سه شنبه, مې 14, 2024
Homeکلتورکله چې زه رئیس وم ...| ډاکټر محمد تنها

کله چې زه رئیس وم …| ډاکټر محمد تنها

 آلمان مګدیبورګ پوهنتون

کلتورونه په بېلابېلو جغرافیو کې د بېلابېلو اقلیمونو زېږنده دي، د برتانوي هند په پنجاب ایالت کې لنګ او د بدخشان په واخان کې له وړیو څخه جوړې تودې چپنې لمړی د دې پوښاک د ښکلا له کبله نه بلکې په دې دوو مختلفو جغرافیو کې د حاکم اقلیم سره د مبارزې له کبله اغوستل شوې او دود شوې دي چې د وخت په تېرېدو سره دا دود په یوه درنه جامه بدل شوی او پدې جغرافیو کې د اوسېدونکو سیمو خلکو د هویت یا پېژندنې برخه ګرځېدلې. انساني سایکولوژي داسې تکامل کړی چې په چاپیریال کې د حوادثو، کالیو، خوړو او نورو دودونو لږ چټک بدلون انسان حیرانوي ځکه انسانان لکه د کمپیوټر پروسیسور داسې جامده حافظه نلري تر څو بدلون په چټک او جامد ډول ومنلای شي، همدا لامل دی چې هر نوی شی انسان متعجب کوي چې تعجب پخپله له نوې پدیدې سره د نا آشنايي له امله را مینځ ته کېږي. کله کله خو دا تعجب په تمسخر واوړوي او انسان د خپل تعجب پټولو په پار تمسخر ته مخه کړي. دا تعجب تر ډېرې مودې له انسان سره مل وي تر هغو چې دا نوی شی د ډېرې کارونې له امله د کلتور برخه وګرځي. پدې اړه چې یو شی له څه مودې وروسته د کلتور برخه ګرځېدای شي څه علمي ارقام نشته خو یوه څه چې کره ده هغه دا ده چې په ژوند کې د هوساینې راوستلو هره وسیله او کړنلاره ژر په کلتور بدلېدای شي چې انټرنټ، ځېرمن ټلیفونونه او خواله رسنۍ یې یوه ښه بېلګه ده. د کلتوري ارزښتونو په اړه یو نړیوال نا لیکلی اصل دا دی چې هیڅ ښه او بد کلتور نشته، یوازې متفاوت کلتورونه شته. د کلتورونو بېلابېلو پارامټرونو له ډلې یو هم د کار کلتور او یا هم په کاري چاپیریال کې د کار ترسره کولو لپاره حاکمه پروسه ده.

بېلابېلې نوې څېړنې ښيي چې په کاري چاپیریال کې د موسکا او ټوکو ټکالو فضا را مینځ ته کول نه یوازې د کارکوونکو اروايي فشار را کمولو کې مرسته کوي بلکې د کارکوونکو تر مینځ د ملګرتیا، د یو بل کار ستاینې کلتور او یو پر بل د باور فضا را مینځ ته کولو سره د کار اغېزمنتوب زیاتوي. البته دا څېړنې د پوچو ټوکو او یو بل ته توهین کولو څخه د کلکې ډډې سپارښتنه هم کوي.

د کلتورونو ترمینځ پرتلو په تړاو بېلابېلې څېړنې ښيي چې غربي کلتور تر آسیايي ډېر خلاص او ډېر اغېزمن دی، پدې تړاو یوه وروستۍ څېړنه په ۲۰۰۸ کال کې د یوه عراقي ژورنالیست لخوا په بوټ باندې د آمریکا ولسمشر جورج بوش او په ۲۰۰۹ کال کې د انګلستان کامبرج پوهنتون یوه محصل لخوا په بوټ باندې د چین لمړي وزیر ویین یېباو ګوزارونو ته په کتنې پېلېږي. څېړنه د خپلو سروې ګانو په رڼا کې مطبوعاتو ته د دغو دوو مشرانو غبرګونونه پرتله کوي، دوۍ وايي چې بوش هڅه وکړه خبره په خندا تېره کړي او مطبوعاتو ته یې په موسکي خوله وویل چې “د دې حادثې په تړاو حقیقت دا دی چې د بوټ شمېره لس وه” خو د یېباو غبرګون په قهرجنه لهجه دا وو چې “دا قبیح عمل به د چین او برتانیې اړیکې خرابې نشي کړای”. د څېړونکي په وینا د غربي کلتور له نظره ټوکې د انسانانو شخصیت یو مثبت اړخ خو د شرقي کلتور له نظره دا یو منفي اړخ ګڼل کېږي.

کله چې زه په افغانستان کې لمړی د پوهنتون استاد شوم نو په لمړي سر کي د هغه کلتور له مخي چې زه پکې را لوی شوی وم له محصلینو سره ډېر جدي وم، هرڅه مې جدي نیول او ټوکې، ټکالې او موسکا مې یو ډول د ځان او د اکاډمیک چاپیریال سپکاوی ګاڼه، ځینې به پدې کار راڅخه خوشاله ول او زه به یې یو جدي انسان ګڼلم او ځیني به راڅخه خواشیني ول او زه به یې یو وچ کلک بې خونده انسان بللم، کېدای شي دوۍ دواړه په خپل آند سم ول.  کله چې آلمان کې له زدکړو وروسته بېرته افغانستان ته ولاړم نو د کابل پوهنتون تر څنګ د افغانستان هستوي اداره کې رئیس هم شوم، د دواړو دندو په لمړي سر کي مې د آلماني خلاص اکاډمیک کلتور د رواجولو هڅه وکړه، له محصلینو سره کېناستم، مېلې ته ورسره ووتلم او کله کله مې په ټولګي کې یوې نیمې ټوکې ته هم چاپیریال برابراوه. همدا راز مې په ریاست کې هم له خلکو سره د خندا او ټوکو کلتور په رواجولو پیل وکړ خو لنډه موده نه وه تېره چې ځینو غبرګونونو هېښ کړم. هغو محصلینو په ټولګي کې د ډېرې بېنظمۍ رامینځ ته کولو هڅې کولې له کومو سره چې تر نورو لږ نږدې وم، هغو کارکوونکو په کاري نافرماني او ټنبلي لاس پورې کاوه کوم چي ما تر نورو لږ ښه پېژاندل. دې چارې ورو ورو په اروايي ډول نارامه کړم، د کار اغېزمنتیا د زیاتېدو په ځای کمه شوه او متقابل درناوی، باور او د واړه کار ستاینې کلتور د ودې په ځای له مینځ لاړل. وچ کلک دېته مجبور شوم چې بېرته تریخ شم او د موسکا په ځای ټنډه تروه کړم. دې چارې بل غم پسې جوړ کړ، خلکو د دیکتاتور او وچ کلک مدیر په سترګه کتل راته پیل کړل، حیران پاتې شوم چې اوس کومه خوا بېرته ونیسم ؟ بلاخره همدې ناوړه او نه سمېدونکي کاري چاپیریال دېته اړ کړم چې لاس پر سر شم، هرڅه پرېږدم او ډوکټورا لپاره آلمان ته ولاړم شم. کېدای شي په شخصي لحاظ دې تصمیم ماته ګټه کړې وي خو په تخنیکي لحاظ یې له تحخصصي ادارې څخه د یوه تخنیکي کس تلو باندې د نوموړې ادارې جوړښت ته ګټه نده کړې. چې ډوکټورا مې خلاص شوه او بېرته وګرځېدم بیا هم همدې حاکم کلتور دېته اړ کړم چې بېرته آلمان ته د فوق ډوکتورا لپاره ورڅخه راشم.

 اوس دا ټولې پوښتنې چې زه ولې راغلم ؟ له مسافري سره سره ولې د آلمان اکاډمیک چاپیریال کې د افغانستان تر هغې خوښ یم ؟ ولې زمونږ له ادارو په غرب کې روزل شوي مسلکي او تخنیکي کسان تښتي ؟ ولې له دومره لګښتونو، منډو او هڅو سره سره زمونږ کارونه اغېزمن ندي ؟ په یوه جمله حل کېدای شي او هغه دا چې مونږ د انساني سایکولوژي اړتیاوو سره برابر کاري چاپیریالونه نلرو.

له اکاډمیک څخه نیولې بیا تر سیاسي او پوځي هغه پورې زمونږ ټول کاري چاپیریالونه له کینو، تبعیضونو، د باورونو کړکېچ، د کار نه ستاینې، کرکې او خوشالۍ نه شتون څخه رنځور دي. په غرب کې زما تجربه ښيي چې تر بودیجې، امکاناتو، تخصص او بل هر مادي او تخنیکي ارزښت دمخه یو خوشاله کاري چاپیریال د کار اغېزمنتیا تضمینوي. پدې هیله چې د افغانستان ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون یوازې د استخدام پروسې او کلیشه يي ټرېنینګ کورسونو ته کار ونه وايي بلکې د کاري چاپیریال خوشاله ساتلو کلتور را مینځ ته کېدا لپاره په منظم ډول په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ټرېنینګونه، سمینارونه، ورکشاپونه او سپوزیمونه جوړ کړي. همداراز کارکوونکي هم یوه خوله موسکا غنیمت وګڼي او یو بل ته د کندو ایستلو پرځای د خپل ځان کاري او تخنیکي وړتیاوو لوړولو برجونه جوړ کړي.

5 COMMENTS

  1. سلامونه جناب تنها صاحب
    د ستونزو پر موجودیت سل په سلو کی درسره موافق یم، ستا سو په دول زه هم د دداسو برخوردونو سره مخ شوی یم.
    یو چا راته مشوره راکره چی د رسول لله سیرت ولوله، ماته عجیبه معلومیده چی زه په تولگی او اداره کی نظم نزاکت او متقابل احترام غوارم هغه هم په انجینری پوهنخی کی، خو دا ورور راته د سیرت خبری کوی. اخر می د نور جاویدان په نامه یو سیرت واخیست، تر مطالعی وروسته راته معلومه شوه چی دخدای رسول په یو جاهله تولنه کی سه دول رهبری کول او که به چا سه نافرمانی کول نو عکس العمل به یی سه وو. تاسو باور وکری جناب استاد زیاتی ستونزی مو حل سوی.
    منم چی موز د رسول الله په شان نسو کیدای خو دهغه سبک یا دول د رهبری زموز لپاره د ژوند الگو او تر تولو موثره لار ده
    تنها صاحب دا می یو تجربه وه. ستاسو د سیمینارونو او ورکشاپونو د جورلو د نظر سره موافق یم.
    په درنشت
    م

  2. محترم ډاکټر صاحب بها ته سلام
    ویاړ دی وی ستاسی په اکاډمیکه پوهه
    همیشه بریالی اوسی
    امّا ستاسی د خوږې ګیلې په هکله عرض شی چي
    ستاسی دواړه ازمویل شوی روِشونه د منلو او انطباق وړ دی
    اصلاً زموږ د ټولنی ستونزه ددې دوو ډولو روِشونو د هضم مسئله نده بلکه زموږ ستونزه بله ده
    موږ د سم قانون او د هغې د سم تطبیق او اجراء د ضمانت د قدرت څخه بې برخی یو
    کله چي سم او معقول او مطلوب او متین قانون وجود ولری او د دې قانون د سرغړونی د پایلو څخه هر څوک وبېرېږی نو هغه وخت به د روِشونو څرنګوالی هیڅ اغیز ونلری مانا دا چي ستاسو او یا بل هر استاد هر ډول چلند څه خوږ چلند څه تریخ چلند څه ترِیو او ترُش او خنثی چلند به د شاګردانو د بدی استفادې وړ ونګرځی

  3. استاد محترم زه او ته تر اوسه نه سره پېژنو نه مو سره لیدلي دي دکتورا ته له تګ څخه مخکې فیسبوک کې درسره ملګری شوم له ټول حالت او کیسو دې همدلته ځان خبروم.
    کله دې چې دکتورا بشپړه شوه او هېواد ته د راتګ نیت دې وکړ ستا د یوه کشر ورور غوندې درته اندېښمن وم ځکه چې د شملو په وطن کې د سر خلک د دار لپاره وي.
    هېواد کې درسره په شوي ناوړه چلند له زړه درباندې خپه وم.
    هر چېرې چې وې د هېواد ویاړلی بچی او زموږ ویاړ یې.
    هغوی چې تا ته په بل وطن کې د اوسېدو پیغورونه درکوي له ځانه دې د سړي زامن جوړ کړي او څوک دې له هېواده تېښتې ته نه مجبوروي.

  4. لنډه پوښتنه!
    د لېکنې نه دې داسې مالومېږي چې ستونزه یوازې پۀ کاري چابیریال او عاداتو کې وه نوره کومه جدي ستونزه دې نه درلوده.
    نو آیا دا مناسبه وه چې په وینو لړلی افغانستان او افغانان همداسې پرېږدې او بیرته جرمني ته ولاړ شې!؟؟؟
    د وطن او هېوادوالو لپاره دې دومره سختي هم ونه شوی زغملی؟

  5. Mr. Hashimi has a good point :
    One of the cultural draw back in Afghanistan is that, most Afghans are seeking the easy way relating to encounters. Of course bravery in fighting is an exception.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب