چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعال شوی

ملګري ملتونه: داعش د افغانستان په ټولو ولايتونو کې فعال شوی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه) ملګري ملتونه د افغانستان ټولو ولايتونو ته د داعش ډلې د فعالیتونو د غځیدو خبر ورکوي.

د افغانستان لپاره د دغه نړيوال سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې دبورا لیونز تېره شپه د نړيوالې امنيت شورا په هغه غونډه کې دا خبر ورکړ، چې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.

نوموړې دغې غونډې ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې او وويل، چې طالبانو د دې ډلې خلاف هڅې کړي، خو په مخنيوي او ځپلو یې نه دي توانېدلي.

مېرمن ليونز دا هم وويل، چې طالبان د داعش ډلې د ځپلو په پلمه ډېر هغه کسان وژلي، چې داعش سره په اړيکو تورنيږي.

د يوناما مشرې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د يادې ډلې د حضور په اړه جدي پاملرنه وکړي.

د بریدونو د زیاتېدو تر څنګ په جغرافیوي لحاظ د داعش ډلې پراختيا د يوناما د مشرې بله انديښنه وه، چې تېره شپه يې له نړيوالې امنيت شورا سره شریکه کړه.

د نړيوال سرمنشي ځانګړې استازې دا هم ويلي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د روان ميلادي کال له پيله د داعش ډلې د بريدونو کچه له ۶۰ څخه ۳۳۴ ته رسیدلې ده.

د يوناما مشرې دا څرګندونې په داسې مهال کولې، چې د څو ساعتونو په توپير، داعش ډلې په کابل ښار کې څو خونړۍ چاودنې وکړې.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ځينو سرچينو په حواله، طالب مشران په وروستيو کې له خپلو لیکو داعش ډلې ته د جنګياليو د اوښتو په اړه ډېر انديښمن دي.

ويل کيږي، چې دا اندیښنې تر بل هر ځای، د هېواد د شمالي ولايتونو په اړه جدي دي.

شمالي ولايتونه، د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره نيږدې پراته دي.

څه موده مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې تر دوه زرو پورې داعش جنګیالي د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسيا د هېوادونو پولو سره نيږدې مېشت شوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که دا ګواښ حل نه شي، دوی به په افغانستان کې خپله د داعش ډلې د ځپلو لپاره لاس په کار شي.

1 COMMENT

  1. د تالبانو اوسنۍ کړنی او دزور واکۍ په اساس په عامو افغانانو خپلی غوښتنی تحمیلول او د ټوپک او ډانګ په زور د خلکونه بیعت اخستل او افغان ولس ته په سپک نظر کتل چی د خپل برخلیک په هکله هیڅ ډول خوله هم بیرته نه کړی هغه اساسی عوامل دی چی نوری وسلوالی او ددوۍ په څیر ترهګری ډلی هڅوی چی دزور او وژلو له لاری واکمن کیدلی شی.

    یو خوا تالبان د خپلو بادارانو په غلامۍ کی دومره په چټکۍ روان دی چی لری نه ده چی پاکسنانی تعلیمی نساب د افغانانو لپاره په تعلیمی ادارو کی مسلط کړی او د جناح عکسونه د افغانستان په رسمی دفترونو کی رازوړند کړی او افغانان يی سلامۍ ته مجبور کړی. همدغه راز اردو ژبه به د افغانستان ملی ژبه وګرځوی چی مثالونه مو ورله په وروستیو ورزو کی ولیدل.

    پداسی بی ضمیره او بیغیرته کارونو او دغلامۍ انتها د افغانانو نفرت له دی ډلی ورځ په ورځ زیاتوی چی نتیجه به يی د نورو وسلوالو ډلو په ګټه او ددوۍ په راپرزولو تمامه شی.

    ددوۍ د عمری عدالت دعوی د واکمنۍ نه روسته په پاکستانی ملاوټ بدلی شوی او د افغانستان په ورانولو کی يی د الهی نصرت دعوی يی امریکا روس چین او نورو هیوادونو ته په سوال ذلت او رسوايۍ بدل شوی.

    دا تور جهالت افغانستان ته پرته له ناپوهۍ وحشت تور جهالت د افغانستان پاکستان ته محتاجول او دافغانستان نه د پاکستان ددفاع کاونسل لکه حقانی مدرسه جوړول بل څه نه شی ورکولی.

    افغانان باید پدی مشکل وخت کی خپلو نادارو خویندو ورونو لاس و نیسی او دی تور جهالت نه امید ونه کړی څکه چی دوۍ خو لا په ډاګه ویلی چی دوۍ د افغانانو د بدی ورځی مسولیت په غاړه نه شی اخستلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب