چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+د امریکا ملت او کانګریس ته د متقی صاحب د لیک څو...

د امریکا ملت او کانګریس ته د متقی صاحب د لیک څو مهم ټکي

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

۱. په داسې وخت کې چې نړۍ د افغان حکومت هر قرار او کردار ته بوڅ غوږونه نیولي، د افغانستان او خپل اختیاره نظام کورنی او بهرنی مخالفین د خپلی باطلی اداعا د اثبات له پاره هسي پلمی او بهانی غواړی، په داسې یو وخت کې ددې لیک لیکل او د امریکا د مشروعیت مهم رکن کانګریس له لارې د امریکایی ملت او دولت مخاطب ګرزول ډیر ژور، مهم او عمیق سوچ وو.

۲. دې لیک ته د افغان ـ امریکا جګړې د پای او د افغان ـ امریکا اړیکو د ۱۰۰مې کلیزی د مناسبت انتخاب، ددې ښوودنه کوی، چې نوی افغان حکومت د سیاسي نزاکتونو، ډیپلوماټیکو نورمونو، نړیوالو مناسبتونو او د یوه مشروع، مخلوع او د یوه ملت د استازی دولت بشپړ واکونه او ظرافتونه لری.
۳. د لیک محتوی، د متن شمیرلې الفاظ او د یوه خاص ډیپلوماټیک عرف څخه برخمن طرز، بل هغه څه وو چې د افغان حکومت ګڼ منتقدین او متخاصیم سیالان یې هیښ او حیران کړه.
۴. د لیک په متن او محتوی کې له پیل څخه تر پایه په ټوله کې د ۲ سیالو حکومتونو او ملتونو دریځ ساتل شوی او ددې ترڅنګ د لیک د طرز توګي بڼه ډیره سوله اییزه، رغونکې او هڅونکې وه.
۵. د لیک په پیل کې د افغان ملت د ملی شتمنۍ او پولي ذخیرو خلاصول غوښتل شوی، او زیاته شوی چې د افغانستان د شتمنۍ او پیسو کنګلول او اقتصادی بندیزونه له منطق لرې او د بشری ناورین سبب کېدای شي او همدارنګه روغتیا، معارف او د افغان ملت ګڼ ملکي خدمتونه زیانمنوي، چې د افغانستان د خلکو لپاره ښې پایلې نه لري.

۶. همدارنګه په ګران افغانستان کې د سرتاسرې او بې سارې امنیت یادونه شوی، افغان خاوره یې نړۍ ته له ګواښه مصونه یاده کړې او غوښتنه شوی چې اوس هغه وخت دی ترڅو نړۍ له افغانستان سره خپلي اړیکې او مناسبات ترمیم کړی. ځکه دا د افغانستان تاریخی غوښتنه دی، ترڅو افغانستان د نړۍ فعال، مسوول او یو رغونکې غړی واوسې.

۷. د ګڼو نورو موضوعاتو ترڅنګ امریکا ته ور یادول شوی دی، چې پرونی یرغل مو هم اشتباه وو او اوس هم که غواړی چې دا ستر ملت د اقتصادی بندیزونو او سیاسی فشارونو له لارې خپلو نارواه او ظالمانه غوښتنو ته تسلیم کړی، نو دابه مو د اشتباه په سر بله اشتباه وی، نو ښه دی چې له تاریخ څخه زدکړه وشي او د تقابل پر ځای د تعامل او همکارۍلاره خپله شي.

۸. په پای کې امریکا په اوږدمهال کې ګډو اقتصادی همکاریو او اړیکو ته هڅول شوی او یادونه شوی چې د زراعت، صنعت او د افغانستان ګرانبیه معدنونه ددغه مشروع، ګټورې او مهمې پانګونې د پیل په برخه کې ښه برخه کېدای شي.

د افغان حکومت د بهرنی سیاست د دستګاه دغسي نوښتګرد ګامونه، د سیمې له متخاصیمو هیوادونو سره د سیاسی، اقتصادی او څو وجهی روابطو د جوړونې په برخه کې وروستۍ د پام وړ هڅې او په ټوله کې د نړۍ له سترو قدرتونو سره د بي طرفه مګر فعال سیاست له دریځ، د باور جوړونې، د مناسباتو د پیل او په ټوله کې د یوه داسي وضعیت مخابره کول چې افغانستان به د همکاریو، تعامل او وصل محور وی، ډیر د ستایلو او قدرینی وړ ګام دی.

مګر لازمه او حتمي دی چې د حکومت ګڼ وزارتونه او ادارې خپله کارخانګې سمه سرته ورسوی او ددې ترڅنګ د حکومت مشرتابه د حکومتواله د یو مدون ډول د تعریف ترڅنګ، په لویه کې له اوسنې حالت څخه د ګذار په موخه، یوه منځه لارې ملي ستراتیژۍ هم تصویب او له دې لارې نړۍ ته د لا ډیر سازش او همکارۍ چانس ورکړی.

یاربه شکر او توفیق!!!

4 COMMENTS

  1. ته هم بيخي سم ګډ يې. چا چې امريکا ته د ماتې ورکولو پیغور ورکاوه نن يې ګټونکی بیا همدې بايلونکي ته محتاج ده. نو دا څنګه د نړۍ ابر قدرت ته ماته ده؟؟؟ نن چې د روسې د طيارې په نس کې يو څو بوجی وې او تاسو ته يې لږ در ښکاره کړې، بیا هر څه د ياده ووتل، افغانيت،جهاد، امارات، اسلام او په ځان بسيا داسې نوی اسلامي امارت وي؟؟ بیا د افغانستان په تاريخ کې په کوم جي کې راغلي چې په اردو يو لوی جهاني قدرت ته لیک وليکی؟؟.
    په افغانستان تاجک نه و، هزاره نه و، ترکمن نه و…؟؟
    بل کومې پیسې چې امريکا قلف کړي،که ريښتيا ووايو دا په د کوم افغان دي، د کوم حکومت دي، دا خو هغه پیسې دي چې دامريکا او اروپا ستاسو په لهجه کوفارو او ملحدينو له خپل جب نه افغانانو ته خيرات کړي، پخواني حکومت ورته زاری کولی او تاسې ورته ګوډاګيان ويلې، نن بیا دا د افغانستان شتمنۍ په کوم دلیل کيږي؟؟؟ خو نه تاسې غوندې بې شرمه او بيغيرتان به که د پاکستان په غوجلو کې لوی شول نور هم افغانستان په آفت کې تل اخته کړي او تاسې ټول هر هغه کار او عمل کوی چې د افغانانو کې تبهاي ده او د پاکستان کې خاني ده..

  2. تاسې باید له هرڅه مخکې خپل کور جوړ کړئ . لاتراوسه د افغانستان دولت ملی ، رسمي او قانوني مشر نه لري . که د پردې ترشا کوم څوک وي ، هغه دومره شرمندوک دی چې خپل مبارک مخ یې په دریو میاشتو کې ملت ته څرګند نه کړ . لومړی وزیر یا ستاسو په قول رئیس الوزرا مو ګونګی دی.
    ستره محکمه او لویه څارنوالي چې د یوه دولت اساسي ارګان او د درې ګونو قواوو اساسي رکن دی ، غیر فعاله او مسوولین یې لا ندي ټاکل شوي .
    پارلمان او ملي شورا خو ستاسو په نزد مشروعیت نه لري .
    په خواشینۍ سره باید ووایو چې ملي کدرونه او مسلکي منسوبین ستاسو لپاره لا تراوسه د کوفارو په ډله کې حسابیږي چې باید یا ووژل شي او یا له وطن نه فراره شي .
    ټالب او چړي په وظیفه او خیرات لوی شوی او آموخته وو، اوس غواړي ټول ملت په خیرات راټولولو عادت کړي.

  3. هیله ده افغانان دافغانستان ضرورتونه په نظر کی ونیسی. هغه مات او تښتیدلی کسان دخپل مور او پلار په روی په پاتو افغانانو رحم وکړی او نور یی متضرر نکړی.
    دافغانستان تیر دوه سوه کلن تاریخ ښیی چه حکومتونه دخیرات په روپو چلیدلی. دپاچیانو زامن دپردو په رپو او دافغانستان مامورین دپردو او خپلو خیراتو په ډوډی تربیه سوی. ملایان درضا په خیرات او مامورین دآزادی دخرڅولو په خیرات او افغانان دجور او زور په خیرات خپل معاش پیدا کړی.
    طالبانو په سل ورځو کی دشل کلن جنبوریت نه ښه کارونه زیات کړی. په افغانستان کی میشته افغانان یی وینی.
    نو دا چه خیرات ټولول اوس دحکومت یوه ملی عنعنه ده طالبان دنر په ډول هم پیغور ورکوی او هم سوال. هم سوال کوی او هم یی خر لغتی وهی.
    افغانان ولی دامریکایانو په بیعزتی باندی خپه سی؟ دامریکا په بیعزتی باندی خپه کیدل باید هغه لنډه غر وکړی چه دفساد او چور او چپاول لپاره دامریکا په صفو دریدلی وو. داسی افغانان نور حق نلری چه یا دافغانستان په نمایندګی خبری وکړی او یا دامریکایانو دفاع وکړی.
    هیله ده رښتونی افغانان وپوهیږی چه دطالبانو بیعزتی دافغانستان بیعزتی ده او دافغانستان بیعزتی دهر افغان فرد خوارول دی.
    دامریکا مدافعین باید وپوهیږی چه دوی مات سوی. نور بس. خپل خیراتونه دی خوری او دهغی ورځی انتظار دی کوی چه یوه ورځ انترپول یی دروازه وټکوی او دحساب لپاره یی افغانستان ته لاس تړلی ورولیږی. افغانان که طالبان وی او یا نور حتما دشلو کالو دحساب کولو حق به هیر نکړی.

  4. وروڼو السلام علیکم

    خپه کیږئ مه. لوبه ډیره پیچلی ده، ستاسی دا دیالوګ ستاسو د ډیر ساده توب، احساساتو، پټو ګرومونو او کرکو ښودنه کوی. که په
    بهرنیو ژبو پوهیږئ، لږ دنړۍ روان سیاسی حالات مطالعه او تر څو درته ممکنه وی استخباراتی تلاشونه تعقیب کړی، دی برخه کی پاکستان ډیره بلا ده. اوس د هغوی یو دوث سوډر ستاسو د سلو مدرسو د ملایانو بادرای کوی، مشران یی له قایداعظم نیولی تر بوټو مشرف … عمران …حمید، باجوه…دلندن ماڼیو کی وروزل شول د انګریز په کالجونو کی یی له استخباراتی درسونو سره نور دسیاست درسونه هم زده کړل راغلل ، ګورئ څه لوبی راباندی کوی اوس چی د کافرو او مسلمانو جنګ نیم افغانستان تباه او ګدایی ته کیناو اوسی یی یوی ډلی ته سپینه کلمه او بلی ته توره کلمه په لاس ورکړی او یوبل وژنی او د تاریخی افغانستان پاتی څه چی دی تبا او لوټ کوی او دغه د میړنو تاریخی وطن خپله یوه صوبه جوړوی او موږ لاهم د ګرومونو او کرکو جهالت کی ډوب یاستو، ځوانانو لږ هوښار شئ لږ عقلانیت ته مخه کړئ سخت تبا و برباد یاست ستاسو حالت د اندیښنی او زړه سوی وړ دی دنیا ګړندۍ پر مخ ځي موږ پوری خاندی . پاکستان مو داسی استعمالوی لکه د لوښو صافی یا د بوټ برس یا د تشناب کاغذ خو موږ خواران خبر هم نه یو خوشحاله یو چی جهاد روان دی او امریکا مو ماته کړی څو کاله وروسته به پوه شئ چی کیسه څه وه … خپه کیږئ مه درباندی بده ونه لګیږی مطلق جهالت کی ډوب یو راځې دعقلانیت رڼا ته سر اوچت کړو نړی ته په پرانیستو سترګو وګورو له خیل جیل او زیل راووځو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب