چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشره: ط ثابته کړه چې داعش په افغانستان کې نه...

د یوناما مشره: ط ثابته کړه چې داعش په افغانستان کې نه شي ختمولای

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه )‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما دفتر مشرې دبرا لاینز تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وینا کړې ده.

نوموړې د افغانستان په اړه د خپل راپور د وړاندې کولو پر وخت ویلي، چې طالبانو له تېرو درېیو میاشتو حاکمیت راهیسې یې ثابته کړه، چې داعش ډله په افغانستان کې خنثا کولای نه شي.

د مېرمن لاینز په خبره، داعش ډله د کابل په شمول د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د پام وړ حضور لري.

د یوناما مشرې دغه راز د داعش ډلې پرضد د طالبانو عملیاتو ته په اشارې ویلي، چې په دې نوم تر ډېره ناقانونه نیونې او وژنې کیږي.

هغې خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې جرمي اقتصاد، د نیشه یي توکیو کرکیله، انساني قاچاق او د وسلو قاچاق د زیاتیدو په حال کې دی.

مېرمن دبرا لاینز په دغه وینا کې ټینګار کړی، چې نړیوال باید تر راتلونکو څلورو میاشتو خپل ټول تمرکز له افغان فقر ځپلو سره د ژمي په سختو شپو ورځو کې د بشري مرستو په رسولو وکړي، کنه یوه سخته بشري فاجعه به رامنځته شي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دغه راپور ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د نوموړې دا څرګندونې تېره شپه په داسې مهال شوي، چې همدا تېره شپه د کابل ښار په خیرخانې سیمه کې د طالبانو او داعشیانو تر منځ د سختې جګړې خبر ورکړل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب