شنبه, جولای 6, 2024
Homeټولنیزد مرکنتلستانو اقتصادي نظریات | خبیب علي

د مرکنتلستانو اقتصادي نظریات | خبیب علي

په تېره لیکنه کې مو د مرکنتلستانو په اړه خبرې وکړې. دلته غواړو د دوی اقتصادي نظریات په لنډ ډول وڅېړو:

د مرکنتلستي فکر بنسټ په صنعت او تجارت ولاړ دی. دوی صنعت او تجارت د دولتونو د تفوق او د فردي ژوند د ښه والي لوی سبب ګڼي. که د اروپا سیاسي تاریخ ته وګورو نو د شپاړسمې پېړۍ په شروع کېدو په دې لویه وچه کې سیاسي رقابتونو زور اخیستی و او ګڼو هېوادونو غوښتل چې تر نورو مخکې شي. د دې موخې لپاره ضرور وه چې هغوی دې په سیاسي او اقتصادي لحاظ تر نورو بهتره واوسي. څرنګه چې مرکنتلستي ایډیالوژي دې موخې ته په رسېدو کې ترنورو اغېزمنه وه، نو ځکه اکثره اروپایي هېوادونو د پخوانیو روایاتو ځای نوو مرکنتلستي افکارو ته ورکړ، چې په دې سره اروپا د تاریخ یوه نوي پړاو ته داخله شوه.

د مرکنتلستانو اقتصادي نظریات او فعالیتونه په انانیت او ځانغوښتنې ولاړ دي. دوی یوازې د خپل دولت لوړتیا او عظمت غواړي، که څه هم د نورو دولتونو د لمنځه تلو په بیه وي. مثلا: فرانسوي مرکنتلستانو غوښتل چې انګلستان، هالنډ او نورو اروپایي هېوادونو سره سیالي وکړي او هغوی د ځان تابع کړي. د نورو هېوادونو مغلوبول او استعمارول د مرکنتلستي فکر مرکزي نقطې دي. له بزګرانو او کاریګرو سره د دوی روش او تګلاره مونږ سره د دې ادعا په ثبوت کې ډېره مرسته کوي. لوستونکي باید خبر وي کله چې په مرکنتلېزم کې پرمختګ څېړو، منظور مو ترې د سیاسي واک او قدرت پراختیا وي چې ډېرځله نورو دولتونو ته د تاوان په پار رامنځته کېږي. همداسې کله چې ثروت یادوو موخه مو ترې معمولا سره او سپین زر وي.

مرکنتلستانو غوښتل چې ثروت باید له بهره په ټیټه بیه وارد شي. د هېواد دننه ترې په صنعت کې کار واخیستل شي او بېرته بهر ته صادر شي. په دې ځای کې چې د وارده قیمت او صادره قیمت ترمنځ کوم تفاوت رامنځته کېږي، همدا اصلي ثروت دی او باید په هېواد کې دننه پاتې شي. یعنې خام مواد باید په ټیټه بیه واخلو او تر پخولو وروسته یې بېرته په لوړ قیمت خرڅ کړو. له دې چارې به مو څو ګټې کړې وي: یو دا چې کاریګرو ته به مو کار پیداکړی وي، بل دا چې په لویه کچه به مو ثروت په هېواد کې دننه پاتې کړی وي، چې وروسته بیا همدا ثروت د هېواد په سیاسي او اقتصادي پرمختګ کې ونډه اخلي او د وګړو د ژوند کچه لوړوي.

په عمومي ډول په اجناسو او خدمتونو کې د ګټې لپاره مرکنتلستي فکر داسې وایي چې تولیدات او خدمتونه باید په ډېر کم قیمت تمام شي، یعنې تمام شد قیمت باید لوړ نه وي. که ډېره ګټه کول غواړو نو تولید او خدمتونه باید په ډېره کمه بیه رامنځته کړو، ترڅو تمام شد قیمت ښکته وي. د دې چارې د ترسره کېدا لپاره خام مواد باید په ټیټه بیه راونیسو او د کاریګرو مزد او اجوره هم باید ټیټه وټاکو، ترڅو تمام شد قیمت لوړ نه شي.

په دې ډول افکارو دوی وکولای شول چې ډېره ګټه وکړي. حتی کلبر خو په لسو کلونو کې د فرانسې عواید دوه چنده کړل، خو د مزدور ژوند نور هم خراب شو. مرکنتلستانو به ویل چې څومره د مزدور او کاریګر مزد کمېږي هغومره دولت ګټه کوي او په قدرت کې یې زیاتوالی راځي.

په مرکنتلستي نظریاتو کې د ګټې ښې لارې ښودل شوې دي خو ځینې بشري او ټولنیزې ستونزې هم لري. مثلا: مزدوران هغومره اجوره نه ترلاسه کوي چې ورځینی ژوند پرې تېر کړي یا لږترلږه ژوندي پرې پاتې شي.

په عمومي ډول د مزدورانو او کاریګرو ژوند ته نه پاملرنه، له بزګرانو سره ناسم اقتصادي چلند او د ځمکې خاوندانو ته په کمه لیدل د مرکنتلېزم کمزورې نقطې دي.

مرکنتلستي ایډیالوژۍ اقتصادي پرمختګ رامنځته کړ، خو په بشري ټولنو کې یې د طبقاتي ژوند کرښې راکاږلې، چې دې بېلوونکو کرښو په راوروسته کلونو کې د سوشلېزم (سوسیالېزم) د رامنځته کېدو لپاره لار هواره کړه او انساني ټولنه د تاریخ یوه نوي دور ته ورننوتله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب