Homeکلتورسینماسوناکشي: د سلمان خان په یوه خبره اوس هم شرمېږم

سوناکشي: د سلمان خان په یوه خبره اوس هم شرمېږم

د هندي فلمونو د ویلن شتروګن سنها ښکلې اداکاره لور سوناکشي سنها وايي، کله چې سلمان خان په لومړي ځل دبنګ فلم کې اخیستله، نو ورته یې ویلي وو چې وزن کم کړه.

نوموړې وايي، فلم ته د راتلو شوق یې نه و، خو د فیشن یو پروګرام کې د نندارچیانو د رابللو مسووله وه او دې ورځو کې چې سلمان خان ورسره ولیدل، نو لومړۍ غوښتنه یې دا وه چې وزن کم کړه زه دې فلم کې اخلم.

 سوناکشي وايي، عمران خان ورته ویلي وو، یو زېری درته لرم خو مېلمستیا راکړه: ((ماسره په هغه ورځ ۳۰۰۰ زره روپۍ دستکول کې وې، اوس ډېر وخت تېر شوی، خو زه ډېره شرمېدم، چې اوس دا سړی څنګه میلمستیا ته بوځم.))

 سوناکشي دغه راز وایي، نوی فلم خانداني شفاخانه یې د راتلونکې اګست میاشتې په دویمه راروان دی.

نوموړې زیاته کړې په دې فلم کې ورسره ورون شرما او بادشاه هم په مرکزي رولونوکې راښکاره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د یوه نوي چاپ شوي کتاب په اړه لنډه یادونه

دودیال له درې کلونو را دېخوا د آنلاین تدریس په ترڅ کې د زیات شمېر محصلانو او د پوهنتونو د نویو فارغانو غوښتنه د...