چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد کابل خیرخانه کې درنه نښته؛ ط د داعشیانو خلاف د عملیاتو...

د کابل خیرخانه کې درنه نښته؛ ط د داعشیانو خلاف د عملیاتو خبره کوي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه )‏‏ د کابل په شمالي برخه خیرخانه کې پرون ماښام د درنې وسله والې نښتې خبر ورکړل شوی.

خبري سرچینو ویلي، چې په نښته کې له درنو وسلو هم استفاده شوې او خلک سخت وېریدلي دي.

د طالبانو ځینو خبري سرچینو بیا ویلي، چې هلته یې د داعش وسله والو پرضد عملیات کړي او یو شمېر داعشیان یې وژلي دي.

طالبانو د مقابل لوري د مقاومت له کبله د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

نیږدې میاشت مخکې هم په خیرخانه کې پوره شپه د ورته نښتې او دوه اړخیزې مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

څو ورځې وړاندې د کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې هم طالبانو د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو او څو تنو د وژلو او نیولو خبر ورکړی و.

ویل کیږي، چې هلته هم دوی د داعشیانو له سخت مقاومت سره مخ شوي وو.

داعش ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د روسیې د ملي امنیت شورا یوه مقام په تازه وینا کې طالبان ننګولي، چې که خپل قوت د ترهګرو ډلو پر وړاندې ثابت نه کړي، واکمني به یې ناکامه او افغانستان به یوې سختې کورنۍ جګړې ته ستون شي.

طالبان بیا د نړیوالو د سختو اندیښنو باوجود، داعش ډله جدي ګواښ نه ګڼي او د ځپلو د وړتیا ادعا یې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ورځ تربلې د یادې ډلې د فعالیتونو د پراختیا او زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب