چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهم م کې د افغانستان استازی: یوازې ټول ګډونه حکومت د کورني...

م م کې د افغانستان استازی: یوازې ټول ګډونه حکومت د کورني جنګ مخنیوی کولای شي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه) په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی غلام محمد اسحاقزی، چې د تېر جمهوري نظام پر مهال پر دې دندې ګومارل شوی او لا هم دندې ته دوام ورکوي، تېره شپه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وینا کړې ده.

نوموړي په دې وینا کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت په فوق العاده ډول د نسکوریدو پر لور روان دی او یوازې د یوه ټول ګډونه حکومت جوړیدل، دغه هېواد له کورنۍ جګړې او د ترهګرو په نړیوال پټنځای له بدلیدو ژغورلای شي.

 طالبانو په کابل کې له واکمنیدو وروسته، د خپل سیاسي دفتر پخوانی ویاند سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی اعلان او له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د جمهوري نظام استازی نور په رسمیت ونه پېژني.

ملګرو ملتونو له دې سره بیا هم غلام محمد اسحاقزی په رسمیت پېژندلی او هغه تر اوسه پورې په یاد شوي سازمان کې د افغانستان استازیتوب کوي.

طالبانو د غلام محمد اسحاقزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې غونډه کې، د افغانستان لپاره د یاد شوي سازمان ځانګړې استازې هم د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د ټو ل ګډونه حکومت جوړیدل اړین ګڼلي وو.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې داعش ډله د افغانستان په ټولو ولایتونو کې فعاله شوې او طالبان ورسره د مقابلې توان نه لري.

2 COMMENTS

  1. دا ښاغلی او سازمانونه د ټول ګډونه څخه مطلب څو سری حکومت دی ، چه هر یو یی بیل بیل هیواد ته جاسوس او خپل هیواد ته خاین و اوسی او د مرکزی حکومت ، ولس مشرپری هیڅ کنترول و نلری لکه چه دا شل کاله مونږ ددی شاهدان وو ، چه چه ان والیان به یوناما او سفارتو غوره کول ، چه نتیجه یی د شلو کالو مصارف او منابع داسی ضایع شول چه اوس پری غربیان او ان ملل متحد هم د شرم احساس کوی

  2. سلامونه سلیمان صاحب
    ښه به وی چی په حکومت کی په مسلکی ادارو کی روڼاندی تحصلیکرده کار وکړی نه د تیر رژیم فاسیدین وزارت امربالمعروف او حج اوقاف دی طالبانو سره وی، داخله دی حقانی سره کلتور دی هم طالبانو سره وی چی دا ګنده او فاسد ترکی سریالونه بند کړی او نور وزارتونه دی مسلکی کسانو ته چی عالی مسلکی تحصیلات کاری تجربه ولری پاک او صادق کسان وی وسارل شی لکه د ظاهر شا دوخت د داودخان وخت په ایران او پاکستان کی وګوری بلا خلک دی خپل وطنونه یی داسی جوړ کړل چی حیران شی اسلام ابا مولیدلی؟ تهران مو لیدلی ؟ خو افسوس چی دی پنجابیانو موږ دربدره کړو او اوس هم هرڅه راڅخه غلا کوی او اوبو او معادنو ته مو په تمه دی غواړی چی موږ نور هم ذلیل کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب