جنسي اړيکې او تمايلات امکان نه لري چې مخه يې ونیول شي، ځکه په ډېرو سيمو کې په پټه او ښکاره «ولدزنا» حرموني وژل کېږي. په روغتونونو کې ډېری داسې ماشومان په هغو کسانو پلورل کېږي چې خپل اولاد نه لري.
خو تر ټولو لوی ګواښ يوې ښځې ته دا دی چې د ماشوم نه راوړلو او مخنيوي درمل خوري، هغه که بیا واده وکړي، يو خو يې له ماشوم سره د زویوالي او موروالي مينه کمه وي او تر واده وروسته يې ممکن بیا په ډېرو درملو بچي را نهشي، خو که ويې هم زېږوي، په طبیعي شکل به معلول وي.
نو ټولنې ته په کار ده چې د نسل راوړلو او د انسان د دغه تمايل لوری منظم کړي، داسې قوانين پرې بار نهشي چې په لوی لاس يو ځوان/پېغله خپله ښکلې ځواني او شخصيت هم ټولنې او هم خدای تعالی ته ملامت کړي.
د ښځې او نر تر منځ مينه او جنسي اړيکه فطري ده؛ نو که د فطرت دغه لوری مو خراب شي، ژوند، ژوند تريخېږي، د نسل بقا له منځه ځي، د انسان هغه ذهني خوښي له منځه ځي چې په يوه خوندي چاپېريال کې يې په ارام او سکون له خپلې جنسي جوړې سره له کوم ډار، ملامتيا او شرم پرته ترسره کوي.
هر يو ځوان چې شديده جنسي تنده لري او په هغه اړه يې فکر په سر کې ګرځي. هره نجلۍ چې له اړتيا پرته له کوره د درس په پلمه بهر وځي، موبايل او ګوشکۍ يې په لاس کې وي، ځان يې ورباندې بوخت کړی وي، دا له چا سره غږېږي؟ زه نه ځوان ملامتوم چې په هره بېبندوباري کې خپل ښه راتلونکی بربادوي، نه هم يوه نجلۍ چې ښه ايينده د هوس په لومو کې بندي او ځان له ښه ژونده بېبرخي کوي.
ملامتي يوازې د ټولنې په رواجونو او په سختو قوانينو کې ده، ولې به يوه ښځه د پلار په کور بېواده زړېده او يا به يې له نورو نارینهوو سره په موبايل کې پټې خبرې کولې.
دا ټولې چارې د رواجونو دي، يو پلار يوه مور په دې نه شرمېږي چې لور يې روغتون ته په پټه بيايي او حرمونی يې پيدا کېږي، يوې پېغلې ته به ولې ژوند تور او له دردونو ډک نه ښکارېږي چې يوه مرکه نه ورځي، د پلار په کور کې له ستونزو ډک يوازې بېعاطفې ژوند تېروي، هاغه چې د مينې او ګډ ژوند له زاويې محرومه وي.
پلرونه چې د لور په ولور ځان ساتي، لوړ ولورونه اخلي، په غريبه ټولنه کې پر ځوانانو لوی لوی بارونه ږدي، دا ټولې هغه کيسې دي چې دغو منفي کارونو ته يې لار هواره کړې. د واده شرایط که په ټولنه کې اسانه شي، هغه شرم او بېبندوباري چې ضرر يې تر هر کوره پورې رسېږي مخه يې نيول کېدای شي.
د ځوان ځواني، د پېغلې ښایست ته خو يوازې دا بس دي چې مور او پلار يې د واده شرایط ورته اسانه کړي، لور او زوم ته سختۍ جوړي نه کړي. زموږ خلک د لور د واده کولو په اړه هيڅ ښه فکر نه کوي، خو که د هغې يوه ګناه يې وليده، مرګيحاله يې وهي
د زوی کمپيوټر او موبايل به د سکس انځورنو او ويډيوګانو په خاطر چک کوي، خو د واده په هکله به يې هيڅ نه وايي، نه به فکر ورباندې کوي. يوازېنی منتباره نصحيت به يې زوی ته دا وي چې ګوره کفارو دغه شيان يوازې د فحشا لپاره جوړ کړي…خو داسې اقدام نه کوي چې سم کارول يې څه وخت امکان لري؟
په هر حال زموږ ټولنه او ځوان قشر به دغه درانه رواجونه تباه کوي، خو د لويانو/مشرانو دې ته لا تر اوسه فکر نه دی کړی چې په ټولنه کې د ښځو ځورول، له درسه په دې نوم نجونې راګرځول چې بیا يې د کوڅې او ښار ځوانان و نه ځوروي. موبایل به نه ورته پرېږدي، ځکه بیا يې وېره وي چې له يو کس سره به تار وغځوي، د خپلوانو له ښاديو/خوشاليو به يې راګرځوي، د ښايسته جامو بنديز به پرې لګېدلی وي…
هيڅ امکان نه لري چې انسان په تېره بیا نارينه دې خپل شورنده/ شديد تمايلات، له توقع خلاف کنټرول کړای شي، د ځوان او پېغلي د ژوند ښایست، عزت او د خلکو له خبرو لرې کېدل يوازې په واده پورې تړاو لري، کله چې يوه پېغله ښه په درناوي په اسانه شرایطو له ځوان سره واده وکړي يا واده شي، نوم او عزت يې لا لوړېږي، مينه او بېبندوباره اړيکې يې له نورو راګرځي. نه يې هم د پکې ښکېلېدو وېره وي.
خو کله چې يوه ښځه او ځوان تر ډېره بېواده پاتې شي، خلک هر رنګه تور پرې لګولای شي، بېلابېلو کيسو يې متهموي، سپک نومونه ورباندې ږدي؛ نو پر پېغلو او ځوانانو ځور تېرېدل هم سخت رواجونه دي چې د قانوني واده مخه يې ډب کوي او له بلې خوا که بېواده واوسي هغوی ته پخپله هم يوه لویه سرخوږي ده چې ټولنې، ځان او شخصيت ته يې زیان پکې رسېږي.
که چېرته رواجونه اسانه شي، هره د پلار پر کور ناسته کلانساله پېغله به واده شي، د ځوانانو مفسدانه، متشدد جنسي فکرونه به سم لوري ته شي، موبايل او کمپيوټر به د لوڅو فلمونو پر ځای سم د کار او ګټې په خاطر کارېږي. د پېغلو ځورول او بېلارې کېدل به راکم شي.
پلرونه چې د زامنو او لورانو بشپړ واکداران دي، تر تعليم وروسته يې باید دې ته ښه فکر وي چې د هغوی د واده په هکله ښه تصميم ولري، که يې لور بېسواده وي، باید تر لوېښت، د ګډ ژوند تر پوهېدو وروسته يې د ښه واده غم هم وخوري.
ځوانان به نه رټل کېږي، نه به يې شخصيت او راتلونکي ته خطر پېښېږي چې د واده شرایط يې اسانه وي، ځکه هغه به تر هغو په بېغمه زړه خپل تعليم او کاروبار کوي چې تر څو يې د واده وخت رارسېږي، مګر که ولورونه لوړ وي، د پلار له خوا زوی ته هيڅ ډاډ نه ورکول کېږي، نه هم پيسې لري؛ نو په دې وخت کې ځوانان مجبوراً د ناهيلې په لمبو سوځي، واده يې په فکر کې سخت وي، خو پر لاره د روانې نجلۍ سره د غږېدلو، د هغې ته د کتلو خوند اخلي، دا ولې؟ يوازېنی علت يې همدا دی چې يوه زوی او لور ته نه دې ويل شوي چې ته خپل کار يا درس ښه پوره ترسره کړه، تر هغه وروسته به چې انشاءالله ستا خوښ وي، داسې ځای به واده درته کوو او يا واده به دې ورسره کوو.
نو که داسې د واده رواجونه اسانه شي، کورنۍ او ټولنې به له دغې ستونزې خوندي شي، نه به حرموني ډېرېږي چې د سم نسل مخه نيسي، نه به يوه پېغله دومره د پلار پر کور ناهيله کېږي چې پټو کارونو ته لاس وغځوي يا د بچي راوړلو درمل وخوري. نه به خدای «ج» او جدان ته ملامتېږي.
ځوانان او پېغلي به خپل ژوند، شخصيت او انرژي په داسې ناوړه کارونو نه لګوي چې بیا يې نوره ټولنه هم د اور په لمبو کې يو ځای ورسره سوځي، ښځه به په ټيټ سر د پلار له کوره نه وځي، نه به يې مور پلار پرې شرمېږي، یو ځوان به د خيانت دا احساس نه کوي چې تر واده وړاندې يې منفي کارونه کړي دي، ځان او جنسي انرژي يې په غيرقانوني اړيکو برباد او لولپه کړي دي.
د واده درانه شرایط تر هر څه لویه ستونزه ده چې افغانان ترې ځورېږي او له بلې خوا يې ټولنه هم له ستر ګواښ سره مخ کړې ده.