دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیززېرمي پراخه لرو اما ژوند د فقر کوو| عصمت الله کریمي

زېرمي پراخه لرو اما ژوند د فقر کوو| عصمت الله کریمي

افغانستان هغه هیواد چي پراخه طبیعي زیرمي ، سرشاره سیندونه او بهترین ستراتیژیک موقعیت لري اما بیا هم ۵۴ فیصده خلک یې په فقر کي ژوند کوي او ۲۳ فیصده خلک یې بیکاره ګرځي. سرشاره سیندونه لري اما بریښنا له همسایه هیوادونو اخلي. کرهنیز هیواد دی اما اوړه ، غوړي او نور خوراکي شیان له پاکستان، ایران او نورو همسایه هیوادونو واردوي. د لوګر د میس عینک کان ، د بامیان د اوسپنی کان، د تخار سره زر، د هلمند یورانیم، د بدخشان لارجورد او قیمتي ډبري، د شمال ولایتونو تیل او ګاز، او بې شمیره نور کانونه لري اما ګټه ترې نه شي اخیستی. انتوني لووینستین Antony Loewenstein  د افغانستان د کانونو په اړه په خپل یوه مقاله کي لیکي چي طبیعي زیرمو به افغانستان یو شتمن هیواد کړی وای اما له زیرمو یې هیڅ ګټه وانه خیستله. په مقاله کي راځي چي پخوانی شوروی اتحاد د افغانستان د ناکام اشغال څخه مخکي دا درک کړې وه چي افغانستان د طبعي زیرمو له اړخه یو شتمن هیواد دی. په ۱۹۸۰ لسیزه کي یې د افغانستان د معادنونو په هکله معلومات راټول او یوه نفشه یې ترتیب کړه چي پکښی د افغانستان د مس ، اوسپني ، سره زر ، لیتیم ، کوبالت ، فلزات او نورو طبعیي زیرمو ځایونه په نښه شوي وو. دغه نفشه د افغانستان یو څو ځمکپوهانو تر ۲۰۰۱ کال پوري له دې ویري په خپل کور کي پټه ساتلې وه تر څو د مخالفینو لاسته ورنه سي او معادنونه غیرمسلکي استخراج نه شي. وروسته بیا په ۲۰۰۷ کال کي د امریکايی څیړونکو له لوري د افغانستان د معادنونو یوه څیړنه وشوه. څیړني وښوده چي په افغانستان کي د یو ټریلیون ډالر په ارزښت طبیعی زیرمي وجود لري.

همدا طبیعي زیرمي کولی سي د افغانستان اقتصاد په پښو ودروي، په زرګونه دندي رامنځ ته کړي ، او پر بهرنی مرستو تکیه راکمه او یا بیخي له منځه یوسي. اوس مهال د افغانستان د بودیجې شاوخوا شپیته فیصده د بهرني مرستو په واسطه تمویلیږي.  د زیرمو استخراج هیوادونه په ځان بسیا کوي، قطر هیواد یې ښه مثال دی، د ۱۹۳۷ کال مخکي یې هیڅ هم نه درلوده، اما له خپلو طبیعي منابعو یې ګټه واخیسته او اوس یې د دولت 70 فیصده عواید له تیلو او نورو طبعي منابعو څخه لاسته راځي.

که څه هم په ۲۰۱۴ کال کي د افغانستان د معادنو د استخراج په قانون کي اصلاحات رامنځ ته شوه خو بیا هم د غیر قانوني او خپل سري استخراج مخه ونه نیول سوه. اخطارونه هم پر خپل ځای پاتي سوه. د جاک میلن په نوم یو ځمکپوه په وینا افغانستان هغه هیواد دی چیري چي د معادنو د استخراج هیڅ کلتور وجود نه لري. دده په وینا چي حتی ځیني خلکو دا هم ویل چي طبعیي زیرمي دومره نه دي چي د افغانستان اقتصاد دي په پښو ودرولی شي. د کانونو او پطرولیم پخواني وزیر داود شاه سبا په وینا چي د ایراني څیړونکو څیړني ښیي چي د افغانستان یوازي پنځیویشت فیصده زیرمي تراوسه پیژندل شوي دي او د امریکايي څیړونکو له لوری ترسره شوې څیړنه هراړخیزه نه وه. د سبا په وینا چي افغانستان اوسمهال یوازي ۳۰ میلیونه ډالره له کانونو ترلاسه کوي حال دا چي باید هر کال یو نیم میلیارد ډالره ترلاسه کړي. په سیمه کي حالت هرڅه روښانه کوي. د مثال په ډول لوګر ولایت کي د لسیزو راهیسي امنیت نه دی خوندي شوی. لوګر ولایت د نړی یو له پراخه مس لرونکي سیمو څخه دی. مس عینک کان د درې میلیارده ډالرو په ارزښت میس لري کوم چي د یوې چینایي کمپنی MCC سره یې د استخراج تړون په ۲۰۰۷ کال کي لاسلیک سوو اما د استخراج کار د ځینو امنیتي ستونزو او د تاریخي توکو د استخراج له وجي لاتراوسه نه دی پیل سوی. همداراز د حاجی ګک د اوسپني کان د استخراج قرارداد له یو هندي کمپنی سره سوی خو لا یې هم افغانان له ګټي نه دي برخمن شوي .

که څه هم امنیت یوه ستونزه وه خو د امریکا نه لیوالتیا هم د کانونو استخراج کم رنګه کړی وو. د ۲۰۱۵ کال په اپریل کي د سیګار ادارې یو راپور خپور کړ چي امریکا د افغانستان د کانونو د استراج له پاره کومه ځانګړې ستراتیژي نه درلوده. د ادارې په وینا د ۲۰۰۹ کال راهیسي د USAID او نورو موسسو له لوري د کان د استخراج پر صنعت باندي ۴۸۸ میلیونه ډالره لګول شوي دي چي هیڅ کومه ګټه یې ونه کړه. که څه هم دومره پیسې مصرف سوې اما بیا هم د کانونو او پطرولیم وزارت د دې پوره ظرفیت نه لري چي څنګه څیړنه وکړي او څنګه نوی قرادادونه رهبري کړي. USAID او نوري ادارې په افغانستان کي د یو ښه استخراجي صنعت په رامنځته کولو کي پاته راغلي دي.

 د افغانستان د معادنو استخراج یوه ارزښتناکه او اوږدمهاله پروژه ده او د افغانستان د بودیجې مشکل په اوږدمهال کي حل کولی شي . اما بدبختانه د اتلس کلونو په تیریدو بیا هم د معادنو په استخراج کي کوم خاص پرمختګ نه لیدل کیږي. بل خوا که د قانوني استخراج کارونه ټکني دي اما غیر قانوني استخراج ښه په سرعت روان دی. انتوني لوویسین په خپله مقاله کي غیرقانوني استخراج ته هم اشاره کړې ده. مقاله د سیګار د یو راپور پر بیناد لیکي چي د طبیعي زیرمو غیرقانوني استخراج افغان دولت ته هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره زیان اړوي.

د Global Witness د افغانستان د څانګې مشر سټیفن کارتر، په وینا افغان دولت په اوس مهال کي د کانونو له ایستلو وړاندې باید لومړی په ترانسپورټي لارو او د پرسونل په ظرفیت جوړونې او د کانونو د کیندنو، پروسس او ګټې اخیستنې پر چارو تمرکز وکړي. د کارتر په وینا چي د معادنونو د استخراج له پاره باید اوږدمهاله فکر وشي ځکه دا د عاید او پرمختګ ترټولو مهمه وسیله ده.

 په افغانستان کي بزګران د واوري او بارانونو د کمښت او اقلیمي بدلون له وجی د حاصلاتو د کموالی رنځ وړي، خلک غریب دي، افغان دولت کورني عواید ډیر کم لري. ددې ټولو ستونزو د حل بهترینه لاره د کانونو استخراج دی. اما په تیرو څو لسیزو کي د افغانستان د طبیعی زیرمو د استخراج مسلې ته نه افغانانو ، نه امریکا او نه هم کوم بل هیواد توجه کړې.

که مو له دې ستري شتمني ګټه اخیستې وای اوس به بهرنیو مرستو ته محتاج نه وای، خلکو به غربت کي ژوند نه کوی، دولت به په ځان بسیا وای، کاریګرو ته به د کار ښه زمینه برابره سوې وای . اما  د خراب امنیتي حالت ، د زیربنا نه جوړښت، د امریکا او نورو بهرنیو مرستندویه هیوادونو نه لیوالتیا ، د ظرفیت نه شتون، او ځینو نورو ستونزو له وجی د افغانستان له دې ستري ملي شتمنیی څخه ښه ګټه وانه خیستل شوه نو ځکه مو خلک همداسي غریب او محتاج پاتي سوه. اوس مهال د لاجوردو د لاری پرانیستي، د اقینې بندر فعاله کیدل، د چابهار پروژه ، او په کور دننه د ریل پټلی جوړولو پلان د افغانستان د کانونو د استخراج یوه هیله پیداکړې ده. په دې هیله چي یوه ورځ له خپلو شته طبیعي منابعو پوره ګټه واخلو او یو په ځان بسیا او سوکاله افغانستان ولرو.

عصمت الله کریمی

د جنوبی اسیا پوهنتون د اقتصاد په څانګه کي د ماستری دورې محصل

نوی ډهلی ، هندوستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب