جمعه, مې 17, 2024
Homeمقالېدریپه ټولنیزو رسنیو کې زېړ ژورنالېزم | شرافت تسل

په ټولنیزو رسنیو کې زېړ ژورنالېزم | شرافت تسل

شاید تاسو په پوهنتونونو، کتابونو اونورو علمي بنسټونو کې دزېړ ژورنالېزم جلاجلا تعریفونه لوستلي وي خو یومشخص تعریف به مونه وي موندلې هرچا دخپل انده یو تعریف ورته کړی اوغوره کړی دی . زېړژورنالېزم دنولسمې پېړۍ په ورستیو کې له دوو ورځپاڼو پیل شو خوپه شلمې اویوېشتمې پېړۍ کې يېغږیزږ،تصویري اوټولنیزورسنیو ته لاره وکړه اوپه اوسني وخت کې دزېړژورنالېزم اصطلاح ټولوته کاریدلی شي،ځکه چې زېړژورنالېزم دنړۍ په هر ګوډ کې دهدف ، څرنګوالي اومحتوا له پلوه یوډول دی.په عمومي ډول دزېړ ژورنالېزم اصطلاح هغه ممطبوعاتو، رسنیو اوټولنیزورسنیوته کرول کیږي چې هېجاني مطالب،له ولولو اومبالغو ډک عنوانونه، احساساتي،په افواهاتواوځېنې وخت په درواغو ولاړ خبرونه،راپورونه اوتصویرونه خپروي چې خپل لوستونکي،ليدونکي اوریدونکي زیات،کړي اوپېسې وګټي. دکابل پوهنتون استاد محمدشفیق وردګ زېړژورنالېزم داسې تعریفوي . له وړو خبرو غټخبر جوړولو،په خبر اوراپور کې ترحقیقت احساساتوته زیات ځای ورکولو، مبالغه کولو،د ټولنې پراختيايي چارو باندې راپور نه کولو،په یوې وړې سیاسي اړامنیتي پېښې  غټ راپوربرابرولو اوله خاینانواتلان اوله اتلانوخاینان جوړولوته زېړژورنالېزم وایې

په حقیقت کې زېړژورنالېزم هغه ژورنالېزم دی چې تر حقیقت ډېر په ګونګوسو احساساتواومبلېغوراڅرخي اولوې هدف يې دلوستونکو جلبول اودپیسو ګټل وي اوکله کله داسې هم کیږي چې حقیقت په داسې بڼې خپروي چې هیجان او ولوله په کې وي، مچردروغ نه وي.

عبدالمالک عاصم زېړ ژورنالېزم  په عمومي ډول داسې تعریف کړ زېړژورنالېزم هغه ژورنالېزم ته ویل کیږي چې خبریالان یا رسنۍ اخلافي اوژورنالیستیک معیارونه اه پامه وغورځوي، تورونه ولګوي، سپکاوی وکړي او په افواهاتوباندې ډډه ووهي، اوموخه يې په خپلو راپورونواوپروګرامونوکې، خپلې ډلې ټپلې، قوم، مذهب، سیاسی مشرانواونوروافرادو او اشخاصو ته د نوم اونښان ورکول، لوړول، اتل بلل، مظلوم ګڼل اومقابل لوری په هغه اودغه تورنول، سپکول تورنول غندل اوظالم بلل دادوه پورتني تعریفونه ترډېره دافغانستان په مطبوعاتوکې زېړ ژورنالېزم رانغاړي. د زېړ ژورنالېزم خبریالان د خبرو په ریښو پې نه ګرځي پلټنه نه کوي، دقت نه کوي، بلکه ټوله هڅه یې دا وي چې داسې شیان خپاره کړي چې دخلکو ولوله او احساسات را وپاروي چې ددوې بازار ګرم اوپلان کړي هدفونه يې پوره شي.   

زیړژورنالېزم کله پیل شو

په ۱۸۸۳ کال کې جوزیف پولیترز دامریکا په نیویارک ښار کې دنیویارک ورلډ ورځپاڼه وپېرله او خپرونې يې پيل کړې. ده تر دې مخکې په سنټ لوشیا کې هم د ورځپاڼې چلولو کامیابه تجروبه درلودله. هغه د جالبو او احساساتي عنوانونو، تصویرونو او کارتونونو په خپرولو سره خپلې ورځپاڼې نیویارک ورلډ ته ډېر مینه وال وموندل دهغه بازار ښه ګرم و، خودهغه بل رقیب ویلیام راندولف هرسټ دهغ دابریا ونه شوه زغملی او دنیویارک ژورنال په نامه یې یوه ورځپاڼه وپلورله او فیمت یې هم یوه پينې- یو سنټ ډالر – وټاکه چې دخپل سیال بازار خراب کړي.د دووورځپاڼو نیویارک رلډ او نیویارک ژورنال دمالکانو جوزیف پولیترز او ویلیام راندولف هرسټ ترمنځ سیالي په دې وه چې څنګه دمطبوعاتو بازار خپل کړي چې لوستونکي يې زیات شي، ورځاڼې يې زیاتي خرڅې شي اوپيسې ډېرې وګټي. داهغه وخت ووچې دنیویارک ښارته دکډوالو تازه څپې پيل شوې وې  او دکارګرې او منځنۍ طبقې وګړو ژوند هم ښه نه وو دواړه ورځپاڼې پخپل وخت کې ښې مشهورې وې. جوزیف پولیترز په خپلې ورځپاڼې نیویارک ورلډ کې تفریحي او طنزیه کارتونونه هم خپرول.

اوس راځو خپلې موضوع ته په ټولنېزو رسنیو کې زېړ ژورنالېزم

پرمطبوعاتواورسنیو سربېره په ټولنيزو رسنیو کې هم زېړ ژورنالېزم کارول کيږي اودا برخه هم د زېړژورنالېزم ښکار شوې ده،دیویشتمې پېړۍ دساینس اوټکنالوژۍ چټکې ودې په مطبوعاتو اورسنیو کې لوې انقلاب راوست. فیسبوک،ټویټر،انستګرام اونورې ټولنیزې رسنۍ په نړۍ کې میلیونونه کارکونکي لري.دافغانستان کې شاوخواشپږمیلونه خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي فیسبوک اوټویټر پکې ډیر مینه وال لري.په هرو لسو افغانانو کې دوه درې يې ټولنیزې رسنۍ کاروي په افغانستان کې پر فیسبوک،یوټیوب،اوټویټرسربېره،تلګرام،وایبر،واټساپ،انستګرام،اوداسې نورې ټولنيزې رسنۍ فعالې دي.مخابراتو وزارت وای شپږمیلونه افغانان ټولنیزې رسنې کاروي چې ۸۷فیصده یې فیسبوک، پنځه فیصده يې ټویټرودوه فیصده يې یوټیوب اونوريې په نوروشبکو کې بوخت دي. په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د روشنايي غورځنګ ټویټري طوفان او داسې نورې پاڼې ډېرې دي چې د قوم، حکومت، تعصب، افرادو اوهیوادونو په ګټې اوضد ډېر څه خپروي دټولنیزو رسنیو لپاره د قانون نشتوالي ډېروته داواک ورکړې، چې هرڅه يې زړه غواړي ولیکي اوخپاره کړي.په افغانستان کې په روانو چارو دټولنیزو رسنیو اغیزې جوتې دي، ان ځنې مظاهرې هم دهمدغو ټولنیزورسنیو له لارې تنظیمې او وشوې،یولړ مثبت تغیرات یي هم راوستل او پرچارواکو اونورو وسله والو ډلو ټپلو دفشار یوه ښه وسیله بلل کیږي.په ټولیزو یا خواله رسینو کې هماغه شېبه خلکو ته خبر ،تصویر،او ویډیو رسیږي او ستونزه يې داده چې يو کس په کلي کې ژوند کوي،ددنیا اونورو روانوچارو څخه ډېر خبر نه وي،دتحلیل ځواک يط هم کمزوری وي په اسانۍ سره دټولنیزو رسنیودزېړژورنالېزم قرباني کېږي.څېړونکې اوخبریاله صفیه حلیم چې ټولنیزۍ رسنې څاري وايي انساني قطرت داسې دی چې په ډيرو مسایلو کې سړی فکرنه کوي او ژر باور کوي.ډېر لوستي خلک هم کله کله په درواغو باور کوي،مخکې به داخبارونو له لارې اوهغه هم محدودو خلکو ته معلومات رسېدل خو اوس وخت بدل شوی او دټولنیزورسنیو له لارې په یو شیبه کې میلونونو خلکو ته مالومات رسیږي.په دوې کې ډير داسې مالومات وي چې له ځانه يې جوړ کړي وي او دومره په دقت یې جوړ کړي وي چې خلک پرې باورکولی شي. دټولنیزو رسنیو یوه بله ستونزه داده چې دپرمختللې ټکنالوژۍ له لارې پکې تصویرونه او ویډوګانې هم تغیریږي اوتحریفیږي چې دخلکو په احساساتو باندې مثبت اومنفي تاثیر کوي.دادټولنیزو رسنیو زېړژورنالېزم دی.دا ډول مثالونه زیات دي لکه په ننګرهار کې غټه مظاهره وشوه ، ته که دا خبر په تولنيزو رسنیو کې وګورې تشویش کې به راګېر شې وای به چې چا وکړه ولې يي وکړه څومره خلکو وکړه په څه خاطر يې وکړه یواځې ښاریانو په کړي وي کنه داطرافو په هم خلک راغلي ، نو دې یوې پوښتنې ته به يې هم جواب نه يی ورکړی نه به دې دموضوع خبر کړي داسې ډېر مثالونه لرو

(صفیه حلیم) ترنورو وسله والې ډلې له خواله رسنۍ څخه ډېره ګټه اخلي،ډېر کله دنورو جنګ ځپلو هیوادونو لکه عراق،سوريې،فلسطین تصویرونه پرافغانانو دافغانستان په نوم تېرکړي چې دحکومت په ضد دخلکو احساسات ‎‎راوپاروي اوخپل جنګ توجیه کړي.دادټولنیزورسنیو،خبریالانو،جګړه مارانو او وسله والوډلو،حکومتي اونا حکومتي سیاستوالو،عامو،لوستو اونالوستوته له سانسور پرته دنظرونو،معلوماتو،تصویرونواو ویډیوګانو دخپرولو مساوي حق او اجازه ورکړې ده.احساسات اومبالغه دواړه دزېړژورنالېزم اصول دي او په ټولنیزورسنیو کې همدا دوه ډوله کارول کیږي.دبېلګې په ډول یوه وړه چاودنه به شوې وي او خلک به يې په فیسبوک کې ولیکي ( درنې چاودنې دکابل ښار ولړزاوه) دا افواه،ناکره،له احساساتو اومبالغې ډک خبر دی، چې په خلکو کې ویره او ترهه خپرول دي. بس په لنډه توګه په ټولنیزو رسنیو کې زېړژورنالېزم دمثبتې لار نه منفي لارو ته زیات کارول کيږي دزېړژورنالېزم کار دادی چې داتل نه بوتل او دبوتل نه اتل جوړول دي ښه مثال یې تېر پارلماني انتخابات وو چې هريو دخپل نوماندڅخه سپينه ملایکه جوړه کړې وه اګر که هغه کس به دسرنه نیولې ترښپوپه فساد کې ډوب ووخو پلویانو به یې ورڅخه بې مثاله انسان جوړ کړې و خو ځېنو خلکو دمستعارو ای ډي ګانو په جوړولو اوکارولو سره دخلکو سپکول بې مانه پوسټونه کول خلک په ځان راغونډول یعنې مینه وال پېدا کول په شخصي حریم بریدونه کول دخپلو طرفدارانو په ګټه اودنورو په زیان کار کول  لنده داچې ترڅو چې حقیقت راځي درواغو به کلي وران کړې وي، بس دا په ټولنیزو رسنیو کې زېړژورنالېزم دی.

لیکنه ـــ شرافت تسل

ماخذـــ زېړژورنالېزم – محمد جعفر هاند  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب