چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهمحقق: متقي لکه چې ۸ میلیونه هزاره ګان د خدای مخلوقات نه...

محقق: متقي لکه چې ۸ میلیونه هزاره ګان د خدای مخلوقات نه ګڼي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه )‏‏د افغان هزاره ګانو یوه مشهور سیاستوال حاجي محمد محقق د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې پخپله اداره کې یې د ټولو قومونو د ګډون په اړه کړي دي.

متقي پاکستان ته د وروستي سفر پر مهال ویلي و، چې د ټولو قومونو استازي د دوی په اداره کې شامل دي او اداره یې ټول شموله ده.

نوموړي د یو شمېر قومونو او سیمو نومونه هم اخیستي او ویلي و، چې د هغوی اړوند کسان ورسره په واک کې ملګري دي.

طالب وزیر د هزاره قوم یادونه نه وه کړې او نه یې ویلي و، چې د دوی استازي ورسره په واک کې ملګري دي.

محقق دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: لکه چې سیاسي تقوا یې اجازه نه ورکوي، چې ۸ میلیونه هزاره ګان د خدای مخلوقات وګڼي.

د طالبانو د بهرنیو چارو دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په وروستیو کې پر دغې ډلې د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره فشارونه اوج ته رسیدلي دي.

ویل کیږي، چې کابل ته د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د سفر موخه هم دا ده، څو طالبان په واک کې د هزاره او شیعه استازو شاملولو ته وهڅوي.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې اړه ځینې هوکړې هم شوي، خو تراوسه یې جزییات رسنیز شوي نه دي.

3 COMMENTS

  1. د محقق معلومات د احصایه باره کی د تعجب وړ دی ، که تنها هزاره په افغانستان کی ۸ میلیونه وی ، نو بیا به د افغانستان ټول نفوس له ۸۰ ملیونو اوښتی وی ، حالانکه افغانستان له ۴۰ ملیونو زیات ندی، ګمان کوم محقق یو هزاره دوه ځایه حساب کړی دی ، یو ځل په چارکینت او بامیانو کی او دوهم ځل په کابل او مزار ښار کی

  2. محقق پر خپل ځان عریضه کړی دا ځکه چه دوی په دی ۲۰ کلونو کی د ۸ میلیونو حقوق نوش جان کړی
    اوس ددی کړونو ځواب هم باید ورکړی او باید پوه شی چه دقوم په نامه ټیکه داری دغرب ددمکراسی سره راغلی وه او ولاړه
    طالبان باید لمړی د وګړو سر شمرینه وکړی او بیا دی هر چا ته خپل حق ورکړی
    هغه وخت تیر دی چه یوی ولسوالی په ټول افغانسنان حکومت کاوه

  3. اته ميلونه د له کومه کړل د هزاره ګانو پاپا ؟ شايد د کوټې وال د هم ورسره ګډ کړي وي !!! بيا هم اته ميلونه نه کيږي. ته چيرې لکه سوی په غار ننوتی يې خو خو ولاړ سه جهاد وکړه . دريغا د هغه هزاره په حال سي ستاسي قاتلانو طاغوتيانو ملاتړ کوي. دغه هيواد ستاسي باغيانو له برکته داسي تباه سوه. که تاسي د افغانستان د ساتلو لپاره مبازره کړې وای دغه هيواد به د ليوانو خولې ته نه لويدل لعنت ستاسي په طاغوتي جهاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب