یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeمقالېدریخبريال د ولس ږغ او د ټولني هینداره | حافظ احمد نصرت

خبريال د ولس ږغ او د ټولني هینداره | حافظ احمد نصرت

په ولسواکو نظامونو کې رسنۍ یا ژورنالېزم د دولت د درې ګونو قوو په څېر څلورمه قوه بلل کیږي او خلک ورته خورا درناوی کوي.

افغانستان چې کلونو جګړو او ناخوالو ځپلی د بیان ازادي پکې ډیره مخینه نه لري ولې نړۍ کي یې بیا تاریخي مخینه اوږده ده.

تېرو څو کلونو کي په افغانستان کې د بیان ازادي، ژورنالېزم او خبریالي ډیر په سرعت پرمختګ وکړ چي ساری یې په ګاونديو هېوادونو او سیمه کې نه لیدل کیږي.

ژورنالېزم هغه سپیڅلی، مقدسه، د باور وړ، د ولس د خدمت مسلک دی چې پکې ټولنه او هېواد ته ډیر خدمت کیدلای سي.

د افغانستان زړورو، په هېواد مینو خبریالانو په سختو شرایطو کې د بدن او ځان په قربانۍ سره وکولاي سول چې دبیان دازادی ږغ اوچت او د ژورنالېزم ډیوې بلې وساتي او  د خپلې ټولنې دردونه،ستونزې او غمونه د خپل سپیڅلي مسلک په ژبه تر مسولو چارواکو  ورسوي.

لکه څنګه چي ویل کیږي خبریال د ټولنې هینداره ده او  د ولس ږغ دی دې کې شک نسته ځکه ټولنه خپل راتلونکی د خبریال په څیره کي لیدلای سي.

ژورناليست هغه څوک دی چې تل د رښتياو له کبله د خلکو په زړونو کې ځاي لري ژورناليست داسې څوک دی چې دوست او دښمن ورته يو دى، خو که  په دغه خبره هرڅوک وپوهيږي د دندې پرمهال خبريال ته يوازې د واقعیتونو خپرول اهميت لري که دغه  رښتيا، د ده په زيان هم پای ته ورسيږي.

ژورنالېست هغه څوک دى چې له ژورنالېستيکي اصولو څخه د پوره خبرتيا پر بنسټ خبرونه او رپوټونه اورېدونکو ته وړاندې کړي.

خبریال قرباني ورکوي ځان خطر کي اچوي ولې ټولنې ته واقعیت دخپل سر په بدله کي رسوي چې دا کار ډیری کسان نسي کولاي.

دې وروستیو کې افغان ولسمشر دکب ۲۷ مه د خبریالانو  د ملي ورځې په نوم ونوموله چي دا کار یې د ستایلو او  د بیان د ازادۍ او په افغانستان کې د ژورنالېزم د لا باوري کولو او افغان خبریالانو ته د قوي روحیې ورکولو په معنا دی.

زه د یو خبریال په توګه د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني  د دې کار ننګه او ملاتړ کوم او ترې مننه کوم چي د نورو قشرونو په ‎څیر یې خبریال ته هم ورځ ځانګړې کړه.

د بیان دازادۍ او ژورنالېزم د ډګر اتلانو ملي ورځ مو مبارک سه

په درنښت

حافظ احمد نصرت

۱۳۹۷/کب/۲۷

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب