لیکونکی: ډاکتر فریداحمد سُهیل (په قطر کې د دولتي روغتونونو د ناروغانو د خوندیتوب مشر)
تېره اوونۍ مې دوه ويډیوګانې، چې د کورونا ویروس د ناروغۍ له کبله د مړي انساني کرامت ته پکې سپکاوی شوی و، ولیدلې. پداسې حال کې چې دغه خلک له دې ډېر ناخبره ښکاري چې دغه جسد تر هغو نورو چې له دوی سره تابوت قبر ته ګوزاروي یو بل ته څو ځله ډېر خطرناک دي.
د کورونا وایروس د ناروغۍ د مړ شوي جسد نه د ویروس د لېږد خطر ډېر کم دی خو لومړۍ پېښه یې وړمه ورځ د تایلند په هېواد کې ثبت شوه.
حقیقت دا دی چې د ناروغ له مړینې سره ټولې هغه فزیولوژیکې پروسې چې د ویروس د لېږد لامل ګرځي په پوره توګه درېږي. ویروس د مړ جسد دننه بندي پاتې کېږي خو د وجود سطحه یې ښايي د هرې بلې منتنې سطحې په شان د څو ورځو لپاره ژوندي ویروسونه له ځانه سره ولري. همدا راز د جسد د ښورولو سره ښایی د خولې نه یې ډېره کمه هوا راووځي او یا هم د جسد مینځلو او بېځایه ډېر ښکته پورته کولو سره د جسد نه غایطه مواد راووځي او د انتان د لېږد منبع وګرځي. خو په ټوله کې د ویروس د لېږد دغه خطر تر هغه ډېر کم دی چې له یو ژوندي ناروغ سره د نږدې تماس نه رامنځته کېږي.
د دې لپاره چې د دغه خطر مخنیوي مو کړئ وي، لاندې لارې چارې باید په پام کې ونیسئ:
د جسد وينځلو یا کفن کولو پر وخت باید لازم محافظوی توکي لکه دستکش، ماسک، عینکې، پلاستیکي پېش بند او موزې وکاروئ. د کار تر پایه تر څو مو چې لاسونه په اوبو او صابون نه وي مینځلي کوښښ وکړئ په خپل مخ لاس و نه وهئ.
د پوره اودس او غسل په ځای په جسد یوازې اوبه تېرې کړئ. که د ٪۵ بلیچ او اوبو ۱:۱۰ رقیق محلول وکارول شي د وقایې لا ښه لاره ده.
د جسد د مینځلو په وخت باید چا ته اوبه ورباد نشي. که داسې وشي، باید د کالیو هغه ځای د صابون سره ښه پاک پریمنځل شي.
جسد په داسې ځای کې پریمنځئ چې هوا يې بنده نه وي.
د جسد خوله د زنې سره یو ځای د کفن په یوه ټوټه پټه کړئ تر څو د جسد د ښورېدو په وخت کې د اوبو واړه څاڅکي ترېنه هوا ته را ونه وځي.
څوک چې جسد وینځي د محافظتی توکو د لرې کولو نه دې وروسته خپل لاسونه په صابون پرېمنځي او د جنازې نه دې مخکې پوره غسل وکړي او نور پاک کالي دې واغوندي.
د کور غړي د جسد مخ کتلئ شي خو د مړي د تابوت او یا خپله د مړي د جسد د لمس کولو نه دې په کلکه ډډه وکړي.
د مړي او هغو کسانو چې جسد يې مينځلی استعمال کړي کالي يې د کالیو په ماشین کې مخامخ واچوئ، او که هغه نه وي کالي او هم د مړي نه پاتې کثافات په پلاستیکي کڅوړو کښې د ۷۲ ساعتونو لپاره واچوئ تر څو دغه ویروس پخپله تر دې وخته له منځه ولاړ شي.
جنازه ډېره مه ځنډوئ او څومره چې زر کولئ شئ تر ټولو نه په نږدې هدیره کې یې د خښولو ترتیب ونېسئ.
د ۶۰ کلونو نه زاړه خلک او هغه ناروغان چې د زړه، د وینې لوړ فشار او یا هم د سږو ناروغي لري باید د مړي کفن کولو، جنازې او خښولو ته رانشي.
د جنازې لمونځ د مړي په ټولو خپلوانو، ملګرو او یا ګاونډیانو فرض عین ندی. که یواځې د کور غړي په جنازه کې سهم ولري غوره او کافي دی.
د کور غړي او هغه کم شمېر خلک چې باید جنازې ته راشي باید خپله خوله او پوزه په ماسک او یا ورته دستمال پټ وساتي. یو د بل سره د روغبړ په وخت کښې د غاړې او لاس ورکولو نه ډډه وکړي او د دوه متره لرېوالی مراعات وساتي.
د مړي د کور غړي هم ښایي دغه ناروغي ولري، نو ځکه د مخامخ پر ځای دې پدغه حالت کې د لرې نه په دعا او یوازې د ټلیفون له لارې په تسلیت بسنه وشي.
د کور هغه غړي چې د ناروغۍ نښې نښانې لري باید په کور کې ګوښې پاتې شي او د جنازې او خښولو په مراسمو کې دې ګډون نکوي.
که جسد په تابوت کې وي، باید له تابوت سره ښخ شي.
د تابوت د انتقال او یا قبر ته د جسد د ښکته کولو په وخت کښې باید دستکش په لاس ولرئ. د دستکشو د لرې کولو نه وروسته باید تل لاسونه په اوبو او صابون سره پاک پرېمینځئ.
ټولې هغه سطحې چې مړی ورسره په تماس کښې شوی وي دعفوني ضد محلول سره یې پریمېنځئ. که دغسې محلول ته لاسرسی نلرئ نو کم له کمه د صابون لرونکو ګرمو اوبو سره یې پرېمنځئ.
کوښښ وکړئ چې کارول شوي دستکشونه، ماسک او نور حفاظتي توکي په یوه پلاستیکي کڅوړه کې تر ۷۲ ساعتونو پورې مخکې له دې چې عمومي کثافاتو ته يې وغورځوئ وساتئ.
باید په یاد ولرو چې د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي تدابیر یوازې ددې لپاره ندي چې څنګه مونږ له مړي یا نورو نه د ناروغۍ د لېږد نه ځان وساتو بلکې په عین وخت کښې مونږ څه کولی شو چې د نورو خلکو روغتیا او سلامتی هم ډاډمنه کړو.
پکار ده چې دغه روغتیایي سپارښتنې په پراخه کچه خپرې کړو او د ټولنې په کچه پدې اړه لازم عام پوهاوی رامنځته کړو ترڅو نه یوازې دا چې کورنۍ په هغو سختو شېبو کښې چې یو غړی یې د لاسه ورکړی وي مخکښې له مخکښې نه د نورو نه خپلې غوښتنې او تمې را لنډې کړي او په ورته وخت کښې د دغه تدابیرو مراعات ته چمتو وي.
و، د مړي په حق کښې دعا او پاتې خلکو ته یې تسلیت زمونږ مذهبي او کلتوري دستور دی. ښايي پدغه حساس وخت کښې چې ټوله ټولنه د دغه بدمرغه ناروغۍ له خطر سره لاس او ګرېوان ده، پکار ده چې پخپلو مراسمو او عاداتو کښې لازم تدابیر په نظر کښې ونیسو او د پوهاوي له لیارې ښې اړیکې، تسلیت او غم پالنې د نورو لارو چارو په کارولو سره پیاوړې کړو.
په اخر کښې باید دا هم علاوه کړم چې پدې وخت کښې د کرونا وایروس د ناروغۍ خطر مونږ ټولو ته متوجه دی. د مړي او یا هم ناروغ سره د کرکې په ځای انساني غوښتنه داده چې یو بل ته د فزیکي لاس ورکولو په ځای چې د تدبیر غوښتنه نده، په ټولنه کښې د همدردۍ او زړه سواندۍ د لاسنیوي ريښې وغځوو.