خو د پریانکا د کلیزې کېک چې هرڅومره ښایسته و، بیه یې هم دومره ډېره وه، دا کېک پریانکا ته د هغې مېړه نیک جونز تیار کړی و.

 هندوستان ټایمز په دې اړه راپور کې وایي، د پریانکا د ۳۷مې کلیزې کېک د هغې د کالیو په څېر تیار شوی و، په دې معنا چې سور او طلايي رنګ په کې کارول شوی و.

له چاکلیټي او ونیلايي ذایقې مالامال دا کېږ ډیواین ډیلیکاسیز بیکرۍ جوړ کړی و.

د یادونې ده چې پریانکا خپله ۳۷ مه کلیزه تر دې څو ورځې وړاندې له خپلې کورنۍ او خپلوانو سره د امریکا په میامي ښار کې ونمانځله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...