سه شنبه, مې 7, 2024
Homeکالمونهکيڼ اړخی اتمر او ښي اړخی حکمتيار، له خپل سياسي مورچله پرشا...

کيڼ اړخی اتمر او ښي اړخی حکمتيار، له خپل سياسي مورچله پرشا نشول!؟

استاد شهسوار سنګروال

که چېرې په ټول افغانستان کې داسې يوه ټولپوښتنه وشي چې افغانستان کومې نظرې،کومې اېډيالوژئ، کوم انداوفکرډېرولړزوه؟ او که له دې سره جوخته دا پوښتنه هم راپورته شي، چې د دغونظريو ترشا کومو ولاړو هېوادونو افغانستان ته ډېر زيانونه واړول…؟

ښايي په دغه نظرپوښتنه کې، وېشلي اندونه او نظرونه مخې ته راشي … يو شمېر هغه کيڼ اړخي، چې ترشا يې شوروي او شوروي پلوه هېوادونه ولاړ وو او يا د شوروي ټانکونو پرمټ واک ته ورسېدل. نو هرومرو به دغه کيڼ اړخي انګېري، چې موږ او زموږ دوستانو افغانستان ودانوه، خو چاپرېنښودو…

د دوئ اډيالوژيکي او فکري سيالان بيا په دې اند دي، چې ګنې د وطن رښتنې بچيان موږ يو، خو موږامريکايانو پخپلو کې وجنګولو، دېته يې پرې نښودو، چې د وطن د جوړولوجوګه شو.

دوئ دا خبره هم کوي، چې موږ کمونستانو پخپلو کې واچولو، ګڼشمېر کمونستان د احمدشاه مسعود ترشا ودرېدل اودغه ناورين ته يې لاره پرانسته…

ښايي درېيمه ولې غوښنه برخه هغه کسان وي، چې دوئ په خپلو څرګندونوکې رښتني او ژمن وي…دوئ کين اړخي د افغانستان دښمنان ګڼي، چې يوه پردۍ ايډيالوژي، چې په يوه سنتي هېواد کې، چې د اسلام سپېڅلي دين ورته د ژوند رښتنې برخه ده، هېواد ته راوړه او پخپل سياسي اوعملي ژوند کې دا وښوده، چې سرو لښکرو ته يې لاره پرانسته او افغانستان يې پرې اشغال کړ.

دغه وګړي بل لورته دا هم له ياده نه باسي، چې دبېلګې په توګه کا بل چا په سرووينوولمبوه ؟ دوئ ټوله پړه په ښي اړخوسخت دريځو اچوي اوپه دې ټينګارکوي لکه څرنګه،چې کيڼ اړخوسخت دريځو،چې پردۍ ايډيالوژي افغانستان ته راوړه، دارنګه ښي اړخوهم پردۍ ايډيالوژي زموږ ګران هېواد افغانستان ته راوړه او دغه هېواد يې د سياسي سيالۍ ډګروګرځاوه …

د افغانستان روانه غميزه او سياسي کړکېچ، چې اوس د افغانستان وګړي ورسره لاس وګرېوان دي، د دې ټولو سترلامل زموږ ګاونډيان دي…لومړی همغه د وخت شوروي او اوس د هغه شوروي اتحاد ځاې ناستی روسيه، چې لااوس هم د افغانستان په کورنيو چارو کې نېغ په نېغه لاسوهنه کوي.

وليدل شول،چې د طالبانوپه ګډون دافغانستان يوشمېرسياسيون، دوخت مجاهدين اوکمونستان غاړه په غاړه روسېې ته لاړل،چې هغوئ ورته سوله ډالۍکړي.ددې پرځاې،چې روسې نه دافغانستان دجنګ تاوان واخلي،دهغوئ ځولۍ ته يې ځان وغورځوه، چې په خداې به کېږي اوبيا پرتاسو،موږته سوله راولی …هغسې خوهم استادرباني خپله سياسي قبله لادمخه بدله کړې وه،چې دلومړي ځل لپلره روسې ته لاړ.

نه يوازې دغه کاررباني وکړبلکې دمې په مياشت(2017کال)حنيف اتمرروسې ته لاړ،چې دخپل پخواني دوست پښه دافغانستان چاروته راکاږي،کابلف اوله يوشمېردکې جي بي له پخونېيودوستانوسره،چې په خادکې ورسره پېژندل وليدل…

له حنيف اتمرسره دروسانوخواخوږي اودوستي هغه مهال لاڅرګنده شوه،چې دفبروري په مېاشت کې دافغانستان له پاره ځانګړي استازي ضميرکابلوف دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزادسره په ترکيه کې وليدل،دپېښوپه تړاوسره وغږيدل اوبيا دهمدې سياسي پېښوپه رڼاکې دانادولي خبري اژانس داخبره راپورته کړه،چې کابلوف په دې خبرې بيابيا ټينګاروکړ،چې دافغانستان ولسمشريزوټاکنوته ولا ړنوماندحنيف اتمردافغانستان دکړکېچ دکابوکولوله پاره وړشخصېيت دی …ده ووېل،؛ په افغانستان کې هرڅوک پوهېږي،چې اتمريوموهم سياستوال دی اوپه پراخه پېمانه دنوروسېاستوالوله ملاتړنه برخمن دی…نوموړي دحنيف اتمردومره ستاينه وکړه،چې خبره غلواواغراق ته ورسېده اوان افغان ولس ته يوپېغوروو،چې ولې خپل رښتني خدمتګاران نه پېژني ؟!

ده له انادولي خبري اژانس سره مرکه کې غبرګه کړه : ؛ دحنيف اتمرامتيازونه اوغوره والی دانکاروړنه دی …دی يوبېساری انسان دی،دافغانانوله معيارونوسره سم،داسې اوچت مديردی،چې دافغانستان په ستونزوپوهېږي اوپه دې هم پوهېږي،چې ستونزې څرنګه حل کړي ؟

که له يوې خوااتمردروسې رښتنی خواخوږی دی،چې دکابلوف په اند دی هغه شخصېيت دی،چې دروسې اوامرېکې ګټې په افغانستان کې ساتلی شي،خوله بلې خواګلب الدين حکمتياربيا له حنيف اتمرنه يوګام وړاندې اخلي،له خپل دوست ای اس ای سره دومره ژورې اړيکې لري،چې پرته له شکه دېته چمتودی،افغانستان هغوئ ته په ډالۍ کې ورکړي…تاريخ شاهددی،چې دولسمشرمحمدداودخان دواک په مهال،دپاکستان لمنې ته وروغورځېداودهغه واک يې پخپل وسله وال پاڅون وګواښه…ښا يي ډېروته معلومه وي هغه مهال چې دی پا کستان ته وتښتېد دده پلارپه داسې حال کې، چې داودخان خبرنه ووبندي شو…دمحمد داود خان ياوربازمحمدخان منګل ده خبر کړ،چې دحکمتېار په تور دهغه پلارنيول شوی دی …هغه ګړی داودخان امروکړ،چې دزوې په ګناه پلار ونه نيول شي، نودستي خوشې شو .

دادی اوس ګورو،چې افغانستلن دخپلوګا ونډېيواوپه دغه لړکې دپاکستان له خواله څومره رازرازکړاوونوغميزواوخونړېيوپېښوسره لاس اوګريوان دی…ولې اوس هم حکمتېاردای اس ای په چوپړکې دی .

په دې وروستېيوکې دهنداوپاکستان په جنګ کې داسلامي ګونددريځ ددوئ له اعلامې نه څرګندشو،چې وې وېل، ؛  دپاکستان ترولکې لاندې کشميرکې،چې ازادکشمير يې بولي لومړی جارحيت هندوستان پيل کړې دی …؛ تراوسه به هيڅ افغان نه وي اورېدلي، چې حکمتياردې دډېيورڼددکرښې په تړاو،چې دافغانستان ملي مساله ده يوه خبره کړي وي …

دحکمتيارپه اعلامېيه کې په افغانستان يې تورپورې کړی دی،چې : ؛ دپاکستان مخالفووسله والوډلوته يې پخپله خاوره کې سرپناه ورکړې ده …په کندهارکې مېشت بلوچان،چې بيلتون پاله ډله ده اودکراچۍ ښارکې دچين په کونسلګرۍ بريدکې لاس درلود…

وګورئ دلته په ښکاره دافغانستان ملي ګټې له ګواښ سره مخ کوي،ددې خبرې مانا داده که پاکستان پخپله خاوره کې دافغانستان ضدوسله وال ساتي،خوداکارافغانستان هم کړی دی …؛ په اعلاميه کې يوځاې داسې لولو :هغه افغانان،چې دپاکستان اوهندوستان په شخړه کې دهندوستان پلوي کوي، بې دينه اوسيکولردي …

اوس نوپه دې غورپه کاردی، تردادمه،پاکستان افغانستان ته څومره زيان اړولی دی ؟بيا همداسې هندله هغه سره پرتله کړئ،چې څومره مرسته يې دافغانستان په رغاونه کې کړې ده ؟که چېرې دحکمتېارموخه داوي چې له نامسلمانووګړونه مرسته مه غواړئ،نوداخوبيا سمه ده !ولې يوه پوښتنه دلته پېداکېږي،چې ولې مودامريکا په ستنګرافغان الوتکې راغورزولې ؟

په دې تړاووګورئ،چې داسلامي ګوند په اعلاميه کې څه راغلي دي، ؛  متاسفانه ځنې بې شعوره اوسېکولرافغانان نه يوازې دپاکستان اوهندجنګ ته خوښ دي بلکې دهند پلوي اودپاکستان خلاف ستوغې څرګندونې کوي .

خوهغه مهال،چې حکمتيارديوه قانوني اومسلمان ولسمشرمحمدداودخان خلاف بغاوت وکړ،بنسټيزه موخه داوه،چې له يوې خواافغانستان دپا کستان پروړاندې کمزوری کړي اوله بلې خوالوېديځوال برلاسی شي…

په پا ې کې داويلی شوچې،

افغانستان ته نه يوازې شرقي ښکېلاک ډېرزيان ورساوه بلکې همدومره،په يوه حساب لازيات لوېديځ ښکېلاک افغانستان وځپه اوډول ډول سېاسي،اقتصادي، کلتوري اوټولنيز زيانونه يې ورواړول.

2 COMMENTS

  1. دپوهې اوقلم ټولو مورچلیانو(سنګروالانو) ته سلامونه اوښې هیلې -په افغانستان کې اوسمهال لوبه داسې روانه ده چې عمو سام غواړی ټول هغه افراطی اخوانیان+چپی تالی څټی + خلک ځورونکی اودفساد مافیا په یوه شپول کې سره راغونډ کړی ، تر څو افغانان نور هم وځپل شی اوددوی ډوډۍ هم پخه شی، دجهاد نتیجه ددې قصې په شان سرچپه وه : قصه داسې بیل کیږی ، یووخت یو کلیوال بزګر کابل ته راغی او دمیوند په واټ کې یې دمیوند دحماسې څلی ولید چې ښکلی شین رنګ یې درلود تر څنګ یې دوه ښکلې ونې او کبله شنه وه ، ده فکر وکړ چې دا منار هم راشین شوی ـ یو نږدې دکاندار ته ورغی اوورته بې وویل ماما! ددې غټ شی (منار)تخم خوما ته راکا ـ هغه دکاندارولید چې سړی خو شین دی نو راځه پیسې ځینې واخله اودګازورو تخم ورکړه – – بزګرلاړ او تخم یې خپلې مځکه کې وکاره ،، درې میاشتې وروسته یې کاته چې دهغه شی په عو ض شنې پاڼې راختلی ،مځکه ډیره قوی وه اودهم پټی ته اوبه ورکړې وې، ځان سره یې وویل چې راځه وګورم چې څه بلا راښنه شوې کله یې چې ګازره له ځمکې راوویسسته ځان سره یې وویل ، اوه ! داخومې سرچپه کینولی وو کنې هماغسې منار به اوس راشین شوای وو ، زموږ مجاهدینو هم جهاد سرچپه کرلی وو او پایله یې داسې راوخته . په درنښت

  2. سلام
    د کین ارخ جغلہ او پو چک کارتوس د ربانی لہ نیم گری پا چایی را پاتی شوی اتمر مور چلی اوس دلایق پہ شان وطن پیڑنی دامیرخیل پہ اوزہ یی د باتور ملت پالنہ کوی
    اصلا دابل ارخ ھمدی کمونستانو د قدرت پہ نوم دومرہ وجنگول چی ھمدا اوس ھم د حکومت پہ تولو برخو کی دوی لاس لری خو محب خان د خپلو او خپلو انو پہ مقرری باندی دمری گیدی فارسی وایی دا ھم شو ہ د مورچل بلہ برخہ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب