Homeخبرونهد روسیې بشري مرستې، الوتکې له کابله روسان او افغان محصلین بیرته...

د روسیې بشري مرستې، الوتکې له کابله روسان او افغان محصلین بیرته لیږدوي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه )‏‏په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتری ژیرنوف وایي، چې د هېواد د بشري مرستو لومړۍ محموله به یې نن افغانستان ته ورسیږي.

د ټاس خبري اژانس په حواله، دا مرسته به د روسیې د دفاع وزارت په یوه الوتکه کې کابل ته ورسول شي.

د ژیرنوف د معلوماتو له مخې، په دې محموله کې ۳۶ ټنه خوراکي، روغتیایي او نور اړین توکي شامل دي.

روسي سفیر ویلي، چې طالب چارواکو د دې مرستو په شفاف ډول د مرستو د وېش ډاډ ورکړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې دغه الوتکې به له کابل څخه د ستنیدو پر وخت په افغانستان کې ایسار پاتې روسي اتباع او ۹۰۰ افغان محصلین روسیې ته ولیږدوي.

د طالبانو له نیږدې متحدینو پرته نور ډېر هېوادونه د نړیوالو بشري ادارو په وسیله له افغان فقر ځپلو سره مرستې کوي.

خو د روسیې، چین او منځنۍ اسیا د ځينو هېوادونو په شان چې حکومتونه یې طالبانو سره ښې اړیکې لري، خپلې مرستې په مستقیم ډول طالبانو ته سپاري.

ویل کیږي، چې طالب چارواکي د مرستو په وېش کې سلیقوي اړیکې پالي او د خپلو جنګیالیو او خواخوږو په کورنیو بهرنۍ بشري مرستې وېشي.

طالب چارواکو بیا دا تورونه رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...