جمعه, اپریل 26, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهلویو سټیجونو ته د ختو لپاره له کوچنیو چوکاټونو ووځئ

لویو سټیجونو ته د ختو لپاره له کوچنیو چوکاټونو ووځئ

زلمی حلیمي
خېل، سمت، توکم او بله هره وړه دایره مو محدود ساتي.
قاصر فکر مو شخصیت ته زیان رسوي د لویو اندونو خاوندان عظیمه اراده لري او ځان ته د بریا په ستره آینه کي ګوري.
د خدای دنیا له بلا مخلوقه مالاماله ده دهر چا واورئ، خو د هر چا مه منئ، پر کوچنۍ مسله ژور فکر وکړئ او هره کوچنۍ خبره جدي مه نیسئ.
دلته هر ښه کار پر بدو او هر بد کار پر ښو خلکو تاوان دئ.
هغوی، چي په اړه مو لږ هم ښه نظر لري احترام ورته ولرئ، ولي هغوی، چي منفي فکره دي او نه مو شي زغملی هرې کړنې ته مو له منفي زاویې ګوري پروا یې مه لرئ که و مو لیدی نرمه خندا ورته وکړئ او بابیزه یې وګڼئ، یوازې هغوی، چي احترام مو کوي او ارزښت درته لري قدر یې وکړئ او ارزښت ورکړئ.
اسانه ژوند کول سخته خبره ده، ولي که په ځان باور ولرئ هره سخته اسانه کیدای شي تر ټولو اړینه دا ده، چي خپل وخت تنظیم کړئ که تر اوسه په کوچنیو دایرو کي اوسئ هڅه وکړئ له دغه جاله ځان وباسئ. مطالعه وکړئ، عبادت وکړئ، ټولنیزي اړیکي وپالئ، مهربان اوسئ، په دفتر کي له همکارانو سره صمیمي اوسئ، نورو ته خیر رسوئ او بله هره انساني کړنه د ورځې ترپایه ترسره کړئ؛ ماښام د سبا ورځې پر پلان فکر وکړئ او ارام ویده شئ.
ستاسو بریا ته رسیدل یوازي په تاسو پوري اړه لري.
په نورو پسې لاس مه نیسئ او مه د بل په تمه ژوند تیروئ. ډېر کله موږ د نورو په تمه یوو، خو په اصل کي دهغوی هیر شوي یوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب