چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکرزي، اتمر او صالح د امر بالمعروف وزیر خبرو ته غبرګون ښودلی

کرزي، اتمر او صالح د امر بالمعروف وزیر خبرو ته غبرګون ښودلی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب اووه ویشتمه) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر شېخ محمد خالد وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

شېخ خالد مزار ته د سفر پر مهال ویلي و، چې کرزی، عبدالله او فضل هادي مسلمیار له لویو مجرمینو څخه دي، خو دوی اوس د طالبانو تر سیوري لاندې خوندیتوب لري.

نوموړي دا هم ویلي و، چې طالبان به له مخکینیو چارواکو او سیاستوالو پوښتنه کوي، چې دومره شتمنۍ یې له کومه کړي دي؟

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: ((د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر څرګندونې د تبصرې وړ نه ګڼم، خو توصیه ورته کوم چې ملي وحدت او اتحاد او اتفاق د ګران هېواد د عزت او د یو با ثباته ملي نظام د جوړیدو لاره ده.))

د بهرنيو چارو پخواني وزيرحنيف اتمر په دې اړه داسې غبرګون ښودلی:‏ ((د امربالمعروف وزیر څرګندونو د افغانستان ټول سوله غوښتونکي او د ملي اتحاد او اتفاق طرفداران خوابدي او اندیښمن کړي دي.

د هغو مشرانو نومونه چې اخیستل شوي، دوی د سولې په لاره کې زیات زحمتونه ویستلي او قربانۍ یې ورکړي.

داسې څرګندونې د وطن په خیر نه دي او باید ترې ډډه وشي.))

د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امرالله صالح بيا د طالب وزير په اړه د حامد کرزي غبرګون ستایلی او ويلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د اړګ له ګاونډ څخه د دوی د یوه بې منطقه وزير په اړه همدا تر ټولو ښه غبرګون و.

طالبانو د خپل دغه وزير د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب