یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د زخو يا مېخونو لامل او درمل

د زخو يا مېخونو لامل او درمل

په لاسونو او پښو د زخې راپیدا کېدا يوه عامه ناروغي ده چې د سړيو په پر تله په ښځو کې ډېره لیدل کېږي.
په بدن د زخو د را زرغونېدلو ځينې لاملونه:
۱ـ کله چې د انسان په بدن کې وسپنيزه ماده له خپلې کچې زياته شي نو زخې يې په بدن کې پیدا کېږي.
۲ـ په زخو باندې د اخته کس له ورځنيو توکو (د مخ سدمال، قدیفې، جامو او سابون) څخه کار اخیستل هم په بدن د زخو د ژر راختلو یو لامل دی.
۳ـ هغه څوک په ځانګړي ډول ماشومان چې د نوکانو په خوړولو عادت وي، يا د نوک يوه برخه روي نو زخې پرې ژر راپورته کېږي.
د زخو درملنه:
له هرڅه وړاندې زخې يا مېخونه مو په صابون پرېمنځئ.او درمل يې په لاندې ډول جوړېږي:
وچ اوړه، ليمو، هګۍ او ژيړ کورکمان يو ځای سره ګډوډ کړئ.په دومره کچه درمل جوړ کړئ، چې ستاسو د مېخونو يا زخو لپاره بسنه وکړي.
له ويده کېدلو وړاندې يې په زخو کېږدئ، پلاسټر ترې تاو کړئ، یا يې وتړۍ، ان شاء الله په څو ورځو کې به مو زخې يا مېخونه له منځه ولاړ شي.
د يادونې وړ ده، هغه کسان چې پرلپسې پڼي – موچڼي په پښو کوي، په پښو يې مېخونه يا زخې نه پیدا کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب