Home+په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون ماته پیل شوه

په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون ماته پیل شوه

له نن څخه ۲۰۹ کاله پخوا په دې ورځ په روسیه کې د ناپلیون پوځ ماته او شاتګ پیل شو.

د ناپلیون پوځ د ۱۸۱۲ کال د جون په ۲۴ پر  روسیې یرغل پیل کړ او د هماغه کال د دسمبر تر ۱۴ پورې همالته پانې شو.

د دې حملې اصلي دلیل د بریتانیا د اقتصادي محاصرې پر سر له ناپلیون سره د روسیې د څار نه جوړجاړی و.

خو ناپلیون په سمولینسک او بوردوینو جګړو کې له بریالیتوب او د مسکو له نیولو  وروسته له دې له ماتې سره مخامخ شو چې په مسکو کې اور بل شو او د ده (ناپلیون) د ځواکونو خوراکي مواد کم شول.

ناپلیون څرنګه واک ته ورسېد؟

د ۱۸مې م پېړۍ د نهمې لسيزې وروستی کال یعني ۱۷۸۹ کال و. شپاړسم لويي  (Louis XVI) د فرانسې پاچا و. دی د فرانسې د شاهي حکومت وروستی پاچا و. د شپاړسم لويي  (Louis XVI) د واکمنۍ پر مهال د فرانسې د شاهي حکومت خرانه د فساد او اختلاس له امله خالي شوې وه، له کلونو راهيسې د خلکو د کر-کيلې حاصلات بې خونده او کم شوي وو، وچکالي اقتصاد سخت اغېزمن کړی و، د د خوراکي موادو بيې لوړې، حيواناتو ته بيلا بيلې ناروغۍ ته ورپېښې او په لويه کې د لېرې پرتو سيمو وګړو ترمنځ ناارامي او غربت خپور شوی وو.

ډېری خلکو د حکومت له خوا د لوړې ماليې اخېستل او د ستونزو د نه حل څخه سر ټکولو. ۱۹۸۶ز کال کې، د فرانسې شاهي حکومت  لوړپوړي مامور چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne)  د ماليې ستونزو د حل لپاره يو عمومي پلان وړاندې کړ، چې د ټولنې د نجيبې او امتيازې طبقې به هم په کې ماليې اخېستل کيږي. پاچا،   شپاړسم  لويي د چارلز الكساندر دو کالون (Charles Alexandre de Calonne) پلان په اړه د فرانسې حکومت د روحانيونو، منځني کلاس او شريفې طبقې جرګه چې هغه وخت يې نوم، Estates-General را وغوښتله. دغه جرګې د فرانسوي ټولنې د شکايت لرونکو او ځورېدلو ډلو خلک وبلل چې د خپلو ستونزو نوملړ جوړ او دوی ته يې وړاندې کړي.

د فرانسې عوام چې ورته Third Estate ويل کېدل له حکومت سخت ناراضه وو او شمېر يې هم د ټول نفوس ۹۸ سلنې ته رسېدلی وو. دغه طبقه يا اکثريت عوام شاهي حکومت کې د لږکۍ شريفې طبقې يا noble له امتيازونو سره مخالف وو او غوښتل يې چې ټول بايد له مساوي حقونو او حکومت کې له مساوي برخې اخېستنې برخمن شي. د عوامو يا  Third Estate پرله پسې شکايتونه او اعتراضونه سبب شول، چې فرانسه کې خلک په سياسي او ټولنيزه برخه کې وېښ او فعال شي او دا هر څه د فرانسې د انقلاب يا پاڅون لامل شول.

فرانسه کې د خلکو پاڅون چې د فرانسې په انقلاب شهرت لري، د ۱۷۸۹ز کال د مې مياشتې په پنځه نڼېټه پيل شو او بيا د ۱۷۹۹ز کال د نومبر مياشتې په نهمه نېټه پای ته ورسېد. تاريخ د فرانسې انقلاب عمر لس کاله، شپږ مياشتې او څلور ورځې ثبت کړی دی.

د فرانسې د انقلاب په پايله کې د اساسي قانون اړوند شاهي حکومت جوړ او پخوانی شاهي نظام چې اشرافي يا aristocratic وو له منځه لاړ. د ياد انقلاب په پايله کېو وروسته په فرانسه کې سېکولار، ديموکراتيک او پوځي جمهوريت رامنځ ته شو. د فرانسې انقلاب په پايله کې ژور ټولنيز بدلون چې په حکومتي چارو کې د عامو خلکو برخه اخېستل وو، هم بنسټيز شول.

د فرانسې انقلاب وروسته د انقلاب بريالی پوځي قومندان ناپلیون بناپارت Napoleon Bonaparte  په فرانسه کې واک ته ورسېد، امپراتوري يې جوړه او د ډېری اروپايي هېوادونو سره يې جګړې پيل کړې. ۱۷۹۹ کال د نوامبر په نهمه نېټه ناپلون بناپارت د انقلاب پر مهال پنځه کسيزه جوړه شوې شورا لغوه اعلان کړه او واک يې په لاس کې واخیست. دې سره د فرانسې انقلاب چې ټولنيزه او سياسي وېښتيا يې منځ ته راوړې وه پای ته ورسېد او په فرانسه کې د ناپلیون بناپارت دورې په نوم دور شروع شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...