یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورناسمې دود شوې کلمې | لیکوال: سیلاني

ناسمې دود شوې کلمې | لیکوال: سیلاني

لومړۍ برخه
د پوهنتون د استادانو او پېژندل شویو لیکوالو پۀ لیکنو او اثارو کې ډېرې داسې کلمې شته چې دوی پۀ تیوریکي بڼه پرته لۀ څېړنې لوستي او زده کړي دي، همدا ډول یې خپلو لوستونکو ته پۀ ناسمه او تیوریکي ډول وړاندې کوي. داسې ډېرې کلمه شته چې باید لوستونکو ته یې پېژندنه او وضاحت وشي، زۀ هم پۀ دغه لیکنه د څو خورا مهمو کلمو پۀ هکله یادونه کوم، د بېلګې پۀ توګه: زموږ لیکوال د (( کلمه)) ویی د (( کلیمه)) پۀ بڼه لیکلي، دا پۀ داسې حال کې ده، چې پورته لیکل شوې کلمې د معنا او شکل پۀ لحاظ دوه بېلې کلمې دي او بېلابېلې معناوې وړاندې کوي. زموږ لیکوال پۀ ځانګړې توګه هغه درانۀ ښوونکي چې دهېواد پۀ معتبرو پوهنتونونو کې تدریس کوي، باید خپلو لیکنو او هغو اثارو ته ځانکړې پاملرنه وکړي چې ټولنې ته وړاندې کیږي او لوستونکي یې لولي. دلیکنې پۀ دې برخه کې لومړی د (( کلمه او کلیمه)) پۀ ویونو بحث کوم:
لومړی: کَلَمهَ:عرب ویی دی. یو معنا داره لفظ، د کلام یوه برخه، د تورو ټولګه چې یو ژبنی واحد ترې جوړ شي. همدا کلمه ده چې موږ یې معنا داره لفظ بولو.( دهخدا، معین، عمید، بادیس انلاین…)
کلمه. [ ک َ ل ِ م َ ] (ع اِ)کلمة. سخن. گفتار. (فرهنگ فارسی معین
دویم: کلیمه: دخرس ځالې يا کوډلۍ ته وایي یا د حیواناتو ځاله.( دهخدا، عمید، معین…)
کدر: عربی ویی دی، چې د شرقي ژبو په وېپانګو کې یې معنا تیارۀ او د روښنایي ضد ته وایي. مګر زموږ ډېری لیکوال یې د علمي او متخصص شخصیت لۀ پاره کاروي. دلته تاسو لوستونکو ته د ځینو هغو وېپانګو شرحې راوړم، چې د یاد ویي پۀ هکله یې لري:
مترادف کدر: بی جلا، بی رونق، بی فروغ، بی نور، تار، تیره، دل آزرده، رنجیده، مکدر
متضاد کدر: روشن، شفاف
برابر پارسی: تیره، تار، گرفته، لرد، اندوه… ( دیکشنری انلاین ابادیس)
کادر:  کادر کلمه فرانسوی بوده که معنای ذیل را ایرایه میدارد:
۱ – شکلی هندسی یا زینتی که نوشته یا تصویری را برای مشخص یا متمایز شدن در داخل آن قرار می دهند. ۲ – اشخاص آموزش دیده یا دارای تخصص لازم برای کار در یک سازمان معین ، پایوران ۳ – چهارچوب ، قالب ، محدوده .( فرهنګ معین)
کادر
۱. خط یا خطوطی که نوشته یا تصویر را برای مشخص و متمایز شدن در درون آن قرار می دهند.
۲. چهارچوبی از جنس چوب، فلز، یا پلاستیک که عکس، تابلو، یا آینه را در آن قرار می دهند، قاب.
۳. گروهی از افراد که با تخصص ها و وظایف یکسان در خدمت سازمان معینی هستند: کادر مهندسی، کادر آموزشی.
۴. [مجاز] چهارچوب، محدوده. ( فرهنګ عمید)
 د پورته یادونو او توضیحاتو ترڅنګ باید ووایم، چې (( کادر)) هغه ویی دی، چې زموږ پۀ ټولنه کې ډېری لیکوال ددې کلمې پر ځای کدر کاروي، پۀ حقیقت کې کادر د علمي او متخصص شخصیت لۀ پاره کارول کیږي، چې باید توپیر یې وشي.
کالیزه: دا کلمه زموږ لیکوال حتا رسنۍ د کلیزه پۀ بڼه کاروي، دوی د کلیزې لۀ کلمې څخه د کالیزې معنا اخلي. چې پۀ حقیقت کې دا دوه کلمې بېلې معناوې وړاندې کوي، زۀ دلا وضاحت او پوهاوي لۀ پاره ګرانو لوستونکو د ځینو وېپانګو هغه شرحې او یاداښتونه وړاندې کوم، چې د یادو کلمو پۀ هکله یې کړي دي:
کلیزه:  [ ک ِ زَ / زِ ] (اِ) سبوی آب را گویند. (برهان ) (آنندراج ) (از رشیدی ). سبوی آب و ابریق و آفتابه . (ناظم الاطباء). کردی ، کلوز (کوزه ، سبو). طبری ، کلا (کوزه ). (از حاشیه ٔ برهان چ معین ) :
چو کرد او کلیزه پر از آب جوی
به آب کلیزه فروشست روی .
منطقی (از حاشیه ٔ فرهنگ اسدی نخجوانی ).
کلیزه: سبوی آب، د اوبو جام.( فرهنګ معین)
لۀ پورته یاداښتونو او شرحو معلومه شوه چې کلیزه د اوبو جام ته وايي، مګر موږ چې کلیزه د کالیزې پر ځای کارو، باید دقت ورته وکړو، ځکه موږ کالیزه د کال لۀ کلمې څخه را اخلو او باید د کالیزې پۀ بڼه وکارول شي.

1 COMMENT

  1. د ایراني فارسي او دري د لیکلو ترمنځ لږ فرق شته ، هغوي اکثرا عربي شکل سره چې فتحه ، ضمه او کسره ولري لیکي . مګر د افغانستان خلک د یوه لغات تلفظ ته ګوري . هغوی کادر لیکي او مونږ کدر. هغوي پلیس لیکي او مونږ پولیس
    زما په نظر د کالیزې لیکل د کلیزې په شکل کومه ستونزه نه لري دا زمونږ پښتو وییه ده .
    د کلمه چې جمعه یې کلمې کیږې یوه بله معني د کلمې یا کولمې په شکل چې د فارسي رودې سره مطابقت لري هم شته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب