شنبه, مې 11, 2024
Homeروغتیابادام د شکرې او الزایمر ناروغۍ مخنیوی کوي

بادام د شکرې او الزایمر ناروغۍ مخنیوی کوي

ېر به مو اورېدلي وي چې بادام د ذهن پیاوړتیا ته ښه دي. بادام نه یوازې د مغز حجرو ته ښه دي، بلکې ډېرې نورې روغتیايي ګټې هم لري.

طبیعي او داسې بادام چې مالګه ورسره نه وي ګډه شوې، ډېر غوره غذايي مواد دي چې ډېرې روغتیايي ګټې لري.

بادام له منرالونو ډک دي او د وچو مېوو تر ټولو غوره ډول بلل شوی دی. د ورځې یو موټی بادام ستاسو د زړه سلامتي یقیني کوي، د زیات وزن مخه نیسي او د شکرې او الزایمر په څېر مو له مزمنو ناروغیو څخه ساتي. د ورځې د څو بادامو خوړل ستاسو په ورځني غذايي رژیم کې ځینې حیاتي مغذي مواد ور زیاتولی شي.

بادام د ویټامین E، کلسیم، مګنېزیم او پوتاشیم له پلوه بډای دي. پر دې سربېره، بادام د پام وړ پروټین او فایبر هم لري او په طبیعي توګه یې خوږه کمه ده. په شلو بادامو کې له ۱۲۰- ۱۳۰ پورې کالوري موجوده ده. سره له دې چې دا کالوري تر ډېره له غوړو څخه ده، خو دا لومړی درجه صحي غیرې مشبوع غوړي هم دي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب